له ټل ولسوالۍ څخه به د ۸۰ موټرو کاروان نن پاړه چنار ته ورسیږي

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې په کورمه کې د جرګې له لوري د جوړو شویو امن کمېټو په ضمانت به د ٨٠ موټرو لومړی کاروان نن له ټل څخه پاړه چنار ته ورسیږي. ویل کیږي، چې د موټرو په دغه کاروان کې به خوارکي توکي، درمل او سون توکي بار وي.