• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په یوې بولۍ کې د اتو میلیونو افغانیو په ارزښت د نورستان بېروج پلورلي

۱۰ مرغومی ۱۴۰۳ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۸:۲۳ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د باختر اژانس د راپور له مخې د نورستان ولایت په برګمټال ولسوالۍ کې ځايي طالب چارواکو د لومړي ځل لپاره په یوې بولۍ کې د اتو میلیونو افغانیو په ارزښت د نورستان د بېروج قیمتي ډبرې پلورلې دي.

د باختر اژانس د راپور له مخې دغه بېروج د طالبانو له لوري د یوې جوړې شوې کمېټې تر څار لاندې پلورل شوي دي.

خو پر طالبانو نیوکې کیږي چې د افغانستان کانونه او قیمتي ډبرې په نا مسلکي ډول سپړي او له پلور وروسته یې عواید شخصي جیبونو ته اچوي.

له هېواده بهر د افغانستان بېروج په ځانګړي ډول د کونړ او نورستان هغه په بازارونو کې په خورا لوړو بیو پلورل کېږي او د نړۍوالو مینه والو پام یې ځانته اړولی دی.

نورستان د افغانستان یو له هغو ولایتونو ګڼل کېږي چې د قیمتي ډبرو پراخ کانونه لري؛ خو په ناقانونه او نامسلکي ډول یې کیندل کېږي او پلورل کیږي.

ځايي اوسیدونکو په وار وار نیوکې کړي دي چې د طالبانو ځینو کړیو په خپلسري توګه د ټول هېواد سربېره په نورستان کې هم د قیمتي ډبرو پسې ناقانونه کیندنې کوي.

د بیروج ډبرې د ځانګړي شین او نیلي رنګونو له امله ډېرې ارزښتناکې او ښکلې ګڼل کېږي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

یونېسف: نږدې پنځه لکه کوچنیانو ته مو د خوارځواکۍ د مخنیوي ځانګړي خواړه وېشلي

۱۰ مرغومی ۱۴۰۳ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۷:۴۴ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق نن دوشنبه د (مرغومي ۷مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې روان کال یې په ټول افغانستان کې د خوارځواکۍ پر وړاندې ځانګړې هڅې کړې دي. دغه سازمان وايي، روان کال یې څلور لکه او ۷۵ زره ماشومانو ته مغذي خواړه وېشلي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې یونیسف د ۳۳۰۰ خدماتي مرکزونو له لارې د افغانستان په ګوډ ګوډ کې کوچنیانو ته ویټامین لرونکي خواړه او پروټین ورکړي،‌ څو له خوارځواکۍ وژغورل شي.

خوارځواکي په افغانستان کې جدي ننګونه بلل کېږي چې له پنځه کلونو ټیټ عمر لرونکي کوچنیان ترې اغېزمن کیږي او ځوریږي.

روغتیا پوهان په دې باور دي چې دغې ناروغۍ په افغانستان کې د فقر، جګړو، ناورینونو، اقتصادي‌ او طبیعي ستونزو له کبله شدت موندلی دی.

د رسمي شمېرو له مخې په افغانستان کې نږدې یو میلیون ماشومان د خوارځواکۍ په ناروغۍ اخته دي‌ چې لوی لامل یې فقر او مناسبو خوړو ته د میندو او ماشومانو نه لاسرسی بلل کېږي.

د طالبانو د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر له ترکیې غوښتي چې په علمي‌ برخه کې همکاري ورسره وکړي

۱۰ مرغومی ۱۴۰۳ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۷:۰۳ GMT+۰

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت نن دوشنبه د مرغومي ۷مه نېټه په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د دغې ډلې د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم کابل کې د ترکیې له سفیر سره ناسته کې په پوهنتوني او علمي برخو کې له ترکیې د همکاریو غوښتنه کړې.

په خبرپاڼه کې راغلي د طالبانو د لوړو زده‌کړو سرپرست ندا محمد ندیم د لېسانس او نورو لوړو زده‌کړو په برخه کې د ترکیې له سفیر جنګ اونال څخه غوښتي‌ چې لازمې مرستې ورسره وکړي.

که څه هم کابل د ترکیې سفارت خپله په رسمي ډول څه نه دي ویلي، خو خبرپاڼه زیاتوي چې جنګ اونال د طالبانو د لوړه زده‌کړو وزیر ته د همکارۍ ډاډ ورکړی او د پوهننتونونو د ودې په برخه کې یې ورسره ځانګړې ژمنې کړې دي.

خبرپاڼه کاږي، چې د ترکیې سفیر د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت یوه پلاوي ته بلنه ورکړې څو ترکیې ته سفر وکړي او هلته د دغه هېواد د ودانیزې انجنیرۍ او کرنې تر څنګ د طب له پوهنځیو څخه لیدنې وکړي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت له دې تازه لیدنې هېڅ ډول انځور نه دی خپور کړی ؛خو تر دې وړاندې یې د ترکیې له سفیر سره د ندا محمد ندیم د ناستو انځورنه خپرول.

ندا محمد ندیم داسې مهال دا ناستې کوي‌ چې دیني زده‌کړې تر عصري زده‌کړو مهمې ګڼي او په وار وار یې خپلو ویناوو کې پوهنتوني چاپیریالونه د مدرسو پر وړاندې ننګولي دي.

