• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ټي‌ټي‌پي: پر امنیتي ځواکونو د بریدونو تر څنګ به د پوځ اقتصادي بنسټونه په نښه کړو

۱۷ مرغومی ۱۴۰۳ - ۶ جنوری ۲۰۲۵، ۰۲:۵۵ GMT+۰تازه شوی: ۱۷ مرغومی ۱۴۰۳ - ۶ جنوری ۲۰۲۵، ۰۳:۵۵ GMT+۰

تحریک طالبان پاکستان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو د بریدونو تر څنګ به پر پوځي شرکتونو بریدونه پیل کړي. ټي ټي پي وایي، هڅه کوي چې د پاکستاني پوځ اقتصادي بنسټونه ونړوي.

د تحریک طالبان پاکستان په خبرپاڼه کې راغلي: «لکه څنګه چې ټول پوهېږي، د پاکستاني پوځ د پیاوړتیا اصلي سرچینه هغه عواید دي چې له امله یې د تېرو اویا کلونو راهیسې پر دغه هیواد حاکم دی.»
په دغې خبرپاڼه کې د ځینو شرکتونو نومونه هم راغلي دي.

د خبرپاڼې له مخې، تر دې وروسته به دغه شرکتونه هم د دوی په هدفونو کې شامل وي.
خبرپاڼه زیاتوي: «موږ دوی ته درې میاشتې وخت ورکوو، چې په دغه شرکتونو کې پانګه‌وال دې خپلې ونډې له شرکتونو څخه وباسي.»
خبرپاڼه وړاندې کاږي، چې د پاکستان پر پوځ او همدا ډول په دې ادارو کې کار کوونکي دې هم درې میاشتې د خپل ځان لپاره د عاید متبادلې سرچینې ولټوي.
دوی دارنګه هغه هټۍوالو ته چې د پوځ محصولات کاروي هم دوه مياشتې وخت ورکړى چې دغه محصولات په دوو مياشتو کې له مخې لرې کړي او په راتلونکي کې د هغوى پر ځاى نور محصولات واخلي.
د پاکستاني طالبانو تحریک دارنګه دغو هټۍوالو ته خبرداری ورکړی، که دوه میاشتې وروسته هم د دوی په پلورنځيو کې پوځي توکي وموندل شي؛ نو د دوی غړو ته به امر کېږي، چې دا توکي وسوځوي او یا یې ويجاړ کړي.

ټي ټي پي داسې مهال د پاکستان پوځ پر شرکتونو د بریدونو ګواښ کوي چې په دې وروستیو کې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې پر پوځ او نورو امنیتي ځواکونو بریدونو زور اخیستی. او امنیتي ځواکونو ته په کې درنه مرګ ژوبله اوړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

دې نېشن ورځپاڼه: له پي ټي اېم سره په تعامل نه کولو پاکستان یوه لویه موقع له لاسه ورکړې

۱۶ مرغومی ۱۴۰۳ - ۵ جنوری ۲۰۲۵، ۱۶:۰۲ GMT+۰

د تېرو ژمیو برعکس، سږکال پاکستاني طالبان ژمنۍ رخصتۍ نه کوي او مخ په زیاتېدونکي ډول جګړه تودوي. دې نېشن ورځپاڼه وايي، له پښتون ژغورنې غورځنګ سره په تعامل نه کولو پاکستان یوه لویه موقع له لاسه ورکړه، خو اوس پي ټي ایم یوازې یو چوپ ناظر پاتې شوی.

پاکستانۍ ورځپاڼه نېشن په یوه تحلیل کې وايي، پاکستان په کابل کې خپل اصلي نفوذ په حقاني شبکې پورې تړلی ساتي، چې په خیبر پښتونخوا او د افغانستان ختیزو سیمو کې پراخې ریښې لري، خو له دې سره سره، په افغانستان کې د پاکستان نفوذ په تېرو کلونو کې خورا کم شوی دی.

