• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

شریف امریکا ته: د پاکستان اټومي پروګرام د سوله ییزو موخو لپاره دی او جوړ جاړی نه پرې کوو

۴ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۳:۴۲ GMT+۰تازه شوی: ۴ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۵:۲۶ GMT+۰

د پاکستان لومړی وزیر د دغه هېواد اټومي پروګرام په هکله د واشنګټن اندېښنو ته ځواب کې وايي، دا پروګرام د سوله ییزو موخو لپاره دى او پرې هيڅ جوړجاړي به و نه کړي. شهباز شریف وايي ٢٤٠ ميليونه پاکستاني په دې یوه خوله دي، چې اټومي پروګرام یې د ځاني دفاع لپاره دی او د هيچا پر ضد نه دی.

د پاکستان دولتي راډیو د خبر له مخې، نوموړي نن سې شنبې «د مرغومي ۴مه» په اسلام اباد کې د مرکزي کابينې غونډې ته په وينا کې، دامريکا له خوا په نيشنل ډيفنس کمپليکس او نورو ادارو دبنديزونو لګول اندېښنه وښودله.

د متحده ایالاتو د ملي امنیت مرستیال سلاکار جان فاینز د تېرې لیندۍ میاشتې په ۳۰مه وویل، چې پاکستان د اوږد واټنه بالسټیک توغندیو په جوړولو بوخت دی او دا توغندي د امریکا په ګډون له سویلي اسیا بهر هدفونه په نښه کولی شي.

نوموړي ویلي و ، چې د پاکستان توغندیز ځواک د امریکا لپاره ګواښ دی.

د متحده ایالاتو دغه لوړپوړي چارواکي د پاکستان پر توغندیز پروګرام د نویو بندیزونو په اړه وویل چې د اسلام اباد چلند د دغه هېواد د بالسټیک توغندیو د پروګرام د اهدافو په اړه پوښتنې پیدا کړې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې پرون دغه بندیزونو ته په ځواب کې وویل چې د توغندیو د جوړولو هدف د پاکستان دفاع ده.

ممتاز زهرا بلوڅ زیاته کړې، له امريكا سره داسې اړيكې نه غواړي چې يو جنګي حالت رامنځته شي او توغندیو ته اړتیا پېښه شي.
هغه وایي، چې هند په سیمه کې د توغندیو د سیستم او اتومي ټکنالوژۍ سیالي پیل کړې، ستر قدرتونه باید د هند پر ضد ګامونه پورته کړي.
اغلې بلوڅ وایي:«د پاکستان د امنيت پرېکړه به د پاکستان ولس کوي. په تېرو وختونو کې هم په پاکستان يو شمېر بنديزونه لګول شوي وو؛ خو هغه مهال هم یوازې یې پر خپل امنیت غور کړی و.»
امریکا تېره اونۍ د پاکستان پر څلورو بنسټونو د لرې واټن وېشتونکو بالستيک توغنديو د توليد په تړاو بنديزونه ولګول.
د امریکا د ملي امنیت مرستیال سلاکار ویلي، پاکستان داسې توغندي جوړوي چې د امریکا په ګډون له سویلي اسیا بهر اهداف په نښه کولای شي

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

محمد صادق له متقي سره له لیدنې وروسته: د دوه اړخیزو همکاریو په اړه موافقې ته رسیدلي یو

۴ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۱:۳۵ GMT+۰

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی وايي په کابل کې یې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر سره کتلي او په سیمه کې یې د دوه اړخیزو همکاریو او امن پر لا پیاوړتیا موافقه کړې ده. محمد صادق د سې شنبې په ورځ په ایکس کې لیکلي چې هغه د امیر خان متقي سره "پراخ بحثونه" کړي دي.

محمد صادق په دې وروستیو کې د افغانستان لپاره د پاکستان د دوهم ځانګړي استازي په توګه وټاکل شو.

دا له ټاکل کېدو وروسته کابل ته د ده لومړی سفر دی.

محمد صادق کابل ته له رسېدو وروسته د طالبانو د کورنیو چارو له وزیر سره هم وکتل.

هغه وویل چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو د هواري لپاره د ګډو هڅو ته هوډمن دی.

د پاکستاني طالبانو او په پښتونخوا کې د پراخې ناامنۍ له امله د پاکستان او طالبانو ترمنځ اړيکې ترينګلې شوې دي.

اسلام اباد افغان طالبان په افغانستان کې د ټي ټي پي د جنګیالیو په پټنځیو او له افغانستان څخه د پاکستان په خاوره کې د بریدونو په ترسره کولو تورن کړي دي.

طالبانو دا تور تل رد کړی دی او ټي ټي پي یې د پاکستان داخلي موضوع بللې ده.

هانګ کانګ د ډیموکراسۍ د ۶ تبلیغوونکو پر سر یو میلیون ډالري جایزه اعلان کړې

۴ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۵۲ GMT+۰

د هانګ کانګ پولیسو نن د ډیموکراسۍ د شپږو بهرمیشتو هانګ کانګي فعالانو پر سر ۱۳۰ زره امریکایي یا یو میلیون هانګ کانګي ډالره جایزه اعلان کړه.

