په تونس کې د کډوالو د دوو کښتیو د ډوبیدو له امله ۲۷ کسان مړه شوي

د افريقايي هېوادونو د كډوالو دوه بېړۍ د تونس په سیفکس ښار كې ډوبه شوې چې په نتيجه كې يې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۴کسان مړه شوي او ۸۳کسان ژغورل شوي دي.

د افريقايي هېوادونو د كډوالو دوه بېړۍ د تونس په سیفکس ښار كې ډوبه شوې چې په نتيجه كې يې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۴کسان مړه شوي او ۸۳کسان ژغورل شوي دي.
د تونس ساحلي ساتونکو چارواکو ویلي، چې ۱۵ ټپیان د طبي مرستو لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي، په داسې حال کې چې وژل شوي او ژغورل شوي نور کسان د ساحلي ساتونکو چارواکو ته سپارل شوي دي.
چې ډېری وخت د هغو کډوالو په کښتيو کې پېښې رامنځته کېږي، چې په ناقانونه توګه اروپا ته د رسېدو هڅه کوي. تېره مياشت د تونس ساحلي ساتونکو چارواکو په دوو جلا پېښو کې د ۳۰کډوالو مړي موندلي وو.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍاو د کډوالو لپاره د نړۍوال سازمانپه وینا، د مدیترانې په دې برخه کې د کډوالو او پناه غوښتونکو د مړینې او لادرکۍ پېښې زیاتې شوې دي.


د متحده ایالاتو په کالیفرنیا ایالت کې یوې وړې الوتکې له یوې سوداګریزې ودانۍ سره ټکر کړی، چې له امله یې دوه کسان وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان دي. د راپورونو له مخې، پېښه د لاس انجلس په ۲۵ کیلومترۍ کې د فلرټن ښاروالۍ هوايي ډګر ته څېرمه شوې ده.
د پولیسو په وینا تر اوسه معلومه نه ده چې وژل شوي کسان په الوتکه کې موجود وو او که په هغې ودانۍ کې وو چې الوتکه پرې غورځېدلې.
د فدرالي هوايي چلند ادارې په وینا، لوېدلې الوتکه (وینز ار وي ۱۰) ماډل وه، چې څلور څوکۍ یې درلودې.
د دغې الوتکۍ د غورځېدو د لامل په اړه یې پلټنې روانې دي.
د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې د الوتکو د غورځېدو په شمېر کې زياتوالى راغلى او په تېرو څو ورځو کې په اذربايجان او سویلي کوريا کې د مسافر وړونکو الوتکو د غورځېدو پېښه کې تر ٢٠٠ ډېر کسان وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو سازمان په غزه کې د یخنۍ له امله د ماشومانو په مړینه خواشیني ښودلې ده او ویلي یې دي، چې د اټکل له مخې اوس هم ۹۴۵ زره کسان د ژمي له سختو حالاتو څخه د سرپناه لپاره مرستې ته اړتیا لري.
د هایپوترمیا له امله د ماشومانو د مړینې په اړه، د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې وویل، چې دا د ژمي د بارانونو ویجاړونکي اغیزو او په بې ځایه شویو فلسطینیانو باندې د یخنۍ له امله ژوره اندیښمنه ده، چې په غزه کې بې ساری بشري ناورین زیاتوي.
د کډوالۍ نړۍوال سازمان (ای او ایم) وویل، سختو اورښتونو لنډ مهاله سرپنا ځایونه ویجار کړي او خلک د سختو شرایطو له امله اړ شوي چې پخوانۍ زړې خرابې شوې خیمې بیاځلي ورغووي.
د ای او ایم مشر ایمي پوپ وویل: «دلته لږترلږه اوه ماشومان د هایپوترمیا له امله مړه شوي، چې دا غمجنې مړینې د غزې خلکو ته د سرپناه او نورو مرستو بیړنۍ اړتیا په ګوته کوي.»
هایپوترمیا یو طبي اضطراري حالت دی، چې بدن تودوخه په ګواښوونکي توګه له لاسه ورکوي، او ممکن دغه حالت ددې لامل شي چې ژوند وګواښي، ددغه ناروغۍ عمده لاملونه سړه هوا او سړې اوبه په ګوته شوي.

د فرانسې په پلازمینه پاریس کې درې پولیس افسران له دې امله محاکمه کیږي، چې د یو تورن کس د غیرې ارادي وژنې لامل شوي دي. د دغو پولیس افسرانو له یوه سړي سره ناسم چلند ددې لامل شوی چې هغه په روغتون کې مړ شي.
۴۲ کلن سیډیک چوویات په ۲۰۲۰ کال کې د پولیسو له خوا د نیول کیدو پر مهال په ځمکه ولوېد، بې هوښه شو او وروسته بیا په روغتون کې ومړ.
سیډیک چوویات د نیول کېدو پر مهال څو ځله پولیسو ته د خپل بد حالت په اړه ویلي و، چې غواړي ساه واخلي.
د دغې قضیې دوه پولیس افسرانو د استناف غوښتنه کړې.
څېړنو موندلې، چې افسرانو د چوویات د نیولو پرمهال «غفلت، نامناسب او ناسم چلند» کړی.
دا پېښه د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په ۳مه رامنځته شوه او چوویات د جنورۍ په ۵مه په روغتون کې مړ شو.
شپږ میاشتې وروسته، د یوې څیړنې جزییاتو وښودله چې هغه د هوش له لاسه ورکولو دمخه په ۱۳ ثانیو کې نهه ځله وویل «زه ساه اخستل غواړم.»
په فرانسه کې د پولیسو له له خوا د تاوتریخوالي پېښې ډېرې شوي دي. په ورستیو کلونو کې د پولیسو ناسم چلند په دغه هېواد کې د سختو لاریونونو لامل شوی، چې په دغه لاریونو کې ځاني او مالي تلفات هم اوښتي.