د ورځپاڼې په باور، پاکستان د ټي ټي پي په اړه مختلف لیدلوري لري، یو وخت یې له افغان طالبانو سره د اړیکو پر بنسټ ملګرې ګڼله، خو اوس ترې د کورني ګواښ په توګه یادونه کوي، خو یوه خبره یقیني ده: « کال ۲۰۲۵ ممکن د دې دواړو خواوو ترمنځ له خونړیو او ګډوډیو ډکه جګړه وي».

ورځپاڼه وايي، کله چې پاکستان خپل نفوذ له لاسه ورکوي، هند د دې ځای نیولو هڅه کوي، « هند د افغانستان په بیلابیلو بنسټونو کې له دوه میلیارده ډالرو زیاتې پانګونې کړې دي، چې په دې کې د روغتونونو بیا رغول، د افغان ځواکونو روزنه او له ترهګرۍ ضد جګړې سره د امنیتي بنسټونو ملاتړ شامل دی».

دې نېشن وايي، نړیوال ځواکونه د هند برعکس له افغانستان سره د پاکستان په ښکیلتیا کې مداخله نه غواړي او پاکستان باید خپله ستونزه پخپله له افغانستان سره حل کړي: « ټي ټي پي د یوه پاروونکي عامل په توګه رول لوبولی او د کابل او اسلام‌ اباد ترمنځ اړیکې یې لا نورې خرابې کړې دي. د دې وضعیت پایلې جدي دي. په داسې حال کې چې هند ممکن د پاکستان سرحدونو ته د داخلېدو لپاره یو جواز وغواړي، دغه حالت پاکستان اړ کوي چې له هند سره په شمال ختیز او د افغانستان سره په شمال لویدیز سرحد کې اضافي ځواکونه ځای پر ځای کړي».

ورځپاڼه وايي، پاکستان داسې فکر کوي چې د پښتنو ځوانانو ناخوښي یوازې د پاکستان په داخل پورې محدوده ده، په داسې حال کې چې دا مساله د افغانستان پښتنو سیمو ته هم غځېدلی شي. ورځپاڼه وايي، له پښتون ژغورنې غورځنګ سره په تعامل نه کولو پاکستان یوه لویه موقع له لاسه ورکړه چې د ټي ټي پي د ارامولو لپاره منځګړي پیدا کړي، خو اوس پي ټي ایم یوازې یو چوپ ناظر پاتې شوی دی.

ورځپاڼه زیاتوي، پاکستان ته په کار ده چې له پي ټي اېم سره خبرې وکړي او هغوی ته امتیاز ورکړي، چې د ټي ټي پي د ارامولو لپاره منځګړیتوب وکړي. سربېره پر دې، پاکستان باید د کابل لپاره د خپلو بندرونو له لارې د یوې منظمې سوداګرۍ اسانتیاوې برابرې کړي، چې له افغانستان سره اړیکې نرمې او شته کړکیچ کم کړي.

د ورځپاڼې په وینا، طالبانو د پکتیکا له بریدونو وروسته ډیورنډ کرښې ته د فرضي کرښې اصطلاح کارول پیل کړي او دا ښيي چې دغه ډله ډیورنډ کرښه ردوي.

خلیلزاد: پاکستان له درېګونو سیاسي، اقتصادي او امنیتي ناورینونو سره مخ دی

۱۶ مرغومی ۱۴۰۳ - ۵ جنوری ۲۰۲۵، ۱۲:۴۹ GMT+۰

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی وایي، پاکستان له سیاسي، اقتصادي او د جګړې د شدت دریو ناورینونو سره مخ دی او له دغو ناورینونو د وتلو پیل باید له زندان څخه د عمران خان په خوشي کولو وشي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د یکشنبې په ورځ پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، چې پاکستان د سیاسي، اقتصادي او ناامنۍ د ستونزو له امله له دریو بحرانونو سره مخ دی.

