• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

افغان فوټبال لیګ کې سرخ پوشان، جوانان پيروزي مات کړ او عینومېنې او خراسان لوبه مساوي کړه

۱۴ مرغومی ۱۴۰۳ - ۳ جنوری ۲۰۲۵، ۱۶:۲۷ GMT+۰

د افغانستان د فوټبال اتلانو لیګ څلورم پړاو سیالیو کې نن د جمعې په ورځ لومړۍ لوبه کې د هرات سرخ پوشان خوافي لوبډلې د کابل جوانان پيروزي لوبډلې ته ۵ پر يو ماتې ورکړه او کندهار عينومېنې او فاریاب خراسان لوبډلې لوبه يو پر يو مساوي کړه.

د افغانستان د فوټبال اتلانو لیګ د لسمې اونۍ د جمعې ورځې په لومړۍ سيالۍ کې د هرات سرخ پوشان خوافي لوبډلې لوبغاړي فرهاد عليزاده پنځه ګولونه وکړل او د کابل جوانان پيروزي لوبغاړي امید سروري یو ګول وکړ.

عليزاده په دې سيالۍ کې د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

د همدې ورځي په دويمه سيالۍ کې د کندهار عينومېنې او فاریاب خراسان لوبډلو ترمنځ لوبه یو پر يو مساوي پای ته ورسېده.

د فاریاب لوبډلې لپاره حمیدالله بارکزي او د کندهار عينومېنې لوبډلې لپاره بیا خلیل پادشاه ګول وکړ.

په دې سيالۍ کې خلیل پادشاه غوره لوبغاړی وټاکل شوو.

د فاریاب خراسان لوبډله د ۱۲ نمرو په لرلو سره د لوبو جدول په پنځم او د کندهار عينومېنې لوبډلې د دې سيالۍ په مساوي سره ۱۱ نمرې ترلاسه کړې.

د افغانستان د فوټبال د اتلانو لیګ په څلورم پړاو کې ۱۲ لوبډلې د اتلولۍ ګټلو لپاره یو د بل سره لوبیږي.

د افغانستان فوټبال اتلانو لیګ دغه سيالۍ د هرات په کوربتوب شروع دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

ټیسټ سیالۍ: نن زمبابوې لوبډلې ۲۴۳ او افغان لوبډلې ۴۶ منډې جوړې کړې

۱۴ مرغومی ۱۴۰۳ - ۳ جنوری ۲۰۲۵، ۱۶:۰۹ GMT+۰

د افغانستان او زمبابوې لوبډلو ترمنځ په دویمه ټېسټ لوبه کې سیالې لوبډلې د افغان اتلانو د ۱۵۷ منډو په ځواب کې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۴۳ منډې جوړې کړې. د همدې منډو په تعقيب افغان لوبډلې بیا ۴۶ منډې جوړي کړې او ۳ لوبغاړي يې سوځېدلي دي.

د افغانستان او زمبابوې لوبډلو ترمنځ په دويمه ټېسټ سیالۍ کې زمبابوې لوبډلې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۴۳ مندې جوړې کړې.

د افغان لوبډلې په توپ اچونه کې راشدخان څلور، یامین احمدزي درې او فريد احمد ملک دوه لوبغاړي وسوځول.

د همدې منډو په تعقيب افغان لوبډلې توپوهنه پيل کړه، چې د ورځي تر پایه يې د دریو لوبغاړو په سوځېدو ۴۶ منډې کړې دي.

په افغان لوبډله کې عبدالمالک، ریاض حسن او لوبډلمشر حشمت الله شهيدي سوځېدلي او رحمت شاه او ضیاء الرحمان د منډو جوړېدو لپاره ملګرتيا کوي.

افغان لوبډله به سبا هم خپلي لوبې ته دوام ورکوي.

دا د روانې لوبلړۍ دویمه ټيسټ سیالي ده، تر دې وړاندې لومړۍ ټیسټ سیالي د پرله پسې ورښتونو له امله بې پایلې پای ته ورسېده.

