حنفي: قطر دفتر باید د نړۍ له هېوادنو سره اړیکې پراخې کړي

د طالبانو د رییس الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي په قطر کې د دغې ډلې د سیاسي دفتر له مشر سهیل شاهین سره په کتنه کې ویلي، چې له طالبانو سره د سیمې هېوادنو او د نړۍ اړیکې پراخې کړي.

د طالبانو د رییس الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي په قطر کې د دغې ډلې د سیاسي دفتر له مشر سهیل شاهین سره په کتنه کې ویلي، چې له طالبانو سره د سیمې هېوادنو او د نړۍ اړیکې پراخې کړي.
سهیل شاهین اداري مرستیال حنفي ته ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، چې یاد دفتر به ددغې ډلې د ګټو د دفاع لپاره وکاروي.
د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي، عبدالسلام حنفي سهیل شاهین ته ویلي، چې د دغه دفتر مسوولین باید د تعامل او متقابل احترام پر بنسټ د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د اسلامي امارت د اړیکو د پراخولو او پراختیا لپاره هڅې ګړندۍ کړي.
د قطر پروسه او یا په دوحه کې د طالبانو لپاره د دفتر د جوړېدلو نظریه د طالبانو د استازو او د امریکا د متحده ایالاتو ترمنځ د اړیکو او مذاکرو په نتیجه کې په ۲۰۱۱ میلادي کال کې رامنځته شوه.
دغه دفتر په ۲۰۱۳ کال کې جوړ شو، چې موخه یې د نړۍ له هېوادونو سره د سیاسي او ډیپلوماتیکو اړیکو د ټینګښت او د افغانستان له پخواني حکومت سره د خبرو اترو لپاره د زمینې برابرول وو.
که څه هم دغه دفتر په افغانستان کې د جمهوري نظام ړنګېدو ته زمینه مساعده کړه، خو د درېو کلونو په تېرېدو سره تر اوسه د دغه دفتر مسولین بریالي نشول، چې د نړۍ او سیمې په هېوادونو د طالبانو نظام په رسمیت وه پېژني.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت ویلي، چې درې سوه کسان یې د انساني قاچاق په تور نیولي دي.
د یاد وزارت د مالوماتو له مخې، یاد کسان په تېرو درېیو کلونو کې د هېواد بېلابېلو ولایتونو کې نیول شوي دي.
د دغه وزارت ویاند عبدالمتین قانع رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې د انساني قاچاق کوونکو لپاره دغه وزارت یوه څلور کلنه ستراتیژي جوړه کړې ده.
د نوموړي په خبره، انساني قاچاق وړونکي زیات شمېر یې له افغانستان د باندې دي، چې په دې اړه د ایران او پاکستان حکومتونو سره مالومات شریک شوي دي.
د کورنیو چارو وزات له دغه خبر نږدې لس ورځې وړاندې د دغه ډلې مشر ملا هبت الله اخوندزاده یاد ورازت ته سپارښتنه کړې وه، چې د انساني قاچاق وړونکو پر وړاندې جدي اقدام وکړي، بندیان یې کړي او نظامي محکمو ته دې وسپاري.
مولوي هبت الله په دې اړه فرمان کې د خپلې ډلې د کورنیو چارو، دفاع، سرحدونو او قبایلو وزارت او استخباراتو ادرې ته امر کړی، چې انساني قاچاقبر تعقیب او بندي کړي.
د راپورونو له مخې، بېکاري، امنیتي ستونزي او د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیزونه هغه لاملونه دي، چې اوس هم هره ورځ لسګونه افغانان پر غري قانوني لارو له افغانستان څخه وځي.

پاکستانۍ ورځپاڼې "نېشن" په یوه مقاله کې له طالبانو سره د دغه هېواد وروستیو شخړو ته په اشارې سره لیکلي، چې پر پاکستان د افغانستان "سخت تکیه" او "د پام وړ ګټه" چې اسلام اباد یې لري، افغانستانه سخت زیانمن کړی.
نېشن د پاکستان په وړاندې د افغانستان د ستراتیژیکو زیانونو په اړه په یوه تحلیل کې لیکلي، "په اېکس خواله رسنیو کې د طالب پلوه بیانیې د هېواد د اقتصادي، ډیپلوماټیکو او امنیتي ثبات لپاره په پاکستان باندې د افغانستان د دروند انحصار په اړه بحثونه راپارولي دي."
د نېشن ورځپاڼې د راپور له مخې، افغانستان د سوداګرۍ، ترانزیتي لارو او بشري مرستو په برخه کې پر پاکستان ډېره تکیه لري.
