روسیه: د امریکا له خوا جوړ اته اوږد واټن ویشتونکي توغندي مو له منځه وړي

روسیه وایي، چې د اوکراین له خوا د اوږده واټن ویشتونکو اته امریکایي توغول شوي توغندي یې له منځه وړي دي.

روسیه وایي، چې د اوکراین له خوا د اوږده واټن ویشتونکو اته امریکایي توغول شوي توغندي یې له منځه وړي دي.
په ورته وخت کې مسکو ګواښ کړی، چې د غچ اخیستو په موخه به د کییف مرکزي سیمې د هایپر سونیک (ترغږ چټګ) بالیسټيک توغندیو باندې په نښه کړي.
د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن تېر کال اوکراین ته د روسیې پر ضد د ۳۰۰ کیلومترو (۱۹۰ میله) وسلو د کارولو اجازه ورکړه، چې کرملین په یوه اقدام کې دا کار په سخته توګه وغانده.د روسیې د دفاع وزارت ویلي، د هوايي دفاعي سیسټم اته ATACMS د امریکا جوړ شوي توغندي او ۷۲ ډرون الوتکې یې نسکورې کړې دي.دغه وزارت دا هم وویل، چې دوی د اوکراین په ختیځ لوګانسک کې د نادیه په نامه کلی چې تر اوسه د کییف تر ولکې لاندې وو نیولی دی.د راپورونو له مخې، مسکو په ۲۰۲۴ کال کې په اوکراین کې نږدې ۴۰۰ مربع کیلومتره پرمختګ کړی.یاده دې وي، چې د اوکراین او روسیې ترمنځ په دغه جګړه کې دواړه لوري د روان کال له پیل راهیسې پر یو بل د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې تورونه لګوي.


د ټومیکو اتوکا په نوم جاپانۍ مېرمن چې د نړۍ تر ټولو زړه ښځه وه، د ۱۱۶ کلونو په عمر د جاپان د هیوګو ولایت د اشیا ښار په یوه پالنځي کې مړه شوه.
د عمر خوړلو (زړو) کسانو د پالیسیو مسوول یوشیتسوګو ناګاتا وویل، چې اتوکا د ډسمبر په ۲۹مه د جاپان د مرکزي سیمې هیوګو ولایت په اشیا ښار کې په یوه پالنځي کې مړه شوې ده.
د اتوکا په اړه راپورونو کې ویل شوي، چې د ۱۹۰۸ کال د مې میاشتې په ۲۳مه نېټه زېږېدلې وه او د کیلې او د مستو خوند لرونکي جاپاني څښاکو سره یې مینه درلوده.
د عمر خوړلو انسانانو د څېړنې ډلې په وینا، اتوکا تېر کال د ۱۱۷ کلنې ماریا برانیاس له مړینې وروسته په نړۍ کۍ تر ټولو د ډېر عمر لرونکې په توګه اعلان شوه.
په راپور کې د اتوکا په اړه لیکل شوي؛ کله چې هغې ته وویل شول چې د نړۍ د سل کاله لرونکو کسانو نوملړ په سر کې ده، هغې په ساده ډول ځواب ورکړ، "مننه."
د زړو کسانو د پالیسیو د مرکز مسوول ناګاتا وايي، چې اتوکا د جاپان په اوساکا کې زېږېدلې وه او په خپل ښوونځي کې د والیبال لوبغاړې وه.
د راپورونو له مخې، ټومیکو اتوکا دوه ځلې د اونټیک غره ته چې ۳۰۶۷ متره لوړ و، ختلې وه.
د ویلو ده، چې اتوکا په ۲۰ کلنۍ کې واده کړی و او د دوو لوڼو ترڅنګ یې دوه زامن هم درلول.
اتوکا د دویمې نړۍوالې جګړې پر مهال د خپل خاوند د ټوکر فابریکې دفتر مدریت کاوه، خو په ۱۹۷۹ کال کې د خپل خاوند له مړینې وروسته په نارا کې یوازې اوسېده.
له اتوکا څخه اوسمهال یو زوی او یوه لور او پنځه لمسیان پاتې دي.
ناګاتا ویلي دي، چې د نوموړې د جنازې مراسم د هغې د کورنۍ او ملګرو له خوا ترسره شول.
د یادولو ده، چې اوسمهال د نړۍ تر ټولو زوړ انسان ۱۱۶ کلنه برازیلۍ راهبه اناه کینابارو لوکاس ده، چې د اتوکا څخه ۱۶ ورځې وروسته زېږېدلې وه

