• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د اصف دراني خبرداری؛ طالبان دې په راتلونکو اونیو کې یا پاکستان غوره کړي یا پاکستاني طالبان

۱۰ مرغومی ۱۴۰۳ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۲:۱۶ GMT+۰تازه شوی: ۱۰ مرغومی ۱۴۰۳ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۳:۲۹ GMT+۰

د افغانستان لپاره د پاکستان پخوانی ځانګړی استازی اصف درانی وايي، افغان طالبان دې د پاکستان او ټي ټي پي ترمنځ یو انتخاب وکړي. نوموړي ویلي، چې د ټي ټي پي غړي د طالبانو د مشرتابه په پرتله له حقاني ډلې سره ډیر تړاو لري.

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دراني پر پکتیکا د پاکستان له هوايي بریدونو او پر ډیورنډ کرښه د پاکستاني پوځیانو پر امنیتي پوستو د طالبانو له بریدونو وروسته په یوه لیکنه کې ویلي، چې افغان طالبان دې د پاکستان او ټي ټي پي ترمنځ یو وټاکي.

نوموړی وايي، د ډسمبر پر ۲۴مه د پکیتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې د پاکستان هوايي بریدونو کې ۴۷ کسان ووژل شول، چې ډیری یې د پاکستاني چارواکو په وینا د تحریک طالبان پاکستان غړي وو.

طالبانو اعلان وکړ، چې وژل شوي کسان ټول ملکي وګړي دي.

د نوموړي په خبره، دا بریدونه پر یوه روزنیز او یوه رسنیز مرکز شوي.

اصف درانی وایي، دا بریدیونه وروسته له هغه وشول، چې تحریک طالبان پاکستان د افغانستان له خاورې څخه په استفادې څو ورځې وړاندې د افغانستان پولې ته څېرمه د پوځ پر یوه پوسته برید وکړ او ۱۶ پاکستاني پوځیان یې ووژل.

اصف درانی وایي، افغان طالبان ښه پوهیږي، چې په دغه برید کې وژل شوي کسان افغانان نه دي.

نوموړی وايي، پر یوه ځای د ۵۰ تنو کسانو راټولیدل یو تصادف نه و، ځکه هلته په سیمه کې د هغوی ځانمرګي بریدګر وو، وسلې او مهمات هم ورسره وو. دده په باور، په سیمه کې د لویو چاودونو ترسره کیدل دا په ډاګه کوي، چې هلته مهمات موجود وو.

طالبان ټي ټي پي تر داعش اسانه له منځه وړلای شي

اصف درانی وایي، که د افغانستان سرپرست حکومت وغواړي د داعش خراسان د ډلې په پرتله د ټي ټي پي مهارول ورته خورا اسانه دي.

اصف درانی زیاتوي:« په افغانستان کې د حکومتدارۍ په برخه کې د طالبانو د ننګونو په اړه څیړنې ته اړتیا ده، خو ممکن طالبان دا ننګونې نه مني، خو لیدل کیږي چې په چټکۍ سره د ټي ټي پي مسوولیت طالبانو ته ور تر غاړې کیږي.»

نوموړی په افغانستان کې د ټي ټي پي د شتون په اړه وايي:« د تحریک طالبان پاکستان له دوو درځنو څخه زیاتې ډلې د دې ثبوت دي چې د دوی غړي د یوې واحدې ډلې برخه نه دي، بلکې د یوې ویشل شوې کورنۍ برخه ده، چې په قبیلوي غوره توبونو کې ریښې لري.»

نوموړی وايي، ټي ټي پي خلک مجبوروي، چې یا پیسې ور کړي او یا هم یو کس د «جهاد» لپاره ورکړي.

نوموړی ادعا کوي چې «ان طالب مشران هم د ټي ټي پي غړي د مجاهدینو په توګه نه ګڼي، ځکه د ټي ټي پي ډیری غړي په بلیک میل کولو، زورزیاتي او جبري ودونو کولو کې ښکیل دي.»

د ملا هبت الله فرمان رښتیا دی که درواغ؟

دراني د ملا هبت الله فرمان ته اشاره کړی، چې ویلي یې دي «پر پاکستان برید حرام دی» خو بیا هم پاکستان ته د ټي ټي پي د غړو او مشرانو سپارل ناممکن دي.

نوموړی وايي، طالبان د پښتونولۍ او مېلمه پالنې له مخې د ټي ټي پي غړي پاکستان ته نه سپاري.

