د قزاقستان اکتاو ته نږدې د الوتکې د لوېدو له امله ۳۸ تنه مړه شوي دي

د قزاقستان په اکتاو کې د اذربایجان د هوايي شرکت د یوې الوتکې د غورځېدو په پېښه کې ۳۸ تنه مړه شوي دي.

د قزاقستان په اکتاو کې د اذربایجان د هوايي شرکت د یوې الوتکې د غورځېدو په پېښه کې ۳۸ تنه مړه شوي دي.
د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال کانات بوزمبایف چې د الوتکو د غورځېدو د تحقیقاتو د یوه دولتي کمېسیون مشري کوي، د چهارشنبې په ورځ په اکتاو کې د اذربایجان له یوه پلاوي سره په خبرو کې وویل، «وضعیت ډېر ښه نه دی، ۳۸ تنه وژل شوي دي».
هغه وویل، د پېښې د قربانیانو د پاتې شونو د پېژندلو لپاره به ماهرین څېړنې ترسره کړي.
بوزمبایف د اذربایجان د پلاوي غړو ته ډاډ ورکړ، چې د ژوندي پاتې شویو کسانو د درملنې لپاره ټول اړین درمل موجود دي او قزاقستان له استانې څخه اکتاو ته د روغتیایي متخصصینو له یوې ډلې سره یوه الوتکه هم استولې ده.
د قزاقستان د ټرانسپورټ وزیر مارات کارابایوف د یادې پېښې په اړه رسنیو ته وویل، "په الوتکه کې ۶۷ کسان سپاره وو، چې ۶۲ مسافر او پنځه د عملې غړي وو، چې ۳۸ کسان په کې مړه شوي او ۲۹ نور ژوندي پاتې دي.
په دغه الوتکه کې د ازربایجان، قرغزستان، روسیې او قزاقستان اوسېدونکو سفر کاوه.

