• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د قرغیزستان د بهرنیو چارو وزیر له طالبانو سره د اړیکو پیاوړتیا ته لېوالتیا ښودلې ده

۱۰ مرغومی ۱۴۰۳ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۱:۲۰ GMT+۰

د قرغیزستان د بهرنیو چارو وزیر جرنبک اولوبایف د طالبانو له حکومت سره ددوه اړخیزو اړیکو پیاړتیا ته لېوالتیا وښوده.

جرنبک اولوبایف د دوشنبې په ورځ « د مرغومي پر ۱۰مه» په۲۰۲۴ کال کې د خپل وزارت د لاسته راوړنو د کلني رپوټ پرمهال یوې خبري غونډې ته وویل، چې له افغانستان او د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د همکارۍ پیاوړتیا او له منځني ختیز، جنوبي او جنوب ختیزې اسیا، اروپا او امریکا سره د اړیکو پراخول په ۲۰۲۵ کال کې د قرغیزستان د بهرنۍ پالیسۍ مهم لومړیتوبونه دي.

اولوبایف وویل، چې « له افغانستان سره ددوه اړخیزو همکاریو پیاوړتیا ته لېواله یو. زموږ لومړیتوب دا دی چې له ګاونډیو هېوادونو سره اړیکې ټینګې کړو او سیاسي خبرې اترې پیل کړو».

نوموړي چې غونډه یې پر ټولنیزو شبکو په لایف ډول خپرېده، وویل چې راتلونکی ۲۰۲۵ کال به د بهرنیو چارو وزارت او د هېواد د بهرنۍ پالیسۍ لپاره فعال کال وي.

د قرغیزي رسنیو د رپوټ له مخې، هغه وویل، « په نړۍ کې ډېر بدلونونه او نوښتونه رامنځته کېږي. په متحده ایالاتو کې به نوی ولسمشر واک ته ورسیږي، چې د نړۍ تر ټولو لوی هېواد دی. د نوي حکومت په راتګ سره د نړۍ ډېرې تګلارې بدلېدای شي. له همدې امله به د بهرنیو چارو وزارت په نړیوال سیاست کې له دوی سره همکاري کوي او د خپل هېواد ګټې به خوندي کوي».

د قرغیزستان د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې، « سربېره پر دې، موږ به هڅه وکړو چې له اسیایي، اروپایي او عربي هېوادونو سره چې زموږ لپاره لومړیتوب لري، خپلې همکارۍ تر بل هر وخت لوړې کچې ته پراخې کړو».

د غونډې پر مهال دا هم اعلان شوه، چې د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ لپاره لویو هېوادونو ته سفرونه په پام کې دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د جرمني د صدراعظمۍ مخکښ نوماند وايي افغانستان او سوریې ته خلک اخراجولای شي

۱۰ مرغومی ۱۴۰۳ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۲۶ GMT+۰

د مسیحي ډیموکراټ اتحادیې د صدراعظمۍ نوماند فریدریښ مېرڅ د جرمني د پناه غوښتنې او کډوالۍ سیاست کې پراخ اصلاحات غواړي او د مجرمانو پر وړاندې د سختو تدابیرو ملاتړ کوي. مېرڅ افغانستان او سوریې ته د مجرمانو د بېرته استولو ملاتړ کوي.

مېرڅ وویل، « د بشارالاسد له پرځېدو وروسته دا هېواد لا هم ډېر بې ثباته دی، موږ په دې پوهیږو، خو موږ په ګوند [سي ډي یو] کې اوږده موده کیږي په دې باور یو چې اساسا موږ [مجرم کسان ] افغانستان او سوریې ته اخراجولای شو. موږ به دا ترسره کړو».

مېرڅ همدا راز له سوریې د نويو راغلو کډوالو په اړه د سختې څارنې غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د اسد د ملېشو غړي باید په جرمني کې ځای ونه ولري. مېرڅ وویل، « زه په هیڅ صورت نه غواړم چې د اسد د ملېشو غړي چې په سوریه کې یې وحشیانه جنایتونه کړي، دلته په جرمني کې وي». هغه وویل چې دغه کسان باید په سرحدونو کې ژر تر ژره رد شي.

هغه د اروپا له ټولو هیوادونو سره د همغږۍ غوښتنه وکړه او ویې ویل، «اروپايي اتحادیه او جرمنی به د اسد وفاداران نه مني».

