• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د چین او پاکستان ترمنځ د خرو صادرات؛ دواړه هېوادونه د اقتصادي همکارۍ نوی دور پېلوي

۱۷ مرغومی ۱۴۰۳ - ۶ جنوری ۲۰۲۵، ۰۵:۵۳ GMT+۰

پاکستان او چین تېر کال د یوه تړون په لاسلیک کولو سره د خرو د غوښې او پوستکي د صادراتو په برخه کې خپلې همکارۍ پراخې کړلې. پاکستان په سیمه کې چین ته د خرو لوی صادرونکی هیواد ګڼل کیږي.

د رسمي معلوماتو له مخې دغه تړون د پاکستان د خوړو خوندیتوب او څېړنو وزارت او د چین د ګمرکونو عمومي ادارې ترمنځ لاسلیک شوی، چې موخه یې په چین کې د دغه مخ پر ودې مارکېټ کې د صادراتو اسانول او ښه ګټه اخیستل دي.

په چین کې د پاکستان سفیر خلیل هاشمي د «روبه رو» په نامه د اج نیوز یوې خپرونې سره په مرکه کې یاد تړون د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره یو مهم ګام وباله.

نوموړي وویل چې چین د خرو د صادراتو لپاره یو سټراتېژیک او لوی مارکېټ دی او پاکستان ته ځانګړې اقتصادي اهمیت لري.

هغه زیاته کړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ وروستی پروټوکول د پخوانیو خنډونو د له منځه وړلو لامل شوی او اوس پاکستان چمتو دی چې د چین اړتیاوې په دې برخه کې پوره کړي.

د رسمي شمېرو له مخې په پاکستان کې د ۲۰۲۳ کال تر پایه ۵.۶ میلونه خره درلودل او دغه شمېر هر کال مخ په لوړه روان دی.

چین چې شاوخوا ۵.۹ میلیونه خره لري، د خرو د غوښې او پوستکي د زیاتېدونکي اړتیا له امله د نورو هېوادونو وارداتو ته مخه کړې ده. د خرو پوستکی په چین کې په پراخه کچه د «ای جیاو» په نامه دودیزې درملنې لپاره کارول کېږي.

دغه درمل، چې د چینایي دودیز طب یوه برخه ده، د وینې د جریان د ستونزو، بې‌خوبۍ او وچ ټوخي د درملنې لپاره کارېږي. کارپوهان اټکل کوي چې د دې درملو اړتیاوې پوره کولو لپاره هر کال په ټوله نړۍ کې میلیونونه خره وژل کیږي.

پاکستان هڅه کوي له دې فرصت څخه په ګتې اخیستو خپل صادرات زیات کړي. د رسمي معلوماتو له مخې د دې لپاره، د «هینګینګ ګروپ» په نامه شرکت چمتو دی چې په ګوادر ازاده سیمه کې یو عصري قصابي جوړه کړي. دغه تاسیسات به په کال کې د ۲۱۶ زره خرو د اړتیا وړ غوښه د چین بازار ته برابره کړي.

په چین کې د پاکستان سفیر ټینګار وکړ چې له چین سره په بېلابېلو برخو، په ځانګړي ډول د خرو د صادراتو په برخه کې د سوداګریزو اړیکو پیاوړي کول، د پاکستان د پراخې اقتصادي ستراتیژۍ یوه برخه ده.

خېبر پښتونخواه یو له هغو ایالتونو ګڼل کېږ‌ي چې د غرنیو سیمو د درلودو له کبله په کې په لوی شمېر خره موجود دي او ۲۰۱۷ زیږدیز کال کې ایالتي حکومت پلان درلود چې چین ته نږدې ۸۰ زره خره صادر کړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

رویټرز: د کاناډا لومړی وزیر جسټن ټروډو ښايي له خپلې دندې استعفا ورکړي

۱۷ مرغومی ۱۴۰۳ - ۶ جنوری ۲۰۲۵، ۰۴:۲۳ GMT+۰

رویټرز اژانس د کاناډا د مشهورې ورځپاڼې «ګلوب اینډ مېل» په حواله ویلي، چې د دغه هېواد لومړی وزیر جسټن ټروډو ښايي ژر خپله استعفا اعلان کړي. راپور زیاتوي چې دغه پرېکړه به راتلونکې چارشنبه د لیبرال ګوند د ملي غونډې تر جوړېدو مخکې وشي؛ خو لا هم د اعلان کره نېټه نه ده څرګنده.

