محسن داوړ: پښتونخوا د پاکستان د ناسمو تګلارو او سیاستونو له کبله په اور کې سوځي

د ملي جمهوري غورځنګ مشر او د پاکستان د پارلمان پخواني غړي محسن داوړ په خپله تازه خبرپاڼه کې ویلي، چې په خېبر پښتونخوا کې روان تاوتریخوالی د پاکستان د ناسمو تګلارو او سیاستونو پایله ده.





