طالبان: د بامیان ولایت د اووه ګونو ولسوالیو تړلې لارې خلاصې شوې دي

د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس د شمبې په ورځ د مرغومي ۱۵مه راپور ورکړی چې د بامیان ولایت د اوو ولسوالیو لارې خلاصې شوې او مساپر پرې تګ راتګ کولای شي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس د شمبې په ورځ د مرغومي ۱۵مه راپور ورکړی چې د بامیان ولایت د اوو ولسوالیو لارې خلاصې شوې او مساپر پرې تګ راتګ کولای شي.
دغه اژانس د بامیانو لپاره د طالبانو د والي ویاند صبور فرزان له قوله ویلي، چې د کابل بامیان او د دغه ولایت له نورو ولسوالیو سره د مرکز لارې پرانېستل شوې او په خبره یې د «حاجیګک» او «شیبر» غاښي هم د تګ راتګ لپاره خلاص شوي دي.
ښاغلي فرزان ویلي د دوی کاري ډلې د لارو د پاکولو په چارو بوختې دي او په دې برخه کې یې د خلکو ستونزې هوارې کړې دي.
تېره ورځ د درنې واورې د ورېدو له امله د بامیان د ټولو ولسوالیو لارې له مرکز سره تړل شوې وې.
که څه هم چې ګڼ خلک د واورې ورېدل د هېواد د ښیرازۍ لپاره ګټور بولي؛ خو هغوی وایي طالبان د دې جوګه نه دي چې تړلې لارې پخپل وخت خلاصې او زیانمنونکو خلکو ته په وخت سره مرستې ورسوي. د دوی په باور له دې امله ګڼ خلک د افغانستان په ډېرو لرو پرتو سیمو کې ډېر زیانونه ګالي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا پخواني ویاند رحمت الله اندړ په یوې تازه مرکه کې ویلي، چې طالبانو ته پاکستاني استخباراتو په خپل هېواد کې پتنځایونه ورکړي وو او وروستي راپورته شوي جنجالونه هم د زرګري جګړو بڼه لري.
دوه اونۍ وړاندې پر پکتیکا د پاکستاني پوځیانو له لوري تر هوایي بریدونو وروسته طالبانو په خوست او پکتیا کې د ډیورنډ پر پوله له پاکستاني سرتېرو سره درنې نښتې وکړې. اوس داسې انګیرل کېږي چې ګني د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې خړې شوي او دواړو لوریو پر یو بل رسنیز لفظي بریدونه هم کړي دي.
ښاغلی اندړ وايي، طالبانو شل کاله د پاکستان له غېږې په افغانستان کې جګړې کولې او هېڅ داسې شواهد نه شته چې ګني د دوی ترمنځ دې ژور اختلافات رامنځته شوي وي.
د ملي امنیت شورا دا پخوانی ویاند زیاتوي «له شلو کلونو وروسته طالبان دومره بدل شوي نه دي چې د پاکستان له ولکې ځان خلاص کړي.»
د هغه په خبره، ټي تي پي یا پاکستاني طالبان لا تر اوسه پورې دغه هېواد ته کوم لوی ګواښ نه دی او پر پکتیکا کې د دوی هوایي بریدونه د ډالري جګړو دوام دی چې هڅه کوي پرې ګټې وټې لاسته راوړي.
د ښاغلي اندړ په وینا؛ تر اوسه داسې نښې نښانې نه شته چې ګني طالبان دې په بشپړه توګه د پاکستان له ولکې وتلي وي او خپلواک چلند دې وکړي. هغه ویلي، دا هم له امکان څخه لرې نه ده چې ترهګرې ډلې دې خپلو ملاتړو ته شاه کړي او ښايي په راتلونکي کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې خړې پړې شي؛ خو لا یې څرګندې نښې نښانې نه لیدل کیږي.
دا څرګندونې داسې مهال مخې ته راغلي چې د پاکستان د استخباراتي ادارې (ای ایس ای) مشر عاصم ملک تاجکستان ته په ځپل سفر کې د هغه هېواد له ولسمشر سره د سیمې په امنیت خبرې کړې وې.
داسې راپورونه هم شته چې ګوندې پاکستان غواړي په تاجکستان کې د طالبانو له مخالفو جبهو سره اړیکي ټینګ کړي او له دې لارې پر طالبانو خپل فشارونه لا زیات کړي.