ګلوب اینډ مېل ته سرچینې وایي، معلومه نه ده چې ټروډو به سملاسي له خپلې دندې لاس په سر شي او که د ګوند د نوي مشر تر ټاکل کېدو پورې به صبر وکړي.

جسټن ټروډو په ۲۰۱۳ کال کې د لیبرال ګوند مشري په داسې وخت کې واخیسته چې دغه ګوند له سختو ستونزو سره مخ و او د کاناډا په پارلمان کې یې دریېم ځای درلود. د هغه مشري د لیبرال ګوند بیا په لومړي مقام کې درولی و، خو اوس ویل کېږي چې ګوند یې د خلکوله لږ ملاتړ برخمن دی.

د ټروډو استعفا ښايي د نویو ټاکنو لپاره غوښتنې زیاتې کړي، څو داسې حکومت رامنځته شي چې په راتلونکو څلورو کلونو کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د اړیکو په جوړولو کې قوي رول ولوبوي.

د راپور له مخې ټروډو د خپل ګوند له یوه مهم غړي او د مالیې وزیر ډومینیک لبلانس سره د لنډمهالي مشرتابه په اړه خبرې کړې دي ؛خو که هغه د ګوند مشرۍ ته نوماند شي بیا یې شونتیا کمه برېښي.

د رویټرز خبري اژانس راپور وايي چې د ټروډو له استعفا سره سم به لیبرال ګوند د ټاکنو په درشل کې د یوې لویې ننګونې سره مخ شي. نظرپوښتنې ښيي چې په راتلونکو ټاکنو کې به دغه ګوند له محافظه‌کارانو ماتې وخوري.

جسټن ټروډو خپله وروستۍ پرېکړه لا نه ده کړې، خو داسې ویل کېږي چې هغه ښايي ژر خپل پلان په رسمي ډول اعلان کړي.

ټي‌ټي‌پي: پر امنیتي ځواکونو د بریدونو تر څنګ به د پوځ اقتصادي بنسټونه په نښه کړو

۱۷ مرغومی ۱۴۰۳ - ۶ جنوری ۲۰۲۵، ۰۲:۵۵ GMT+۰

تحریک طالبان پاکستان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو د بریدونو تر څنګ به پر پوځي شرکتونو بریدونه پیل کړي. ټي ټي پي وایي، هڅه کوي چې د پاکستاني پوځ اقتصادي بنسټونه ونړوي.

د تحریک طالبان پاکستان په خبرپاڼه کې راغلي: «لکه څنګه چې ټول پوهېږي، د پاکستاني پوځ د پیاوړتیا اصلي سرچینه هغه عواید دي چې له امله یې د تېرو اویا کلونو راهیسې پر دغه هیواد حاکم دی.»
په دغې خبرپاڼه کې د ځینو شرکتونو نومونه هم راغلي دي.

د خبرپاڼې له مخې، تر دې وروسته به دغه شرکتونه هم د دوی په هدفونو کې شامل وي.
خبرپاڼه زیاتوي: «موږ دوی ته درې میاشتې وخت ورکوو، چې په دغه شرکتونو کې پانګه‌وال دې خپلې ونډې له شرکتونو څخه وباسي.»
خبرپاڼه وړاندې کاږي، چې د پاکستان پر پوځ او همدا ډول په دې ادارو کې کار کوونکي دې هم درې میاشتې د خپل ځان لپاره د عاید متبادلې سرچینې ولټوي.
دوی دارنګه هغه هټۍوالو ته چې د پوځ محصولات کاروي هم دوه مياشتې وخت ورکړى چې دغه محصولات په دوو مياشتو کې له مخې لرې کړي او په راتلونکي کې د هغوى پر ځاى نور محصولات واخلي.
د پاکستاني طالبانو تحریک دارنګه دغو هټۍوالو ته خبرداری ورکړی، که دوه میاشتې وروسته هم د دوی په پلورنځيو کې پوځي توکي وموندل شي؛ نو د دوی غړو ته به امر کېږي، چې دا توکي وسوځوي او یا یې ويجاړ کړي.

ټي ټي پي داسې مهال د پاکستان پوځ پر شرکتونو د بریدونو ګواښ کوي چې په دې وروستیو کې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې پر پوځ او نورو امنیتي ځواکونو بریدونو زور اخیستی. او امنیتي ځواکونو ته په کې درنه مرګ ژوبله اوړي.

