حماس د دوحې د خبرو اترو په ترڅ کې د اسراييلي بنديانو د خوشې کولو نوملړ منظور کړ

حماس رویټرز ته ویلي، چې دوی د احتمالي اوربند او د بندیانو د تبادلې د یوې برخې په توګه د ۳۴ اسراییلي بندیانو نوملړ تصویب کړی.

حماس رویټرز ته ویلي، چې دوی د احتمالي اوربند او د بندیانو د تبادلې د یوې برخې په توګه د ۳۴ اسراییلي بندیانو نوملړ تصویب کړی.
اسراییل بیا وايي، چې تر اوسه یې نوملړ نه دی ترلاسه کړی، ځکه چې د قطر په دوحه کې غیر مستقیم خبرې روانې دي.
د دغه چارواکي نوم چې د موضوع د حساسیت له امله نه دی ښودل شوی ټینګار کړی، چې هر ډول معامله له غزې څخه د اسراییلو د وتلو او دایمي اوربند په اړه یوې هوکړې ته د رسېدو لپاره اړینه ده.
دا په داسې حال کې ده، چې په دوحه کې د حماس او د اسراییلو ترمنځ د روغې جوړې هڅې روانې دي.
په ورته وخت کې اسراییلي ځواکونو په غزې تړانګه کې بریدونو ته دوام ورکړی او په دغه تازه بریدونو کې چې په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې شوي ۸۸ فلسطیني وګړي وژل شوي دي.
اخوا د تېرو درېیو ورځو د بریدونو شمېرې ښيي، چې تر ۲۰۰ پورې فلسطیني وګړي وژل شوي دي.

د متحده ایالاتو د حکومت سر طبیب ویویک مورتي ویلي، چې الکولي څښاک د سرطان لامل کېږي او باید د شرابو په بوتلو ولیکل شي، چې د سرطان ناروغي پېدا کوي.
هغه وویل، چې هر ډول الکول څښاک د سینې، کولمو او ځیګر سرطان په ګډون لږ تر لږه د اوه ډوله سرطانونو خطر زیاتوي.
ویویک چې په امریکا کې یو له لوړپوړو روغتیایی چارواکو څخه دی وویل، د الکول څښل په متحده ایالاتو کې د سګرټ څکولو او د وزن له زیاتېدو وروسته د سرطان درېیم لوی لامل دی.
د متحده ایالاتو د دغه سرطبیب څرګندونې د لویو الکولي مشروباتو شرکتونو د ونډو ارزښت کې د ۳ سلنه کمښت لامل شوی.
ښاغلي موریتي وویل، چې الکول هر کال په متحده ایالاتو کې سل زره کسان په سرطان اخته کوي، چې له دغه شمېرې یې شل زره کسان ددې ناروغۍ له امله مړه کېږي.
دغه راز په دې هېواد کې تر ۱۳۵۰۰ ډېر کسان د الکولو د څښلو له امله د پېښو لامل کېږي او مري.
د الکولي مشروباتو شورا چې په متحده ایالاتو کې د شرابو د لویو شرکتونو استازیتوب کوي، د الکول محصولاتو باندې د نوي خبرداري لېبلونو له لګولو سره مخالفت کړی.
دغه شورا ټینګار وکړ، چې د محصول اوسني لېبل له اوږدې مودې راهیسې مصرف کوونکو ته د الکول احتمالي خطرونو خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، چې هېڅوک باید الکول ونه څښي، ځکه دا د دوی لپاره ښه نه دي.
دا څرګنده نه ده، چې ایا د عمومي سرطبیب وړاندیزونه به پلي شي او که نه.
د متحده ایالاتو په ټاکنو کې بریالي نوماند ډونالډ ټرمپ چې ورور یې د الکولو له امله مړ شوی او په خپله هم الکول نه څښي، له اوږدې مودې راهیسې د څښاکو د خطرونو په اړه خبرداری ورکړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل د بایډن د بهرني سیاست مهمه لاسته راوړنه بولي او وایي، چې واشنګټن له افغانستانه مهم درسونه ترلاسه کړل او په سوریه کې یې کار واخیست.
انتوني بلېنکن وویل، د افغانستان له شل کلنې جګړې څخه د وتلو اسانه لار نه وه.
نوموړي د یکشنبې په ورځ نیویارک ټایمز ته په خبرو کې زیاته کړه: «په افغانستان کې د امریکا د تر ټولو اوږدمهاله جګړو د پایته رسولو لپاره بخښنه نه غواړو.»
بلېنکن دغه راز ویلي، چې د امریکا ولسمشر جو بایډن د دې هېواد په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه پایته رسولې ده.
هغه وایي: «اوس به مونږ د امریکایانو بل نسل و نه لرو چې په افغانستان کې وجنګېږي او مړه شي او دا په خپل ذات کې یوه لاسته راوړنه ده.»
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سره له دې چې له افغانستانه وتل یو ستونزمن انتخاب ګڼي، خو وایي: «مونږ له افغانستانه درس اخیستی دی.»
د نوموړي په وینا، د افغانستان تجربې د امریکا له حکومت سره مرسته وکړه، چې د سوریې، لبنان او اسراییل د ناورینونو پروړاندې متفاوت عمل وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د جمهوري حکومت پرځېدو او بیا ځلې د طالبانو واکمني د امریکا د کانګرس په ګډون پراخې نیوکې له ځانه سره لري.
نیوکه کوونکي وایي، چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو په امن ځای بدل شوی او طالبانو افغان مېرمنې له خپلو حقونو څخه محروم کړي دي.
جمهوریت غوښتونکي وایي، چې بایډن له قید او شرط پرته باید له افغانستانه نه وای وتلی.
دوی د وتلو بهیر ګډوډ بولي او وایي، چې له دې پرېکړې سره ډېر شمېر امریکایي وګړي او سیمه ییز همکاران یې په افغانستان کې پاتې شول.