د افغانستان لپاره د پاکستان دغه مخکینی ځانګړی استازی وايي، چې د تحریک طالبان پاکستان ځینې هغه کسان چې تسلیم شوي دي وايي، چې ملا هبت الله داسې کوم فرمان نه دی صادر کړی چې په پاکستان کې بریدونه حرام وګرځوي.

نوموړی وایي، که په په پاکستان کې د بریدونو په اړه د ملا هبت الله فرمان درواغ وي، نو افغان طالبان پاکستاني چارواکو ته په غلطو معلوماتو ورکولو سره د خپل مشر حیثیت ته سپکاوی کوي او دا ډول کړنې په په راتلونکي کې د طالبانو واکمنۍ ته زیان ورسوي.

یاد پاکستانی پخوانی چارواکی وايي، افغان طالبان له مختلفو ترهګرو ډلو سره د معاملو په اړه د انکار په حالت کې دي.

درانی وایي، طالبان داعش خراسان خپل دښمنان ګڼي، خو په ورته مهال د داعش له بریدونو سربیره، په افغانستان کې د دوی شتون ردوي.

اصف درانی وایي، د ترکستان اسلامي ګروپ او ازبکستان اسلامي ډله هغه ترهګرې ډلې دي، چې له افغانستان څخه فعالیت کوي.

طالبان باید یو انتخاب کړي، پاکستان یا ټي ټي پي

دغه پاکستانی ډيپلوماټ وايي، کله چې طالبانو ته له دغو ترهګرو ډلو سره د مبارزې لپاره د مرستې وړاندیز کیږي، دوی نه یوازې دا ډول وړاندیزونه ردوي بلکې له دغو سازمانونو سره د مقابلې لپاره په خپلې وړتیا فخر کوي. نوموړی وايي، د طالبانو دغه چلند وضعیت نور هم خراب کړی دی.

اصف دراني د خپلې لیکلي په وروستۍ برخه کې ویلي، چې د ټي ټي پي غړي د کندهار د مشرتابه په پرتله په افغان حکومت کې له حقاني ډلې سره ډیر تړاو لري.

هغه زیاتوي، «د ټي ټي پي مشران د لویې پکتیا او خوست سیمو کې، د حقاني شبکې تر کنټرول لاندې سیمو کې اوسېږي. که څه هم حقاني ډله د پاکستان ملګرې ګڼل کیږي او له پاکستاني چارواکو سره نږدې اړیکې لري».

نوموړی وايي، د حقاني کورنۍ ټولې سوداګریزې ګټې پر وزیرستان سیمه کې متمرکزې دي او دا باید د پاکستان د ځواک په حلقو کې د هرچا لپاره د اندیښنې وړ وي چې څنګه د ټي ټي پي غړي په اسانۍ سره د حقاني شبکې له پناه ځایونو پر پاکستان د برید لپاره کار اخلي.

نوموړی وایي، دغو لاملونو ته په کتو له طالبانو سره د اړیکو ښه کول ګټور نه دي او د پاکستان حکومت اړتیا لري چې له طالبانو سره د خپلو اړیکو ټول اړخونه بیا وځیري.

درانی وايي، طالبان دا هم باید درک کړي چې دوی نور ازاد جنګیالي نه دي بلکې یو حکومت دی چې د خپلو خلکو او بهرنۍ نړۍ په ځانګړې توګه د ګاونډیو پر وړاندې لوی مسوولیتونه لري.

درانی وايي، چې «د افغانستان هیڅ ګاونډی به دا ونه زغمي چې افغان خاوره د دوی پر ضد وکارول شي، له همدې امله، په راتلونکو ورځو او اونیو کې، طالبان باید له پاکستان سره د خپلو اړیکو د ماهیت پریکړه وکړي، چې ایا ټي ټي پي غوره کوي او که پاکستان».

اصف درانی وایي، د طالبانو حکومت باید دا معلومه کړي چې ایا دوی (طالبان) د پاکستان پر وړاندې د د ټي ټي پي مبارزه سمه ګڼي یا غلطه.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

ایراني چارواکي وايي د هرات پاشدان بند په ایران کې د میلیونونو کسانو ژوند اغیزمنوي

۱۰ مرغومی ۱۴۰۳ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۲:۱۳ GMT+۰

د ایران د اوبو د صنعت ویاند د هریرود پر سیند د افغانستان د «یو اړخیزې ګټې اخیستنې» په اړه ویلي چې دا کار د عرفي حقوقو نقض دی او زیاتوي، چې دا ګام به د څو میلیونه انسانانو د څښاک او روغتیا اړتیاوو ته زیان ورسوي.

