• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

شهباز شریف: د پولې ها غاړې بریدونو ته غاښ ماتی ځواب ور کړل شو

۱۴ مرغومی ۱۴۰۳ - ۳ جنوری ۲۰۲۵، ۱۲:۰۷ GMT+۰تازه شوی: ۱۴ مرغومی ۱۴۰۳ - ۳ جنوری ۲۰۲۵، ۱۳:۲۵ GMT+۰

د پاکستان لومړي وزیر د اپیکس کمېټې غونډې ته د وینا پرمهال ویلي، چې «د پولې ها غاړې بریدونو ته یې غاښ ماتی ځواب ور کړ او بیا به یې هم ور کړي.»

شهباز شریف افغانستان ته اشاره نه ده کړې، خو د ټي ټي پي پر مرکزونو د برید په پلمه یې نږدې لس ورځې مخکې پکتیکا او خوست کې بمبار وکړ.

د پاکستان د دولتي راډیو د راپور له مخې، د پاکستان لومړي وزیر د “ملي عمل” پلان عملي کولو لپاره د اپیکس کمېټې غونډې ته د وینا پر مهال دا هم ویلي، چې د “فتنې الخوارج ترهګرو” د له منځه وړلو وخت رارسېدلی دی.

شهباز شریف زیاته کړي ده:«د سر حد هغې غاړې اقدامونو ته مو غاښ ماتوونکی ځواب ورکړی او ورکوو به یې، د دښمنانو ملاتړي په پاکستان کې موجود دي. د دښمنانو ملاتړ کوونکي پاکستان ته د زیان رسولو په دسیسو بوخت دي.»

په افغانستان کې د طالبانو واکمنېدو او پاکستان په تېره پښتونخوا کې د تاوتریخوالي زیاتېدو پسې اسلام اباد د طالبانو حکومت د دغه هېواد ضد وسلوالو ته د پټنځیو پر ور کولو تورنوي.

دوی وايي، چې وسلوال په تېره ټي ټي پي چې پاکستان یې «فتنه الخوارج بولي» له ډیورنډ کرښې په ور اوښتو پاکستان په تېره پښتونخوا کې بریدونه کوي.

د پاکستان پوځ نږدې لس ورځې مخکې په پکتیکا او خوست کې د تحریک طالبان پاکستان د مرکزونو په نښه کولو په پلمه بریدونه وکړ.

خو پر طالب چارواکو سربېره یوناما او خپلواکې رسنۍ وايي چې دې بریدونو کې تر ډېر ه ماشومان او ښځې وژل شوې دي.

افغان طالبانو له هغه بریدونو په ځواب کې پر ډیورنډ کرښه د پاکستان پر سرحدي پوستو بریدونه وکړل.

خو د افغان طالبانو او پاکستان ترمنځ دغه ترینګلتیا لا هم پای ته نه ده رسیدلې او د راپورونو له مخې، چې تېره شپه یوځل بیا په خوست کې د دواړو لوریو ترمنځ جګړه شوې ده.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

له دوغارون پولې څه باندې ۳۰ زره افغانان ایران ته تر ننوتلو مخکې افغانستان ته ستانه کړل شوي

۱۴ مرغومی ۱۴۰۳ - ۳ جنوری ۲۰۲۵، ۱۱:۵۶ GMT+۰

د ایران په تایباد کې د انقلاب او عمومي څارنوال حجت صدیقي وايي، د همدې لمریز کال له پیل د لیندۍ میاشتې تر پایه یې ۳۰ زره ۸۲۰ ناقانونه افغانان ایران ته له ننوتلو مخکې له دوغارون پولې خپل هېواد ته ستانه کړي دي. دوغارون د هرات له اسلام کلا سره پر پوله د ایران ګمرکي سیمه ده.

نوموړي وايي د تېر کال په پرتله د ایستل شویو افغان کډوالو شمېر د پام وړ کم شوی دی.

د ایران د تابیاد عمومي څارنوال حجت صديقي د ایرنا خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، چې دغه افغانان مخکي له دې چې ایران ته د اخل شي، د ایران او افغانستان د پولې په شمال ختيځ برخه کې پوله ساتو ځواکونو نيولي.