ورځپاڼې لیکلي، چې لومړني توکي لکه خوراکي توکي، تېل او درمل د پاکستان له لارې افغانستان ته داخلېږي او ګواښ یې کړی، چې "هر ډول ګډوډي" به د افغانستان اقتصاد او وګړو ته زیان ورسوي.
یادې ورځپاڼه وړاندې لیکلي، په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت د خپلو افراطي سیاستونو او د بشري حقونو د سرغړونو له امله له پراخې انزوا سره مخ دی، پاکستان یو له هغو څو هېوادونو څخه دی، چې له طالبانو سره یې ډیپلوماټیکې اړیکې ساتلې دي.
نېشن ورځپاڼې زیاته کړې، چې پاکستان له څو لسیزو راهیسې د میلیونونو افغان کډوالو کوربه دی او اړین خدمات او سرپناه ورته برابروي.
ورځپاڼې د کوم هېواد د نوم له اخیستو پرته لیکلي، چې له بلې خوا یو شمېر هېوادونو سخت بندیزونه لګولي او یا یې خپلې پولې په بشپړ ډول تړلي دي.
نېشن د خپلې مقالې په پای کې لیکلي، چې د طالبانو او پاکستان تر منځ له ترینګلو اړیکو سره - سره، اسلام اباد له طالبانو سره د سوله ییزو خبرو دفاع ته دوام ورکوي او ځان په افغانستان او سیمه کې د ثبات په ټینګولو کې د "کليدي لوبغاړي" په توګه ګڼي.
ورځپاڼه زیاتوي، لکه څنګه چې دا تحرکات څرګندېږي، کارپوهان د پاکستان د ستراتیژیک نفوذ د کمولو په وړاندې خبرداری ورکوي، چې د افغانستان د ثبات او اوږدمهاله راتلونکي لپاره مهم دی

د سمنګان ـ مزارشریف د لویې لارې په اوږدو کې د دوو ترافیکو پېښو له امله د یوې ښځې په ګډون څلور کسان مړه شوي او ۷ نور ټپيان دي.
د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس په دغه ولایت کې د یادې ډلې د امنیه قومندانۍ د ویاند له قوله خبر ورکړی، چې دغه پېښې په لرغان او صیاد سیمو کې شوې دي.
د راپور له مخې، د پېښې ټپيان د درملنې لپاره د سمنګانو او خلم ولسوالۍ ولایتي روغتونونو ته لېږدولي شوي دي.
د دغو پېښو لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي ښودل شوې ده.
ویل کېږي، چې د مزار شریف - کابل لویه لار چې له سمنګانو څخه تېرېږي، د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله تر ټولو ډېرې ترافیکي پېښې په کې رامنځته کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې پرون بیا په لغمان ولایت کې د ترافیکي پېښې له امله پنځه تنه مړه او ۱۷ نور ټپیان شوي دي.
په لغمان کې سیمه ییزو طالب چارواکو ویلي، چې په دې ترافیکي پېښه کې د دوو ماشومانو او یوې ښځې په ګډون پنځه تنه مړه او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۷ تنه نور ټپیان شوي دي.
څو ورځې وړاندې په کابل کې د ایمرجنسي روغتون وویل، چې د ۲۰۲۱ کال اګست کې پر افغانستان د طالبانو واکمنېدو پسې دغه هېواد کې د ټولو ترافيکي پېښو شمېر ۵ برابره شوی دی.
د ايمرجنسي د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۲ کال له مارچ څخه د ۲۰۲۴ کال تر مارچ پورې ثبت شوې شمېرې په افغانستان کې د ترافيکي پېښو ۷۸،۵ سلنه زیاتوالی ښيي.
دغه راپور، چې د لېندۍ ۲۹مه خپور شو، په کې ویل شوي، چې په دې موده کې د ترافيکې پېښو شمېر له ۲ زره او ۶۶۲ څخه ۵ زره ۵۲۰ ته لوړ شوی دی.
د ايمرجنسي د مالوماتو له مخي، د سړکونو د خراب حالت او تېز سرعت سره د ځمکې ښويېدو او د سړکونو د مقرراتو د نه مراعت له امله هم ډېرې پېښې کېږي.

د تېر حکومت د ملي امنیت پخوانی مشر رحمت الله نبیل د طالبانو خپلمنځیو اختلافاتو او په افغانستان کې د داعش ډلې فعالیتونو ته په اشارې سره وایي، چې که کندهاري طالبان له مرکزي واکه ګوښه کړل شي، دوی به خپلې کړنې ترهګریزو فعالیتونو ته واړوي.
نبیل له افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خبرو کې ویلي، چې له واک څخه د کندهاري طالبانو لرې کېدل به د افغانستان په داخل کې د نویو شخړو او جګړو او د سیمې لپاره د ناامنیو لامل شي.
