د شمالي وزیرستان په میرعلي کې د جګړې له وېرې خلک د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي

د شمالي وزیرستان په میرعلي ولسوالۍ کې یو شمېر کورنۍ د جګړو او تاوتریخوالي زیاتېدو له وېرې د خپلو مېنو پرېښودو ته اړې شوې دي. په سیمه کې خبریالان وایي، چې هره ورځ له دغې سیمې له لسو تر شلو کورنیو خپلې مېنې پرېږدي.