خلیلزاد په بند کې د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر عمران خان ساتل، د انټرنېټ بندېدو له امله اقتصادي زیانونه او د جګړې شدت له امله د سلګونو پاکستانیانو وژل کېدل د دغه هېواد د بحرانونو په توګه یاد کړي. نوموړي په پاکستان کې د جګړې د شدت په اړه له افغانستان سره شخړې هم یادې کړې دي.

نوموړی وايي، پاکستان بیا رغونې ته اړتیا لري او دا باید له زندان څخه د عمران په راخوشي کېدو سره پیل شي.

زلمي خلیلزاد تردې وړاندې هم په زندان کې د عمران خان پر ساتلو او د نوموړي د ګوند د ګڼو پلویانو پر نیول کېدو او بندي کېدو غبرګونونه ښودلي.

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر تېر کال د غويي میاشتې په وروستیو کې د دولتي ډالیو په قضیه کې بندي شو او په غبرګون کې یې تحریک انصاف ګوند څو ځله پراخ لاریونونه وکړل.

په اسلام اباد کې ۱۲۷ تنه افغان کډوال نیول شوي او بندیان دي

۱۶ مرغومی ۱۴۰۳ - ۵ جنوری ۲۰۲۵، ۱۱:۱۵ GMT+۰

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت وايي، د افغان کډوالو خلاف د اسلام اباد په وروستیو عملیاتو کې ۱۲۷ تنه افغانان نیول شوي. د طالبانو ترواک لاندې ملي راډیو د دې ډلې د کډوالو چارو وزارت د ویاند له خولې ویلي، چې د پخوا په پرتله د پاکستان په لویو ښارونو کې دمګړی د افغان کډوالو وضعیت ښه دی.

له تېرې اونۍ راهیسې د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د افغان کډوالو د نیولو عملیات پیل شوي دي.

د راپورونو له مخې، پاکستاني پولیسو د افغان کډوالو د نیولو د عملیاتو په ترڅ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه افغان کډوال نیولي او بندیان کړي دي.

خو د طالبانو ترواک لاندې ملي راډیو د دې ډلې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د ویاند عبدالمطلب حقاني د یوه غږیز کلیپ په خپرلو سره ویلي، چې د پخوا په پرتله د پاکستان په لویو ښارونو کې دمګړی د افغان کډوالو وضیعت ښه دی او پاکستاني پولیس یې نه ځوروي.

نوموړی وايي، په اسلام اباد کې د افغان کډوالو خلاف په وروستیو عملیاتو کې ۱۲۷ تنه افغانان نیول شوي دي: «د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په مسلسلو هلوځلو اوس مهال د پاکستان په لویو ښارونو کې نسبتا وضعیت ډیر نورمال دی، څوک نیول کیږي نه او ځورول کیږي نه. البته په دې وروستیو کې د پاکستان په پایتخت اسلام اباد کې یو لړ عملیات ترسره شوي، چې د ۱۲۷ تنو په تعداد کې افغانان نیول شوي چې زیاترو یې ای سي سي کارټونه لرل، یا یې ویزې ختمې شوې وي او یا یې د یو این ایچ سي ار کارتونه لرل ».

نوموړی وایي، د طالبانو کډوالو وزارت د پاکستان د کډوالو وزارت کمېشنرۍ، شارپ ادارې او نورو ډېپلوماتیکو استازولیو سره ناستې ترسره کړي، چې نیول شوي افغانان بېرته خوشي کړل شي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له پاکستان او ایران څخه غوښتي چې افغان کډوال دې جبرې ستنولو ته نه اړباسي او د نړیوالو قوانینو سره سم دې د کډوالو حقونو ته درناوی وکړي.

په اسلام اباد کې د افغان کډوالو د نیولو ګڼې ویډیوګانې خپرې شوې او لیدل کیږي چې پاکستاني پولیسو د اسلام اباد له بېلابېلو ښارګوټو څخه لسګونه افغانان نیولي او د پولیسو مرکزونو ته یې انتقالوي.