نوموړی همداراز وایي، چې حقاني شبکه د پاکستان لپاره ستراتیژیکه وسیله ګڼل کېږي او که د افغانستان واک ورکړل شي، نو دا به پاکستان او ځینې نورو سیمهییزو هېوادونو ته د اوږدمهاله ګټې په موخه ترسره شي.
ښاغلی نبیل زیاتوي: «د طالبانو ترمنځ اختلافات، په ځانګړې توګه د حقاني شبکې او کندهاري طالبانو ترمنځ، د دې ډلې د داخلي کمزورۍ نښه ده. سره له دی چی دا اختلافات تر اوسه یو ستراتیژیک پړاو ته نه دی داخل شوی، خو د نړۍ پرېکړه به په دې اړه چې څوک واکمن پاتې کېږي، د څو اړخونو پورې تړاو ولري.»
د ملي امنیت یاد پخواني مشر افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې د سیاسي اجماع له پلوه د نړۍوالو په ځانګړې توګه د سیمهییزو او نړۍوالو ځواکونو لکه پاکستان، ایران، چین، روسیې، او امریکا نظریات او ګټې د دې پرېکړې مهم اړخونه دي.
د رحمت الله نبیل په خبره، که طالبان داخلي ثبات له پامه وغورځوي او خپلمنځي اختلافات مدیریت نه کړي، نو نړۍواله ټولنه ښایي د دوی پر ځای د بلې طرحې ملاتړ وکړي، لکه ټولګډونه حکومت.
ښاغلی نبیل وايي؛ که څه هم د نړۍوالې ټولنې لپاره ټولګډونه حکومت د حل لار ښکاري، خو د طالبانو سخت دریځه به دې بهیر ته غاړه کېنږدي.
د هغه په وینا، د ټولګډونه حکومت جوړېدل به د کورنیو اختلافاتو د لا زیاتېدو او ان د دې لامل شي، څو د طالبانو یوه برخه له داعش سره یو ځای شي.
د طالبانو ترمنځ د اختلافاتو خبره نوې نه ده.
پر افغانستان د یادې ډلې له واکمنېدو وروسته طالبان په دوو برخو وېشل شوي دي، چې یوه برخه کندهاري طالبان دي او بله برخه بیا د حقاني ډله ده.
د دوی ترمنځ د اختلافاتو موضوع تر هغه وروسته ډېره ښکاره شوه، چې د روان کال د وږي په میاشت کې د طالبانو مشر د دې ډلې د ملي دفاع وزارت د ۲۱۷ عمري قول اردو له مسوولینو سره په کتنه کې وویل: «له اختلافونو پرهېز وکړئ ځکه چې دا کار د ماتې او ناکامۍ لامل کیږي.»
هبت الله اخوندزاده په دې کتنه کې د طالبانو ترمنځ په یووالي، اخلاص، تقوا او اطاعت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې له خپلمنځیو اختلافونو لاس واخلي.
د هبت الله تر دغو ویناوو دوه ورځې وړاندې بیا باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي و، چې په دې وروستيو کې له ملا هبتالله سره د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدين حقاني او د دغې ډلې د دفاع وزیر ملا يعقوب مخالفتونه ډېر ژور شوي دي.
داسې هم ویل کیږي، چې دغه دواړه وزیران د ملا هبتالله د وروستیو کړنو په وړاندې درېدلي او په خپلو چارو کې یې لاسوهنه بولي.
له دې سره، د یادو ډلو ترمنځ د اختلافاتو په اړه شکونه تر هغه وروسته نور هم زیات شول، چې څو ورځې وړاندې د طالبانو د کډوالو چارو وزیر او د سراج الدین حقاني تره خلیل الرحمان حقاني په کابل کې ترور شو.
که څه هم د دې پېښې مسوولیت داعش ډلې پر غاړه اخیستی، خو د ځینو کارپوهانو او پخوانیو چارواکو په باور نوموړی د طالبانو د خپلمنځیو اختلافاتو له امله په نښه شو.
د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل د داعش په اړه د هغې پوښتنې په ځواب کې چې څومره افغانستان د دې ډلې د فعالیتونو د پراختیا له ګواښ سره مخ دی وویل، چې داعش ډله د افغانستان په ځینو برخو کې د پراختیا په حال کې ده او د نړۍوالو او سیمهییزو هېوادونو لپاره یوه جدي اندېښنه ده.
نوموړي د داعش ډلې د فعالیتونو پراخېدو ته د اندېښنې په څرګندولو سره دغه راز وویل: «د جګړو لپاره د دې ډلې پراختیا ښايي د ځینو هېوادونو له خوا د طالبانو پر وړاندې د یوې وسیلې په توګه وکارول شي.»