د جرمني په کولن ښار کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو او مختلفو اروپايي هېوادونو کې پښتنو فعالانو، د بشري حقونو استازو او یو شمېر مبارزو بلوڅانو نن یوه غونډه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په نوښت تېر اکټوبر کې په پښتونخوا کې د جوړي شوې قومې جرګې د پرېکړو د ملاتړ او عملي کېدو غوښتنه وکړه.
په جرمني کې د پښتون ژغورنې غورځنګ څانګې د جمعې په ورځ د پښتونخوا د اکتوبر ۱۱ مې جوړي شوي قومي جرګې د پرېکړو په ملاتړ او عملي کولو په موخه يې په کولن ښار کې يوه پراخه غونډه جوړه کړې وه.
په دې غونډه کې پر جرمني سربېره د مختلفو اروپايي هېوادونو د پښتنو استازو هم ګډون درلود او د لر او بر ولسونو د ستونزو او ننګونو د حل په موخه یې بحثونه وکړل.
د غونډې يوه ویناوال وايي، چې غورځنګ په لر او بر کې د روانې غميزيېد حل صلاحیت خلکو ته ورکړی او په ګډه یې د ولسونو سره د ستونزو په حل کار کوي.
دوی په خيبر کې د اوکتوبر ۱۱ قومي جرګه بریالۍ وبلله او د پرېکړو د ملاتړ تر څنګ يې پر عملي کولو ټينګار وکړ.
د پښتون ژغورنې غورځنګ د استازو په وينا، د همدې غونډې پرېکړه لیک یې د اروپا بیلابيلو ارګانونو اوسازمانونو ته هم ولېږه.
په خيبرپښتونخوا کې د اکتوبر ۱۱مې د قومي جرګې په وروستي پرېکړه لیک کې د پاکستان پوځ او پاکستاني طالبانو ته وخت ورکړل شوی و، چې تر دوو میاشتو پورې دې د دوی له خاورې ووځي.
د جرګې په پرېکړو کې پر ډیورند کرښه له پاسپورټ او ویزې پرته د ازاد تګ راتګ او سوداګرۍ غوښتنه شوې.
جرګې خبرداری ورکړی و، که دغه پرېکړه عملي نه شوه، پر ډیورند کرښه به د ګمرک او نورو ادارو مخته پرلت کوي او هغه به بندوي.
جرګې د نورو مسئلو ترڅنګ د ورکو شویو او وژل شویو پښتنو لپاره په پاکستان کې دننه او په نړیوالو ستېجونو د عدالت د پیل غوښتنه کړې وه.

د بښنې نړیوال سازمان وايي، ۲۰۲۴ د بشري حقونو لپاره ځکه یو ستونزمن کال و، چې ډېری زورواکي وتوانېدل داسې خبرو ته وده ورکړي چې اساسي حقونه او عدالت ګواښي. دغه سازمان ویلي، په دې کال کې په ټوله نړۍ کې میلیونونه خلک له نابرابرۍ، جګړې او نسل وژنې سره مخ شول.
د بښنې نړیوال سازمان په یوه اعلامیه کې لیکلي، چې ۲۰۲۴ کال د بشري حقونو د مدافعینو لپاره یو ستونزمن او له ننګونو ډک کال و.
د دغه سازمان په وینا په همدې کال کې ډېرو حکومتونو د بشري حقونو د مدافعینو د خوندیتوب لپاره کافي کار نه دی کړی.
د بښنې نړیوال سازمان د افغان ښځو د حقونو فعاله جولیا پارسي او د اکوادور د بشري حقونو فعاله لیونلا مونکایو د هغو مدافعینو په توګه يادي کړي، چې په ۲۰۲۴ کال کې یې د عدالت لپاره په مبارزې کې خپل ژوند او امنیت په خطر کې اچولی و.
د بښنې نړیوال سازمان ویلي، چې د ښځو د حقونو فعاله جولیا پارسي له نیول کیدو، شکنجه کیدو او جلاوطنۍ وروسته هم د جنسیتي تبعیض پر وړاندې مبارزې ته دوام ورکړی دی.
د بښنې نړیوال سازمان ټینګار کړی، چې د بشري حقونو د دغو فعالینو کار نه یوازې د بشري حقونو د رعایت د تضمین لپاره، بلکې د دوامدار، عادلانه او ټول شموله پرمختګ لپاره هم اړین ګڼل کیږي.
دغه نړیوال سازمان مني، چې په وروستیو کلونو کې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د بشري حقونو شاتګ او د بشري حقونو پر مدافعینو بریدونه زیات شوي دي.
د بښنې نړیوال سازمان په وینا، د عدالت او بشري حقونو موافقه شوي اصول په همدې کال کې تر بل هر وخت زیات تر پوښتنې لاندې راغلي دي.
د بښنې نړیوال سازمان هم د نړۍ پر حکومتونو غږ کړی، چې په ۲۰۲۵ کال کې خپلې ژمنې پوره کړي او د بې عدالتۍ په وړاندې مبارزه او د هغوی لپاره د خوندي چاپېریال په رامنځته کولو کې د بشري حقونو د مدافعینو کلیدي رول له پامه ونه غورځوي.