په موزمبیق کې له جنجالي ټاکنو وروسته د تاوتریخوالي په پېښو کې ۲۱ کسان وژل شوي دي

په موزمبیق کې له تاوتریخوالي ډک لاریونونه وروسته له هغې پیل شول، چې یوې محکمې د واکمن ګوند مشر د دغه هېواد د اکتوبر میاشتې د جنجالي ټاکنو ګټونکی اعلان کړ.

په موزمبیق کې له تاوتریخوالي ډک لاریونونه وروسته له هغې پیل شول، چې یوې محکمې د واکمن ګوند مشر د دغه هېواد د اکتوبر میاشتې د جنجالي ټاکنو ګټونکی اعلان کړ.
د سوېلي افریقا په موزمبیق کې له جنجالي ټاکنو وروسته د تاوتریخوالي په پېښو کې لږ تر لږه ۲۱ کسان وژل شوي دي.
د موزمبیق سترې محکمې اعلان کړی، چې د واکمن ګوند مشر د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر د جنجالي ټاکنو ګټونکی دی.
د محکمې دغې پرېکړې په ټول دغه هېواد کې له تاوتریخوالي ډک لاریونونه راوپارول.
د موزمبيق د كورنيو چارو وزير وايي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د تاوتريخوالي په پېښو كې د ۲ پوليسو په ګډون ۲۱ تنه وژل شوي او د تاوتريخوالي په پېښو كې ښكېل ۷۰ كسان نيول شوي دي.
د راپورونو له مخې، لاریون کوونکو هټیو، بانکونو او دولتي ودانیو ته اور اچولی او لوټ کړي یې دي.
د کورنیو چارو وزیر وايي، لاریونوالو د پولیسو پر مرکزونو او توقیف ځایونو هم بریدونه کړي دي.
له بلې خوا د اپوزیسیون جلاوطنه مشر وینانسیو مونډلن وايي، چې په ټاکنو کې په پراخه کچه درغلۍ شوې دي.

اوکرایني چارواکو ویلي، چې د سې شنبه په ورځ د اوکراین په مرکزي ښار کریوي ریح کې پر یوې ودانۍ یو بالسټیک توغندی ولګېد، چې له امله یې یو کس ووژل شو او ۱۵تنه نور ټپیان شول. دغو چارواکو د څلورو کسانو روغتیایي حالت نازک بللی دی.
اوکرایني چارواکو د ویلادمیر زېلېنسکي پر ټاټوبي دغه برید غندلی دی.
د ښار د نظامي ادارې مشر اولیکسندر ویلکول په ټېلګرام لیکلي: «راکشسانو په یوه څلور پوړیز استوګنځي چې ۳۲ اپارتمانونه یې لرل، په مستقیم ډول برید کړی.»
د سیمې والي سیرهي لیزاک ویلي، چې د یوه سړي مړی د خاورو له لاندې را اېستل شوی دی.
هغه زیاته کړه، چې یوه ښځه هم وروسته له دې چې څلور ساعته د خاورو لاندې وه ژغورل شوې او روغتون ته لېږدول شوې ده.
د اوکراین د بشري حقونو څارونکي ډېمېترو لوبینیتس په ټېلګرام لیکلي: « په داسې حال کې چې د نړۍ نور هېوادونه کرسمس لمانځي، اوکراینیان د روسیې له نه ختمیدونکو بریدونو سره مخامخ دي.»
کریوي ریح یو فولاد جوړونکی ښار دی، چې د جګړې دمخه نفوس یې له۶۰۰ زرو څخه ډېر وو.

سعودي عربستان سږ کال ۳۳۰ مجرمین اعدام کړي، چې دا په څو لسیزو کې تر ټولو لوړه شمېره ده. د دغه هېواد حاکم محمد بن سلمان په ۲۰۲۲ کې ادعا کړې وه، چې د اعدام سزا یې پرته د قتل له قضیو له منځه وړې ده.
تر دې مخکې، په سعودي عربستان کې په ۲۰۲۳ کال کې ۱۷۲ او په ۲۰۲۲ کال کې ۱۹۶ مجرمانو ته د اعدام سزا ورکړل شوې وه.
سږ کال تر ۱۵۰ ډېر کسان د نا وژونکو جرمونو په تور اعدام شوي، چې ډېری یې د نشه يي توکو په قاچاق محکوم شوي وو.
د رویټرز د راپور له مخې، په دغو مجرمینو کې چې اعدام شوي تر سلو څخه ډېر بهرنیان چې د منځني ختیځ، افریقا او اسیا هېوادونو وو، هم شامل دي.

