• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

کندهار کې له ښځو پرته د ۱۵۰ شرکتونو د وطني توليداتو او محصولاتو نندارتون پرانیستل شو

۱۵ مرغومی ۱۴۰۳ - ۴ جنوری ۲۰۲۵، ۱۲:۲۹ GMT+۰

د طالبانود صنایع او معدن خونې مشر د افغانستان په کچه د کورنيو تولیداتو د بازار موندنې لپاره په کندهار کې د ۱۵۰ شرکتونو په ګډون درې ورځنی نندارتون پرانیست. خو په دغه نندارتون کې نه د سوداګرو ښځو کومه ټپرۍ شته او نه پکې مېرمنې لیدل کېږي.

د طالبانو تر کنټرول اندي د افغانستان د صنایع او معدن خونې مشر شېرباز کمنزاده دغه نندارتون د افغانستان په کچه بولي.

نوموړي یې پرانیسته کې وویل: «دا نندراتون نه یوازې په وطن بلکی له هېواده بهر هم د وطني تولیداتو او محصولاتو لپاره ډېر ګټور دی او د وطني تولیداتو پر بازار ښه اغېز لري.»

د نوموړي په خبره، «افغانستان اوس د ۱۳۷ سکټورونو په برخه کې په ځان بسیا شوی یو چې دا لوی پرمختګ دی.»

خو د نندارتون ګډونوالو له طالب مسولينو غوښتنه کوي، چې د مالياتو او توليداتو د بازار موندنې په برخه کې ورسره همکاري وکړي.

یو تن صنعتکار احسان الله په دې اړه وايي: «دغه ډول نندارتونونه تر ډېرو اعلاناتو ښه او ګټور دي، زموږ غوښتنه دا ده چې زیات شي تر څو خلک له خپلو تولیداتو خبر شي.»

دوی غوښتنه کوي، چې مسولين دي د کورنيو سوداګرو سره همکاري زياته کړي تر څو پر بهرنيو توليداتو تکیه کمه شي.

طالبان د بېلابيلو هېوادونو له استازو سره د سوداګرۍ په اړه پرله پسې ناستې کوي او وايي، چې موخه یې په کور دننه د صنعت او سوداګرۍ پراخیتا او د بهرنيو پانګونې زياتوالی دی.

خو په دې نندارتون کې ښځو ته برخه نه ده ور کړل شوې او نه د توکو لیدو لپاره ښځې پکې لیدل کېږي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

ټي ټي پي ته نژدې سرچینې: پاکستاني طالبانو اول ځل په جګړه کې توغندی وکاراوه

۱۵ مرغومی ۱۴۰۳ - ۴ جنوری ۲۰۲۵، ۱۲:۱۹ GMT+۰

د تحریک طالبان پاکستان ته نږدې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، د دې ډلې د حافظ ګل بهادر ګروپ وسلوالو اول ځل د شمالي وزیرستان په میرعلي کې د پاکستاني پوځیانو اډه پر یوه میزایل په نښه کړې ده. د افغان طالبانو تر واکمنېدو مخکې دې ډلې هم ورته توغندي د افغان ځواکونو پرضد کارول.

له شمالي وزیرستان سرچینو نن یکشنبه «د مرغومي ۱۵مه» وویل چې یوه اونۍ وړاندې دا توغندی میرعلي کې د پاکستاني پوځیانو پر اډه په برید کې ازمویل شوی او نتجه یې هم ښه ده.

حافظ ګل بهادر ګروپ هم د دې میزایل انځور په ټولنیزو رسنیو کې خپور کړی دی.

د ټي ټي يي ځايي وسلوال چې دا توغندی لیدلی، په هکله یې وايي:« دا میزایل په دومره اسانه نه جوړیږي او نه هم کوم کم لکښت پرې راځي. ددې میزایل توغولو سره سخت وېجاړی کېږي او د سختو جګړو کې د دوښمن مورال له منځه وړي.»

تر اوسه د دې توغندي ته کوم ځانګړی نوم نه دی انتخاب شوی او نه دا ویل شوي چې څومره واټن ویشتلی شي.