عیسی بزرګ زاده د ایران د صداوسيما له خبریال سره په خبرو کې وویل، چې د هریرود پر سرحدي او ګډې حوزې د پاشدان بند جوړول د دغه سیند طبيعي بهیر کموي، چې له امله یې د ټولنیزو او چاپیریالي زیانونو په ګډون د مشهد ښار د څښاک اوبه جدي زیانمنېږي.

نوموړی وايي، « په ټوله کې، د ایران اسلامي جمهوریت څو ځله د دیپلوماتیکو چینلونو له لارې د هریرود په سرحدي حوزه کې د افغانستان د یو اړخیزې بند جوړونې پر منفي اغیزو خپل رسمي اعتراض څرګند کړی او د ګډې همکارۍ غوښتنه یې کړې ده، څو د دې منفي اغیزو ارزونه وشي او د پایښت وړ پرمختګ ته ترجیح ورکړل شي.»

دغه ایرانی چارواکی وايي، د هریرود اوبو حوزې اوسیدونکي په دواړو هیوادونو ایران او افغانستان کې د دغه سیند له طبيعي جریان څخه له ډېرو کلونو راهیسې ګټه اخلي. دده په وینا، دا یو اړخیز اقدام نه یوازې د څو میلیونو خلکو د څښاک او روغتیا اړتیاوې اغیزمنوي، بلکې چاپیریالي زیانونه هم پراخوي.

بزرګ زاده وايي، د هریرود له سرحدي سیند نه د ګډې ګټې اخیستنې په برخه کې باید د اوبو نړیوال حقونه په پام کې ونیول شي.

هغه زیاته کړې، « موږ تمه لرو چې د افغانستان سرپرست مقامات د نړیوالو عرفي حقوقو او د دوه ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د ښه ګاونډیتوب او اړیکو له اصل سره سمه همکاري وکړي».

نوموړي له طالبانو سره د پاشدان او سلما بندونو په اړه مذاکراتو ته تیاری ښودلی دی.

یوه پخواني ډپلوماټ کاناډايي ځواکونه کندهار کې د افغان بندیانو په ورکاوي کې ښکیل وګڼل

۱۰ مرغومی ۱۴۰۳ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۲:۰۱ GMT+۰

د کاناډا یو متقاعد ډېپلومات ریچارډ کولوین چې په افغانستان کې یې دنده ترسره کړې، د کاناډا حکومت په ۲۰۰۶ او ۲۰۰۷ کلونو کې د کندهار د ماموریت پر مهال د سلګونو افغان بندیانو په ورکیدو تورن کړی دی. یاد ډېپلومات وايي، کاناډا په احتمالي جنګي جرمونو کې لاس درلود.

د ګلوب اېنډ میل ورځپاڼې د رپوټ له مخې، ریچارډ کولوین په ۲۰۰۹ کال کې له هغه وروسته په رسنیو کې خبرساز شو، چې ویې ویل کاناډايي پوځیانو د افغان حکومت مخالف بندیان افغان ځواکونو ته سپارلي وو او په زندانونو کې په پراخه کچه شکنجه کېدل.

دا ځل د کولون تورونه مختلف دي. هغه د زر پاڼو اسنادو په وړاندې کولو سره ادعا وکړه، چې د زنداني شویو کسانو شمېر له هغه څه ډېر دي چې مخکې اعلان شوي وو.

کولوین ادعا کوي چې په ۲۰۰۶ او ۲۰۰۷ کلونو کې د کاناډایانو له خوا نیول شوي نږدې ۹۰ سلنه افغان بندیان پرته له کومې څارنې افغان امنیتي ځواکونو ته سپارل شوي دي.

د کولوین په وينا، دغه بنديان د افغانستان زندانونو ته لېږل شوي وو.

هغه وویل چې د افغانستان په زندانونو کې د بندیانو شکنجه، ناوړه چلند او حتا وژنه «یوه عادي خبره» وه.

کولوین په خپل راپور کې لیکلي، چې د کاناډا پوځ د پټې او نا اعلان شوې پالیسۍ په کارولو سره له نړیوالو قوانینو سرغړونه کړې ده.

هغه وايي چې دا انتقالات "د جبري ورکېدو" په معنا دي، چې د نړيوالو قوانينو له مخې جنګي جرم ګڼل کېږي.

