• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بلوچستان په تربت کې د پاکستاني ځواکونو پر موټر چاودنه شوې ده

۱۵ مرغومی ۱۴۰۳ - ۴ جنوری ۲۰۲۵، ۱۵:۳۷ GMT+۰تازه شوی: ۱۵ مرغومی ۱۴۰۳ - ۴ جنوری ۲۰۲۵، ۱۶:۴۷ GMT+۰

د بلوچستان د تربت اړوند نیو بهمن سیمه کې د سرک په غاړه د پاکستاني ځواکونو پر یوه کاروان چاودنه شوې ده. د بلوڅو بېلتون پالې ډلې چې ځانته مجید لوا سرتېري هم وايي، د دغه برید مسوولیت منلی او وايي د دوی غړي ځانمرګی برید کړی دی.

دې ډلې په خبرپاڼه کې ویلي، د بلوچستان د تربت وروستي برید کې یې زیات شمېر پاکستاني پوځیان وژلي دي. خو دغه ډله زیاتوي چې د برید پوره جزییات به هم ژر خپاره کړي.

د بلوڅو بېلتون پالې ډلې مجید لوا سرتیري په نامه وسلوالې ډلې ددې برید ویډیو هم اففانستان انټرنشنل ترلاسه کړې ده.

په دې ویډیو کې د ځانمرګي برید شیبې ښيي او شاوخوا غیر نظامي موټر هم لیدل کېږي.

له برید وروسته په نظامي موټر کې اور لګېدلی دی.

د پاکستان جیو نیوز بیا په دغه چاودنه کې د څلورو تنو د وژل کېدو او د ۳۲ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړ.

پاکستاني انلاین رسنۍ خراسان ډایري بیا په خپله اېکسپاڼه کې د پولیسو په حواله لیکلي چې په دغه برید کې پنځه پاکستاني نظامیان وژل شوي دی، چې د اتو تنو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ بلل شږی دی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

•
•
•

نور کیسې

اسوشییتید پریس: د لاس ویګاس بریدګر په افغانستان کې جنګېدلی او له رواني ناروغۍ کړېده

۱۵ مرغومی ۱۴۰۳ - ۴ جنوری ۲۰۲۵، ۱۴:۵۲ GMT+۰

اسوشییټېډ پریس خبر ورکړی، چې د امریکا د ځانګړو ځواکونو هغه سرتیري چې د نوي کال په ورځ یې په لاس ویګاس کې د ټیسلا موټر په چاودنه کې ځان وژنه کړې وه، خپلې پخوانۍ ملګرې ته ویلي وو، چې د افغانستان د جګړې له رواني پايلو ځوریږي.

متیو لیولسبزګر په افغانستان کې په څو عملیاتو کې حضور درلود.

د اسوشییتید پریس د خبر له مخې، د ځانګړو ځواکونو سرتېری ۳۷ کلن متیو ليولسبرګر، چې د نوي کال په ورځ د ټیسلا سایبر ټرک په چاودنه کې ځان وژنه کړې وه د دماغي زخم تروماتیک (ټي بي ای) نښانې درلودې.

دا ډول زيان د سر د شديدې ضربې له امله رامنځ ته کيږی او د اوږدې مودې دماغي ګډوډۍ لامل کيدلی شي.

لیولسبرګر، چې د خپل خدمت په جریان کې پنځه ځله د زړورتیا د برونزو ستوری ترلاسه کړ.

هغه د خپل عالي پوځي دندې سره سره په افغانستان کې د خپلو ماموریتونو له امله د روانی او فزيکي ټپونو سره مبارزه کړې وه.

یوه امریکایي چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط اسوشییتید پریس ته وویل، چې لیولسبرګر خپل ډېر وخت په یوازیتوب کې تېر کړی او په دې وروستیو کې یې د خپګان د درملنې لپاره پوځ ته مراجعه کړې وه.

د لیولسبرګر پخوانۍ ملګرې الیشیا اریټ، چې په اروپا کې د امریکا په یو لوی نظامي طبي مرکز کې دنده ترسره کړې وویل، چې هغې له ۲۰۱۸ راهیسې په لیولسبرګر کې د رواني ناروغۍ نښې لیدلې.

