• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اسوشییتید پریس: د لاس ویګاس بریدګر په افغانستان کې جنګېدلی او له رواني ناروغۍ کړېده

۱۵ مرغومی ۱۴۰۳ - ۴ جنوری ۲۰۲۵، ۱۴:۵۲ GMT+۰

اسوشییټېډ پریس خبر ورکړی، چې د امریکا د ځانګړو ځواکونو هغه سرتیري چې د نوي کال په ورځ یې په لاس ویګاس کې د ټیسلا موټر په چاودنه کې ځان وژنه کړې وه، خپلې پخوانۍ ملګرې ته ویلي وو، چې د افغانستان د جګړې له رواني پايلو ځوریږي.

متیو لیولسبزګر په افغانستان کې په څو عملیاتو کې حضور درلود.

د اسوشییتید پریس د خبر له مخې، د ځانګړو ځواکونو سرتېری ۳۷ کلن متیو ليولسبرګر، چې د نوي کال په ورځ د ټیسلا سایبر ټرک په چاودنه کې ځان وژنه کړې وه د دماغي زخم تروماتیک (ټي بي ای) نښانې درلودې.

دا ډول زيان د سر د شديدې ضربې له امله رامنځ ته کيږی او د اوږدې مودې دماغي ګډوډۍ لامل کيدلی شي.

لیولسبرګر، چې د خپل خدمت په جریان کې پنځه ځله د زړورتیا د برونزو ستوری ترلاسه کړ.

هغه د خپل عالي پوځي دندې سره سره په افغانستان کې د خپلو ماموریتونو له امله د روانی او فزيکي ټپونو سره مبارزه کړې وه.

یوه امریکایي چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط اسوشییتید پریس ته وویل، چې لیولسبرګر خپل ډېر وخت په یوازیتوب کې تېر کړی او په دې وروستیو کې یې د خپګان د درملنې لپاره پوځ ته مراجعه کړې وه.

د لیولسبرګر پخوانۍ ملګرې الیشیا اریټ، چې په اروپا کې د امریکا په یو لوی نظامي طبي مرکز کې دنده ترسره کړې وویل، چې هغې له ۲۰۱۸ راهیسې په لیولسبرګر کې د رواني ناروغۍ نښې لیدلې.

د اریټ په وینا لیولسبرګر په پیغامونو او عکسونو کې، چې له دې سره یې شریک کړي و، په افغانستان کې د رواني فشار، ستړیا، درد، بې خوبۍ او رواني اغیزو په اړه خبرې کولې.

هغه هلمند ولایت ته د خپل ماموریت په اړه په یوه پیغام کې لیکلي و: «ما څو مغزي ضربې وخوړې.»

لیولسبزګر په یوه لومړني پيغام کې اريټ ته ويلي و: «زما ژوند په تېر يوه کال کې د دوزخ په څېر و، مګر ستاسو په څېر د یو چا پېژندل زما د راحت لامل دي.»

د جمعې په ورځ ، د لاس ویګاس چارواکو د لیولسبرګر د پاتې پیغامونو ځني برخې خپرې کړې

د هغه ځان وژنه قصدي وه او هدف يې د «يوه خبرداري» ليږل او د جنګ له تجربو رامنځ ته شويو «شیطانانو پاکول» دي.

د ټرمپ نړيوال هوټل مخې ته د ایلان ماسک د شرکت د محصول ټيسلا سایبر ټرک کې د لیولسبرګر ځانوژنه د سیاسي تاوتريخوالي احتمالي اټکلونه راپورته کړي.

په ورته وخت کې چارواکو تایید کړه، چې هغه له ډونالډ ټرمپ سره کومه ځانګړې دښمني نه درلوده.

اریټ دا هم وویل، چې هغه او لیولسبرګر د ټیسلا مینه وال وو.

په ۲۰۲۱ کې د دوی له جلا کیدو وروسته، دواړو ډیر تماسونه نه درلودل.

مګر لیولسبرګر له پیښې څو ورځې دمخه هغې ته پیغامونه ليږلي وو.

اريټ په وروستيو کې وویل: «زه نه پوهیږم چې هغه څه شي دې ته اړ کړ، مګر زه فکر کوم کله چې هغه مرستې ته اړتیا لرله، پوځ د هغه په ​​ملاتړ کې پاتې راغی.»