په دغه راپور کې هغه ادعا کړې، چې د سره صليب نړيوالې کمېټې څو ځله د بنديانو د وضعيت په اړه خبرداری ورکړی و، خو کاناډايي چارواکو دغه خبرداری له پامه غورځولی و.
په ۲۰۰۹ کې، کولون دا تورونه ولګول او په پارلماني کمیټه کې یې شاهدي ورکړه.
د کولون تورونو په هغه وخت کې ګڼ غبرګونونه راوپارول او د سټیفن هارپر پر حکومت یې فشار راوړ.

ګلوب اېنډ میل وايي، په ۲۰۰۹ کال کې واک ته له رسېدو وروسته د کاناډا اوسني لومړي وزیر جسټین ټروډو د دې موضوع د څیړلو چاره د دفاع وزیر ته وسپارله.

په ۲۰۱۶ کال کې، د کاناډا د هغه وخت د دفاع وزیر هارجیت سجن اعلان وکړ، چې کاناډایانو له بندیانو سره انساني چلند کړی او نور تحقیقات اړین نه دي.

کولوین په دې باور دی چې د کاناډا حکومت نه یوازې په دې کړنو کې ښکیل و، بلکې هڅه یې کوله چې دا پټ کړي.

هغه په ​​خپل راپور کې ټینګار کړی، چې کاناډا باید له دې رسوایی څخه مهم درسونه زده کړي. ګلوب اېنډ میل وايي، په دې کې په نظامي ماموریتونو کې ډیر شفافیت ، د اردو قوي ملکي نظارت او قانون شامل دي څو ډاډ ترلاسه شي چې د کاناډا بهرنۍ پالیسۍ له نړیوال قانون سره مطابقت لري.
د کاناډا حکومت تر اوسه دغو تورونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

د قرغیزستان د بهرنیو چارو وزیر له طالبانو سره د اړیکو پیاوړتیا ته لېوالتیا ښودلې ده

۱۰ مرغومی ۱۴۰۳ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۱:۲۰ GMT+۰

د قرغیزستان د بهرنیو چارو وزیر جرنبک اولوبایف د طالبانو له حکومت سره ددوه اړخیزو اړیکو پیاړتیا ته لېوالتیا وښوده.

جرنبک اولوبایف د دوشنبې په ورځ « د مرغومي پر ۱۰مه» په۲۰۲۴ کال کې د خپل وزارت د لاسته راوړنو د کلني رپوټ پرمهال یوې خبري غونډې ته وویل، چې له افغانستان او د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د همکارۍ پیاوړتیا او له منځني ختیز، جنوبي او جنوب ختیزې اسیا، اروپا او امریکا سره د اړیکو پراخول په ۲۰۲۵ کال کې د قرغیزستان د بهرنۍ پالیسۍ مهم لومړیتوبونه دي.

اولوبایف وویل، چې « له افغانستان سره ددوه اړخیزو همکاریو پیاوړتیا ته لېواله یو. زموږ لومړیتوب دا دی چې له ګاونډیو هېوادونو سره اړیکې ټینګې کړو او سیاسي خبرې اترې پیل کړو».

نوموړي چې غونډه یې پر ټولنیزو شبکو په لایف ډول خپرېده، وویل چې راتلونکی ۲۰۲۵ کال به د بهرنیو چارو وزارت او د هېواد د بهرنۍ پالیسۍ لپاره فعال کال وي.

د قرغیزي رسنیو د رپوټ له مخې، هغه وویل، « په نړۍ کې ډېر بدلونونه او نوښتونه رامنځته کېږي. په متحده ایالاتو کې به نوی ولسمشر واک ته ورسیږي، چې د نړۍ تر ټولو لوی هېواد دی. د نوي حکومت په راتګ سره د نړۍ ډېرې تګلارې بدلېدای شي. له همدې امله به د بهرنیو چارو وزارت په نړیوال سیاست کې له دوی سره همکاري کوي او د خپل هېواد ګټې به خوندي کوي».

د قرغیزستان د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې، « سربېره پر دې، موږ به هڅه وکړو چې له اسیایي، اروپایي او عربي هېوادونو سره چې زموږ لپاره لومړیتوب لري، خپلې همکارۍ تر بل هر وخت لوړې کچې ته پراخې کړو».

د غونډې پر مهال دا هم اعلان شوه، چې د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ لپاره لویو هېوادونو ته سفرونه په پام کې دي.

