د جاپان هوايي شرکت وايي، د یوه سایبري برید له امله یې چارې ګډوډې شوې دي

د جاپان هوايي شرکت (جاپان ایرلاینز) د پنجشنبې په ورځ وویل، چې پر شرکت یې سایبري برید شوی، چې په پایله کې یې د دغه شرکت د کورنيو او نړیۍوالو الوتنو سیسټم اغېزمن شوی. د جاپان ایرلاینز د پنجشنبې په ورځ د الوتنو لپاره د ټکټونو پلور هم ځنډولی.