د پنټاګون ویاند د جمعې په ورځ وویل، چې د لیولسبرګر ټول طبي اسناد ځایی چارواکو ته سپارل شوي او له نظامي ځواکونو یې وغوښتل چې د رواني روغتیا ننګونو په صورت کې له ملاتړو خدمتونو کار واخلي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

ستانکزی پاکستان ته: که د ابدالي ۵ زامن در پرېږدو بیا به دې څوک هند بحر کې هم ټینګ نه کړي

۱۵ مرغومی ۱۴۰۳ - ۴ جنوری ۲۰۲۵، ۱۳:۴۶ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال پاکستان ته په اشاره وايي، که «د ابدالي ۵ زامن در ایله کړو په هند بحر کې به دې هم څوک ټینګ نه کړي.» همدارنګه دغه طالب چارواکی وايي، د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ دې د جو بایډن پالیسي کې بدلون را ولي او دوی چمتو دي چې د دوستي لاس ور کړي.

شېر محمد عباس ستانکزي په کابل کې نن د یوې مدرسي په فراغت غونډه کې پاکستان ته په اشاره وویل: «زموږ په ګاونډ کې ملکونه دې چې په خپلو وسلو باندې مغروره دې وايي، چې امارت خو زموږ په مخ کې هیڅ هم نه دی، موږ خو داسې سلاوې لرو. هغو ته موږ دا خبرې کوو که تا په مزایل باندې د احمد او محمود نوم ایښی دی زموږ سره هغه احمد او محمود موجود دي.»

د نوموړي په خبره، که پاکستان «په مزایل باندې غزنوي، بابر او ابدالي نوم ایښی دی زما ملک له ابدالیانو، محمودیانو او بابریانو ډک دی هر یو یې بم اټم دی. که له دې سر پنځه د محمود، د ابدالي او بابر زامن در ایله کړو بیا به دې په بحر هند کې هم څوک نه شي ټینګولی.»

که څه هم ښاغلي ستانکزي په ښکاره د پاکستان نوم یاد نه کړ، خو دا څرګندوني یې د پاکستان او افغان طالبانو تر منځ د ورستیو کشمکشونو په غبرګون وکړي.

نوموړی وايي، هڅه کوي، چې طالب جنګیالي په عصري وسلو سمبال کړي، چې د افغانستان له سرحدونو دفاع وکړي.

پاکستان ته د عباس ستانګزي خبرداری

عباستانکزي له پاکستان سره ورستیو مخالفتونو ته په اشاره وویل، چې په افغانستان کې بله هیڅ ډله نشته او د پاکستان د نوم یادولو پرته وايي؛ کوم خلک چې د دوی په وړاندې جنګیږي که په هر نامه وي زموږ خلک نه دي.

نوموړي زیاته کړه«شاوخوا منډې وهل امریکا او اروپا ته زاري کول چې افغانستان د تروریزم مرکز دی ښه لاره نه ده. افغانستان کې نن هیڅوک نشته یو داعش دی هغه هم ختم دی.»

همدارنګه ښاغلي ستانګزي د نورو طالب چارواکو په څېر بیا په پاکستان کې روانه ناامني د دغه هېواد کورنۍ مسله وبلله.

هغه زیاته کړه:«که هره ستونزه ده، په خپل ملک کې یې ده، هره ستونزه چې ده، خپل خلک یې په مقابل کې جنګیږي. کوم خلک چې د دوی په مقابل کې نن جنګیږي که په هر نامه دي زموږ خلک نه دي د دوی خلک دي. خپلو خلکو سره کښینه مشکل حل کړه. چې مسکل نه شي حلوولی پر افغانستان باندې د دې پړه اچول په هیڅ دلیل نه قبلیږي.»

که څه هم اسلام اباد د افغان طالبانو نږدې ملګری ګنل کیږي، خو پاکستان په تېره پښتونخوا او بلوچستان صوبو کې د ورستیو نا امنیو پړه پر افغان طالبانو اړوي او وايي، په افغانستان کې یې ټي ټي پي ته امن ځایونه ورکړي دي.

پاکستان نږدې ۱۱ ورځې وړاندې د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې هوايي، بریدونه وکړل، چې له هغه څلور ورځې وروسته بیا افغان طالبانو پر ډیروند کرښه د پاکستان پر سرحدي پوستو ځوابي برید وکړ.