دغه شپږ فعالان د ملي امنیت په جرمونو تورن دي او پولیس وایي، چې د نیولو په تړاو یې د معلوماتو په بدل کې یو میلیون هانګ کانګي ډالر (شاوخوا ۱۳۰ زره امریکایي ډالر) ورکوي.

په هانګ کانګ کې سیاسي مخالفت وروسته له هغه کرار شوی چې بیجینګ په ۲۰۲۰ کال کې د ملي امنیت یو پراخ قانون نافذ کړ. دا قانون له هغو لویو او ځینې وخت له تاوتریخوالي ډکو ډیموکراټیکو مظاهرو وروسته نافذ شو چې د ۲۰۱۹ کال په اوږدو کې ترسره شوې.

د ځايي رسنیو د راپورونو له مخې، چارواکو دا هم ویلي چې د هغو اوو نورو کسانو پاسپورټونه به لغو کړي چې مخکې یې د نیولو لپاره انعامونه اعلان شوي وو. په دغو کسانو کې پخواني قانون جوړوونکي ټیډ هوی او ډینس کوک هم شامل دي.

په یادو مظاهرو کې ډېری مخالفان بهر ته وتښتېدل، په داسې حال کې چې نور یې ونیول شول او په کلونو بند محکوم شول.

د فرانسې خبري اژانس د رپوټ له مخې، دا درېیم ځل دی چې چارواکي د ملي امنیت له قوانینو د سرغړونې په تور د شپږو ولسواکي پلوه فعالانو د نیولو لپاره یو میلیون هانګ کانګي ډالره جایزه اعلانوي.

د تېر کال په جولای او ډسمبر کې د ورته انعامونو اعلان د لویدیزو هېوادونو له خوا غندل شوی و، په داسې حال کې چې هانګ کانګ او چین د بهرنیو هېوادونو د لاس وهنې پر وړاندې غبرګون ښودلی و.

دا انعامونه ډېری سمبولیک ګڼل کېږي، ځکه دا پر هغو کسانو اغېز نه کوي، چې په بهرنیو هېوادونو کې اوسيږي.

د سه شنبې په ورځ په نښه شويو شپږو کسانو کې پنځه تنه د بېلتونپالنې په هڅولو او له بهرني هېواد یا بهرنیو ځواکونو سره د همکارۍ په تور، تورن دي.

په دې کسانو کې ۲۹ کلنه کارمین لاو چې اوس په بریتانیا کې ژوند کوي او پخوانی څېړونکی چونګ کیم وا هم شامل دي.

۶۹ کلن یوټیوبر ویکتور هو لیونګ ماو، چې اوس په کاناډا کې مېشت دی، د دسیسې په تور تورن دی.

لاو پر ټولنیزه رسنۍ ایکس ولیکل: « زه اوس پوه شوم چې د هانګ کانګ پولیسو ته مطلوب یم. په ۲۰۱۹ کال کې مې چې له اوښلن ګاز او مرمیو وېره نه درلوده، اوس به د نیولو په امر یا جایزې هم شا ته نه شم».

د چین د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ وویل چې د قانون په پلیتابه کې د هانګ کانګ ملاتړ کوي.

د وزارت ویاندې ماو نینګ وویل، « هانګ کانګ د قانون د واک تر سیوري لاندې یوه ټولنه ده او هېڅوک له قانون څخه پورته ځانګړی امتیاز نه لري».

د بشري حقونو څارډلې دغه انعامونه « د وېرې خپرولو یو بزدلانه عمل» بللی.

د چین لپاره د دې ډلې مرستیالې، مایا وانګ وویل: « موږ د برېټانیا او کاناډا له حکومتونو غوښتنه کوو چې سملاسي اقدام وکړي او د هانګ کانګ د حکومت هغو هڅو ته ځواب ورکړي چې غواړي په دغو هېوادونو کې مېشت هانګ کانګي وګړي وګواښي».

پاکستاني پولیسو د پښتون قومي جرګې غړی ملک نصیر کوکي خېل نیولی

۴ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۰۶ GMT+۰

د خیبر پښتونخوا ایالت د خیبر ولسوالۍ پولیسو د پښتون قومي جرګې مخکښ غړي ملک نصیرخان کوکي خېل په ګډون درې غړي نیولي دي.

سیمه ییزې سرچینې وايي، چې ملک نصیرخان کوکي خېل، ملک سید اغا جان او ملک عبدالظاهر شیر خان خیل د خیبر ولسوالۍ د جمرود د شاه کڅ پولیسو حوزې ته د مذاکراتو لپاره بلل شوي وو، خو هلته پولیسو نیولي او پېښور ته یې لېږدوي.

