د اذر بایجان یوه مساپر وړونکي الوتکه په قزاقستان کې راپریوتې ده

د قزاقستان د ترانسپورټ وزارت وایي، چې د اذربایجان یوه الوتکه د چهارشنبې په ورځ د اکتاو ښار ته څېرمه راپریوتې ده.

د قزاقستان د ترانسپورټ وزارت وایي، چې د اذربایجان یوه الوتکه د چهارشنبې په ورځ د اکتاو ښار ته څېرمه راپریوتې ده.
تر دې مهاله په دغې پیښه کې د تلفاتو په اړه کره شمېرې نه شته، خو داسې ویل کیږي چې په دغې الوتکه کې ټول ۷۳ تنه سپاره و چې له اذربایجانه یې روسیې ته الوتنه لرله.د قزاقستان د بیړنیو حالاتو وزارت د لومړنیو مالوماتو له مخې په سپرو کسانو کې یو شمېر یې ژوندي دي.د اذربایجان د الوتنو ادارې هم د دغې الوتکې د نسکوریدو پخلی کړی.د قزاقستان د ترانسپورټ وزارت ویلي، چې د اذربایجان دغه الوتکه له اذربایجانه د روسیې ګروزني ښار ته روانه وه، چې د دغې پیښې سره مخامخ شوه.د قزاقستان د ترانسپورټ وزارت ویلي، چې په دې اړه یې پلټنې پیل کړې دي.


د پاکستان د لومړي وزیر سیاسي سلاکار رانا ثناالله، وایي، اسلام اباد به د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان په خوشې کولو یا له هغه سره د خبرو اترو لپاره د امریکا د منتخب ولسمشر دونالډ ټرمپ هیڅ ډول فشار ته تسلیم نه شي.
د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف سیاسي سلاکار د سې شنبې په ورځ د مرغومي په څلورمه دغه څرګندونې د ټرمپ له خوا د ځانګړي ماموریت لپاره د ګومارل شوي ریچارډ ګرنل د وروستیو څرګندونو په ځواب کې کړې دي.
ریچارډ ګرنل په دې وروستیو کې د خپلې اېکس پاڼې له لارې له اډیاله زندانه د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان د خوشې کولو غوښتنه کړې وه.
رانا ثناالله وایي چې د امریکا له خوا به پر دوی هر ډول فشار بې پایلې وي، هغه وړاندې لیکلي: «که چیرته په دې برخه کې لاسوهنه کیږي، موږ به یې پخپلو کورنیو چارو کې بربنډه لاسوهنه وبولو.»
دغه جګپوړي پاکستاني چارواکي هغه خبره هم رد کړه، چې ګواکې د امریکا د فشارونو له امله یې د تحریک انصاف ګوند سره خبرې اترې پیل کړي.
په دې وروستیو کې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف داسې یوه جرګګۍ جوړه کړه چې د تحریک انصاف ګوند له مشرتابه سره خبرې اترې وکړي.
تر دې وړاندې عمران خان هم د تحریک انصاف ګوند د مشر ګوهر علي خان او د خیبر پښتونخوا د سر وزیر علي امین ګنډا پور په مشرۍ کې یوه کمېټه ټاکلې وه، چې له حکومت او پوځ سره خبرې اترې پیل کړي.

په موزمبیق کې له تاوتریخوالي ډک لاریونونه وروسته له هغې پیل شول، چې یوې محکمې د واکمن ګوند مشر د دغه هېواد د اکتوبر میاشتې د جنجالي ټاکنو ګټونکی اعلان کړ.
د سوېلي افریقا په موزمبیق کې له جنجالي ټاکنو وروسته د تاوتریخوالي په پېښو کې لږ تر لږه ۲۱ کسان وژل شوي دي.
د موزمبیق سترې محکمې اعلان کړی، چې د واکمن ګوند مشر د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر د جنجالي ټاکنو ګټونکی دی.
د محکمې دغې پرېکړې په ټول دغه هېواد کې له تاوتریخوالي ډک لاریونونه راوپارول.
د موزمبيق د كورنيو چارو وزير وايي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د تاوتريخوالي په پېښو كې د ۲ پوليسو په ګډون ۲۱ تنه وژل شوي او د تاوتريخوالي په پېښو كې ښكېل ۷۰ كسان نيول شوي دي.
د راپورونو له مخې، لاریون کوونکو هټیو، بانکونو او دولتي ودانیو ته اور اچولی او لوټ کړي یې دي.
د کورنیو چارو وزیر وايي، لاریونوالو د پولیسو پر مرکزونو او توقیف ځایونو هم بریدونه کړي دي.
له بلې خوا د اپوزیسیون جلاوطنه مشر وینانسیو مونډلن وايي، چې په ټاکنو کې په پراخه کچه درغلۍ شوې دي.

