• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بښنې نړیوال سازمان وايي ۲۰۲۴ د بشري حقونو لپاره ستونزمن کال و

۱۴ مرغومی ۱۴۰۳ - ۳ جنوری ۲۰۲۵، ۱۰:۳۶ GMT+۰

د بښنې نړیوال سازمان وايي، ۲۰۲۴ د بشري حقونو لپاره ځکه یو ستونزمن کال و، چې ډېری زورواکي وتوانېدل داسې خبرو ته وده ورکړي چې اساسي حقونه او عدالت ګواښي. دغه سازمان ویلي، په دې کال کې په ټوله نړۍ کې میلیونونه خلک له نابرابرۍ، جګړې او نسل وژنې سره مخ شول.

د بښنې نړیوال سازمان په یوه اعلامیه کې لیکلي، چې ۲۰۲۴ کال د بشري حقونو د مدافعینو لپاره یو ستونزمن او له ننګونو ډک کال و.

د دغه سازمان په وینا په همدې کال کې ډېرو حکومتونو د بشري حقونو د مدافعینو د خوندیتوب لپاره کافي کار نه دی کړی.

د بښنې نړیوال سازمان د افغان ښځو د حقونو فعاله جولیا پارسي او د اکوادور د بشري حقونو فعاله لیونلا مونکایو د هغو مدافعینو په توګه يادي کړي، چې په ۲۰۲۴ کال کې یې د عدالت لپاره په مبارزې کې خپل ژوند او امنیت په خطر کې اچولی و.

د بښنې نړیوال سازمان ویلي، چې د ښځو د حقونو فعاله جولیا پارسي له نیول کیدو، شکنجه کیدو او جلاوطنۍ وروسته هم د جنسیتي تبعیض پر وړاندې مبارزې ته دوام ورکړی دی.

د بښنې نړیوال سازمان ټینګار کړی، چې د بشري حقونو د دغو فعالینو کار نه یوازې د بشري حقونو د رعایت د تضمین لپاره، بلکې د دوامدار، عادلانه او ټول شموله پرمختګ لپاره هم اړین ګڼل کیږي.

دغه نړیوال سازمان مني، چې په وروستیو کلونو کې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د بشري حقونو شاتګ او د بشري حقونو پر مدافعینو بریدونه زیات شوي دي.

د بښنې نړیوال سازمان په وینا، د عدالت او بشري حقونو موافقه شوي اصول په همدې کال کې تر بل هر وخت زیات تر پوښتنې لاندې راغلي دي.

د بښنې نړیوال سازمان هم د نړۍ پر حکومتونو غږ کړی، چې په ۲۰۲۵ کال کې خپلې ژمنې پوره کړي او د بې عدالتۍ په وړاندې مبارزه او د هغوی لپاره د خوندي چاپېریال په رامنځته کولو کې د بشري حقونو د مدافعینو کلیدي رول له پامه ونه غورځوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د وطن پر ځای د الله دفاع کول؛ د سوریې د ښوونځیو د نصاب بدلون اندېښنې راپارولې دي

۱۴ مرغومی ۱۴۰۳ - ۳ جنوری ۲۰۲۵، ۰۱:۱۷ GMT+۰

د سوریې د نویو واکمنانو هغه اقدام چې د ښوونځيو نصاب زیات اسلامي کړي، اندېښنې راپارولي، په نوي نصاب کې د بدلونونو د یوې برخې په توګه "د ملت دفاع" کلمې پر ځای "د الله دفاع" کلمه کارول شوې او د تکامل او تخلیق نظریه له نصاب څخه لرې شوې ده.

د اسلامي تحرير الشام ډلې د مشر احمد الشورا په مشرۍ د انتقالي حکومت د چارواکو له خوا د دغو بدلونونو عملي کېدل، په سوريه کې د نورو توکميزو او مذهبي ډلو د استازو په نه شتون کې د دې هېواد د راتلونکي په اړه اندېښنې راپورته کړې دي.

د انتقالي حکومت د پوهنې وزیر نذیر قادري پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې نوی نصاب د ټولو عمر لرونکو کسانو لپاره دی.