د افغانستان په اړه د جو بایډن د پالیسي د بدلون غوښتنه

عباس ستانکزی د امریکا له متخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ له تور نوملړ د دغې ډلې د مشرانو د نومونو په ایستلو، پر بانګونو بندیزونه لرې کولو او کنګل شوو پیسو د خلاصولو سره د ښو اړېکو جوړولو غوښتنه کوي.

نوموړی وايي، ډونالډ ټرمپ دې د بایډن پالیسي کې بدلون راولي او د افغانستان لپاره د نوې پالیسي په جوړولو سره د طالبانو له لوري د دوستی غیږه خلاصه ده.«د افغانستان لخوا د اسلامي امارت لخوا میدان ورته خلاص دی. که دوی را سره دوستان کیږي موږ بلکل ور ته د دوستی لاس ورکوو.»

همدارنګه نوموړی له ډونالډ ټرمپ غوښتنه کوي، چې د دغې ډلې حکومت دې په رسمیت و پژني او په افغانستان کې دې خپل سفارت پرانیزي.« له امریکا سره مو هم شل کاله جنګ وکړ، خو نن غواړو له امریکا سره اړیکې ولرو خو په دې شرط چې د دوحې تړون ته متحده اوسي.»

عباس ستانکزی په داسې حال کې له امریکا سره د اړېکو جوړولو غوښتنه کوي، چې ټرمپ د خپلو ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال ویلي و، چې واک ته رسېدو سره به د بګرام په هوايي اډه کې امریکايي ځواکونه ځای پر ځای کړي.

همدارنګه واشنګټن طالبانو د دوحې تړون د ټولو ژمنو پر نه پلي کولو تورنوي، چې ټولګډونه حکومت جوړول، د ښځو او لږکیو حقونه ور کول یې مهم ټکي دي.

مولوي هبت الله اخوندزاده ته د ستانګزي کنایه

عباس ستانکزي وايي، د دغې ډلې ځیني مشران هر څه په خپل خوښه عملي کوي.

نوموړي په دې اړه د کوم طالب چارواکي نوم یاد نه کړ خو وایی:« اسلام نه دومره پراخ بنسټه دی چې غربیان یې په اړه خبرې کوي، او بل خوا دومره تنګ نظره هم نه دی لکه زموږ بعضې ملګري چې بدون له خپل ځانه بل څوک نه ویني. د اسلام دین د هر وخت، زمان او پیشرف سره مطابق جوړ دی. دې کې ګوتې وهل نشته، کوښښ کوو، چې هغه اسلام پلی کړو، چې هغه واقعي اسلام دی، نو زموږ مشکل په څه شي کې دی.»

د اقتصادي وضیعت په اړه د ستانګزي اندېښنه

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي د خپلې وینا پر مهال په افغانستان کې د اوسني خراب اقتصادي وضیعت په اړه هم اندیښنه وښودله او وايي، د مجوریت له مخې اړ دي چې د هېوادونو او موسسو شرطونه پر ځان ومني.

نوموړی وايي، که د افغانستان اقتصادي وضیعت قوي وای، د هیڅ هېواد او موسسې شرایط به یې نه وای منلي.« نن چې زموږ سره په افغانستان کې بهرني دولتونه او موسسي پر موږ شرایط ږدې، دا په دې خاطر چې موږ ورته محتاج یو. که موږ د اقتصادي لحاظه پر خپلو پښو ولاړ وای ټولو ته به مو ویلي و چې یو شرط دې نه منو بس زموږ سره کار مه لره موږ خپله پر پښو ولاړ یو. خو متاسفانه چې موږ یوې ګونۍ اوړو ته هم محتاج یو.»

ستانکزی وايي، د ژوند د لومړنیو اړینو خوراکي توکو لپاره هم نورو هېوادونو ته احتیاج دي.

دغه طالب چارواکي یو ځل بیا د تېر په څیر د عمومي عفوې ژمنه تازه کړه او ویې ویل، له امریکا او اروپا وسلې غوښتل او افغانستان کې وینه تویول حل لاره نه ده.