د پولي واحدونو په وروستۍ نړۍواله درجه بندۍ کې افغانستان خپل مقام ښه کړی دی. د مالي چارو په اړه رېپوټ ورکوونکې ادارې 'بلومبرګ' د راپور له مخې چې تازه یې خپور کړی په کې افغانۍ د نړۍ په درېیو باثباته اسعارو کې راغلی ده.
ددغه ادارې د معلوماتو له مخې، د لبنان لیرا په ۲۰۲۴ کې د نړۍ د نورو هېوادنو د اسعارو په پرتله ارزښت له لاسه ورکړی او د ۸۳ سلنې څخه ډېرې کمې شوي، خو ایراني تومان بیا د نړۍ بې ارزښته اسعار پېژندل شوي.
ایتوپیا، نایجیریا، ارجنټاین، برازیل، روسیه، ګانا، مکسیکو او ترکیه هم د هغو هېوادونو په لېست کې دي چې د خپلو ملي اسعارو په ارزښت کې یې د پام وړ کموالی راغلی دی.
خو پوښتنه داده چې د داسې هېواد چې واکمن حکومت یې تر اوسه نړۍ کې یوه هېواد هم په رسمیت نه پیژني، له نړۍوالو بندیزونو سره مخامخ دی، میلیاردونه ډالر شتمني یې بهر کې کنګل ده او خلک یې له لوږې او بې وزلۍ سره لاس او ګریوان دي، پیسې یې ولې با ثباته دي؟
د دغې پوښتنې په ځواب کې د اقتصادي چارو شنوونکي وایي، چې دا ثبات د داخلي تولیداتو د پروسې د ښه کېدو په پایله کې نه دی رامنځته شوی بلکې د هغو پېسو چې د ملګرو ملتونو د لوږې او د بې وزلۍ د کنټرول لپاره په ترلاسه کېدونکو مرستو [چې په ډالرو دي] او افغاني بانکونو ته راځي رامنځته شوی.

د افغانستان د فوټبال اتلانو لیګ څلورم پړاو سیالیو کې نن د جمعې په ورځ لومړۍ لوبه کې د هرات سرخ پوشان خوافي لوبډلې د کابل جوانان پيروزي لوبډلې ته ۵ پر يو ماتې ورکړه او کندهار عينومېنې او فاریاب خراسان لوبډلې لوبه يو پر يو مساوي کړه.
د افغانستان د فوټبال اتلانو لیګ د لسمې اونۍ د جمعې ورځې په لومړۍ سيالۍ کې د هرات سرخ پوشان خوافي لوبډلې لوبغاړي فرهاد عليزاده پنځه ګولونه وکړل او د کابل جوانان پيروزي لوبغاړي امید سروري یو ګول وکړ.
عليزاده په دې سيالۍ کې د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.
د همدې ورځي په دويمه سيالۍ کې د کندهار عينومېنې او فاریاب خراسان لوبډلو ترمنځ لوبه یو پر يو مساوي پای ته ورسېده.
د فاریاب لوبډلې لپاره حمیدالله بارکزي او د کندهار عينومېنې لوبډلې لپاره بیا خلیل پادشاه ګول وکړ.
په دې سيالۍ کې خلیل پادشاه غوره لوبغاړی وټاکل شوو.
د فاریاب خراسان لوبډله د ۱۲ نمرو په لرلو سره د لوبو جدول په پنځم او د کندهار عينومېنې لوبډلې د دې سيالۍ په مساوي سره ۱۱ نمرې ترلاسه کړې.
د افغانستان د فوټبال د اتلانو لیګ په څلورم پړاو کې ۱۲ لوبډلې د اتلولۍ ګټلو لپاره یو د بل سره لوبیږي.
د افغانستان فوټبال اتلانو لیګ دغه سيالۍ د هرات په کوربتوب شروع دي.

د افغانستان او زمبابوې لوبډلو ترمنځ په دویمه ټېسټ لوبه کې سیالې لوبډلې د افغان اتلانو د ۱۵۷ منډو په ځواب کې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۴۳ منډې جوړې کړې. د همدې منډو په تعقيب افغان لوبډلې بیا ۴۶ منډې جوړي کړې او ۳ لوبغاړي يې سوځېدلي دي.
د افغانستان او زمبابوې لوبډلو ترمنځ په دويمه ټېسټ سیالۍ کې زمبابوې لوبډلې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۴۳ مندې جوړې کړې.
د افغان لوبډلې په توپ اچونه کې راشدخان څلور، یامین احمدزي درې او فريد احمد ملک دوه لوبغاړي وسوځول.
د همدې منډو په تعقيب افغان لوبډلې توپوهنه پيل کړه، چې د ورځي تر پایه يې د دریو لوبغاړو په سوځېدو ۴۶ منډې کړې دي.
په افغان لوبډله کې عبدالمالک، ریاض حسن او لوبډلمشر حشمت الله شهيدي سوځېدلي او رحمت شاه او ضیاء الرحمان د منډو جوړېدو لپاره ملګرتيا کوي.
افغان لوبډله به سبا هم خپلي لوبې ته دوام ورکوي.
دا د روانې لوبلړۍ دویمه ټيسټ سیالي ده، تر دې وړاندې لومړۍ ټیسټ سیالي د پرله پسې ورښتونو له امله بې پایلې پای ته ورسېده.

په پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو فرانس خبري اژانس ته ویلي، چې په دغه هېواد کې د ناامنیو او د اسلام اباد او افغان طالبانو ترمنځ د سیاسي کړکېچ له زیاتېدو سره پر کډوالو فشارونه زیات شوي. کډوال وايي، د سختو بندیزونو، نیولو، وهلو او ټولنیزو فشارونو له امله په کورونو کې بندیان دي.
دغه کډوال وايي، له سختو شرايطو سره مخ شوي، چې ډېرو ته په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ژوند تېرول یادوي.
په وروستیو ورځو کې افغان کډوالو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د اسلام اباد پولیسو لسګونه افغانان نیولي دي.
دوی هغه مهال ونیول شول کله، چې په اسلام اباد کې د استوګنې کارتونو د ترلاسه کولو لپاره د پوليسو څانګې ته ورغلل.
لاریونونه او د نیولو زیاتوالی
په تېر کال کې د پاکستان حکومت شاوخوا ۷۵۰ زره افغانان چې اسناد يې نه درلودل ایستلي دي.
د عمران خان په مشرۍ د تحريک انصاف ګوند له وروستيو لاريونونو وروسته پاکستاني چارواکو ويلي وو، چې په دغو لاريونونو کې افغانانو برخه اخيستې او پوليسو يو شمېر کسان هم نيولي دي.
خو افغان طالبانو دغه تورونه رد کړي دي.
په اسلام اباد کې د افغاني ټولنې يو مشر محمد خان وايي، چې په دې موده کې نږدې ٢٠٠ افغانان نيول شوي، په داسې حال کې، چې چارواکي يې شمېر شاوخوا ٣٠ تنه ښيي.
هغه وايي، افغانان «د پاکستان د داخلي ستونزو قرباني شوي» او د پاکستان حکومت یې د خپلو سیاسي او اقتصادي مسایلو کې د سپر په توګه کاروي.
افغانان د سیاسي کړکیچونو قربانیان دي
هغه پناه غوښتونکي، چې لویدیځو هیوادونو ته د تلو په تمه دي وايي، چې په سیاسي کشمکشونو کې ښکیل کړل شوي دي.
۳۱ کلن افغان کډوال مصطفا، چې له خپلې کورنۍ سره د امریکا وېزې ته په تمه دی وویل: «دلته له راتلو وروسته داسي احساس کوو، چې موږ له یوه کندې کوهې ته لوېدلي يو.»
هغه زیاته کړه: «که هغوی ته مالومه شي چې تاسو افغان یاست، که تاسو ویزه لرئ او که نه، هغوی تاسو نیسي او یا له تاسو څخه پیسې غواړي.»
له هغه وروسته، چې په ۱۴۰۰ کال د زمري په مياشت کې طالبان په افغانستان کې بیا واک ته ورسېدل، دېری افغانان لوېديځو هېوادونو ته د تګ لپاره پاکستان ته تللي.
افغان کډوال وايي، چې دغه بهير ډېر ورو روان دی.
خوندي هیوادونو ته د لیږد لپاره اوږد انتظار
شهرزاد چې د يوه اروپايي هېواد په سپارښتنه پاکستان ته تللی وايي، چې په پاکستان کې يې ژوند د افغانستان له سختو شرايطو سره ډېر ورته دی او دی او کورنۍ يې په عملي توګه بنديان دي.
د بشري حقونو مدافع وکیله ایمان مزاري، چې د اسلام اباد په محکمو کې د نیول شویو افغانانو دفاع کوي وايي، اعتراضونه په اسلام اباد او راولپنډۍ کې د پښتنو کډوالو د نیولو لامل شوي.
هغه وايي، پوليسو دا جواز ترلاسه کړى، چې هر څوک وغواړي، ونيسي او پيسې ترې واخلي.
د پاکستان د بشري حقونو کمیسیون هم د افغانانو د «قومي پېژندګلوۍ» په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او له پولیسو یې غوښتي، چې «په هېواد کې د بېلابېلو ټولنو تر منځ د اختلافاتو له رامنځته کولو» څخه ډډه وکړي.