د دسمبر په ۲۱ د پښتونخوا د ملکي او پوځي مقاماتو په اصطلاح اوچتې کمیټۍ یا Apex Committee پیښور کې تصمیم ونیو چې د خیبر ضلعې په تیراه او د بنو په جانی خیلو کې د ځینی ځایونو میشت خلک به په موقته توګه د خپلو کلیو او کورونو نه کډه شي، چې امنیتي ادارې دغلته تصفیوي پوځي عملیات وکړي.
دا وړومبې ځل نه دې چې د پاکستان حکومت په پښتونخوا کې د تحریک طالبان پاکستان ( ټی ټی پی ) په ضد د پوځي عملیاتو د پیلولو تصمیم نیسي.
د اوسني کال د جون میاشتې په ۲۲ نیټه د پاکستان مرکزي حکومت د « عزم استحکام » په نوم په پښتونخوا کې د پوځي عملیاتو تابیا کړې وه، خو د پښتونخوا ولسي پاڅونونو او سیاسي ګوندونو د دغو عملیاتو او د ځایي خلکو د بې کوره کیدو سره دومره کلک مخالفت ښکاره کړ، چې مرکزي حکومت د خپل تصمیم نه په شا تللو ته مجبور شو.
حکومت خبره په دې بدله کړه چې حکومت هیڅ کوم پراخ پوځيعملیات نه کوي، امنیتي ادارې به تش د استخباراتي اطلاعاتو په اساس د ترهګرو په ضد په محلي توګه محدود ګوزارونه کوي.
د جولاۍ په میاشت کې په بنو کې د پاکستان د حکومت له خوا د « ښو او بدو طالبانو » د تفکیک په نوم د ترهګرو د پاللو په ضد بې ساری ستر ولسي پاڅون وشو، لکی مروت او نورو ځایونو کې هم د دولت او په خاصه توګه د جنرالانو د پالیسیو خلاف تظاهرات او پرلتونه جوړ شول.
په بنو او لکي مروت کې خو پرلتونو کې ګډونوالو د خپلو سیمو نه د پوځ د ویستل کیدلو غوښتنه هم وکړه، ځکه چې د هغوی د وینا سره سم پوځ په دولتي نظام او په ټولنه د خپلې هژمونۍ د تامین لپاره د خپلو استخباراتو په وسیله ترهګري پالي او د تش په نوم عملیاتو په پلمه د پښتنو طبیعي زیرمې اشغالوي.
د دسمبر په اوومه نیټه د پښتونخوا اسمبلۍ ( شورا) د رایو په اتفاق یو پریکړه تصویب کړ، چې په خیبر او بنو کې د پوځي عملیاتو نه کولو غوښتنه پکې شوی وه.
په پریکړه کې دا استدلال شوی و چې په پښتونخوا کې د دې نه وړاندې بې شمیره پوځي عملیات شوي، خو د هغو په نتیجه کې ترهګري هیڅ کمه شوې نه ده.
دا ډیره عجیبه خبره ده چې د ایالتی اسمبلۍ د رایو د اتفاق په اساس تصویب شوي پریکړې نه دوه اونۍ وروسته حکومت څنګه پښتونخوا کې د پوځي عملیاتو د پیلولو تصمیم نیسي ؟ ځکه چې اسمبلی په ایالت کې د ولس په رایو جوړ شوی قانون جوړونکې او تصمیم نیونکې فورم دی، د هغې پریکړه حکومت څنګه تر پښو لاندې کولی شي؟ شنونکي دا هم وايي چې دغه تش په نوم اوچته کمیټي (Apex Committee ) په حقیقت کې په دولتي او حکومتي نظام کې هیڅ حیثیت نه لري.
په اساسي قانون یا لوړو حقوقي ضوابطو کې د دې نوم حتا ذکر نشته. دا تشه په اجرايي امر جوړه کمیټه ده چې کار یې تر د ملکي او پوځي موسسو تر مینځه د لوړو دولتي او حکومتي موسسو د تصامیمو په تطبیق کې د هماهنګۍ تامین دی.
د تصمیم ګیرۍ اصلي موسسې مرکزي او ایالتي پارلمانونه او په مرکز او ایالتونو کې د وزیرانو کابینې دي، خو چون په پارلمان او کابینو کې جنرالان نشته او دغو تش په نوم اوچتو کمیټو کې جنرالان او نور پوځي افسران حضور لري، نو ځکه جنرالواکۍ په بې قانونه توګه د تصمیم ګیرۍ صلاحیت د هماهنګۍ کمیټې ته انتقال کړی دی.
خو بیا هم اصل سوال دا دی چې د داسې پوځي عملیاتو بریالیتوب څه امکان لري چې هغه د ولس د رضا او د ګټو په ضد صورت مومي؟
په پاکستان کې د ترهګرۍ په ضد د جګړې د ناکامۍ اصلی علت هم دا دی چې پاکستانۍ جنرالواکي د ابر قدرتونو د تش په نوم لوبو کې د ونډې اخستلو، د جنګي اقتصاد د مضبوطولو او د محکومو پښتنو د هویت، کلتور او اقتصاد د له منځه وړلو لپاره په یوه لاس ترهګر پاللي او په بل لاس یې په اصلاح د ترهګرۍ په ضد عملیات کړي دي.
په دغسې عملیاتو کې د الوتکو د بمبار او د ټانکونو او د توپو اصلی هدف د وزیرستان، باجوړ، مومند او د پښتونخوا د نورو سیمو ولس ګرځیدلی دی، د ماشومانو او ښځو په ګډون په زرګونو پښتنو ژوند له لاسه ورکړی، د هغوی کاروبارونه او دارایانې تباه شوې او په ملینونونه پښتانه بې کوره شوی او نورو سیمو ته په کډه کولو مجبور شوي دي.

