اسراییلي ځواکونو په غزه کې ۷۰ تنه فلسطینیان وژلي دي

الجزیرې شبکې راپور ورکړی، چې اسراییلي ځواکونو د غزې په تړانګه کې د شنبې په ورځ په ۳۰ جلا جلا بریدونو کې لږ تر لږه ۷۰ تنه فلسطینیان وژلي دي. په غزه کې روغتیایي او ژغورونکې ډلې وايي، یوازې د غزې پر ښار د اسراییل په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۱۷ تنه وژل شوي.