میرڅ د ډي پي اې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د اتحادیې د پارلماني رییس، تورسټن فري (CDU) وړاندیز چې د فردي پناه غوښتنې حق لغو شي، وویل، « د جرمني د پناه غوښتنې قانون په حقیقت کې اوس دپناه غوښتنې په روانو قضیو کې کم رول لوبوي». هغه زیاته کړه چې په ۲۰۲۳ کال کې یوازې څو سوریایانو او افغانانو ته د جرمني د اساسي قانون ۱۶مې مادې له مخې پناه ورکړل شوه.

نوموړي دغه راز ټینګار وکړ، چې د اروپايي قوانینو لاندې پناه غوښتنې باید په اصل کې په نورو اروپايي هېوادونو کې پروسس شي نه په جرمني کې.

میرڅ د پولنډ او اتریش په څېر داروپايي اتحادیې د غړو هېوادونو په اړه نیوکه وکړه چې کډوال یوازې جرمني ته لیږوي. هغه وویل، « دا نه شي کیدای چې د اروپايي اتحادیې غړي هېوادونه یوازې کډوال جرمني ته واستوي او ووایي بښنه غواړو، سیسټم نور کار نه کوي، جرمني ته لاړ شئ».

هغه ټینګار وکړ چې جرمنی د اروپایي حل لارو لپاره هڅه کوي خو که دغه حل لارې نه وي نو د ردولو حق هم لري.

د بشري حقونو یو سازمان وايي، چې ایران په لرستان کې یو افغان بندي اعدام کړی

۱۰ مرغومی ۱۴۰۳ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۹:۱۲ GMT+۰

د بشری حقوقو سازمان هه‌نګاو ویلي چې ایران د لرستان په علیګودرز زندان کې د جلال ستانکزی په نوم یو افغان بندي په دار ځړولی. دغه سازمان لیکلي، چې جلال ستانکزی څلور کاله وړاندې د «قصدي وژنې» په تور نیول شوی او په اعدام محکوم شوی و.

د بشري حقونو دغه سازمان چې له ایرانه بهر فعالیت کوي وايي چې د ایران په لرستان کې د علیګودرز زندان چارواکو د یکشنبې په سهار دغه افغان بندي اعدام کړ.

دغه سازمان زیاته کړې، چې جلال ستانکزی مخکې له دې د ایران د قضايي ادارو له خوا د «قصاص» په تور محکوم شوی و.

د دغه بندي د اعدام خبر د ایراني رسنیو او یا حکومتي سرچینو له لوري د دغه خبر تر لیکلو پورې نه دی خپور شوی.

د هغو بندیانو اعدامول چې د «مخدره توکو د قاچاقو او قصدي وژنو» په تورونو اعدام شوي، له تېرو څلورو کلونو راهیسې په پرله پسې توګه او هر کال زیات شوي دي. د ۲۰۲۲ پرتله، چې ۲۵۶ کسان د «مخدره توکو قاچاق» په تور اعدام شوي، په ۲۰۲۳ کې ۸۴٪ زیاتوالی په کې راغلی او په دې لړ کې ۴۷۱ اعدامونه ثبت شوي.

د ایران د بشري حقونو سازمان ویلي، چې د دغه هیواد حکومت په تېره نومبر میاشت کې د ۱۲ افغانانو په ګډون ۱۴۴ زندانیان په ایران کې اعدام کړي دي. دغه سازمان وايي، په اعدام شویو کې څلور ښځې، یو یهودي-ایرانی وګړی او یو ذهني ناروغ هم شامل و.

د ایران د بشري حقونو سازمان ویلي چې ایران یوازې په اکتوبر میاشت کې د ۱۳ افغانانو په ګډون لږ تر لږه ۱۶۶ کسان اعدام کړي.

پر بشري حقونو د څار سازمان هم په ایران کې د اعدام سزا پر ډیروالي اندېښنه ښودلې او د دغې سزا د لغوه کېدو غوښتنه یې کړې.

طالبانو په یوې بولۍ کې د اتو میلیونو افغانیو په ارزښت د نورستان بېروج پلورلي

۱۰ مرغومی ۱۴۰۳ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۸:۲۳ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د باختر اژانس د راپور له مخې د نورستان ولایت په برګمټال ولسوالۍ کې ځايي طالب چارواکو د لومړي ځل لپاره په یوې بولۍ کې د اتو میلیونو افغانیو په ارزښت د نورستان د بېروج قیمتي ډبرې پلورلې دي.

د باختر اژانس د راپور له مخې دغه بېروج د طالبانو له لوري د یوې جوړې شوې کمېټې تر څار لاندې پلورل شوي دي.