دا میزایل په لومړی ځل افغان طالبانو جوړ کړی و، چې د افغان ځواکونو د پوستو او نظامي ځایونو د محاصرې پرمهال یې کارول.

ځیني نظامي کارپوهان په دې باور دي، چې له ماینونو او بمونو نیولې تر میزایل جوړولو وړتیا د القاعدې غړلو لرله.

خو اوس اوس دا زدکړې نه یوازې افغان طالبانو ترلاسه کړې بلکې ټي تي پي او د دوی ګرپونه هم ورته تکتیکونه کاروي.

د دې میزایل په اړه تر دې دمه پاکستان حکومت په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

طالبان کاناډا ته: په افغانستان کې ښه امنیت دی، په دې اړه اندیښنې بې ځایه دي

۱۵ مرغومی ۱۴۰۳ - ۴ جنوری ۲۰۲۵، ۱۰:۴۰ GMT+۰

د طالبانو مرستیال ویاند د کاناډا د حکومت هغه خبرداري ته غبرګون ښودلی، چې له خپلو خلګو یې غوښتي افغانستان ته سفر ونه کړي. حمدالله فطرت وايي، افغانستان امن دی. خو « د جرمونو د لوړې کچې او د طالبانو له خوا د پراخو بشري سرغړونو» په هکله یې د کاناډا څرګندونو ته ځواب نه دی ور کړی.

د کاناډا د حکومت له خپلو خلکو غوښتي، چې په افغانستان کې د نا امنیو، ترهګرییزو بریدونو، وسله والو جګړو، د جرمونو د لوړې کچې او د طالبانو له خوا د بشري حقونو د پراخو سرغړونو له امله افغانستان ته سفر ونه کړي.

خو ښاغلي فطرت په یوه ږغیز پیغام کط وايي:«افغانستان اوس الحمدالله امن دی. ګڼ شمېر بهرني وګړي، موسسات، ډېپلوماتان او بهرني سیلانیان په افغانستان کې دي او د اسلامي امارت له لوري یې امنیت ته ځانګړي پاملرنه شوي ده او په مجموع کې افغانستان اوس له ښه امنیت څخه برخمن دی. پدې اړه داسې تشویشونه بېځایه دي.»

که څه هم د طالبانو د ویاند مرستیال په افغانستان کې د ډېپلوماتانو او سېلانیانو د امنیت د خوندیتوب ادعا کوي، خو په غويي میاشت کې په بامیان ولایت کې د یوه وسله وال برید په ترڅ کې درې بهرني سېلانیان او درې افغانان ووژل شول.

د کاناډا حکومت د جمعې په ورځ خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه هېواد سفارت په افغانستان کې خپل فعالیتونه ځډولي دي.

واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته د امریکا، استرالیا او برتانیا په ګډون ډېرو غربي هېوادونو له خپلو وګړو وغوښتل چې افغانستان ته له سفر ډډه وکړي.

سرچینې: د شهاب الدین دلاور په هڅو محکمې د طالبانو د کانونو وزارت د عوایدو رییس بري کړ

۱۵ مرغومی ۱۴۰۳ - ۴ جنوری ۲۰۲۵، ۱۰:۳۳ GMT+۰

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د عوایدو رییس محمد رسول عقاب ته، چې د بډو اخیستو پرمهال نیول شوی و، د دې ډلې محکمې برائت ورکړ. خو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، د سرې میاشتې ټولنې رییس شهاب الدین دلاور په هڅو او فشار محکمې د ښاغلي عقاب په ګټه پرېکړه کړې.

محمد رسول عقاب په خپله اېکسپاڼه کې د کابل استناف محکمې د پرېکړې خپرولو سره لیکلي:« قضايي ارګان له هر اخیزې څېړنې وروسته ماته برائت راکړ.»

هغه زیاتوي:« ‏څه موده وړاندې د یوې مفسدې کړۍ له لوري په ما لاره جوړه شوې وه، چې په نتیجه کې یې څو ورځې توقیف او دوسیه مې عدلي او قضایي ارګانونو ته ولیږل شوه. ‏قضايي ارګان له هر اړخیزې څېړنې وروسته ماته برائت راکړ او بې ګناه یې وبللم.»