د جرمني د صدراعظمۍ مخکښ نوماند وايي افغانستان او سوریې ته خلک اخراجولای شي

۱۰ مرغومی ۱۴۰۳ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۲۶ GMT+۰

د مسیحي ډیموکراټ اتحادیې د صدراعظمۍ نوماند فریدریښ مېرڅ د جرمني د پناه غوښتنې او کډوالۍ سیاست کې پراخ اصلاحات غواړي او د مجرمانو پر وړاندې د سختو تدابیرو ملاتړ کوي. مېرڅ افغانستان او سوریې ته د مجرمانو د بېرته استولو ملاتړ کوي.

مېرڅ وویل، « د بشارالاسد له پرځېدو وروسته دا هېواد لا هم ډېر بې ثباته دی، موږ په دې پوهیږو، خو موږ په ګوند [سي ډي یو] کې اوږده موده کیږي په دې باور یو چې اساسا موږ [مجرم کسان ] افغانستان او سوریې ته اخراجولای شو. موږ به دا ترسره کړو».

مېرڅ همدا راز له سوریې د نويو راغلو کډوالو په اړه د سختې څارنې غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د اسد د ملېشو غړي باید په جرمني کې ځای ونه ولري. مېرڅ وویل، « زه په هیڅ صورت نه غواړم چې د اسد د ملېشو غړي چې په سوریه کې یې وحشیانه جنایتونه کړي، دلته په جرمني کې وي». هغه وویل چې دغه کسان باید په سرحدونو کې ژر تر ژره رد شي.

هغه د اروپا له ټولو هیوادونو سره د همغږۍ غوښتنه وکړه او ویې ویل، «اروپايي اتحادیه او جرمنی به د اسد وفاداران نه مني».

میرڅ د ډي پي اې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د اتحادیې د پارلماني رییس، تورسټن فري (CDU) وړاندیز چې د فردي پناه غوښتنې حق لغو شي، وویل، « د جرمني د پناه غوښتنې قانون په حقیقت کې اوس دپناه غوښتنې په روانو قضیو کې کم رول لوبوي». هغه زیاته کړه چې په ۲۰۲۳ کال کې یوازې څو سوریایانو او افغانانو ته د جرمني د اساسي قانون ۱۶مې مادې له مخې پناه ورکړل شوه.

نوموړي دغه راز ټینګار وکړ، چې د اروپايي قوانینو لاندې پناه غوښتنې باید په اصل کې په نورو اروپايي هېوادونو کې پروسس شي نه په جرمني کې.

میرڅ د پولنډ او اتریش په څېر داروپايي اتحادیې د غړو هېوادونو په اړه نیوکه وکړه چې کډوال یوازې جرمني ته لیږوي. هغه وویل، « دا نه شي کیدای چې د اروپايي اتحادیې غړي هېوادونه یوازې کډوال جرمني ته واستوي او ووایي بښنه غواړو، سیسټم نور کار نه کوي، جرمني ته لاړ شئ».

هغه ټینګار وکړ چې جرمنی د اروپایي حل لارو لپاره هڅه کوي خو که دغه حل لارې نه وي نو د ردولو حق هم لري.

محسن داوړ:پاکستاني طالبانو سره د پوځ مذاکراتو ناوړه پایلې او سټراتیژیکې ناکامۍ رامنځته کړي

۱۰ مرغومی ۱۴۰۳ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۹:۳۴ GMT+۰

د ملي جمهوري غورځنګ مشر او پښتون سیاستوال محسن داوړ په جدي ډول له پاکستاني طالبانو سره د مذاکراتو پر بهیر او د پاکستان پوځ پر رول نیوکې کړې دي او د دې تګلارې منفي پایلې یې پر حکومتونو او پوځي ادارو ور اچولې دي.

محسن داوړ ویلي، چې د پاکستاني طالبانو سره خبرې اترې د عمران خان د حکومت پر مهال د پاکستان د پوځ په مستقیم ملاتړ او لارښوونه پیل شوې. هغه وخت حکومت، چې مشري یې عمران خان کوله، د دغو مذاکراتو ملاتړ وکړ او دا یې د سیمې د سولې او ثبات لپاره یوه هڅه وګڼله.

هغه وايي، په دې موده کې پوځ د خبرو اترو اصلي لوبغاړی و او حکومت یې د دې بهیر په پرمختګ کې ملتیا کوله.