خو پر طالبانو نیوکې کیږي چې د افغانستان کانونه او قیمتي ډبرې په نا مسلکي ډول سپړي او له پلور وروسته یې عواید شخصي جیبونو ته اچوي.

له هېواده بهر د افغانستان بېروج په ځانګړي ډول د کونړ او نورستان هغه په بازارونو کې په خورا لوړو بیو پلورل کېږي او د نړۍوالو مینه والو پام یې ځانته اړولی دی.

نورستان د افغانستان یو له هغو ولایتونو ګڼل کېږي چې د قیمتي ډبرو پراخ کانونه لري؛ خو په ناقانونه او نامسلکي ډول یې کیندل کېږي او پلورل کیږي.

ځايي اوسیدونکو په وار وار نیوکې کړي دي چې د طالبانو ځینو کړیو په خپلسري توګه د ټول هېواد سربېره په نورستان کې هم د قیمتي ډبرو پسې ناقانونه کیندنې کوي.

د بیروج ډبرې د ځانګړي شین او نیلي رنګونو له امله ډېرې ارزښتناکې او ښکلې ګڼل کېږي.

یونېسف: نږدې پنځه لکه کوچنیانو ته مو د خوارځواکۍ د مخنیوي ځانګړي خواړه وېشلي

۱۰ مرغومی ۱۴۰۳ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۷:۴۴ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق نن دوشنبه د (مرغومي ۷مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې روان کال یې په ټول افغانستان کې د خوارځواکۍ پر وړاندې ځانګړې هڅې کړې دي. دغه سازمان وايي، روان کال یې څلور لکه او ۷۵ زره ماشومانو ته مغذي خواړه وېشلي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې یونیسف د ۳۳۰۰ خدماتي مرکزونو له لارې د افغانستان په ګوډ ګوډ کې کوچنیانو ته ویټامین لرونکي خواړه او پروټین ورکړي،‌ څو له خوارځواکۍ وژغورل شي.

خوارځواکي په افغانستان کې جدي ننګونه بلل کېږي چې له پنځه کلونو ټیټ عمر لرونکي کوچنیان ترې اغېزمن کیږي او ځوریږي.

روغتیا پوهان په دې باور دي چې دغې ناروغۍ په افغانستان کې د فقر، جګړو، ناورینونو، اقتصادي‌ او طبیعي ستونزو له کبله شدت موندلی دی.

د رسمي شمېرو له مخې په افغانستان کې نږدې یو میلیون ماشومان د خوارځواکۍ په ناروغۍ اخته دي‌ چې لوی لامل یې فقر او مناسبو خوړو ته د میندو او ماشومانو نه لاسرسی بلل کېږي.

د طالبانو د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر له ترکیې غوښتي چې په علمي‌ برخه کې همکاري ورسره وکړي

۱۰ مرغومی ۱۴۰۳ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۷:۰۳ GMT+۰

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت نن دوشنبه د مرغومي ۷مه نېټه په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د دغې ډلې د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم کابل کې د ترکیې له سفیر سره ناسته کې په پوهنتوني او علمي برخو کې له ترکیې د همکاریو غوښتنه کړې.

په خبرپاڼه کې راغلي د طالبانو د لوړو زده‌کړو سرپرست ندا محمد ندیم د لېسانس او نورو لوړو زده‌کړو په برخه کې د ترکیې له سفیر جنګ اونال څخه غوښتي‌ چې لازمې مرستې ورسره وکړي.

که څه هم کابل د ترکیې سفارت خپله په رسمي ډول څه نه دي ویلي، خو خبرپاڼه زیاتوي چې جنګ اونال د طالبانو د لوړه زده‌کړو وزیر ته د همکارۍ ډاډ ورکړی او د پوهننتونونو د ودې په برخه کې یې ورسره ځانګړې ژمنې کړې دي.

خبرپاڼه کاږي، چې د ترکیې سفیر د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت یوه پلاوي ته بلنه ورکړې څو ترکیې ته سفر وکړي او هلته د دغه هېواد د ودانیزې انجنیرۍ او کرنې تر څنګ د طب له پوهنځیو څخه لیدنې وکړي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت له دې تازه لیدنې هېڅ ډول انځور نه دی خپور کړی ؛خو تر دې وړاندې یې د ترکیې له سفیر سره د ندا محمد ندیم د ناستو انځورنه خپرول.

ندا محمد ندیم داسې مهال دا ناستې کوي‌ چې دیني زده‌کړې تر عصري زده‌کړو مهمې ګڼي او په وار وار یې خپلو ویناوو کې پوهنتوني چاپیریالونه د مدرسو پر وړاندې ننګولي دي.