نبیل: که کندهاري طالبان له مرکزي واکه ګوښه شي، خپلې کړنې به ترهګریزو فعالیتونو ته واړوي

د تېر حکومت د ملي امنیت پخوانی مشر رحمت الله نبیل د طالبانو خپلمنځیو اختلافاتو او په افغانستان کې د داعش ډلې فعالیتونو ته په اشارې سره وایي، چې که کندهاري طالبان له مرکزي واکه ګوښه کړل شي، دوی به خپلې کړنې ترهګریزو فعالیتونو ته واړوي.