د اریټ په وینا لیولسبرګر په پیغامونو او عکسونو کې، چې له دې سره یې شریک کړي و، په افغانستان کې د رواني فشار، ستړیا، درد، بې خوبۍ او رواني اغیزو په اړه خبرې کولې.

هغه هلمند ولایت ته د خپل ماموریت په اړه په یوه پیغام کې لیکلي و: «ما څو مغزي ضربې وخوړې.»

لیولسبزګر په یوه لومړني پيغام کې اريټ ته ويلي و: «زما ژوند په تېر يوه کال کې د دوزخ په څېر و، مګر ستاسو په څېر د یو چا پېژندل زما د راحت لامل دي.»

د جمعې په ورځ ، د لاس ویګاس چارواکو د لیولسبرګر د پاتې پیغامونو ځني برخې خپرې کړې

د هغه ځان وژنه قصدي وه او هدف يې د «يوه خبرداري» ليږل او د جنګ له تجربو رامنځ ته شويو «شیطانانو پاکول» دي.

د ټرمپ نړيوال هوټل مخې ته د ایلان ماسک د شرکت د محصول ټيسلا سایبر ټرک کې د لیولسبرګر ځانوژنه د سیاسي تاوتريخوالي احتمالي اټکلونه راپورته کړي.

په ورته وخت کې چارواکو تایید کړه، چې هغه له ډونالډ ټرمپ سره کومه ځانګړې دښمني نه درلوده.

اریټ دا هم وویل، چې هغه او لیولسبرګر د ټیسلا مینه وال وو.

په ۲۰۲۱ کې د دوی له جلا کیدو وروسته، دواړو ډیر تماسونه نه درلودل.

مګر لیولسبرګر له پیښې څو ورځې دمخه هغې ته پیغامونه ليږلي وو.

اريټ په وروستيو کې وویل: «زه نه پوهیږم چې هغه څه شي دې ته اړ کړ، مګر زه فکر کوم کله چې هغه مرستې ته اړتیا لرله، پوځ د هغه په ​​ملاتړ کې پاتې راغی.»

د پنټاګون ویاند د جمعې په ورځ وویل، چې د لیولسبرګر ټول طبي اسناد ځایی چارواکو ته سپارل شوي او له نظامي ځواکونو یې وغوښتل چې د رواني روغتیا ننګونو په صورت کې له ملاتړو خدمتونو کار واخلي.

د سوریې نوې اداره: د جنورۍ له ۷ به له دمشق نړیوال هوايي ډګر پروازونه بیا پیل شي

۱۵ مرغومی ۱۴۰۳ - ۴ جنوری ۲۰۲۵، ۱۳:۳۲ GMT+۰

فرانس خبري اژانس د سوریې د چارواکو په حواله لیکلي، چې په راتلونکې اونۍ کې به له دمشق هوايي ډګر نړیوالې الوتنې بیا پیل شي. تیره میاشت د بشار الاسد د حکومت له پرځېدو وروسته له دغه هوايي ډګر نړيوال سوداګریز پروازونه درول شوي دي.

د سوریې دولتي خبري اژانس سنا د سوریې ملکي هوایی چلند او هوایی ترانسپورت عمومي مشر اشهد السلیبي په حواله لیکلي:"موږ اعلان کوو چې د جنورۍ له اوومې به له دمشق نړیوال هوایی ډګر نړیوالې الوتنې پیل کړو."

هغه وويل: "موږ عربي او نړيوالو هوايي شرکتونو ته ډاډ ور کوو چې موږ د خپلو همکارانو په مرسته د حلب او دمشق د هوايي ډګرونو د بيارغونې پړاو پيل کړی، څو له ټولې نړۍ د الوتنو هرکلی وکړو."

د نړیوالو مرستندویه الوتکو او بهرنیو ډېپلوماتیکو پلاوو لا له وړاندې سوریې ته الوتنې پیل کړې دي.

د پنجشنبې په ورځ د قطر هوايي شرکت اعلان وکړ، چې له نږدې ۱۳ کلونو وروسته د سوریې پلازمینې ته الوتنې بیا پیل کړي.

یوه قطري چارواکي تیره میاشت فرانس خبري اژانس ته ویلي و، چې دوحې د سوریې نويو چارواکو ته د دمشق په هوايي ډګر کې د عملیاتو په بیا پیلولو کې د مرستې وړاندیز کړی دی.