د سوریې نوې اداره: د جنورۍ له ۷ به له دمشق نړیوال هوايي ډګر پروازونه بیا پیل شي

۱۵ مرغومی ۱۴۰۳ - ۴ جنوری ۲۰۲۵، ۱۳:۳۲ GMT+۰

فرانس خبري اژانس د سوریې د چارواکو په حواله لیکلي، چې په راتلونکې اونۍ کې به له دمشق هوايي ډګر نړیوالې الوتنې بیا پیل شي. تیره میاشت د بشار الاسد د حکومت له پرځېدو وروسته له دغه هوايي ډګر نړيوال سوداګریز پروازونه درول شوي دي.

د سوریې دولتي خبري اژانس سنا د سوریې ملکي هوایی چلند او هوایی ترانسپورت عمومي مشر اشهد السلیبي په حواله لیکلي:"موږ اعلان کوو چې د جنورۍ له اوومې به له دمشق نړیوال هوایی ډګر نړیوالې الوتنې پیل کړو."

هغه وويل: "موږ عربي او نړيوالو هوايي شرکتونو ته ډاډ ور کوو چې موږ د خپلو همکارانو په مرسته د حلب او دمشق د هوايي ډګرونو د بيارغونې پړاو پيل کړی، څو له ټولې نړۍ د الوتنو هرکلی وکړو."

د نړیوالو مرستندویه الوتکو او بهرنیو ډېپلوماتیکو پلاوو لا له وړاندې سوریې ته الوتنې پیل کړې دي.

د پنجشنبې په ورځ د قطر هوايي شرکت اعلان وکړ، چې له نږدې ۱۳ کلونو وروسته د سوریې پلازمینې ته الوتنې بیا پیل کړي.

یوه قطري چارواکي تیره میاشت فرانس خبري اژانس ته ویلي و، چې دوحې د سوریې نويو چارواکو ته د دمشق په هوايي ډګر کې د عملیاتو په بیا پیلولو کې د مرستې وړاندیز کړی دی.

کندهار کې له ښځو پرته د ۱۵۰ شرکتونو د وطني توليداتو او محصولاتو نندارتون پرانیستل شو

۱۵ مرغومی ۱۴۰۳ - ۴ جنوری ۲۰۲۵، ۱۲:۲۹ GMT+۰

د طالبانود صنایع او معدن خونې مشر د افغانستان په کچه د کورنيو تولیداتو د بازار موندنې لپاره په کندهار کې د ۱۵۰ شرکتونو په ګډون درې ورځنی نندارتون پرانیست. خو په دغه نندارتون کې نه د سوداګرو ښځو کومه ټپرۍ شته او نه پکې مېرمنې لیدل کېږي.

د طالبانو تر کنټرول اندي د افغانستان د صنایع او معدن خونې مشر شېرباز کمنزاده دغه نندارتون د افغانستان په کچه بولي.

نوموړي یې پرانیسته کې وویل: «دا نندراتون نه یوازې په وطن بلکی له هېواده بهر هم د وطني تولیداتو او محصولاتو لپاره ډېر ګټور دی او د وطني تولیداتو پر بازار ښه اغېز لري.»

د نوموړي په خبره، «افغانستان اوس د ۱۳۷ سکټورونو په برخه کې په ځان بسیا شوی یو چې دا لوی پرمختګ دی.»

خو د نندارتون ګډونوالو له طالب مسولينو غوښتنه کوي، چې د مالياتو او توليداتو د بازار موندنې په برخه کې ورسره همکاري وکړي.

یو تن صنعتکار احسان الله په دې اړه وايي: «دغه ډول نندارتونونه تر ډېرو اعلاناتو ښه او ګټور دي، زموږ غوښتنه دا ده چې زیات شي تر څو خلک له خپلو تولیداتو خبر شي.»

دوی غوښتنه کوي، چې مسولين دي د کورنيو سوداګرو سره همکاري زياته کړي تر څو پر بهرنيو توليداتو تکیه کمه شي.

طالبان د بېلابيلو هېوادونو له استازو سره د سوداګرۍ په اړه پرله پسې ناستې کوي او وايي، چې موخه یې په کور دننه د صنعت او سوداګرۍ پراخیتا او د بهرنيو پانګونې زياتوالی دی.

خو په دې نندارتون کې ښځو ته برخه نه ده ور کړل شوې او نه د توکو لیدو لپاره ښځې پکې لیدل کېږي.

