حماس: د اسراییل نوي شرطونه د غزې د اوربند په هوکړه کې د ځنډ لامل ګرځي

حماس ویلي، چې د اسراییل لهخوا وضع شوي نوي شرطونه په غزه کې د اوربند تړون ځنډوي. د حماس لهخوا په خپور شوي بيان كې ويلي شوي، چې دغې ډلې د قطر او مصر په منځګړيتوب د اوربند په خبرو كې نرمي ښودلې ده.