د پاکستان او طالبانو ناندرۍ؛ اسلام اباد کې د افغان کډوالو د نیولو عملیاتو زور اخیستی

۱۶ مرغومی ۱۴۰۳ - ۵ جنوری ۲۰۲۵، ۰۹:۵۰ GMT+۰

د اسلام اباد په بېلابېلو استوګنیزو برخو کې پولیسو د (مرغومې ۱۶مه) د یکشنبې په ورځ د بې اسناده افغان کډوالو پر ضد د نیولو چټک عملیات پیل کړي‌ دي چې په لړ کې یې سلګونه کسان نیولي چې ښځې او ماشومان هم په کې دي.

په اسلام اباد کې پولیسو دغه چاڼیز عملیات وروسته له هغې چټک کړل چې تېره ورځ د طالبانو د بهرنیو چارو مرستیال وزیر عباس ستانکزي پاکستان ته ګواښ وکړ چې که یې حوصله ختمه کړي‌؛ نو دغه هېواد ته طالب جنګیالي هم د جګړو لپاره استولی شي.

د اسلام اباد «بي ۱۷، بي ۱۶ او فیصل ټاون په ګډون بهاره کهو» هغه سیمې دي چې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته ورته د ګواښ لاندې لسګونه زره افغانې کورنۍ کډوالې شوې او له سختو ننګوونو سره مخ دي.

په بهاره کهو سیمه کې یو مېشت افغان کډوال فیض الله افغانستان انټرنشنل ته وايي، د یکشنبې سهار وختي یوې ځايي پلازې ته چې په کې افغانان مېشت دي جوپې جوپې پولیس ورغلي او یو شمېر افغان کډوال یې نیولي دي.

هغه زیاتوي: سره له دې چې ځینو کډوالو د مېشتیدنې قانوني اسناد او ویزې هم درلودې ؛خو بیا هم پولیسو ونیول او کورنۍ یې ورته خورا اندیښمنې دي. د فیض الله په خبره، د پاکستان حکومت په دې وروستیو کې د ویزو نوې کېدو بهیر هم بند کړی او له دې امله اوس هغه کډوال چې د ویزو موده یې پای ته رسیدلې د پولیسو د نیول کیدو له ګواښ‌ سره مخ دي.

افغانستان انټرنشنل ته په یوې رسیدلې ویډیو کې د پاکستاني پولیسو یو لوی موټر ولاړ دی چې یوه افغان کډواله او د هغې کورنۍ د ویزې نه لرلو له کبله موټر ته پورته کوي. نیول شوې افغان کډواله په ژړغوني غږ پولیسو ته فریاد کوي‌ چې په دغه هېواد کې په ارامه توګه د ژوند کولو حق ورکړي.

په یوې بلې راستول شوې ویډیو کې دوه تنه ځوانان د اسلام اباد په «بي ۱۷» ښارګوټي کې د پولیسو له ویرې په تشناب کې پټ شوي ؛خو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې دغه دوه کسان پولیسو موندلي او اړونده امنیتي مرکزونو ته یې وړي،‌ څو یې افغانستان ته په جبري ډول وباسي.

پاکستان ته او ایران ته د طالبانو تر واکمنۍ وروسته تر ګواښ لاندې افغانان په ځانګړي توګه د پخواني حکومت امنیتي کارکوونکي،‌ خبریالان، ښځینه فعالانې او مدني فعالان تللي دي چې د پاکستاني پولیسو له لوري یې افغانستان ته په زوره د اېستل کیدو له امله ژوند لا نور له ګواښ سره مخ کېږي.

د راپورونو له مخې له ایران او پاکستان څخه ځینې ایستل شوي افغانان په ځانګړي‌ توګه د پخواني جمهوري نظام سرتېري د طالبانو له لوري وژل شوي او شکنجه شوي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د تېر زیږدیز کال په وروستۍ میاشت کې اعلان وکړ چې افغان کډوال باید تر دې وروسته په اسلام اباد کې د میشتیدو لپاره اجازه لیک واخلي او که داسې ونکړي‌ ؛نو ان له هېواده به یې وشړي.