د هغه په وینا، داعش په وروستیو کلونو کې د افغانستان په ځینو شمالي او ختیځو سیمو کې خپل فعالیتونه پراخ کړي دي او دغه ډله هڅه کوي، چې د افغانستان ناامنه شرایط وکاروي، په ځانګړې توګه د طالبانو کمزوري حکومتوالي او د هغوی داخلي اختلافات.
د ملي امنیت پخوانی مشر رحمت الله نبیل همداراز وایي، چې د پاکستان په څېر ځیني هېوادونه د داعش ډلې شتون ته د یوې وسیلې په توګه ګوري ترڅو د طالبانو حکومت ته فشار وارد کړي.
د ښاغلي نبیل په خبره، د افغانستان ناامنه وضعیت ښايي داعش ډلې ته نور فرصتونه برابر کړي، ترڅو خپل فعالیتونه منځني اسیا او یا هم د ایران لور ته وغځوي.
اخوا طالب چارواکو بیا په ځلونو ویلي، چې په افغانستان کې یې داعش ډلې ته ماتې ورکړې، خو د طالبانو د بهرنيو چارو وزير امیرخان متقي په پکتيا کې د خلیل الرحمان حقاني د جنازې په مراسمو کې وویل، چې په تېرو ۷ مياشتو کې داعش ډلې په افغانستان کې ۷ بريدونه کړې، چې ۶ يې د افغانستان څخه بهر پلان شوي وو.
د روسیې په ګډون د سیمې هېوادونه وايي، چې په افغانستان کې د نړۍوالو ترهګرو ډلو شتون د منځنۍ اسیا د هېوادونو لپاره ستر ګواښ دي.
د دوی اندېښنه تر ډېره د داعش ډلې پراخېدو ته ده او له ګواښونو سره د مقابلې لپاره د طالبانو پر همکارۍ ټینګار کوي.
څه موده وړاندې اسیا ټایمز ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي و، چې د افغانستان له اوسني وضعیت څخه داسې بریښي، چې طالبان د دغه هېواد دوه سلنه واک له لاسه ور کوي.
د دې ورځپاڼې په وینا، طالبان دا مهال د دوی له څو مخالفو جبهو او داعش سره په جګړه بوخت دي.
اسیا ټایمز ورځپاڼې په دغه راپور کې زیاته کړې، چې د طالبانو د استخباراتو له خوا ترلاسه شوي راپورونه ښيي، چې داعش ډلې د طالبانو تر واک لاندې وزارتونو کې اغېز کړی او د روان کال په جولای میاشت کې یې د طالبانو د استخباراتو ۲۰ غړي له داعش سره د تړاو په تور نیولي دي.
په دغه راپور کې ویل شوي، چې طالبان د داعش وسله والې ډلې په ځپلو کې پاتې راغلي او داعش ډله ورځ تر بلې د ودې په حال کې ده.
طالبانو بیا په وار - وار سره ویلي، چې په هېواد کې یې داعش ډله ځپلې ده او له افغانستانه د سیمې نورو هېوادونو ته هېڅ ډول امنیتي ګواښونه نه شته.

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې طالبانو د داعش خراسان غړی سید مولا چی په حماس باندې مشهور و، وژلی دی. حماس نن د طالبانو استخباراتو د کونړ ولایت د نرنګ ولسوالۍ په چهار قلعه سیمه کې په خپل کور کې وژلی او د هغه د کورنۍ دوه مېرمنې او یو ماشوم ټپيان شوي دي.
په کونړ کې ځايي سرچینو نن دوشنبه «د مرغومي ۱۰مه» افغانستان انټرنشنل ته وویل چې دا پېښه په ځايي وخت ماښام شوې ده.
د طالبانو سرچینې وايي، نوموړی تازه د پاکستان له بلوچستان ایالت څخه افغانستان ته راغلی و او د داعش ډلې د استخباراتو او هدفي وژنو مسوولیت یې درلود.
تر اوسه پورې داعش خراسان ډلې او طالبانو په رسمي ډول ددې پیښې یادونه نه ده کړې.
هغه انځورونه چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي ، ښيي، چې حماس په وینو کې لت پت پروت دی.
له دې وړاندې داعش د څوکۍ ولسوالۍ په دې وګل دره کې له یوه ځايي کس نه د جاسوسي په تور سر پرې کړی و.
داعش د لیندۍ پر ۲۷مه په خپل وروستي مرګوني ځانمرګي برید کې په کابل کې د طالبانو د کډوالو چارو وزیر خلیل الرحمان حقاني په خپل دفتر کې وواژه.
طالبان ادعا کوي چې داعش خراسان کومه سیمه په ولکه کې نه لري خو لیدل کېږي چې دغه دله د کونړ، نورستان او ننګرهار په ځینو سیمو کې فعالیت لري او کله نا کله پر طالبانو بریدونه کوي.