صدیقي زياتوي، چې د ایران او افغانستان په ګډو پولو کې ډاډمن امنیت، د پولې په ختيځو برخو کې د امنيتي ځواکونو واک او کنټرول، په هېواد کې دننه له قانوني اسنادو پرته د کډوالو سره قانوني چلند او د چارواکو ملاتړ له پولو د بهرنیو اتباعو د ننوتو په راکمولو کې اغېزناک عوامل دي.

څارنوال صدیقي زياته کړه، چې د دوغارون پوله له قانوني اسنادو پرته د کډوالو د وتلو له مهمو لارو ده، چې هره ورځ پر دغه لار کسان خپل خپل هيواد ته ستنيږي.

ده وويل، چې د ايران ١١ ولايتونو کې نيول شوي کډوال به له قانوني لارو چارو وروسته له دې پولې طالبانو ته وسپارل شي.

د نوموړي په خبره، چې د هېواد ختيځي پولې د افغانانو د غیري قانوني ننوتلو لپاره خوندي نه دي او له سرغړونکو سره به جدي قانوني چلند وکړي.

څارنوال وايي، چې ایران هغو افغان کډوالو ته غوره خدمات وړاندي کوي، چې په دغه هېواد کې په قانوني ډول اوسيږي او يا هم د سیاحت لپاره ورځي.

دوغارون پوله له تابياد ښار څخه ۱۸ کیلومتره ليري پرته ده.

د ایران دوغارون سيمه د افغانستان د هرات له اسلام کلا سره پر پوله پروت دی.

ایران بیا له طالبانو وغوښتل چې د اوبو برخه کې ور سره همکاري وکړي او خنډونه لرې کړي

۱۴ مرغومی ۱۴۰۳ - ۳ جنوری ۲۰۲۵، ۱۱:۳۷ GMT+۰

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند له طالبانو غوښتنه وکړه، چې دغه هېواد ته له افغانستان د تلونکو اوبو د بهېدو په دوام کې همکاري وکړي او خنډونه لرې کړي. اسماعیل بقايي د ایران او افغانستان ترمنځ د سرحدي سیندونو په تړاو د چاپېریال خوندیتوب او نړیوالو حقونو ته پاملرنه ضروري وبلله.

ښاغلي بقايي یو ځل بیا په افغانستان کې پر جوړېدونکو بندونو او ایران ته د تلونکو اوبو د اندازې پر اغېزمنېدو اندېښنه وښوده.

د ایران بهرنیو چارو وزارت نن خپل اېکس کې د نوموړي د څرګندونو په اعلامیه کې ویلي، چې طالبانو ته ښايي د افغانستان او ایران د ګډو کلتوري، توکمیزو، مذهبي او تمدني اړیکو او د پنځو میلیونو کډوالو کوربتوب ته په پام متقابلو ګټو ته درناوی وکړي او له یو لوریزو هڅو ډډه وکړي.

اسماعیل بقايي وايي، د ایران بهرنیو چارو وزارت له طالبانو سره پرلپسې تماس لري او تل یې ټینګار کړی چې د ایران حقونو او دوه اړخیزو تړونونو له پام پرته باید له د اوبو له سرچینو او ډنډونو یا حوزو ګټه وا نخلي.

نوموړي هیله وښوده چې د طالبانو حکومت به د دواړو ملتونو ګټو، دوه اړخیزو هوکړو او تړونونو او نړیوالو اصولو ته په پام مناسبې پرېکړې وکړي.

تر کمال خان وروسته پر پاشدان ناندرۍ

د طالبانو واکمنېدو سره تهران بیا بیا له دې ډلې غوښتل چې کمال خان بندې کې غړول شوې د هلمند سیند اوبه ور پرېږدي، خو طالبانو ویل چې د وچکالۍ له امله اوبه کمې شوې او دوی ایسارې کړې نه دي.

ایران دې وروستیو کې بیا د طالبانو پر حکومت په هرات کې د پاشدان بند پر جوړېدو نیوکې کوي.

د ایران د اوبو د صنعت ویاند څو ورځې مخکې پر هریرود سیند د افغانستان د «یو اړخیزې ګټې اخیستنې» په اړه ویلي و، چې دا کار د عرفي حقوقو نقض دی او دا ګام به د څو میلیونه انسانانو د څښاک او روغتیا اړتیاوو ته زیان ورسوي.