د جګړې څارونکو د یکشنبې په ورځ وویل، چې د سوریې په شمال کې په تېرو دوو ورځو کې د ترکیې له ملاتړه برخمنو ډلو او د سوریې د کرد ځواکونو ترمنځ په نښتو کې تر سلو زیات جنګیالي وژل شوي دي.
د سوریې د بشري حقونو د څار ډله وايي، چې د جمعې له ماښام راهیسې د منبج ښار په شاوخوا کې په نښتو کې ۱۰۱ تنه وژل شوي، چې ۸۵ تنه یې د ترکي پلوه ډلو او ۱۶ د کردانو تر واک لاندې د سوریې ډیموکراټيک ځواکونو (اېس ډي اېف) غړي دي.
د سوریې ډیموکراټيکو ځواکونو ویلي، چې دوی "د ترکیې د اجیرانو ټول بریدونه چې د ترکیې د بې پیلوټه الوتکو له خوا یې ملاتړ کېږي په شا تمبولي."
د سوریې په شمال کې د ترکیې تر ملاتړ لاندې ډلو په داسې حال کې له (اېس دي اېف) سره خپله جګړه بیا پیل کړه، چې د اپوزیسیون وسله والو ځواکونو د نومبر په ۲۷ مه د سوریې ولسمشر بشارالاسد له واکه لرې کړ.
دوی بریالي شول، چې د حلب په شمالي ولایت منبج او تل رفعت ښارونه د سوریې له ډيموکراټيکو ځواکونو څخه ونیسي.
د څارونکو د مشر رامي عبدالرحمان په وینا، د ترکیې ملاتړې ډلې له دې وړاندې چې رقه ونیسي موخه لري، چې د کوباني او تبقا ښارونه په خپله ولکه کې راولي.
اېس ډي اېف د سوریې په شمال ختیځ کې پراخې سیمې او په ختیځ کې د دیر الزور ولایت ځینې برخې خپله ولکه کې لري او په دې سیمو کې کردانو په ۲۰۱۱ کې د کورنۍ جګړې پرمهال د حکومتي ځواکونو له وتلو وروسته یوه خپلواکه اداره رامنځته کړه.
دغې ډلې چې د امریکا ملاتړ ورسره دی، د رقې په ګډون د خپلې اوسنۍ سیمې ډېره برخه د داعش له سخت دریځو نیولې او تر خپلې ولکې لاندې یې راوستې ده.