عیني شاهدان او جرګې ته نږدې سرچینې وايي، دغه قومي مشران د خبرو اترو په نوم حوزې ته بلل شوي وو، خو وروسته د جمرود د پولیسو حوزې قوماندان شاه خالد په امر نیول شوي دي.

د پښتون قومي جرګې پلویانو د دې ګام غندنه کړې او دا یې د باور له منځه وړو او پر جرګه برید بللی دی.

د پښتون قومي جرګې یوه پلوي دا چاره له خیانت سره پرتله کړې او وايي، « د خبرو اترو لپاره بلل او بیا نیول، یوازې غیر اخلاقي نه دي، بلکې زموږ د قبایلي دودونو او اعتماد پر سیستم برید دی».

د ملک نصیر کوکي خېل د نیولو لامل تر اوسه روښانه نه دی، خو د جمرود خلک له ډېر وخت راهیسې د لارې پر سر له حکومت سره په شخړه کې دي.

دې پېښې د ځايي خلکو غوسه راپارولې او د نیول شویو مشرانو د سمدستي خوشي کولو غوښتنه یې کړې ده.

د پاکستان حکومت په واڼه او اعظم ورسک کې د وسلو پر ګرځولو بندیز ولګاوه

۳ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۶:۲۷ GMT+۰

د پاکستان حکومت د سویلي وزیرستان په مرکز واڼه او اعظم ورسک کې د وسلو پر ګرځولو بندیز لګولی او خبرداری یې ورکړی چې وسله ګرځوونکي به د « خوارجو» په نامه ووژل شي.

دغه بندیز واڼه ته د پاکستان د پوځ د لوی درستیز له سفر څو ورځې وروسته لګول کیږي.

حکومتي ادارو د واڼه او اعظم ورسک په بازارونو کې اعلانونه خپاره کړي او د وزیرستان له خلکو یې غوښتنه کړې، چې نور له وسلو سره په بازارونو کې ونه ګرځي.

په دې اعلانونو کې ویل شوي، چې « څوک په بازارونو کې له وسلې سره ولیدل شي، هغه به ترهګر او خوارج ګڼل کیږي او په همغه شیبه به وژل کیږي او حکومت به یې مسوول نه وي».

په قبایلي سیمو کې عام خلک د خپل ځان د امنیت په خاطر له اوږدو کلونو راهیسې وسلې ګرځوي او په وروستیو کې وسله یو ډول دود ګرځېدلی، خو د ضرب عضب له عملیاتو وروسته په ګڼو سیمو کې د وسلو ګرځول بند شوي.

واڼه او اعظم ورسک د احمدزي وزیرو سیمې دي، چې د پاکستاني طالبانو د غورځنګ نفوذ پکې تر مسید میشتو سیمو او شمالي وزیرستان کم دی.

له واکه تر پرځېدو وروسته د بشارالاسد مېرمنې هم له هغه د جلا کېدو پرېکړه کړې ده

۳ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۸:۵۴ GMT+۰

اسما الاسد له خپل خاوند بشارلاسد سره یو ځای د سوریې حکومت تر نسکوریدو وروسته مسکو ته وتښتېده؛ خو اوس هلته له اوسېدو خوښه نه ده. عربي رسنیو راپور ورکړی چې هغې په مسکو کې له خپل خاونده د جلا کېدو پرېکړې کړې او د روسیې له حکومته یې لندن ته د تګ اجازه لیک غوښتی.

د راپورونو له مخې د روسیې حکومتي چارواکي د اسمالاسد پر غوښتنې غور کوي‌ او لا تر اوسه پورې یې ځواب نه دی ورکړی.

اسما دوه تابعیته لري،‌ په لندن کې له سوریایي مور او پلار څخه زېږیدلې ده او د بریټانیا تر څنګ د سوریې تابعیت هم لري.

هغې په ۲۰۰۰ زیږیدیز کال کې سوریې ته کډه وکړه او د ۲۵ کلنۍ په عمر کې یې د سوریې له پخواني واکمن بشارالاسد سره واده وکړ.

د روان زېږدیز کال د ډیسمبر په پیل کې چې د تحریر الشام ډلې په ډراماتیکه توګه د سوریې پلازمېنه دمشق او ځیني لوی ښارونه ونیول اسما الاسد له خپل خاوند مخکې روسیې ته پناه یوړه او بشارالاسد پسې ورغی چې له دې سره پر سوریې د اسد د کورنۍ پنځوس کلنه واکمني هم پای ته ورسیده.

د دې تر څنګ که څه هم روسیې د بشارلاسدد پناه غوښتنه منلې؛ خو هغه تر سختو محدودیتونو لاندې دی او اجازه نه لري چې له مسکو څخه ووځي یا په سیاسي فعالیتونو کې ونډه واخلي.

د اورشلیم پوسټ د راپور له مخې، روسي چارواکي د بشارالاسد شتمنۍ او پیسې، چې ۲۷۰ کیلوګرامه سره زر، ۲ میلیارده ډالره او په مسکو کې ۱۸ اپارتمانونه شامل دي هم کنګل کړي دي.