اېنډېپېنډنټ ورځپاڼې په خپل یوه راپور کې ویلي، چې له افغانستانه د امریکا او ناټو ځواکونو د وتلو پرمهال په افغانستان کې د ۷،۲ میلیارد ډالرو څخه ډېر پوځي تجهیزات پاتې شوي و.
د ارپن رای د راپور له مخې، د دغه تجهیزاتو ډېره برخه د طالبانو په لاس کې ده او ډېری یې د ویجاړېدو او کباړ کېدو په حال کې دي.
د اېنډېپېنډنټ ورځپاڼې د راپور له مخې، د امریکا له لورې په افغانستان کې پاتې شوې سلګونه امریکايي هاموې ټانکونه اوس په خځلو کې پراته دي او په خراب حالت کې د طالبانو په واک کې دي.
دوی وايي، طالبان له دغو امریکايي هاموې ټانکونو څخه د خپل پوځي نښې د کمپاین په توګه استفاده کوي.
دغه ورځپاڼه زیاتوي، چې د افغانستان له څو ولایتونو څخه د سپوږمکۍ له لارې په اخیستل شویو تازه انځورونو کې ښکاري، چې دغه امریکايي هاموې ټانکونه ویجاړ شوي، پرزې یې خلاصې شوي او په تازه هوا کې د ودانیو په شاوخوا کې پراته دي.
د دغه راپور له مخې، امریکايي ځواکونو له افغانستان څخه د ګډوډ وتلو د وروستیو اونیو پرمهال هڅه وکړه، چې د کمپیوټري سیسټمونو په ګډون خپل ډېری پوځي تجهیزات ویجاړ او له منځه یوسي.
خو د امریکا د دفاع وزارت چارواکو ویلي، چې د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې طالبانو ته د امریکا له لورې د روزل شویو افغان ځواکونو تسلیمېدو او د پخواني جمهوري نظام تر پرځېدو وروسته ډېر امریکايي پوځي تجهیزات د طالبانو لاس ته ولیدل.
پنټاګون وايي، چې امریکایي ځواکونو له افغانستان څخه د وتلو پر مهال د ۷،۲ ملیارد ډالرو څخه زیات ارزښت لرونکي پوځي تجهیزات پرېښودل.
خو طالبان ډېری وخت دغه امریکايي پوځي تجهیزات په خپلو لویو نمایشي غونډو کې لکه د اګسټ په میاشت کې په بګرام پوځي اډه او ولایتونو کې نندارې ته وړاندې کوي.
د اېنډېپېنډنټ ورځپاڼې د کابل، کندهار، هرات، خوست او غزني ولایتونو څخه د سپوږمکۍ له لارې اخیستل شوي انځورونه څېړلي، چې په کې لیدل کېږي هاموې ټانکونه، رینجر موټرونه او پوځي توکي چې د امریکايي پوځیانو له لورې افغان پولیسو او اردو ته ورکړل شوي وو، پراته دي.
د دغه هاموې (زغره وال) ټانکونو ډېره برخه په کابل هوايي ډګر او د کندهار په هوايي ډګر کې لیدل شوي دي.
دغې رسنۍ په ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ کلونو کې د سپوږمکۍ له لارې اخیستل شوي انځورونه سره پرتله کړي دي او وايي، ورستیو انځورونو کې لیدل کیږي، چې دغه امریکايي پوځي توکي په ډېر خراب حالت کې پراته دي.
استخباراتي څېړونکی او شنونکی قیس علمدار وايي، چې د افغانستان په لږ تر لږه ۲۰ سیمو کې د امریکا له لورې پاتې شوي هاموې ټانکونه او پوځي وسایل لیدل شوي دي.
نوموړی وايي:«د طالبانو له واکمنۍ څخه مخکې د انځورونو پرتله کول ښيي، چې دوی(طالبان» نور د ناټو د دې ګران بیه ماشینونو د ساتلو توان نلري او د دې لپاره ډېر دلیلونه شته، چې تر ډېره بریده ددغو وسایلو د ساتنې او د هغوی د چلولو لپاره د ګران بیه تیلو مصارف پوره کولی نه شي.»
ښاغلی علمدار وايي، چې طالبان واک ته د رسېدو په لومړیو څو میاشتو کې د افغانستان په ځینو ولایتونو کې د ګزمو لپاره د نورو موټرونو تر څنګ دا هاموې ټانکونه هم کارول، خو د وخت په تېرېدو سره داسې ښکاري، چې لسګونه یې ویجاړ کړي دي.
له دې سره، د تېر حکومت د جنايي جرمونو د څېړني د برخي یو افغان نظامي بسم الله تابان وايي، چې د هاموې ټانکونو د چلولو لپاره تېل ګران دي او د ترمیم لپاره یې پرزې د امریکا او اروپايي بازارونو څخه بهر ترلاسه کول ناشونې دي.
نوموړی زیاتوي:«دا یوازې د تېلو خبره نه ده، چې د یو عادي موټر په پرتله پنځه یا شپږ ځله ډېر مصرفوي، بلکې تاسو د هاموې یوه کوچنۍ برخه هم په افغان بازار کې نه شئ موندلی. د هاموې ساتنه ګرانه ده او په ریښتیا سره چې د طالبانو له توان څخه لوړ کار دی.»
اېنډېپېنډنټ وايي، د افغانستان په سرحدونو او امنیتي پوستو کې ولاړ هاموې له امریکا څخه غلا شوي ټانکونه دي.
دغه ورځپاڼه وايي، چې طالبانو د خپل ځواک په یوه نادره ننداره کې د طالبانو د جګپوړي وزیر خلیل الرحمان حقاني د جنازې د مراسمو د ساتنې لپاره د هاموې ټانکونو کتارونه هم جوړ کړي وو.
ژورنالېسته او د افغانستان په اړه شنونکې لین اوډونیل وايي، چې طالبان د پرزو د نشتوالي له امله دا هاموې ټانکونه په کباړ بدلوي.
د نوموړې په خبره، د سپوږمکۍ انځورونو څو هاموې ښودلي، چې پرزه شوي یا په بشپړه توګه تش شوي دي.
نوموړې دې پوښتنې ته په اشارې سره چې طالبانو څنګه وکولی شول د امریکا بلک هاک چورلکې بیا ترمیم کړي وویل، چې امریکا د پوځي تجهزاتو د بیا ترمیم په برخه د میلیاردونو ډالرو په لګښت افغان پوځیانو ته روزنه ورکړې وه.
په ورته مهال سیګار په خپل یوه راپور کې ویلي و، چې امریکا د ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۲۱ کال پورې د افغان امنیتي ځواکونو د پراختیا او ساتلو په برخه کې شاوخوا ۸۳ میلیارده ډالر مصرف کړی دی.
د تېر نظام د ملي امنیت رییس احمد ضیا سراج وايي، چې داسې اندېښني شته چې طالبان به وکولی شي د پاکستان او ایران په څېر ګاونډیو هېوادونو له لارې په تور بازار کې د پخوانیو امریکایي پوځي تجهیزاتو د پرزو په پلورلو سره خورا ډېري پیسي په لاس راوړي.
نوموړی وايي:«کله چې طالبانو د دفاع وزارت ډیپوګان ونیول، نو لوټ شوي ډېر شیان، وسلې، مهمات او د دې موټرو پرزې یې غلا کړې او ټول یې د پاکستان په تور بازارونو کې وپلورل.»
د سراج په خبره، ډېر ژر به طالبان د ناټو دغه هاموې ټانکونه د کباړ په څېر د پاکستان په بازارونو کې وپلوري، خو دا لا نه ده څرګنده چې وروسته به پاکستان دغه وسایل څه ډول وکاروي.