فرانس خبري اژانس: په پاکستان کې افغان کډوال د نیول کېدو له وېرې د بندیانو په څېر ژوند کوي

۱۴ مرغومی ۱۴۰۳ - ۳ جنوری ۲۰۲۵، ۱۴:۳۰ GMT+۰

په پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو فرانس خبري اژانس ته ویلي، چې په دغه هېواد کې د ناامنیو او د اسلام اباد او افغان طالبانو ترمنځ د سیاسي کړکېچ له زیاتېدو سره پر کډوالو فشارونه زیات شوي. کډوال وايي، د سختو بندیزونو، نیولو، وهلو او ټولنیزو فشارونو له امله په کورونو کې بندیان دي.

دغه کډوال وايي، له سختو شرايطو سره مخ شوي، چې ډېرو ته په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ژوند تېرول یادوي.

په وروستیو ورځو کې افغان کډوالو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د اسلام اباد پولیسو لسګونه افغانان نیولي دي.

دوی هغه مهال ونیول شول کله، چې په اسلام اباد کې د استوګنې کارتونو د ترلاسه کولو لپاره د پوليسو څانګې ته ورغلل.

لاریونونه او د نیولو زیاتوالی

په تېر کال کې د پاکستان حکومت شاوخوا ۷۵۰ زره افغانان چې اسناد يې نه درلودل ایستلي دي.

د عمران خان په مشرۍ د تحريک انصاف ګوند له وروستيو لاريونونو وروسته پاکستاني چارواکو ويلي وو، چې په دغو لاريونونو کې افغانانو برخه اخيستې او پوليسو يو شمېر کسان هم نيولي دي.

خو افغان طالبانو دغه تورونه رد کړي دي.

په اسلام اباد کې د افغاني ټولنې يو مشر محمد خان وايي، چې په دې موده کې نږدې ٢٠٠ افغانان نيول شوي، په داسې حال کې، چې چارواکي يې شمېر شاوخوا ٣٠ تنه ښيي.

هغه وايي، افغانان «د پاکستان د داخلي ستونزو قرباني شوي» او د پاکستان حکومت یې د خپلو سیاسي او اقتصادي مسایلو کې د سپر په توګه کاروي.

افغانان د سیاسي کړکیچونو قربانیان دي

هغه پناه غوښتونکي، چې لویدیځو هیوادونو ته د تلو په تمه دي وايي، چې په سیاسي کشمکشونو کې ښکیل کړل شوي دي.

۳۱ کلن افغان کډوال مصطفا، چې له خپلې کورنۍ سره د امریکا وېزې ته په تمه دی وویل: «دلته له راتلو وروسته داسي احساس کوو، چې موږ له یوه کندې کوهې ته لوېدلي يو.»

هغه زیاته کړه: «که هغوی ته مالومه شي چې تاسو افغان یاست، که تاسو ویزه لرئ او که نه، هغوی تاسو نیسي او یا له تاسو څخه پیسې غواړي.»

له هغه وروسته، چې په ۱۴۰۰ کال د زمري په مياشت کې طالبان په افغانستان کې بیا واک ته ورسېدل، دېری افغانان لوېديځو هېوادونو ته د تګ لپاره پاکستان ته تللي.

افغان کډوال وايي، چې دغه بهير ډېر ورو روان دی.

خوندي هیوادونو ته د لیږد لپاره اوږد انتظار

شهرزاد چې د يوه اروپايي هېواد په سپارښتنه پاکستان ته تللی وايي، چې په پاکستان کې يې ژوند د افغانستان له سختو شرايطو سره ډېر ورته دی او دی او کورنۍ يې په عملي توګه بنديان دي.

د بشري حقونو مدافع وکیله ایمان مزاري، چې د اسلام اباد په محکمو کې د نیول شویو افغانانو دفاع کوي وايي، اعتراضونه په اسلام اباد او راولپنډۍ کې د پښتنو کډوالو د نیولو لامل شوي.

هغه وايي، پوليسو دا جواز ترلاسه کړى، چې هر څوک وغواړي، ونيسي او پيسې ترې واخلي.

