سرچېنې: په کورمه کې د درملو د کموالي له امله لسګونه ماشومان مړه شوي دي

د خیبر پښتونخوا په پاړه چنار کې ځایي خبریالان وایي له هغه مهاله چې د پاړه چنار او پیښور تر منځ لویه لاره بنده شوې ورسره د خوراکي توکو تر څنګ په روغتونونو کې هم دارو درمل کم شوي او ناروغان پر وخت روغتیایي مرکزونو ته نه شي رسیدلای.