د دې بدلونونو پر بنسټ، نوی نصاب به نور اسلامي اړخونه په پام کې ونیسي او په ورته وخت کې به په ټولو مضامینو کې د اسد دورې ته کومه اشاره شوې وي لرې کړي.

په نوي نصاب کې یو له مهمو بدلونونو څخه "د وطن دفاع" د موضوع ځای "د الله دفاع" ده.

ښاغلي قادري په یوه بیان کې دغه بدلونونه بې بنسټه وبلل او ویې ویل، چې د ښوونځیو په نصاب کې اساسي بدلون نه دی راغلی. هغه وویل، دا به تر هغه پورې پاتې وي چې د بیاکتنې لپاره یې ځانګړي کمېټې جوړې شوې نه وي.

د یکشنبې په ورځ د ښوونځيړ د نوي دورې له پیل دمخه د لاریونونو خبرداری هم شوی دی.

مدني فعالان غواړي د انتقالي حکومت له هر هغه اقدام سره چې د سوریې د ټولنې د ټولو سکتورونو له ګډون پرته د پوهنې په سیستم یا کوم بل دولتي بنسټ کې بدلون راولي، خپل مخالفت څرګند کړي.

هسپانیا ته ۲۰۲۴ کې شاو خوا ۶۴ زره پناه غوښتونکي تللي چې له دې سره یې نوی ریکارډ جوړ کړ

۱۴ مرغومی ۱۴۰۳ - ۳ جنوری ۲۰۲۵، ۰۰:۴۶ GMT+۰

د هسپانیا د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، هسپانیا ته په ۲۰۲۴ کال کې د پنا غوښتونکو د راتګ نوې ریکارډ جوړ شوی. په ۲۰۲۴ کال کې ۶۳ زره او ۹۷۰ پناه غوښتونکي د ځمکې او سمندر له لارې په نامنظمه توګه دغه هېواد ته ننوتي دي.

نږدې ۶۴۰۰۰ پناه غوښتونکي په نا منظم ډول د هسپانیا له پولو څخه تیر شوي چې د ۲۰۲۳ په پرتله ۱۲.۵ سلنه ډېروالی ښیي.

دا دویم پرله پسې کال دی چې هسپانیا ته د پنا غوښتونکو د رسېدو ریکارډ جوړیږي. په ۲۰۲۳ کې، دغه شمېره نږدې ۵۵،۷۱۸ وه خو په ۲۰۲۲ کې ثبت شوی شمېر نږدې دوه چنده وو.

د مالوماتو له مخې په ۲۰۲۴ کال کې د ناقانونه پنا غوښتونکو راتګ لوی اکثریت ۴۶،۸۴۳ د سمندر له لارې، له شمال لویدیز افریقا څخه د هسپانیا کانري ټاپوګانو ته سفر کړی.

د ډسمبر په میاشت کې د نادولتي موسسې کیمینانډو فرونټراس له خوا خپور شوي راپور له مخې، په ۲۰۲۴ کې هسپانیا ته د پنا غوښتونکو د رسیدو په هڅه کې هره ورځ په اوسط ډول ۳۰ تنه مړه شوي، چې نږدې ۱۰۰۰۰ کسان د کانري ټاپوګانو ته د رسیدو په هڅه کې مړه شوي.

ایټالیا په تهران کې د نیول شوې خبریالې د خوشې کولو لپاره د ایران سفیر احضار کړ

۱۳ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲ جنوری ۲۰۲۵، ۲۳:۱۶ GMT+۰

د ایټالیا د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ (د مرغومي ۱۳مه) د ایران سفیر احضار کړ او په تهران کې یې د یوې ایټالیوې خبریالې د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه وکړه.

۲۹ کلنه سیسیلیا سالا، د فوګلیو ۲ ورځپاڼي لپاره ازاده ژورنالیسته ده، نوموړې اوس مهال د ایران په ایوین زندان کې بندي ده، په دغه زندان کې د ۲۰۲۳ کال د نوبل سولې جایزې ګټونکې نرګس محمدي هم ساتل کیږي.

سالا چې په ایران کې د خبریالې په ټوګه ویزه اخیستې وه او دغه هېواد کې اوسېده، د ډسمبر په ۱۹مه د اسلامي شریعت څخه د سرغړونې په تور ونیول شوه.