فلسطیني ډاکټران وایي، په داسې حال کې چې منځګړو هېوادونو په قطر کې د اوربند خبرې پیل کړي، د شنبې سهار وختي اسراییلي پوځ د غزې ښار پر یوه کور برید وکړ، چې پایله کې یې ۱۲ کسان ووژل شول.
د راپورونو له مخې، له یاد شمېر وژل شویو کسانو سره په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د قربانیانو شمېر ۶۲ کسانو ته ورسېد.
د سیمې اوسېدونکي او ډاکټران زیاتوي، چې لږ تر لږه ۱۴ کسان د الغوله کورنۍ په کور کې وو، کله چې برید وشو او ودانۍ یې ویجاړه کړه.
د رویټرز د راپور له مخې، د دغې پېښې په اړه اسراییلي پوځ لا څه نه دي ویلي.
اسراییلي پوځ د شنبې په ورځ په یوې بیانیه کې وویل، چې د دوی ځواکونو د دې اونۍ په پای کې د بیت حنون په ښارګوټي کې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړی، چېرې چې پوځ له درېیو میاشتو راهیسې عملیات کوي او یو پوځي کمپلکس چې د حماس وسله والو له خوا کارول کېده ویجار کړی دی.
د شنبې په ورځ ناوخته د غزې په مرکزي برخه کې د دیر البلاح په ختیځ کې د اسراییلي پوځ هوایي برید له امله په یوه موټر کې درې کسان ووژل شول.
د اسراییل په عملیاتو کې د فلسطینیانو د وژلو شمېر په داسې حال کې مخ په زیاتېدو دی، چې منځګړي په قطر کې د ۱۵ میاشتنۍ جګړې او د یرغمل شویو د خوشې کېدو لپاره بیا د اوربند خبرې پیل کړي.
اسراییلي منځګړي د قطر او مصر د منځګړیتوب په همکارۍ په دوحه کې د خبرو د بیا پیل لپاره استول شوي او د جو بایډن اداره چې په دې خبرو کې مرسته کوي، د جمعې په ورځ له حماس څخه وغوښتل، چې یوې هوکړې ته سره ورسېږي.
حماس وایي، چې هوکړې ته د رسېدو لپاره ژمن دی خو څرګنده نه ده، چې دواړه لوري څومره نږدې شوي دي.
اسراییل د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په ۷مه د حماس د برید په ځواب کې پر غزې خپل برید پیل کړ، چې د غزې روغتیایي چارواکو د معلوماتو له مخې تر دې دمه یې شاو خوا ۴۵ زره او ۷۱۷ فلسطینیان وژلي دي.
د یادولو ده، چې حماس د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په اوومه پر اسراییل برید وکړ، ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او شاوخوا ۲۵۰ نور یې یرغمل کړل.