د سوریې دولتي رسنۍ وايي، چې له لاریونونو وروسته پولیسو په حمص کې ګرځبندیز لګولی دی.
د حمص امنیه قومانداني، چې د هیئت تحریرالشام په لاس کې ده، دغه ګرځبندیز د ماښام له شپږ بجو نه د سهار تر اتو بجو پورې لګولی دی.
دغه ګرځبندیز په حمص کې له وسله والو نښتو وروسته لګول شوی.
د سوریې چارواکو د چارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په طرطوس کې یې له پخواني رژیم سره د تړلو کسانو یوه ډله محاصره کړې او ځینې کسان یې وژلي دي.
یو شمېر سرچینو ویلي، چې په طرطوس کې د وسله والو نښتو په پایله کې د سوریې د لنډمهالي حکومت د کورنیو چارو وزارت شپږ تنه غړي وژل شوي دي.
فرانس پرېس د ګرځبندیز خبر د سوریې د رسنیو په حواله ور کړی.

روسیې د چارشنبې په ورځ په داسې حال کې چې په کیېف کې کرسمس نمانځل کېده، د اوکراین د انرژۍ پر سیسټم د کروز او بالستیک توغندیو او بې پیلوټه الوتکو په مټ برید وکړ. د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلېنسکي دغه برید غیر انساني بللی دی.
د جګړې درېیم کال نږدې په پای ته رسیدو دی، خو دغو بریدونو په شمال ختیز خارکیف ښار کې لږ تر لږه شپږ کسان ټپیان کړي او په ډنیپرو پیټروفسک سیمه کې یې یو تن وژلی دی.
د رویټرز د رپوټ له مخې، په خارکیف سیمه کې نیم میلیون خلک له تودوخې بې برخې شوي، په داسې حال کې چې د تودوخې درجه له صفر څخه یوازې څو درجې لوړه ده. په پلازمینه کیېف او نورو سیمو کې د برېښنا پرچاوۍ ډېرې شوې دي.
زیلېنسکي له برید وروسته وویل، « نن، (د روسیې ولسمشر ولادیمیر) پوتین په قصدي توګه کرسمس د برید لپاره وټاکه. تر دې به بل څه غیر انساني وي؟ له۷۰زیات توغندي، د بالستیک توغندیو په ګډون او له سل ډېرې بریدګرې بې پیلوټه الوتکې».
د روسیې دفاع وزارت تایید کړه چې د انرژۍ پر هغو مهمو تاسیساتو یې ستر برید کړی چې د کیېف د "پوځي-صنعتي کمپلکس" ملاتړ کوي.
د اوکراین پوځ وویل چې د دغه هېواد د هوايي دفاع ځواکونو د شپې او چارشنبې په سهار ۵۹ روسي توغندي او ۵۴ ډرونونه نسکور کړي.
اوکراینیانو د چارشنبې په ورځ خپل کرسمس د نوې جنترۍ له مخې ونمانځه، چې دا د روسیې اغېز ختمولو پر لور بل ګام دی.
د اوکراین خپلواکې ارتودوکس کلیسا، چې په ۲۰۱۸ کې رامنځته شوې، په ۲۰۲۳ کې موافقه وکړه چې له روسیې سره د جولین کالیزه پرېږدي، چیرې چې کرسمس د جنورۍ پراوومه نېټه نمانځل کیږي.
د روان کال له پسرلي راهیسې روسیې د اوکراین د انرژۍ پر سکتور بریدونه زیات کړي، چې د تولید ظرفیت یې کم شوی.
د اوکراین هوايي ځواک وویل چې خارکیف په بالستیک توغندیو په نښه شوی.
د سیمې والي، اولیګ سنیهوبوف په ټیلیګرام کې وویل چې د ملکي نااستوګنیزو تاسیساتو یوڅه برخې زیانمنې شوې دي.
د اوکراین د انرژۍ وزیرجرمن ګالوشینکو په فېسبوک کې ولیکل، چې روسیه د اوکراین برېښنا سکتور په پراخه کچه په نښه کوي او د برېښنا رسونې محدودیتونه پرځای دي.
د اوکراین تر ټولو لوی خصوصي انرژۍ شرکت DTEK وویل چې د دوی پر تولیدي تاسیساتو بریدونه شوي، د برېښنا تجهیزات په جدي توګه زیانمن شوي او دا په روان کال کې پر انرژۍ سکتور دیارلسم لوی برید دی.