عیسا بزرګ زاده د ایران دولتي اژانس صدا وسيما ته ویلي و، چې د هریرود پر سرحدي او ګډې حوزې د پاشدان بند جوړول د دغه سیند طبيعي بهیر کموي، چې له امله یې د ټولنیزو او چاپیریالي زیانونو په ګډون د مشهد ښار د څښاک اوبه جدي زیانمنېږي.

د هرات پاشدان بند پر جوړېدو د ایران له غبرګون سره هممهاله د طالبانو ویاند پرون ددغه بند یوه ویډیو خپره کړې او ویلي یې دي، چې « ولس مو له ابادۍ سره خورا مینه لري».

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل اېکس دې ویډیو ته لیکلي، چې «دا په هرات کې د پاشدان بند څخه د خلکو لیدنه او هلته میلې کول دي».

طالبان وایي د سالنګ په ګډون ځینې لارې د زياتې واورې او توپان له کبله بندې شوې

۱۴ مرغومی ۱۴۰۳ - ۳ جنوری ۲۰۲۵، ۱۱:۲۶ GMT+۰

د طالبانو ټولګټو وزارت او ځايي چارواکو خبر ورکړی، چې د زياتې واورې او توپان له کبله سالنګ او د غور- بامیان- کابل لار د ترافیکو پرمخ تړلې ده. د میدان وردګ طالب چارواکو هم له خلکو او موټروانانو غوښتي، چې د کابل- غزني او کابل – باميان پر لار د سفر پر مهال له احتیاط کار واخلي.

د طالبانو تر واک لاندي باختر خبري اژانس د جمعې په ورځ د دغې ډلې د ټولګټو وزارت له قوله ليکلي، چې د سالنګ په شمالي او جنوبي برخو کې ۱۱۶ سانتي متره واوره شوې.

دغه وزارت ويلي، چې د سالنګونو د ساتنې او څارنې کارکوونکي د لارې خلاصولو لپاره اماده دي.

دوی له خلکو غوښتي، چې پر دې لار له سفر ډډه وکړي او په خوندي ځايونو کې پاتې شي.

د غور طالب چارواکو هم خبر ورکړی، چې د تېرې شپې درنې واورې او توپان له امله د کابل ـ غور لویه لاره د تګ راتګ لپاره تړل شوې ده.

طالبان وایي هڅه روانه ده، چې دغه لارې بیرته د ټرافیکو پر مخ پرانیزي، خو وايي خلک دې تر هغه پورې پر دغې لارې سفر نه کوي.

په میدان وردګ کې د طالبانو د والي دفتر په خبرتيا کې د لويې لارې موټر چلوونکو ته جدي خبرداری ورکړی، چې د سفر پر مهال د موټر سرعت کنټرول کړي.

طالبانو لیکلي:«د غرني له دروازې د ارغندۍ تر چوک د لویې لارې موتړ چلوونکي بايد د موټرو سرعت کنټرول کړي او د ځنځیرونو (چینونو) څخه پرته د حرکت کولو اجازه نشته که څوک د دې خبرتیا پابندي ونکړي د امنیتي ارګانونو لخوا به مجازات شي.»

د میدان وردګ طالب چارواکو په دویمه خبرتيا کې ویلي، چې د کابل - بامیان لار د جلریز ولسوالۍ اړوند د اونۍ کوتل په سیمه کې د زیاتې واورې د اورېدو له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.

د ټرمپ د ملي امنیت سلاکار: په افغانستان، عراق او سوریه کې په جهادیانو پسې د ور تلو وخت دی

۱۴ مرغومی ۱۴۰۳ - ۳ جنوری ۲۰۲۵، ۱۰:۵۱ GMT+۰

د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت سلاکار وايي، د واشنګټن د راتلونکي حکومت تګلاره به د داعش او القاعده په څېر ډلو پر ځپلو متمرکزه وي. مایک والټز وايي، په دې پروګرام کې په افغانستان، عراق او سوریه کې عملیات شامل دي، چې ښايي له هغه ځایه د امریکا پر ضد بریدونه پلان شي.

والټز د جمعې په ورځ له فاکس نیوز سره په مرکه کې وویل، چې امریکا باید خپلې دفاع ته جدي پاملرنه وکړي او تر ټولو مهمه دا ده، چې خپلې پولې وتړي.