د پاکستان د بشري حقونو کمیسیون هم د افغانانو د «قومي پېژندګلوۍ» په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او له پولیسو یې غوښتي، چې «په هېواد کې د بېلابېلو ټولنو تر منځ د اختلافاتو له رامنځته کولو» څخه ډډه وکړي.

ملا کبیر وايي، له تاجکستان سره د طالبانو سیاسي اړیکې د پراخېدو په حال کې دي

۱۴ مرغومی ۱۴۰۳ - ۳ جنوری ۲۰۲۵، ۱۴:۰۴ GMT+۰

د طالبانو د ریاست لوزرا سیاسي مرستیال عبدالکبیر وايي، چې تر پخوا له تاجکستان سره د دې ډلې سیاسي اړیکې د پرمختګ په حال کې دي. عبدالکبیر وايي، که څه هم تاجکستان تر اوسه د افغانستان سفارت طالبانو ته نه دی سپارلی، خو د دواړو هېوادونو ترمنځ پراخې سوداګریزې اړیکې شته.

نوموړي د جمعې په ورځ وويل، چې په دوشنبه کې د افغانستان سفارت د دې ډلې تر مديريت لاندې نه دى، خو د شیرخان بندر لاره د دواړو هېوادونو د سوداګرو پر مخ پرانيستې ده.

عبدالکبیر وايي، اوسمهال افغان او تاجکستاني سوداګر د دواړو هېوادونو ترمنځ تګ راتګ کوي.

نوموړي په کابل کې د خپلې وینا پر مهال ادعا وکړه، چې د سیمې له هېوادونو سره د طالبانو سیاسي او اقتصادي اړیکې پراخې او د پررمختګ په حال کې دي.

دغه طالب چارواکي همداراز د افغان چارواکو له کوربه هیوادونو وغوښتل چې په زوره د افغان کډوالو ایستل بند کړي او افغانانو ته اجازه ورکړي چې په خپله خوښه خپل هیواد ته ستانه شي.

تاجکستان په تېرو دریو کلونو کې د منځنۍ اسیا د نورو هېوادونو په پرتله له طالبانو سره تر ټولو کمې اړیکې لري او تاجکستان تر اوسه د افغانستان په سفارت کې د طالبانو ډېپلوماتیک استازس نه دی منلی.

له بلې خوا په دغه موده کې په تاجکستان کې د طالبانو پر ضد ځينې خوځښتونه فعالیتونه کوي.

شهباز شریف: د پولې ها غاړې بریدونو ته غاښ ماتی ځواب ور کړل شو

۱۴ مرغومی ۱۴۰۳ - ۳ جنوری ۲۰۲۵، ۱۲:۰۷ GMT+۰

د پاکستان لومړي وزیر د اپیکس کمېټې غونډې ته د وینا پرمهال ویلي، چې «د پولې ها غاړې بریدونو ته یې غاښ ماتی ځواب ور کړ او بیا به یې هم ور کړي.»

شهباز شریف افغانستان ته اشاره نه ده کړې، خو د ټي ټي پي پر مرکزونو د برید په پلمه یې نږدې لس ورځې مخکې پکتیکا او خوست کې بمبار وکړ.

د پاکستان د دولتي راډیو د راپور له مخې، د پاکستان لومړي وزیر د “ملي عمل” پلان عملي کولو لپاره د اپیکس کمېټې غونډې ته د وینا پر مهال دا هم ویلي، چې د “فتنې الخوارج ترهګرو” د له منځه وړلو وخت رارسېدلی دی.

شهباز شریف زیاته کړي ده:«د سر حد هغې غاړې اقدامونو ته مو غاښ ماتوونکی ځواب ورکړی او ورکوو به یې، د دښمنانو ملاتړي په پاکستان کې موجود دي. د دښمنانو ملاتړ کوونکي پاکستان ته د زیان رسولو په دسیسو بوخت دي.»