پاکستاني رسنۍ جیونیوز د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د پخواني لومړي وزیر عمران خان خوشې کول له حکومت سره د روانو خبرو اترو په لړ کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند لومړۍ او مهمه غوښتنه ده.
د حکومتي کمېټې يو غړي ویلي، چې تحریک انصاف د مذاکراتو په دواړو دورو کې د عمران خان د خوشې کولو لپاره فشار راوړی دی.
د سرچينو له مخې، پي ټي ای (د ډسمبر په ٢٣مه) نيټه ترسره شوې غونډه کې د عمران خان خوشې کول د لومړۍ غوښتنې په توګه وړاندې کړې و.
سرچينې ویلي: «پي ټي ای د يوه اجرايوي حکم له مخې د هغه د بشپړ خوشې کېدو غوښتنه کړې ده. دوی عمران خان ته توقیف نه؛ بلکې بشپړه ازادي غواړي.»
سرچينې زياته کړه، چې د عمران خان د خوشې کېدو ترڅنګ د شاه محمود قريشي، ډاکټر ياسمين راشد، سناتور اعجاز چوهدري او د ګوند د نورو کارکونکو د خوشې کېدو غوښتنه هم شوې ده.
سرچينې زياته کړې: «داسې ښکاري، چې د پي ټي ای ټيم يا هم بې باوره دي او يا د عمران خان له اجازې پرته د پرېکړې کولو واک نه لري؛ ځکه چې دوی د هرې خبرې په ځواب کې ویلي، چې بايد لومړی له عمران خان سره مشوره وشي.»
بلخوا د پاکستان مسلم ليګ (ن) پارلماني مشر او د حکومت لهخوا د مذاکراتي کميټې وياند عرفان صديقي خبردارى ورکړی، چې که د پاکستان تحريک انصاف خپلې غوښتنې په ليکلي ډول وړاندې نه کړي؛ نو د مذاکراتو بهير به ودروي.
نوموړي یوې رسنۍ سره د مرکې پرمهال وويل، چې پي ټي ای (د ډسمبر په ۲۳م په لومړۍ غونډه کې په لیکلي ډول د غوښتنې وړاندې کولو ژمنه کړې وه او دغه خبره په ګډه اعلاميه کې هم شوې وه؛ خو د جنورۍ په دویمه یې غوښتنې وړاندې نه کړې.
هغه زیاته کړه، چې تحریک انصاف وروسته له عمران خان سره د مشورې او غوښتنو د وروستي کولو لپاره د یو بل فرصت غوښتنه وکړه.
د هغه په وینا؛ په درېيمه ناسته کې هم که غوښتنې وړاندې نه شي، ښايي د خبرو اترو بهير ټکنی شي.
له بل پلوه د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازی زلمي خلیلزاد ویلي، چې پاکستان لا هم له درې اړخیزو بحرانونو سره مخ دی.
نوموړي پر اېکس پاڼه کاږلي، چې پاکستان د عمران خان د زنداني کولو سیاسي، اقتصادي او امنیتي بحرانونو سره مخ دی.
نوموړي زیاته کړې، چې پاکستان بیا رغونې ته اړتیا لري او دغه بیارغونه باید د عمران خان له ازادۍ سره پیل شي.

الجزیرې شبکې راپور ورکړی، چې اسراییلي ځواکونو د غزې په تړانګه کې د شنبې په ورځ په ۳۰ جلا جلا بریدونو کې لږ تر لږه ۷۰ تنه فلسطینیان وژلي دي. په غزه کې روغتیایي او ژغورونکې ډلې وايي، یوازې د غزې پر ښار د اسراییل په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۱۷ تنه وژل شوي.
د ملکي دفاع ادارې بیا ویلي، د غزې په ښار کې پر یو کور د اسراییل په برید کې د یوې کورنۍ ۱۱ غړي وژل شوي دي. په دغو وژل شویو کسانو کې اوه تنه ماشومان هم شامل وو.
د غزې پر ښار د اسراییل په دویم برید کې بیا لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي دي.
د ژغورونکو ډلو په وینا، ښایي شاوخوا ۱۰ تنه نور وژل شوي کسان هم تر خاورو لاندې بند پاتې وي.
د غزې په شمال په جبالیه پنډغالي کې د اسراییل په برید کې پنځه تنه فلسطینیان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.
اسراییلي ځواکونو په خان یونس کې هم یو موټر بمبار کړی، چې له امله یې شپږ تنه هغه فلسطیني امنیتي ساتونکي وژل شوي چې د بشري مرستو د رسولو لپاره یې کار کاوه.
له بل يلوه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن له خپل مصري انډول د سره په ټیلیفوني خبرو کې د اوربند هغې هوکړې په اړه چې مصر او متحده ایالات یې منځګړیتوب کوي خبرې کړې دي.