د محسن نقوي تر دغو څرګندونو نږدې دوه میاشتې تېرېږي ؛خو لا هم د پاکستان حکومت په اسلام اباد کې د مېشتو افغانانو این او سي یا اوسیدلو اجازه لیک په تړاو هېڅ راز څرګنده پالیسي نه ده چمتو کړې.

باورونه دا دي چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اړیکو خړیدو له امله هم په دغه هېواد کې پر افغان کډوالو فشارونه تر بل هر وخت خورا ډېر شوي دي.

یونېسف: ۲۰۲۴ د جګړه ځپلو ماشومانو لپاره خورا خطرناک کال و

۱۶ مرغومی ۱۴۰۳ - ۵ جنوری ۲۰۲۵، ۰۳:۱۸ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې ۲۰۲۴ کال هغو ماشومانو ته یو له خورا بدو کلونو و، چې د جګړو په سیمو کې ژوند کوي. راپور ښيي چې دا مهال د نړۍ شاوخوا شپږمه برخه ماشومان په هغو سیمو کې ژوند کوي چې د وسله‌والو شخړو تر اغېز لاندې دي.

د راپور له مخې دغه ماشومان هره ورځ د بشري حقونو له جدي سرغړونو سره مخ دي او له خپلو بنسټیزو حقونو بې برخې کېږي.

یونېسف ټینګار کړی چې دغه وضعیت باید د یوې «نوې عادي پدیدې» په توګه ونه منل شي او نړۍواله ټولنه باید د دغه حالت د پای ته رسېدو لپاره بېړني ګامونه پورته کړي.

په راپور کې راغلي، ماشومان په ځانګړي ډول د جګړو پر وړاندې ډېر زیان‌منونکي دي او د جګړو تر ټولو زیات زیانونه همدوی ګالي.

د یونېسف په باور دوی نه یوازې د چاودېدونکو وسلو په پایله کې وژل کېږي یا ټپیان کېږي، بلکې له خپلو کورنیو څخه بېلېږي، کورونه یې ورانېږي، او د جګړو د شرایطو له امله ډېر ماشومان د جنسي ځورونو او تاوتریخوالي قرباني کېږي. همدارنګه، د ښوونځیو او روغتونونو پر وړاندې د بریدونو له کبله دوی له تعلیمي او روغتیایي خدمتونو بې برخې کېږي او ډېری یې ان له بشري مرستو هم بې برخې کېږي.

یونېسف ویلي چې حکومتونه او نړۍوال بنسټونه باید بېړنیو اقداماتو ته لومړیتوب ورکړي. د جګړو ښکېلې خواوې باید ژر تر ژره خپلې ژمنې پوره کړي او د ماشومانو ساتنه یقیني کړي، پر ښوونځیو، روغتونونو او استوګنیزو سیمو بریدونه ودروي، او د هغو ماشومانو د خوندیتوب لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي چې د جګړو لپاره ګمارل شوي یا د جنسي او فزیکي ځورونو ښکار شوي دي.

یونېسف همدارنګه د جګړې سیمو کې ماشومانو ته د بشري مرستو د خوندي لاسرسي غوښتنه کړې، ځکه چې ډېری ماشومان د شخړو له امله اړینې مرستې نه شي ترلاسه کولای.

دغه سازمان له حکومتونو او نړۍوالو ادارو غوښتنه کړې چې د جګړو د درولو او د ماشومانو د ساتنې په برخه کې د نړۍوالو قوانینو په پلي کېدوکې له خپل اغېز کار واخلي. نړۍواله ټولنه باید د بشري مرستو د ملاتړ لپاره مالي سرچینې زیاتې کړي، د جګړو په سیمو کې د ماشومانو د حقونو د سرغړونو څارنه وکړي، او د جګړو د پای ته رسېدو لپاره عملي او ډیپلوماټیک اقدامات وکړي.