د بښنې نړۍوال سازمان: اسراییل دې سملاسي په غزه کې د فلسطینیانو د نسل وژنې مخه ونیسي

د بښنې نړۍوال سازمان وایي، په غزه کې دې د فلسطینیانو په وړاندې د اسراییل نسل وژنه پای ته ورسېږي. دغه سازمان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، له څه باندې یوه کال راهیسې نړۍ د غزې په تړانګه کې د بې سارې مرګ ژوبلې او ویجاړیو شاهده ده.