د دسمبر په ۲۱ د پښتونخوا د ملکي او پوځي مقاماتو په اصطلاح اوچتې کمیټۍ یا Apex Committee پیښور کې تصمیم ونیو چې د خیبر ضلعې په تیراه او د بنو په جانی خیلو کې د ځینی ځایونو میشت خلک به په موقته توګه د خپلو کلیو او کورونو نه کډه شي، چې امنیتي ادارې دغلته تصفیوي پوځي عملیات وکړي.
دا وړومبې ځل نه دې چې د پاکستان حکومت په پښتونخوا کې د تحریک طالبان پاکستان ( ټی ټی پی ) په ضد د پوځي عملیاتو د پیلولو تصمیم نیسي.
د اوسني کال د جون میاشتې په ۲۲ نیټه د پاکستان مرکزي حکومت د « عزم استحکام » په نوم په پښتونخوا کې د پوځي عملیاتو تابیا کړې وه، خو د پښتونخوا ولسي پاڅونونو او سیاسي ګوندونو د دغو عملیاتو او د ځایي خلکو د بې کوره کیدو سره دومره کلک مخالفت ښکاره کړ، چې مرکزي حکومت د خپل تصمیم نه په شا تللو ته مجبور شو.
حکومت خبره په دې بدله کړه چې حکومت هیڅ کوم پراخ پوځيعملیات نه کوي، امنیتي ادارې به تش د استخباراتي اطلاعاتو په اساس د ترهګرو په ضد په محلي توګه محدود ګوزارونه کوي.
د جولاۍ په میاشت کې په بنو کې د پاکستان د حکومت له خوا د « ښو او بدو طالبانو » د تفکیک په نوم د ترهګرو د پاللو په ضد بې ساری ستر ولسي پاڅون وشو، لکی مروت او نورو ځایونو کې هم د دولت او په خاصه توګه د جنرالانو د پالیسیو خلاف تظاهرات او پرلتونه جوړ شول.
په بنو او لکي مروت کې خو پرلتونو کې ګډونوالو د خپلو سیمو نه د پوځ د ویستل کیدلو غوښتنه هم وکړه، ځکه چې د هغوی د وینا سره سم پوځ په دولتي نظام او په ټولنه د خپلې هژمونۍ د تامین لپاره د خپلو استخباراتو په وسیله ترهګري پالي او د تش په نوم عملیاتو په پلمه د پښتنو طبیعي زیرمې اشغالوي.
سیمه ییزې سرچینې وايي، چې ملک نصیرخان کوکي خېل، ملک سید اغا جان او ملک عبدالظاهر شیر خان خیل د خیبر ولسوالۍ د جمرود د شاه کڅ پولیسو حوزې ته د مذاکراتو لپاره بلل شوي وو، خو هلته پولیسو نیولي او پېښور ته یې لېږدوي.
د پښتون قومي جرګې پلویانو د دې ګام غندنه کړې او دا یې د باور له منځه وړو او پر جرګه برید بللی دی.
د پښتون قومي جرګې یوه پلوي دا چاره له خیانت سره پرتله کړې او وايي، « د خبرو اترو لپاره بلل او بیا نیول، یوازې غیر اخلاقي نه دي، بلکې زموږ د قبایلي دودونو او اعتماد پر سیستم برید دی».
د ملک نصیر کوکي خېل د نیولو لامل تر اوسه روښانه نه دی، خو د جمرود خلک له ډېر وخت راهیسې د لارې پر سر له حکومت سره په شخړه کې دي.
د پاکستان حکومت د سویلي وزیرستان په مرکز واڼه او اعظم ورسک کې د وسلو پر ګرځولو بندیز لګولی او خبرداری یې ورکړی چې وسله ګرځوونکي به د « خوارجو» په نامه ووژل شي.
دغه بندیز واڼه ته د پاکستان د پوځ د لوی درستیز له سفر څو ورځې وروسته لګول کیږي.
حکومتي ادارو د واڼه او اعظم ورسک په بازارونو کې اعلانونه خپاره کړي او د وزیرستان له خلکو یې غوښتنه کړې، چې نور له وسلو سره په بازارونو کې ونه ګرځي.
په دې اعلانونو کې ویل شوي، چې « څوک په بازارونو کې له وسلې سره ولیدل شي، هغه به ترهګر او خوارج ګڼل کیږي او په همغه شیبه به وژل کیږي او حکومت به یې مسوول نه وي».
په قبایلي سیمو کې عام خلک د خپل ځان د امنیت په خاطر له اوږدو کلونو راهیسې وسلې ګرځوي او په وروستیو کې وسله یو ډول دود ګرځېدلی، خو د ضرب عضب له عملیاتو وروسته په ګڼو سیمو کې د وسلو ګرځول بند شوي.
واڼه او اعظم ورسک د احمدزي وزیرو سیمې دي، چې د پاکستاني طالبانو د غورځنګ نفوذ پکې تر مسید میشتو سیمو او شمالي وزیرستان کم دی.