د خیبر پښتونخوا په پاړه چنار کې ځایي خبریالان وایي له هغه مهاله چې د پاړه چنار او پیښور تر منځ لویه لاره بنده شوې ورسره د خوراکي توکو تر څنګ په روغتونونو کې هم دارو درمل کم شوي او ناروغان پر وخت روغتیایي مرکزونو ته نه شي رسیدلای.
لسګونه ماشومان مړه شوي چې ډېر یې په لرو پرتو کلیو او باڼډو کې اوسیدل.
سره له دې چې له تېرې یوې اونۍ را په دې خوا په سیمه کې پراخ اعتراضونه او پرلتونه روان دي، او ګڼ جرګه ماران هم پاړه چنار ته د تړلو لارو د خلاصون په چارو بوخت دي، خو لا هم دغې ولسوالۍ ته ټولې لارې تړلې دي او په بازارونو کې خوراکي او سون توکي خلاص شوي او په روغتونونو کې هم درمل نه پیدا کیږي.
تر دې وړاندې ایدهي مرستندویه بنسټ د پاړه چنارـ پېښور ترمنځ د لارې بندیدو له امله پېښور ته د ناروغانو او نورو کسانو د انتقال په موخه هوايي الوتنې پیل کړې وې چې په لومړۍ الوتنه کې ۱۴ ناروغان پېښور ته انتقال شوي وو.
خو له هغې وروسته د دغو الوتنو په اړه نور جزییات نه دي خپاره شوي.
سیمه ایز خبریالان وایي چې په لرې پرتو کلیو او بانډو کې د ناروغانو په تېره بیا د ناروغو ماشومانو وضعیت د زیاتې اندېښنې وړ دی او تر ډېره له دغو کلیو بانډو څخه د مړو شویو ناروغانو راپورونه نه خپریږي.
دغه خبریالان وایي ګڼې کورنۍ نه شي کولای چې خپل ناروغان تر پاړه چناره هم ورسوي، ځکه د دوی په وینا ټولې لارې تړل شوې او ان تر دې چې د موټرو لپاره د تیلو په ټانکونو کې هم تیل خلاص شوي او ترانسپورټ هم په ټپه درېدلی دی.
د سیمې اوسیدونکي په صوبایي او مرکزي حکومت تور پورې کوي چې د لارو د بندیدو څخه تر ۷۰ زیاتې ورځې تېرې شوې، خو لا هم دغه تړل شوې لارې ی خلاصې نه کړې او حکومتي چارواکي په کراره لاس تر زنې ناست دي او د خلکو د مړینې ننداره کوي.

د فلسطین د بیځایه شویو وګړو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستو رسولو سازمان د سې شنبې په ورځ وویل چې د اسراییل له برید وروسته تر دې مهاله له ۱۴ زره او ۵۰۰ تنو زیات ماشومان وژل شوي دي. د دغه سازمان په خبره په هر یو ساعت کې یو ماشوم وژل کیږي.
نروا د سې شنبې په ورځ پخپله اېکس پاڼه د غزې د وژل شویو ماشومانو شمېرې خپرې کړې او ورسره یې ولیکل چې «د ماشومانو وژنه په هیڅ ډول د منلو نه ده.»
د دغه سازمان په خبره، هغه ماشومان چې ژوندي پاتې دي، د روحي او جسمي پلوه سخت زیانمن شوي دي.
تر دې وړاندې د ځینو نړیوالو بنسټونو څېړنو ښودلې وه چې د دغې سیمې ۹۶ سلنه ماشومان داسې انګیري چې د هغوی مرګ نږدې شوی دی.
په دغې څېړنه کې چې د غزې د ۵۰۰ ماشومانو سره له خبرو وروسته تر سره شوې وه راغلي، چې ۴۶ سلنه ماشومان له هغو رواني او جسمي زیانونو له امله چې ورپېښ شوي، په خپل مرګ راضي شوي او د مرګ لپاره شیبې شمېري.

اوکرایني چارواکو ویلي، چې د سې شنبه په ورځ د اوکراین په مرکزي ښار کریوي ریح کې پر یوې ودانۍ یو بالسټیک توغندی ولګېد، چې له امله یې یو کس ووژل شو او ۱۵تنه نور ټپیان شول. دغو چارواکو د څلورو کسانو روغتیایي حالت نازک بللی دی.
اوکرایني چارواکو د ویلادمیر زېلېنسکي پر ټاټوبي دغه برید غندلی دی.
د ښار د نظامي ادارې مشر اولیکسندر ویلکول په ټېلګرام لیکلي: «راکشسانو په یوه څلور پوړیز استوګنځي چې ۳۲ اپارتمانونه یې لرل، په مستقیم ډول برید کړی.»
د سیمې والي سیرهي لیزاک ویلي، چې د یوه سړي مړی د خاورو له لاندې را اېستل شوی دی.
هغه زیاته کړه، چې یوه ښځه هم وروسته له دې چې څلور ساعته د خاورو لاندې وه ژغورل شوې او روغتون ته لېږدول شوې ده.
د اوکراین د بشري حقونو څارونکي ډېمېترو لوبینیتس په ټېلګرام لیکلي: « په داسې حال کې چې د نړۍ نور هېوادونه کرسمس لمانځي، اوکراینیان د روسیې له نه ختمیدونکو بریدونو سره مخامخ دي.»
کریوي ریح یو فولاد جوړونکی ښار دی، چې د جګړې دمخه نفوس یې له۶۰۰ زرو څخه ډېر وو.