د امریکا د راتلونکي حکومت د ملي امنیت سلاکار په دغه مرکه کې زیاته کړه، چې په وروستیو کلونو کې تر ۳۰۰ ډېر هغه کسان چې د ترهګرو په لېست کې شامل دي د امریکا له پولو را تېر شوي دي.

نوموړي وويل:«تير کال د داعش اته غړي چې په دريو بيلابيلو ښارونو کې يې د بريدونو پلان درلود، پيژندل شوي او نيول شوي دي. خو د دغې ډلې یو شمېر غړي، چې مرکزونه یې په تاجکستان کې دي، تراوسه نه دي په ګوته شوي.»

مایک والټز همداراز د استخباراتي همکارۍ پر اهمیت او د ترهګرو ډلو له ګواښونو سره د مقابلې په برخه کې د قانون پر تطبیق ټینګار وکړ او زیاته یې کړه:«"د دې ترڅنګ باید بریدګر اړخ ته هم وکتل شي. په دې کې د بهرنیو ستراتیژیو ارزونه، د اډو موقعیت او په افغانستان، عراق، سوریه او نورو سیمو کې د داعش او القاعدې په څیر ډلو د فعالیتونو د مخنیوي لپاره د ځانګړو ځواکونو ځای پر ځای کول شامل دي.»

د نوموړي په ​​وينا، دا ګامونه د امريکا د امنيت د ټينګښت لپاره اړين دي او واشنګټن ته اجازه ورکوي، چې د جهادي ډلو د پلانونو او احتمالي بريدونو مخه ونيسي.

د بښنې نړیوال سازمان وايي ۲۰۲۴ د بشري حقونو لپاره ستونزمن کال و

۱۴ مرغومی ۱۴۰۳ - ۳ جنوری ۲۰۲۵، ۱۰:۳۶ GMT+۰

د بښنې نړیوال سازمان وايي، ۲۰۲۴ د بشري حقونو لپاره ځکه یو ستونزمن کال و، چې ډېری زورواکي وتوانېدل داسې خبرو ته وده ورکړي چې اساسي حقونه او عدالت ګواښي. دغه سازمان ویلي، په دې کال کې په ټوله نړۍ کې میلیونونه خلک له نابرابرۍ، جګړې او نسل وژنې سره مخ شول.

د بښنې نړیوال سازمان په یوه اعلامیه کې لیکلي، چې ۲۰۲۴ کال د بشري حقونو د مدافعینو لپاره یو ستونزمن او له ننګونو ډک کال و.

د دغه سازمان په وینا په همدې کال کې ډېرو حکومتونو د بشري حقونو د مدافعینو د خوندیتوب لپاره کافي کار نه دی کړی.

د بښنې نړیوال سازمان د افغان ښځو د حقونو فعاله جولیا پارسي او د اکوادور د بشري حقونو فعاله لیونلا مونکایو د هغو مدافعینو په توګه يادي کړي، چې په ۲۰۲۴ کال کې یې د عدالت لپاره په مبارزې کې خپل ژوند او امنیت په خطر کې اچولی و.

د بښنې نړیوال سازمان ویلي، چې د ښځو د حقونو فعاله جولیا پارسي له نیول کیدو، شکنجه کیدو او جلاوطنۍ وروسته هم د جنسیتي تبعیض پر وړاندې مبارزې ته دوام ورکړی دی.

د بښنې نړیوال سازمان ټینګار کړی، چې د بشري حقونو د دغو فعالینو کار نه یوازې د بشري حقونو د رعایت د تضمین لپاره، بلکې د دوامدار، عادلانه او ټول شموله پرمختګ لپاره هم اړین ګڼل کیږي.

دغه نړیوال سازمان مني، چې په وروستیو کلونو کې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د بشري حقونو شاتګ او د بشري حقونو پر مدافعینو بریدونه زیات شوي دي.

د بښنې نړیوال سازمان په وینا، د عدالت او بشري حقونو موافقه شوي اصول په همدې کال کې تر بل هر وخت زیات تر پوښتنې لاندې راغلي دي.

د بښنې نړیوال سازمان هم د نړۍ پر حکومتونو غږ کړی، چې په ۲۰۲۵ کال کې خپلې ژمنې پوره کړي او د بې عدالتۍ په وړاندې مبارزه او د هغوی لپاره د خوندي چاپېریال په رامنځته کولو کې د بشري حقونو د مدافعینو کلیدي رول له پامه ونه غورځوي.