د برېتانیا پارلمان: انګلنډ لوبډله دې د افغانستان پر وړاندې ټولې سیالۍ لغوه کړي

د برېتانیا د پارلمان څه باندې ۱۶۰ وکیلانو د یوه لیک په لاسلیکولو سره د انګلنډ او ویلز کرېکټ بورډ څخه غوښتي، چې د طالبانو له خوا "د ښځو او نجونو د وحشتناک ظلم او د دوی د حقونو له منځه وړلو په غبرګون د افغانستان پر وړاندې د راتلونکې میاشت چمپینز ټرافي له سیالیو انکار وکړي.