د جو بایډن ادارې د اسراییل لپاره د اته میلیارد ډالرو لویو وسلو کڅوړه تصویب کړه.
د راپورونو له مخې، په دې بسته کې د جنګي جېټ مهمات، د توپخانې مرمۍ او د چورلکو توغندي شامل دي.
د وسلو دغه تصویب داسې مهال کېږي، چې د اکټوبر له پنځمې نېټې راهیسې د اسراییل پوځي عملیات د غزې د جبالیا د کډوالو په کمپ، بیت الاهیا او بیت حانون کې روان دي.
راپورونه وایي، چې په دې بسته کې د بې پیلوټه الوتکو په څېر د هوایی ګواښونو په وړاندې د دفاع لپاره له هوا څخه هوا ته ویشتونکي توغندي هم شامل دي.
د سرچینو په وینا، ښایي د دغه بستې زیاته برخه تجهیزات د متحده ایالاتو له زېرمو څخه ورکړل شي او پاتې به نوي تولید ته اړتیا ولري.
ددغه مرستو موخه د مهمو مهماتو او هوایي دفاعي سیسټمونو په ډکولو سره د اسراییل د اوږدمهاله امنیت پیاوړي کول دي.
تر دې وړاندې د متحده ایالاتو ولسمشر جوبایډن ویلي وو " اسراییل د نړۍوالو او بشردوستانه قوانینو سره سم د خپلو اتباعو د ساتنې حق لري. موږ به د اسراییلو د دفاع لپاره د اړتیا وړ ظرفیتونو چمتو کولو ته دوام ورکړو."
د بشري حقونو یو شمېر نړۍوالې ادارې او ځيني هېوادونه په اسراییل نیوکه کوي، چې د دغه هېواد پوځ پوځ په غزه کې د نسل وژنې جګړې ته دوام ورکړی دی.
د راپورونو له مخې، له ۲۰۲۳ کال څخه تر اوسه په دې سیمه کې اسراییلي پوځیانو ۴۵۶۰۰ کسان وژلي دي او لسګونه زره کسان یې ټپيان کړي دي.
یاده دې وي، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غزې تړانګه کې د سمدستي اوربند غوښتنه کړې.
د نومبر په میاشت کې د جرمونو نړۍوالې محکمې په غزه کې د جنګي جرمونو او د بشریت ضد جرمونو په تور د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د دفاع پخواني وزیر یوف ګالنټ د نیولو امر هم صادر کړ.
اسراییل بیا په غزه کې د خپلو پوځي اقداماتو له امله د عدالت په نړۍواله محکمه کې د نسل وژنې قضیه هم لري

تحریک طالبان پاکستان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د خپلې قومندې لاندې وسلوالو ته امر وکړ، چې د پوستو او سیمو نیولو پسې د خوشالۍ لپاره«اتڼ» ونه کړي. څو ورځې وړاندې په باجوړ کې د پوستې له نیولو وروسته د پاکستاني طالبانو د اتڼ ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې په پراخه کچه خپره شوه.
د تحریک طالبان پاکستان د جعمې په ورځ د مرغومي ۱۴مه په خبرپاڼه کې وویل چې «دښمن له بېلابېلو سیمو په تېښته دی.»
ټي ټي پي لیکلي چې په دې مناسبت ځینې وختونه د دوی د وسلوالو ویډیوګانې هم خپرېږي په دې اړه ټولو «مجاهدینو ته لارښوونه کېږي چې موږ په خوښۍ او غم دواړو کې د شریعت احکامو پابند یو.»
خبرپاڼه کې راغلي:«نو له دې امله په هر ډول خوښیو کې، په ځانګړي ډول د پوستونو او سیمو د فتحه کولو پر مهال هغه "اتڼ" چې د ځینو پښتنو په ټولنو کې د خوښۍ په وخت کې رواج لري، ځان وساتئ.»
تر دې مخکې طالبانو په افغانستان کې هم پر اتڼ او نورو ملي دودونو لکه نوروز بندیز لګولی دی.

د بلوچستان د تربت اړوند نیو بهمن سیمه کې د سرک په غاړه د پاکستاني ځواکونو پر یوه کاروان چاودنه شوې ده. د بلوڅو بېلتون پالې ډلې چې ځانته مجید لوا سرتېري هم وايي، د دغه برید مسوولیت منلی او وايي د دوی غړي ځانمرګی برید کړی دی.
دې ډلې په خبرپاڼه کې ویلي، د بلوچستان د تربت وروستي برید کې یې زیات شمېر پاکستاني پوځیان وژلي دي. خو دغه ډله زیاتوي چې د برید پوره جزییات به هم ژر خپاره کړي.
د بلوڅو بېلتون پالې ډلې مجید لوا سرتیري په نامه وسلوالې ډلې ددې برید ویډیو هم اففانستان انټرنشنل ترلاسه کړې ده.
په دې ویډیو کې د ځانمرګي برید شیبې ښيي او شاوخوا غیر نظامي موټر هم لیدل کېږي.
له برید وروسته په نظامي موټر کې اور لګېدلی دی.
د پاکستان جیو نیوز بیا په دغه چاودنه کې د څلورو تنو د وژل کېدو او د ۳۲ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړ.
پاکستاني انلاین رسنۍ خراسان ډایري بیا په خپله اېکسپاڼه کې د پولیسو په حواله لیکلي چې په دغه برید کې پنځه پاکستاني نظامیان وژل شوي دی، چې د اتو تنو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ بلل شږی دی.