دې نېشن ورځپاڼه: له پي ټي اېم سره په تعامل نه کولو پاکستان یوه لویه موقع له لاسه ورکړې

۱۶ مرغومی ۱۴۰۳ - ۵ جنوری ۲۰۲۵، ۱۶:۰۲ GMT+۰

د تېرو ژمیو برعکس، سږکال پاکستاني طالبان ژمنۍ رخصتۍ نه کوي او مخ په زیاتېدونکي ډول جګړه تودوي. دې نېشن ورځپاڼه وايي، له پښتون ژغورنې غورځنګ سره په تعامل نه کولو پاکستان یوه لویه موقع له لاسه ورکړه، خو اوس پي ټي ایم یوازې یو چوپ ناظر پاتې شوی.

پاکستانۍ ورځپاڼه نېشن په یوه تحلیل کې وايي، پاکستان په کابل کې خپل اصلي نفوذ په حقاني شبکې پورې تړلی ساتي، چې په خیبر پښتونخوا او د افغانستان ختیزو سیمو کې پراخې ریښې لري، خو له دې سره سره، په افغانستان کې د پاکستان نفوذ په تېرو کلونو کې خورا کم شوی دی.

د ورځپاڼې په باور، پاکستان د ټي ټي پي په اړه مختلف لیدلوري لري، یو وخت یې له افغان طالبانو سره د اړیکو پر بنسټ ملګرې ګڼله، خو اوس ترې د کورني ګواښ په توګه یادونه کوي، خو یوه خبره یقیني ده: « کال ۲۰۲۵ ممکن د دې دواړو خواوو ترمنځ له خونړیو او ګډوډیو ډکه جګړه وي».

ورځپاڼه وايي، کله چې پاکستان خپل نفوذ له لاسه ورکوي، هند د دې ځای نیولو هڅه کوي، « هند د افغانستان په بیلابیلو بنسټونو کې له دوه میلیارده ډالرو زیاتې پانګونې کړې دي، چې په دې کې د روغتونونو بیا رغول، د افغان ځواکونو روزنه او له ترهګرۍ ضد جګړې سره د امنیتي بنسټونو ملاتړ شامل دی».

دې نېشن وايي، نړیوال ځواکونه د هند برعکس له افغانستان سره د پاکستان په ښکیلتیا کې مداخله نه غواړي او پاکستان باید خپله ستونزه پخپله له افغانستان سره حل کړي: « ټي ټي پي د یوه پاروونکي عامل په توګه رول لوبولی او د کابل او اسلام‌ اباد ترمنځ اړیکې یې لا نورې خرابې کړې دي. د دې وضعیت پایلې جدي دي. په داسې حال کې چې هند ممکن د پاکستان سرحدونو ته د داخلېدو لپاره یو جواز وغواړي، دغه حالت پاکستان اړ کوي چې له هند سره په شمال ختیز او د افغانستان سره په شمال لویدیز سرحد کې اضافي ځواکونه ځای پر ځای کړي».

ورځپاڼه وايي، پاکستان داسې فکر کوي چې د پښتنو ځوانانو ناخوښي یوازې د پاکستان په داخل پورې محدوده ده، په داسې حال کې چې دا مساله د افغانستان پښتنو سیمو ته هم غځېدلی شي. ورځپاڼه وايي، له پښتون ژغورنې غورځنګ سره په تعامل نه کولو پاکستان یوه لویه موقع له لاسه ورکړه چې د ټي ټي پي د ارامولو لپاره منځګړي پیدا کړي، خو اوس پي ټي ایم یوازې یو چوپ ناظر پاتې شوی دی.

ورځپاڼه زیاتوي، پاکستان ته په کار ده چې له پي ټي اېم سره خبرې وکړي او هغوی ته امتیاز ورکړي، چې د ټي ټي پي د ارامولو لپاره منځګړیتوب وکړي. سربېره پر دې، پاکستان باید د کابل لپاره د خپلو بندرونو له لارې د یوې منظمې سوداګرۍ اسانتیاوې برابرې کړي، چې له افغانستان سره اړیکې نرمې او شته کړکیچ کم کړي.

د ورځپاڼې په وینا، طالبانو د پکتیکا له بریدونو وروسته ډیورنډ کرښې ته د فرضي کرښې اصطلاح کارول پیل کړي او دا ښيي چې دغه ډله ډیورنډ کرښه ردوي.

