د خوړو نړۍوال پروګرام اسراییل په غزه کې د مرستو پر کاروان په ډزو تورن کړ

د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام د دوشنبې په ورځ اسراییل تورن کړ، چې د غزې په تړانګه کې یې د مرستو رسولو پر یوه کاروان ډزې کړي دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام د دوشنبې په ورځ اسراییل تورن کړ، چې د غزې په تړانګه کې یې د مرستو رسولو پر یوه کاروان ډزې کړي دي.
د دغه ادارې په خبره، په دې پېښه کې لږ تر لږه ۱۶ مرمۍ په ښکاره توګه په موټرو لګېدلي، خو د دوی کوم کارکونکي ته زیان نه دی رسېدلی.
د خوړو نړۍوال پروګرام دغه پېښه غندلې او یو ځل بیا یې له ټولو خواوو غوښتي، چې د نړۍوالو بشردوستانه قوانینو درناوی وکړي، د ملکي خلکو ژوند خوندي کړي او د بشري مرستو رسولو لپاره د خوندي تګ اجازه ورکړي.دې ادارې په یوه بیان کې ویلي، "د خوړو نړۍول پروګرام کاروان په ښکاره ډول د وادي غزې پوستې ته څېرمه د اسراییلي ځواکونو له خوا په نښه شوی، زموږ د کارکوونکو ژوند یې له لوی ګواښ سره مخ کړی او د موټرو د تګ مخه یې نیولې ده."دغه پروګرام وایي: "په ډېرې نېکمرغۍ سره چې په دې ډارونکي نښته کې هېڅ کوم کارکوونکي ته زیان نه دی رسېدلی."د غزې خلک له نږدې ۱۵ میاشتو جګړې وروسته له سختو شرایطو سره مخ دي او بشري ادارو په پرله پسې ډول خبرداری ورکړی، چې د لوټمارۍ او د اسراییلو د بندیزونو له امله اړمنو فلسطینیانو ته کافي مرستې نه رسېږي.اسراییل د ۲۰۲۳ کال په اکټوبر میاشت کې وروسته له هغې چې حماس ۱۲۰۰ اسراییلي وګړي ووژل، پر غزې برید وکړ.د فلسطین د روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې، له هغه وخت راهیسې په غزه کې د اسراییلو پوځي عملیاتو کې ۴۵ زره او ۸۵۴ کسان وژل شوي، چې ډېری یې ملکي وګړي دي.