په افغانستان کې د طالبانو واکمنېدو او پاکستان په تېره پښتونخوا کې د تاوتریخوالي زیاتېدو پسې اسلام اباد د طالبانو حکومت د دغه هېواد ضد وسلوالو ته د پټنځیو پر ور کولو تورنوي.

دوی وايي، چې وسلوال په تېره ټي ټي پي چې پاکستان یې «فتنه الخوارج بولي» له ډیورنډ کرښې په ور اوښتو پاکستان په تېره پښتونخوا کې بریدونه کوي.

د پاکستان پوځ نږدې لس ورځې مخکې په پکتیکا او خوست کې د تحریک طالبان پاکستان د مرکزونو په نښه کولو په پلمه بریدونه وکړ.

خو پر طالب چارواکو سربېره یوناما او خپلواکې رسنۍ وايي چې دې بریدونو کې تر ډېر ه ماشومان او ښځې وژل شوې دي.

افغان طالبانو له هغه بریدونو په ځواب کې پر ډیورنډ کرښه د پاکستان پر سرحدي پوستو بریدونه وکړل.

خو د افغان طالبانو او پاکستان ترمنځ دغه ترینګلتیا لا هم پای ته نه ده رسیدلې او د راپورونو له مخې، چې تېره شپه یوځل بیا په خوست کې د دواړو لوریو ترمنځ جګړه شوې ده.

له دوغارون پولې څه باندې ۳۰ زره افغانان ایران ته تر ننوتلو مخکې افغانستان ته ستانه کړل شوي

۱۴ مرغومی ۱۴۰۳ - ۳ جنوری ۲۰۲۵، ۱۱:۵۶ GMT+۰

د ایران په تایباد کې د انقلاب او عمومي څارنوال حجت صدیقي وايي، د همدې لمریز کال له پیل د لیندۍ میاشتې تر پایه یې ۳۰ زره ۸۲۰ ناقانونه افغانان ایران ته له ننوتلو مخکې له دوغارون پولې خپل هېواد ته ستانه کړي دي. دوغارون د هرات له اسلام کلا سره پر پوله د ایران ګمرکي سیمه ده.

نوموړي وايي د تېر کال په پرتله د ایستل شویو افغان کډوالو شمېر د پام وړ کم شوی دی.

د ایران د تابیاد عمومي څارنوال حجت صديقي د ایرنا خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، چې دغه افغانان مخکي له دې چې ایران ته د اخل شي، د ایران او افغانستان د پولې په شمال ختيځ برخه کې پوله ساتو ځواکونو نيولي.

صدیقي زياتوي، چې د ایران او افغانستان په ګډو پولو کې ډاډمن امنیت، د پولې په ختيځو برخو کې د امنيتي ځواکونو واک او کنټرول، په هېواد کې دننه له قانوني اسنادو پرته د کډوالو سره قانوني چلند او د چارواکو ملاتړ له پولو د بهرنیو اتباعو د ننوتو په راکمولو کې اغېزناک عوامل دي.

څارنوال صدیقي زياته کړه، چې د دوغارون پوله له قانوني اسنادو پرته د کډوالو د وتلو له مهمو لارو ده، چې هره ورځ پر دغه لار کسان خپل خپل هيواد ته ستنيږي.

ده وويل، چې د ايران ١١ ولايتونو کې نيول شوي کډوال به له قانوني لارو چارو وروسته له دې پولې طالبانو ته وسپارل شي.

د نوموړي په خبره، چې د هېواد ختيځي پولې د افغانانو د غیري قانوني ننوتلو لپاره خوندي نه دي او له سرغړونکو سره به جدي قانوني چلند وکړي.

څارنوال وايي، چې ایران هغو افغان کډوالو ته غوره خدمات وړاندي کوي، چې په دغه هېواد کې په قانوني ډول اوسيږي او يا هم د سیاحت لپاره ورځي.

دوغارون پوله له تابياد ښار څخه ۱۸ کیلومتره ليري پرته ده.

د ایران دوغارون سيمه د افغانستان د هرات له اسلام کلا سره پر پوله پروت دی.