په دوی کې یو شمیر بې کوره شوي پښتانه لا تر اوسه بیرته خپلو کورونو ته نه دي ستانه شوي، د دې ډیر څرګند مثال د تیراه کوکي خیل اپریدي دي، چې د کال ۲۰۱۲ په پوځي عملیاتو کې بې کوره شوي او تر نن پورې پوځ هغوی ته بیرته تیراه کې خپلو کورونو ته د تګ اجازت نه ورکوي.
هغوی په جمرود کې د اوږدې مودې راهیسې د دې غوښتنې لپاره تظاهرات او پرلتونه کوي چې هغوی ته ولې د دیارلس کلونو پس هم خپلو کورونو ته د ستنیدو اجازه نه ورکول کیږي، خو عجبه خو دا ده چې اوس پوځ په تیراه کې نوي پوځي عملیاتپیلوي چې په نتیجه کې به یې نور خلک بې کوره کیږي.
د پورتني تحلیل مقصد هر ګز دا نه دی چې د پښتونخوا خلک چې د جنرالواکۍ د کرغیړنو سیاستونو مخالفت کوي، نو ګویا دوی د دهشت ګردانو پشتیباني کوي، خبره هیڅ کله داسې نه ده ، شل دیرش کاله وړاندې به یو شمیر پښتانه د ابرقدرتونو له خوا د تمویل شوي جنګ ته په دروغه ورکړل شوي د جهاد په نامه دوکه کیدل، خو اوس هغوی د خپلو تراخو تجربو په رڼا کې په دې خبره پوهه شوي، چې دغسې پردي جنګونه کور ته راوړل تش فساد دی، خو هغوی وايي چې د پاکستان جنرالواکي اوس هم د دغو پردیو جنګونو د قراردادیانو په وړومبي قطار کې ولاړهده.
دوی دغو نیابتي جنګونو ته سازمان ورکوي او د افغان/پښتون په وینه ډالر ګټي، ځکه په تیرو څو کلونو کې د پښتونخوا پرګنو د دهشت ګردۍ او د جنرالواکۍ دواړو په ضد شعار ورکړی او د دغو دواړو لوبغاړو د جنګي پالیسیو مخالفت یې کړی دی.
یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.

