ملګري ملتونه وایي په هر یو ساعت کې یو ماشوم په غزه کې وژل کیږي

د فلسطین د بیځایه شویو وګړو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستو رسولو سازمان د سې شنبې په ورځ وویل چې د اسراییل له برید وروسته تر دې مهاله له ۱۴ زره او ۵۰۰ تنو زیات ماشومان وژل شوي دي. د دغه سازمان په خبره په هر یو ساعت کې یو ماشوم وژل کیږي.