ټي ټي پي ته نژدې سرچینې: پاکستاني طالبانو اول ځل په جګړه کې توغندی وکاراوه

۱۵ مرغومی ۱۴۰۳ - ۴ جنوری ۲۰۲۵، ۱۲:۱۹ GMT+۰

د تحریک طالبان پاکستان ته نږدې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، د دې ډلې د حافظ ګل بهادر ګروپ وسلوالو اول ځل د شمالي وزیرستان په میرعلي کې د پاکستاني پوځیانو اډه پر یوه میزایل په نښه کړې ده. د افغان طالبانو تر واکمنېدو مخکې دې ډلې هم ورته توغندي د افغان ځواکونو پرضد کارول.

له شمالي وزیرستان سرچینو نن یکشنبه «د مرغومي ۱۵مه» وویل چې یوه اونۍ وړاندې دا توغندی میرعلي کې د پاکستاني پوځیانو پر اډه په برید کې ازمویل شوی او نتجه یې هم ښه ده.

حافظ ګل بهادر ګروپ هم د دې میزایل انځور په ټولنیزو رسنیو کې خپور کړی دی.

د ټي ټي يي ځايي وسلوال چې دا توغندی لیدلی، په هکله یې وايي:« دا میزایل په دومره اسانه نه جوړیږي او نه هم کوم کم لکښت پرې راځي. ددې میزایل توغولو سره سخت وېجاړی کېږي او د سختو جګړو کې د دوښمن مورال له منځه وړي.»

تر اوسه د دې توغندي ته کوم ځانګړی نوم نه دی انتخاب شوی او نه دا ویل شوي چې څومره واټن ویشتلی شي.

دا میزایل په لومړی ځل افغان طالبانو جوړ کړی و، چې د افغان ځواکونو د پوستو او نظامي ځایونو د محاصرې پرمهال یې کارول.

ځیني نظامي کارپوهان په دې باور دي، چې له ماینونو او بمونو نیولې تر میزایل جوړولو وړتیا د القاعدې غړلو لرله.

خو اوس اوس دا زدکړې نه یوازې افغان طالبانو ترلاسه کړې بلکې ټي تي پي او د دوی ګرپونه هم ورته تکتیکونه کاروي.

د دې میزایل په اړه تر دې دمه پاکستان حکومت په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

زرداري او شریف: د کورمې سولې تړون د شنډولو اجازه نه ور کوو

۱۵ مرغومی ۱۴۰۳ - ۴ جنوری ۲۰۲۵، ۱۱:۰۶ GMT+۰

د پاکستان ولسمشر اصف علی زرداري او لومړی وزير شهباز شریف وايي، چاته به اجازه ور نه کړي، چې په کورمه کې د سولې تړون شنډ کړي. دواړو د کورمې په بګن کې نن پر هغه حکومتي کاروان بريد غندلی دی، چې پاړاچینار ته یې مواد لېږدول. په دې پېښه کې د پولیسو ځايي مشر هم ټپي شوی دی.

د پاکستان دولتي راډیو د خبر له مخي ولسمشر اصف علی زرداري د شنبې په ورځ ويلي، چې د هغو کسانو په وړاندي به سخت اقدام وکړي، چې په کورمه کې د سولې تړون هڅې ګډوډوي.

نوموي دغه کسان د خلکو دښمنان بللي او زياته کړې یې ده، چې د دوی موخه د ګډوډۍ جوړول دي.

نوموړي له خلکو غوښتي: « دغو عناصرو ته باید ته اجازه ور نه کړئ، چې په خپلو ناوړه طرحو کې بریالي شي.»

د پاکستان لومړي وزير شهباز شریف هم ویلي، چې د کورمې د سولې تړون د شنډولو هڅه شوې.

نوموړي د ترهګرۍ پر ختمولو ټينګار کړی او زياته کړې یې ده، چې د سولي او امن دوښمنان به په خپلو موخو کې بریالي نه شي.

د راپورنو له مخي، چې نن سهار د کورمې په بګن کې وسله والو پر هغه کاروان برید کړی، چې پاړا چنار ته یې درمل او اړین توکي رسول.