د قزاقستان د ترانسپورټ وزارت وایي، چې د اذربایجان یوه الوتکه د چهارشنبې په ورځ د اکتاو ښار ته څېرمه راپریوتې ده.
تر دې مهاله په دغې پیښه کې د تلفاتو په اړه کره شمېرې نه شته، خو داسې ویل کیږي چې په دغې الوتکه کې ټول ۷۳ تنه سپاره و چې له اذربایجانه یې روسیې ته الوتنه لرله.
د قزاقستان د بیړنیو حالاتو وزارت د لومړنیو مالوماتو له مخې په سپرو کسانو کې یو شمېر یې ژوندي دي.
د اذربایجان د الوتنو ادارې هم د دغې الوتکې د نسکوریدو پخلی کړی.
د قزاقستان د ترانسپورټ وزارت ویلي، چې د اذربایجان دغه الوتکه له اذربایجانه د روسیې ګروزني ښار ته روانه وه، چې د دغې پیښې سره مخامخ شوه.
د قزاقستان د ترانسپورټ وزارت ویلي، چې په دې اړه یې پلټنې پیل کړې دي.

د پاکستان د لومړي وزیر سیاسي سلاکار رانا ثناالله، وایي، اسلام اباد به د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان په خوشې کولو یا له هغه سره د خبرو اترو لپاره د امریکا د منتخب ولسمشر دونالډ ټرمپ هیڅ ډول فشار ته تسلیم نه شي.
د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف سیاسي سلاکار د سې شنبې په ورځ د مرغومي په څلورمه دغه څرګندونې د ټرمپ له خوا د ځانګړي ماموریت لپاره د ګومارل شوي ریچارډ ګرنل د وروستیو څرګندونو په ځواب کې کړې دي.
ریچارډ ګرنل په دې وروستیو کې د خپلې اېکس پاڼې له لارې له اډیاله زندانه د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان د خوشې کولو غوښتنه کړې وه.
رانا ثناالله وایي چې د امریکا له خوا به پر دوی هر ډول فشار بې پایلې وي، هغه وړاندې لیکلي: «که چیرته په دې برخه کې لاسوهنه کیږي، موږ به یې پخپلو کورنیو چارو کې بربنډه لاسوهنه وبولو.»
دغه جګپوړي پاکستاني چارواکي هغه خبره هم رد کړه، چې ګواکې د امریکا د فشارونو له امله یې د تحریک انصاف ګوند سره خبرې اترې پیل کړي.
په دې وروستیو کې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف داسې یوه جرګګۍ جوړه کړه چې د تحریک انصاف ګوند له مشرتابه سره خبرې اترې وکړي.
تر دې وړاندې عمران خان هم د تحریک انصاف ګوند د مشر ګوهر علي خان او د خیبر پښتونخوا د سر وزیر علي امین ګنډا پور په مشرۍ کې یوه کمېټه ټاکلې وه، چې له حکومت او پوځ سره خبرې اترې پیل کړي.