د پاکستان لومړی وزیر د دغه هېواد اټومي پروګرام په هکله د واشنګټن اندېښنو ته ځواب کې وايي، دا پروګرام د سوله ییزو موخو لپاره دى او پرې هيڅ جوړجاړي به و نه کړي. شهباز شریف وايي ٢٤٠ ميليونه پاکستاني په دې یوه خوله دي، چې اټومي پروګرام یې د ځاني دفاع لپاره دی او د هيچا پر ضد نه دی.
د پاکستان دولتي راډیو د خبر له مخې، نوموړي نن سې شنبې «د مرغومي ۴مه» په اسلام اباد کې د مرکزي کابينې غونډې ته په وينا کې، دامريکا له خوا په نيشنل ډيفنس کمپليکس او نورو ادارو دبنديزونو لګول اندېښنه وښودله.
د متحده ایالاتو د ملي امنیت مرستیال سلاکار جان فاینز د تېرې لیندۍ میاشتې په ۳۰مه وویل، چې پاکستان د اوږد واټنه بالسټیک توغندیو په جوړولو بوخت دی او دا توغندي د امریکا په ګډون له سویلي اسیا بهر هدفونه په نښه کولی شي.
نوموړي ویلي و ، چې د پاکستان توغندیز ځواک د امریکا لپاره ګواښ دی.
د متحده ایالاتو دغه لوړپوړي چارواکي د پاکستان پر توغندیز پروګرام د نویو بندیزونو په اړه وویل چې د اسلام اباد چلند د دغه هېواد د بالسټیک توغندیو د پروګرام د اهدافو په اړه پوښتنې پیدا کړې دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې پرون دغه بندیزونو ته په ځواب کې وویل چې د توغندیو د جوړولو هدف د پاکستان دفاع ده.
ممتاز زهرا بلوڅ زیاته کړې، له امريكا سره داسې اړيكې نه غواړي چې يو جنګي حالت رامنځته شي او توغندیو ته اړتیا پېښه شي.
هغه وایي، چې هند په سیمه کې د توغندیو د سیستم او اتومي ټکنالوژۍ سیالي پیل کړې، ستر قدرتونه باید د هند پر ضد ګامونه پورته کړي.
اغلې بلوڅ وایي:«د پاکستان د امنيت پرېکړه به د پاکستان ولس کوي. په تېرو وختونو کې هم په پاکستان يو شمېر بنديزونه لګول شوي وو؛ خو هغه مهال هم یوازې یې پر خپل امنیت غور کړی و.»
امریکا تېره اونۍ د پاکستان پر څلورو بنسټونو د لرې واټن وېشتونکو بالستيک توغنديو د توليد په تړاو بنديزونه ولګول.
د امریکا د ملي امنیت مرستیال سلاکار ویلي، پاکستان داسې توغندي جوړوي چې د امریکا په ګډون له سویلي اسیا بهر اهداف په نښه کولای شي

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی وايي په کابل کې یې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر سره کتلي او په سیمه کې یې د دوه اړخیزو همکاریو او امن پر لا پیاوړتیا موافقه کړې ده. محمد صادق د سې شنبې په ورځ په ایکس کې لیکلي چې هغه د امیر خان متقي سره "پراخ بحثونه" کړي دي.
محمد صادق په دې وروستیو کې د افغانستان لپاره د پاکستان د دوهم ځانګړي استازي په توګه وټاکل شو.
دا له ټاکل کېدو وروسته کابل ته د ده لومړی سفر دی.
محمد صادق کابل ته له رسېدو وروسته د طالبانو د کورنیو چارو له وزیر سره هم وکتل.
هغه وویل چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو د هواري لپاره د ګډو هڅو ته هوډمن دی.
د پاکستاني طالبانو او په پښتونخوا کې د پراخې ناامنۍ له امله د پاکستان او طالبانو ترمنځ اړيکې ترينګلې شوې دي.
اسلام اباد افغان طالبان په افغانستان کې د ټي ټي پي د جنګیالیو په پټنځیو او له افغانستان څخه د پاکستان په خاوره کې د بریدونو په ترسره کولو تورن کړي دي.
طالبانو دا تور تل رد کړی دی او ټي ټي پي یې د پاکستان داخلي موضوع بللې ده.