د بهرنیو چارو وزارت وویل، چې په روم کې د ایران له سفیر محمد رضا صبوري سره د کتنې په ترڅ کې یې د سالا لپاره د "باعزته توقیف شرایط چې بشري حقونو ته درناوی لري" د ترلاسه کولو غوښتنه کړې.

د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر، انتونیو تاجاني وویل، چې حکومت "د دې خورا پیچلې ستونزې د حل لپاره په ډېر احتیاط سره کار کوي.»

سالا په انسټاګرام کې نږدې نیم میلیون څارونکي لري او د ایټالیا خبرو اترو پروګرام کې منظمه میلمنه وي. نوموړې د نورو موضوعاتو تر څنګ د کابل سقوط او په افغانستان کې د طالبانو بیرته راتګ، د وینزویلا کړکیچ، د اوکراین جګړه او د اسراییل او حماس ترمنځ جګړه تر پوښښ لاندې نیولې وه او دوامداره یې پرې کار کړی.

د نیویارک پولیس وایي چې په دغه ښار کې د ۶ ښځو په ګډون لس کسان د ډزو له امله ټپيان شوي

۱۳ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲ جنوری ۲۰۲۵، ۲۱:۲۵ GMT+۰

د نیویارک پولیسو د پنجشنبې په سهار رسنیز کنفرانس کې وویل، چې د نوي کال په ورځ ناوخته د نیویارک ښار په کوینز سیمه کې لس کسان په ډزو پټیان شوي چې په ټپیانو کې ښځې هم شته.

د پولیسو په وینا دغه پېښه د یو شخصي کلب څخه د باندې رامنځته شوې چې له امله یې شپږ مېرمنې او څلور نارینه ټپیان دي او تمه کیږي چې روغتیایي حالت یې ښه وي.

د دوی په وینا، پیښه هغه مهال رامنځته شوه کله چې ۳ یا ۴ نارینو د کلب څخه د باندې د خلکو په لور ډزې وکړې.

پولیسو په دغه پېښه کې د ترهګریز برید احتمال رد کړی دی.

دا پیښه د نوي کال په ورځ، د متحده ایالاتو په نورو سیمو کې د تاوتریخوالي دوه نورو پېښو وروسته رامنځته شوي.

په نیو اورلینز کې، یوه لارۍ په یوه کوڅه کې چې د نوي کال له میلمنو څخه ډکه وه، ۱۵ کسان ووژل، او په لاس ویګاس کې، د ټیسلا ټرک د ټرمپ هوټل د باندې چاودنه وکړه، یو کس پکې ووژل شو او اوه نور ټپیان شول.

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې اسراییل په غزه کې تر ۶۰ ډېر فلسطینیان وژلي

۱۳ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲ جنوری ۲۰۲۵، ۲۰:۳۴ GMT+۰

په غزه کې روغتیایي سرچینې وایي، اسراییلي پوځ د غزې په سویل کې د المواسي په نوم "بشري سیمه" بمبار کړې، چې لږترلږه ۱۲ فلسطینیان یې وژلي دي، یادو سرچینو زیاته کړې، چې نور بریدونه هم ترسره شوي چې تر اوسه په کې تر ۶۳ فلسطینیانو د وژنې راپورنه ترلاسه شوي.

بل پلو،اسراییل هم د اوربند د دوام سره سره د لبنان په سویل کې د حزب الله پر مرکزونو د برید ادعا کړې ده.

لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو یوه پلاوي ته اجازه ورکړې، چې د غزې په تړانګه کې د اوربند د خبرو لپاره د قطر پلازمېنې دوحې ته سفر وکړي.

د غزې په تړانګه کې د اسراییل په جګړه کې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اوومې راهیسې لږ تر لږه ۴۵ زره او ۵۸۱ فلسطینیان وژل شوي او ۱۰۸ زره او ۴۳۸ نور ټپیان شوي دي.

همدا ډول د حماس تر مشرۍ لاندې په همدې موده کې په اسراییل کې لږ تر لږه ۱۱۳۹ کسان وژل شوي او تر ۲۰۰ زیات یرغمل شوي دي.