په دغه برید کې د پولیسو ځايي مشر جاوید الله مسید او درې امنیتي کسان ټپیان شوي.

لومړي وزير په دې پېښه کې د پوليسو د ځايي مشر جاوید الله مسید د ژر روغتیا هیله ښودلې.

د خیبر پښتونخوا وزیر اعلي امین ګنډاپور هم ويلي، چې حکومت په کمرمه کې د امن او د خلکو د ستونزو حل ته ژمن دی.

ګنداپور په بګن کې پر حکومتي ګاډو بريد غندلی او د اړوند امنیتي مسولينو څخه یې د پيښي د پلټني غوښتنه کړې.

په کورمه کې له کلونو راهیسې د سني او شیعه مذهبو ترمنځ د ځمکو تر څنګ د غرونو پر وېش جګړې شوي، چې له امله یې دواړو لوریو ته درنه مرګ ژوبله هم اوښتي ده.
له نږدې درې میاشتو راهیسې یو ځل بیا دغو ناندریو او جګړو زور اخیستی، چې له کبله یې د لارو بندیدو له امله حتی ناروغه ماشومان او ښځې مړې شوې.

په کوهاټ کې تېره اوونۍ د امن په لويه جرګه کې د ګوندونو په استازيتوب ۴۵ کسانو د سولې په تړونلیک لاسليکونه وکړل.

د جرګې د پرېکړې له مخې لومړی به اوربند کیږي، بیا به له دواړو لوریو وسلې راټولیږي او لومړنیو اړتیاوو پوره کولو ته به هڅه کیږي.
په تړون کې ویل شوي چې که په کومه کې بیا هم کومه پېښه وشي نو د امن کمېټه به سملاسي فعاله شي او دویم اړخ به یې په وړاندې د غچ اخیستو هڅه نه کوي.

د کورمې په بګن سیمه کې پر هغه کاروان برید شوی چې پاړه چنار ته یې اړین توکي لېږدول

۱۵ مرغومی ۱۴۰۳ - ۴ جنوری ۲۰۲۵، ۰۷:۱۱ GMT+۰

له کورمې ځايي خبریالانو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې نن سهار د کورمې په بګن سیمه کې وسله والو پر هغه کاروان برید کړی، چې پاړه چنار ته یې درمل او اړین توکي رسول. ویل کیږي په دغه برید د پولیسو ځايي مشر جاوید الله او درې امنیتي کسان ټپیان شوي.

افغانستان انټرنشنل پښتو ته له کورمې ولسوالۍ څخه ځايي خبریالانو نن شنبه د (مرغومي ۱۵مه) وویل، چې نن سهار د کورمې په بګن سیمه کې وسله والو پر هغه کاروان برید کړی، چې پاړه چنار ته یې درمل، تیل، خوراکي او اړین توکي رسول.

سرچینې وايي، له دغه کاروان سره د ځايي پولیسو مشر جاوید الله محسود هم ملتیا کوله چې په برید کې د هغه موټر په نښه شوی، هغه او درې نور امنیتي کسان په کې ټپیان شوي.

پاکستاني رسنۍ خراسان ډایري هم وايي، چې په برید کې د ځايي پولیسو مشر جاوید الله محسود ټپي شوی او ښايي په چورلکه کې د هوا له لارې پېښور ته د درملنې لپاره ولېږدول شي.

په کوهاټ کې تېره اوونۍ د امن په لويه جرګه کې د ګوندونو په استازيتوب ۴۵ کسانو د سولې په تړونلیک لاسليکونه وکړل. چې د جرګې د پرېکړې له مخې لومړی به اوربند کیږي، بیا به له دواړو لوریو وسلې راټولیږي او لومړنیو اړتیاوو پوره کولو ته به هڅه کیږي.
په تړونلیک کې ویل شوي چې که په کومه سیمه کې بیا هم کومه پېښه وشي نو د امن کمېټه به سملاسي فعاله شي. او دویم اړخ به یې په وړاندې د غچ اخیستو هڅه نه کوي.

خو تر اوربند وروسته د خوارکي او اړینو توکو پر کاروان او امنیتي کسانو برید به په سیمه کې رامنځته شوی د سولې لږ چانس به هم له منځه یوسي او یو ځل بیا به د شعیه او سني جګړې ته لمن ووهي.