ټي ټي پي ته نژدې سرچینې: پاکستاني طالبانو اول ځل په جګړه کې توغندی وکاراوه

۱۵ مرغومی ۱۴۰۳ - ۴ جنوری ۲۰۲۵، ۱۲:۱۹ GMT+۰

د تحریک طالبان پاکستان ته نږدې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، د دې ډلې د حافظ ګل بهادر ګروپ وسلوالو اول ځل د شمالي وزیرستان په میرعلي کې د پاکستاني پوځیانو اډه پر یوه میزایل په نښه کړې ده. د افغان طالبانو تر واکمنېدو مخکې دې ډلې هم ورته توغندي د افغان ځواکونو پرضد کارول.

له شمالي وزیرستان سرچینو نن یکشنبه «د مرغومي ۱۵مه» وویل چې یوه اونۍ وړاندې دا توغندی میرعلي کې د پاکستاني پوځیانو پر اډه په برید کې ازمویل شوی او نتجه یې هم ښه ده.

حافظ ګل بهادر ګروپ هم د دې میزایل انځور په ټولنیزو رسنیو کې خپور کړی دی.

د ټي ټي يي ځايي وسلوال چې دا توغندی لیدلی، په هکله یې وايي:« دا میزایل په دومره اسانه نه جوړیږي او نه هم کوم کم لکښت پرې راځي. ددې میزایل توغولو سره سخت وېجاړی کېږي او د سختو جګړو کې د دوښمن مورال له منځه وړي.»

تر اوسه د دې توغندي ته کوم ځانګړی نوم نه دی انتخاب شوی او نه دا ویل شوي چې څومره واټن ویشتلی شي.

دا میزایل په لومړی ځل افغان طالبانو جوړ کړی و، چې د افغان ځواکونو د پوستو او نظامي ځایونو د محاصرې پرمهال یې کارول.

ځیني نظامي کارپوهان په دې باور دي، چې له ماینونو او بمونو نیولې تر میزایل جوړولو وړتیا د القاعدې غړلو لرله.

خو اوس اوس دا زدکړې نه یوازې افغان طالبانو ترلاسه کړې بلکې ټي تي پي او د دوی ګرپونه هم ورته تکتیکونه کاروي.

د دې میزایل په اړه تر دې دمه پاکستان حکومت په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

طالبان کاناډا ته: په افغانستان کې ښه امنیت دی، په دې اړه اندیښنې بې ځایه دي

۱۵ مرغومی ۱۴۰۳ - ۴ جنوری ۲۰۲۵، ۱۰:۴۰ GMT+۰

د طالبانو مرستیال ویاند د کاناډا د حکومت هغه خبرداري ته غبرګون ښودلی، چې له خپلو خلګو یې غوښتي افغانستان ته سفر ونه کړي. حمدالله فطرت وايي، افغانستان امن دی. خو « د جرمونو د لوړې کچې او د طالبانو له خوا د پراخو بشري سرغړونو» په هکله یې د کاناډا څرګندونو ته ځواب نه دی ور کړی.

د کاناډا د حکومت له خپلو خلکو غوښتي، چې په افغانستان کې د نا امنیو، ترهګرییزو بریدونو، وسله والو جګړو، د جرمونو د لوړې کچې او د طالبانو له خوا د بشري حقونو د پراخو سرغړونو له امله افغانستان ته سفر ونه کړي.

خو ښاغلي فطرت په یوه ږغیز پیغام کط وايي:«افغانستان اوس الحمدالله امن دی. ګڼ شمېر بهرني وګړي، موسسات، ډېپلوماتان او بهرني سیلانیان په افغانستان کې دي او د اسلامي امارت له لوري یې امنیت ته ځانګړي پاملرنه شوي ده او په مجموع کې افغانستان اوس له ښه امنیت څخه برخمن دی. پدې اړه داسې تشویشونه بېځایه دي.»

که څه هم د طالبانو د ویاند مرستیال په افغانستان کې د ډېپلوماتانو او سېلانیانو د امنیت د خوندیتوب ادعا کوي، خو په غويي میاشت کې په بامیان ولایت کې د یوه وسله وال برید په ترڅ کې درې بهرني سېلانیان او درې افغانان ووژل شول.

د کاناډا حکومت د جمعې په ورځ خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه هېواد سفارت په افغانستان کې خپل فعالیتونه ځډولي دي.

واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته د امریکا، استرالیا او برتانیا په ګډون ډېرو غربي هېوادونو له خپلو وګړو وغوښتل چې افغانستان ته له سفر ډډه وکړي.