خلیلزاد: پاکستان له درېګونو سیاسي، اقتصادي او امنیتي ناورینونو سره مخ دی

۱۶ مرغومی ۱۴۰۳ - ۵ جنوری ۲۰۲۵، ۱۲:۴۹ GMT+۰

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی وایي، پاکستان له سیاسي، اقتصادي او د جګړې د شدت دریو ناورینونو سره مخ دی او له دغو ناورینونو د وتلو پیل باید له زندان څخه د عمران خان په خوشي کولو وشي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د یکشنبې په ورځ پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، چې پاکستان د سیاسي، اقتصادي او ناامنۍ د ستونزو له امله له دریو بحرانونو سره مخ دی.

خلیلزاد په بند کې د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر عمران خان ساتل، د انټرنېټ بندېدو له امله اقتصادي زیانونه او د جګړې شدت له امله د سلګونو پاکستانیانو وژل کېدل د دغه هېواد د بحرانونو په توګه یاد کړي. نوموړي په پاکستان کې د جګړې د شدت په اړه له افغانستان سره شخړې هم یادې کړې دي.

نوموړی وايي، پاکستان بیا رغونې ته اړتیا لري او دا باید له زندان څخه د عمران په راخوشي کېدو سره پیل شي.

زلمي خلیلزاد تردې وړاندې هم په زندان کې د عمران خان پر ساتلو او د نوموړي د ګوند د ګڼو پلویانو پر نیول کېدو او بندي کېدو غبرګونونه ښودلي.

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر تېر کال د غويي میاشتې په وروستیو کې د دولتي ډالیو په قضیه کې بندي شو او په غبرګون کې یې تحریک انصاف ګوند څو ځله پراخ لاریونونه وکړل.

په اسلام اباد کې ۱۲۷ تنه افغان کډوال نیول شوي او بندیان دي

۱۶ مرغومی ۱۴۰۳ - ۵ جنوری ۲۰۲۵، ۱۱:۱۵ GMT+۰

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت وايي، د افغان کډوالو خلاف د اسلام اباد په وروستیو عملیاتو کې ۱۲۷ تنه افغانان نیول شوي. د طالبانو ترواک لاندې ملي راډیو د دې ډلې د کډوالو چارو وزارت د ویاند له خولې ویلي، چې د پخوا په پرتله د پاکستان په لویو ښارونو کې دمګړی د افغان کډوالو وضعیت ښه دی.

له تېرې اونۍ راهیسې د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د افغان کډوالو د نیولو عملیات پیل شوي دي.

د راپورونو له مخې، پاکستاني پولیسو د افغان کډوالو د نیولو د عملیاتو په ترڅ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه افغان کډوال نیولي او بندیان کړي دي.

خو د طالبانو ترواک لاندې ملي راډیو د دې ډلې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د ویاند عبدالمطلب حقاني د یوه غږیز کلیپ په خپرلو سره ویلي، چې د پخوا په پرتله د پاکستان په لویو ښارونو کې دمګړی د افغان کډوالو وضیعت ښه دی او پاکستاني پولیس یې نه ځوروي.

نوموړی وايي، په اسلام اباد کې د افغان کډوالو خلاف په وروستیو عملیاتو کې ۱۲۷ تنه افغانان نیول شوي دي: «د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په مسلسلو هلوځلو اوس مهال د پاکستان په لویو ښارونو کې نسبتا وضعیت ډیر نورمال دی، څوک نیول کیږي نه او ځورول کیږي نه. البته په دې وروستیو کې د پاکستان په پایتخت اسلام اباد کې یو لړ عملیات ترسره شوي، چې د ۱۲۷ تنو په تعداد کې افغانان نیول شوي چې زیاترو یې ای سي سي کارټونه لرل، یا یې ویزې ختمې شوې وي او یا یې د یو این ایچ سي ار کارتونه لرل ».

نوموړی وایي، د طالبانو کډوالو وزارت د پاکستان د کډوالو وزارت کمېشنرۍ، شارپ ادارې او نورو ډېپلوماتیکو استازولیو سره ناستې ترسره کړي، چې نیول شوي افغانان بېرته خوشي کړل شي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له پاکستان او ایران څخه غوښتي چې افغان کډوال دې جبرې ستنولو ته نه اړباسي او د نړیوالو قوانینو سره سم دې د کډوالو حقونو ته درناوی وکړي.

په اسلام اباد کې د افغان کډوالو د نیولو ګڼې ویډیوګانې خپرې شوې او لیدل کیږي چې پاکستاني پولیسو د اسلام اباد له بېلابېلو ښارګوټو څخه لسګونه افغانان نیولي او د پولیسو مرکزونو ته یې انتقالوي.