محسن داوړ زیاته کړه، چې د عمران خان د حکومت تر پرځېدو وروسته او د ټولګډونه حکومت (پي‌ډي‌ایم) تر واک ته رسېدو وروسته، پوځ له پاکستاني طالبانو سره د خبرو اترو په سیاستونو کې خپل مرکزي رول ساتلی و.

د ملي جمهوري غورځنګ مشر وايي، هغه مهال د پارلمان د امنیتي کمېټې په غونډو کې د دغوخبرو اترو جزییات وړاندې شول او د پوځ استازو د خبرو اترو پر بهیر او احتمالي پایلو په تړاو سپیناوی وړاندې کړ.

محسن داوړ ټینګار وکړ، چې له پیل څخه څرګنده وه چې پاکستاني طالبان د پاکستان شرایطو منلو ته لېوالتیا نه لري؛ خو بیا هم پوځ او حکومت مذاکرات د سولې یوه حل لاره وګڼله.

نوموړي دا هم وویل، چې په هغه وخت کې پرته له دې چې اټکل شوي ګواښونه په نظر کې ونیسي، ډیروګوندونو د پوځ د دغه تګلارې ملاتړ وکړ.

له پاکستاني طالبانو سره د خبرو تاریخچه

پاکستان له ۲۰۰۴ کال راهیسې له پاکستاني طالبانو سره د خبرو هڅې پیل کړې، چې هدف یې د تاوتریخوالي بندول او په قبایلي سیمو کې امنیت ټینګول و. په دې موده کې د پاکستان بیلابیلو حکومتونو څو ځله له ټي ټي پي سره د سولې تړونونه لاسلیک کړي، لکه د ۲۰۰۴ کال د «شکۍ تړون» او د ۲۰۰۹ کال د «سوات تړون» ؛خو دا تړونونه د طالبانو له خوا د پرله‌پسې سرغړونو له امله ناکام شول.

منتقدان، په ځانګړي ډول محسن داوړ باور لري چې دغو خبرو اترو نه یوازې سولې ته لاره هواره نه کړه، بلکې پاکستاني طالبان یې لا پیاوړي کړل او په سرحدي سیمو کې یې تاوتریخوالی زیات کړ.

پاکستاني سیاستونو کې د افغان طالبانو رول

محسن داوړ د پاکستان په سیمه ییزو سیاستونو کې د افغان طالبانو پر رول پخوا هم خبرې کړې دي.

هغه او ځينو نورو پښتنو سیاسیونو په وار وار په ټینګار سره ویلي چې د پاکستان پوځ په بېلابېلو وختونو کې د افغان طالبانو ملاتړ کړی، په ځانګړي ډول د ۱۹۹۰ لسیزې پر مهال او تر هغې وروسته د طالبانو د لومړۍ دورې له پرځیدو وروسته د دغه ډلې څخه ملاتړ د سیمې په امنیت خورا بدې منفي اغیزې کړي دي.

د ۲۰۲۱ په اګست میاشت کې پر افغانستان د طالبانو له بیا ځل واکمنیدو وروسته ټي ټي پي هم د افغان طالبانو پر واکمنۍ خوښۍ کړي او د دواړو ډلو اړیکې تر پخوا له ډېرې شوې دي. دې اړیکو د پاکستان په خاوره کې د طالبانو بریدونه زیات کړل ؛خو د پاکستان حکومت او پوځ بیا هم د طالبانو سره د خبرو سیاست ته دوام ورکړ.

پاکستان تازه تېره اوونۍ پر پکتیکا ولایت هوايي بریدونه وکړل او ادعا یې وکړه چې د افغانستان په خاوره کې یې د ټي ټي پي جنګیالي په نښه کړي وو. همدا راز پاکستان لومړي وزیر هم تېره اوونۍ له افغانستان سره پر ښو اړیکو ټینګار وکړ؛ خو ګیله یې وکړه چې افغان طالبانو په خپله خاوره کې د پاکستان ضد ډلې ټي ټي پي ته پټنځایونه ورکړي دي او له هغې ځایه په دغه هېواد کې بریدونه تنظیموي.

پر افغانستان واکمنو طالبانو په بیا بیا د پاکستان دغه ادعاوې چې ګوندې له افغان خاورې ورته ګواښونه پېښ دي رد کړې دي؛خو له پاکستاني طالبانو سره د خپلې انډیوالۍ په تړاو یې هېڅ نه دي ویلي.