د ایران په چابهار کې ۲۰ سوداګریز مرکزونه «بې اسنادو وګړو» ته د دندې ورکولو له امله تړل شوي

۱۰ مرغومی ۱۴۰۳ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۶:۱۴ GMT+۰

د چابهار امنیه قوماندان ویلي، چې شل سوداګریز مرکزونه «بې اسنادو وګړو» ته د دندې ورکولو له امله تړل شوي. احمدثمره حسیني وویل، «نهه تنه بې اسنادو وګړي چې په دغو کاروبارونو کې په دندو بوخت وو، د دوسیې تر ثبتولو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي.»

ایراني چارواکي معمولا افغان کډوالو ته د «بې اسنادو وګړو» اصطلاح کاروي.

احمدثمره حسینی ایرنا خبری اژانس ته وویل: «د سوداګریزو اتحادیو د محصولاتو او خدمتونو د وړاندې کولو د کنټرولولو لپاره د چابهار د سیمه ییزو پولیسو افسرانو د قضایه قوې له استازی سره په دغه ښار کې له فعالو تجارتی اتحادیو څخه کتنه وکړه.»

د هغه د څرګندونو له مخې، د دغه سفر په ترڅ کې شل سوداګريز مرکزونه چې د استوګنې له اسنادو پرته يې بهرني کډوال په کار ګومارلي و، د عدلي او قضايي پلاوي په شتون کې وتړل شول.

د ایران حکومت د چارواکو په وینا، په پام کې ده چې د روان کال تر پایه دوه میلیونه افغان کډوال له ایرانه وویستل شي.

د خوړو او کرنې نړۍوال سازمان: د چرګانو صنعت د افغان ښځو په اقتصادي پیاوړتیا کې مرسته کړې

۱۰ مرغومی ۱۴۰۳ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۵:۴۲ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د چرګانو ساتنې پروګرام د افغان کورنیو د ژوند ښه کولو او د مېرمنو د لاسنیوي لپاره ګټور ثابت شوی. دغه سازمان وايي، د چرګانو صنعت د افغان ښځو په اقتصادي پیاوړتیا کې مرسته کړې ده.

دغه سازمان په ۲۰۲۴ کال کې له ۱۸ زره او ۸۳۶ کورنیو سره مرسته کړې او هغوی ته یې چرګې، د چرګانو خوراک، درمل او اړین روزنیز پروګرامونه برابر کړي دي.

د یاد سازمان د معلوماتو له مخې په دې پروګرام کې له ۵۵۷ زرو زیات چرګان واکسین شوي، چې له دې سره نه یوازې د کورنیو خوراکي اړتیاوې پوره شوې، بلکې مېرمنو ته یې د ګټې وټې د لاسته راوړلو یوه لاره هم برابره کړې ده.

د خوړو او کرنې اداره زیاتوي له دې پروګرام یې موخه دا ده چې اړمنو کورنیو ته خواړه چمتو کړي او مېرمنې له اقتصادي اړخه پیاوړي کړي، څو خپلې ستونزې په خپله هوارې کړي.

د افغانستان په کلیوالي سیمو کې مېرمنې د خپلو کورونو دننه د چرګانو د ساتنې کوچني فارمونه لري چې د هګیو څخه یې هم د خپلو کورنیو مالي ملاتړ کوي.

که څه هم په افغانستان کې د چرګانو او هګیو د تولید صنعت خورا وده کړې، خو د کورنیو چرګانو او هګیو ته د هېواد دننه ځانګړی ارزښت ورکول کېږي.

کابل ښاروالۍ: که ګاونډیان د کورونو یا ودانیو له کړکیو درګوري عریضې پرې وکړئ

۱۰ مرغومی ۱۴۰۳ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۴:۳۳ GMT+۰

د ملا هبت‌الله د تازه هغه فرمان له مخې چې په کورونو او ودانیو کې یې پر پرانېستو کړکیو بندیز لګولی د طالبانو د کابل ښاروالۍ له خلکو غوښتي چې که څوک داسې کومه ستونزه ولري؛ نو دغې ادارې ته دې رسمي عریضې وکړي.

د طالبانو د کابل ښاروالۍ ویاند نعمت الله بارکزی وايي، په پلازمېنه کې یې د طالبانو د مشر د دغه فرمان د پلي کولو لپاره عملي اقدامات پیل کړي او د شکایتونو اړوند د ښاریانو عریضو ته سترګې په لار دي.

نوموړی زیاتوي چې د طالبانو تر واکمنېدو مخکې چې کومې ودانۍ یا کورونه جوړ شوي؛ نو دغه فرمان به په پرېکنده توګه پرې عملي شي.

په تېرو شلو کلونو کې په کابل کې دنګې سوداګریزې او استوګنیزې ودانۍ جوړې شوې چې د طالبانو د مشر دغه فرمان له امله به یې مالکان ښایي له ګڼو ستونزو سره مخ شي.

که څه هم افغانستان کې خلک د ودانیو جوړولو پر مهال د کولتور‌ي جوړښتونو له امله د کورونو او ودانیو جوړولو پر مهال د ګاونډیانو پردې ته ځانګړې پاملرنه کوي؛ خو باورونه دا دي چې د ملا هبت‌الله دغه فرمان به په لوی لاس په ښاري سیمو کې د اوسیدونکو ترمنځ لانجو او شخړو ته لاره هواره کړي.

د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې پخوا هم وخت ناوخت د کورونو د پرانېستو کړکیو له امله د اوسیدونکو ترمنځ ناندرۍ راپورته شوې دي.

په ځینو ولایتونو کې ان د کړکیو په پرېښدولو سره د دوو کورنیو تر منځ شخړې هم شوې چې د اوږدې بدۍ لامل شوې دي.