خو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې نوموړی د رییس شهاب الدین دلاور په هڅو او فشار د محکمې له خوا بري شوی دی..

دوی زیاتوي چې شهاب الدین دلاور د خپل ځان د بدنامۍ د پچ کېدو لپاره د محکمې له پرېکړې وروسته محمد رسول عقاب یو ځل بیا تر خپل واک لاندې ادارې سرې میاشتې ټولنه کې د مرکزي زون د مرستو د امریت امر په توګه ټاکلی دی.

نوموړی د شهاب الدین دلاور د یو له نژدې کسانو شمېرل کیږي او د ښاغلي دلاور په وخت کې د کانونو او پترولېم وزارت کې په دنده ګمارل شوی و.

100%

د روان کال د تلې په ۲۰مه د طالبانوپه کانونو او پټرولېم وزارت کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، د دې ډلې استخباراتو د کانونو وزارت د عوایدو رییس او شهاب الدین دلاور ته نږدې کس د مالي فساد له امله نیولی.

سرچینو هغه وخت وویل چې محمد رسول عقاب په خپل دفتر کې له سوداګرو د پیسو اخیستو پرمهال لاس په لاس نیول شوی دی.

د زمري په میاشت کې د طالبانو مشر ملا هبت الله په یوه فرمان کې د دغې ډلې د کانونو او پټرولیم وزیر شهاب الدین دلاور له دندې ګوښه او پرځای یې د طالبانو مرکزي بانک مشر هدایت الله بدري د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وګماره.

د افغانستان انټرنشنل د راپور په بنسټ شهاب الدین دلاور غوښتل، چې د سید رسول عقاب په شمول خپل یو تعداد نژدې کسان د کانونو وزارت راوستل او افغان سرې میاشتې ټولنه کې ځای پر ځای کړل.

د طالبانو باخبره سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د دې راپور له خپرېدو سره د شهاب الدین دلاور د دې پرېکړې پر وړاندې ملا هبت الله غبرګون وښود او له شهاب الدین دلاور یې وغوښتل چې د کانونو وزارت څخه د خپلو نژدې کسانو له بدلولو ډډه وکړي.

د طالبانو باخبره سرچینې:« سرې میاشتې ته د کسانو له را وستلو وروسته امیرالمومنین فرمان ورکړ، چې دا کسان خپلو ځایونو ته باید لاړ شي.»

د ملا هبت الله د دې مخالفت سره د کانونو او پترولېم د عوایدو رییس سید رسول عقاب په شمول د شهاب الدین دلاور نژدې کسان بېرته خپلو پخوانیو دندو ته ستانه شول.

تر طالبانو مخکې په جمهوریت هم نیوکې دا وې چې د وزیر بدلېدو سره د اړوند وزارت مختلف چارواکي په تېره د وزیر له دفتر سره نږدې کسان بدلېږي او اړوند چارواکی خپل د راز او نیاز کسان ګوماري.

دغه چاره د اداري فساد د زیاتېدو یو مهم لامل هم بلل کېده.

پر طالبانو بله نیوکه دا ده، چې د خپلې ډلې پورې اړوند کسانو د فساد او اخلاقي دوسیې پټې ساتي او هڅه کوي چې محکمې د هغوي په ګټه پرېکړې وکړي.

بلومبرګ: افغانۍ د نړۍ په درېیو باثباته اسعارو کې شمېرل شوې

۱۴ مرغومی ۱۴۰۳ - ۳ جنوری ۲۰۲۵، ۲۲:۱۹ GMT+۰

د پولي واحدونو په وروستۍ نړۍواله درجه بندۍ کې افغانستان خپل مقام ښه کړی دی. د مالي چارو په اړه رېپوټ ورکوونکې ادارې 'بلومبرګ' د راپور له مخې چې تازه یې خپور کړی په کې افغانۍ د نړۍ په درېیو باثباته اسعارو کې راغلی ده.

ددغه ادارې د معلوماتو له مخې، د لبنان لیرا په ۲۰۲۴ کې د نړۍ د نورو هېوادنو د اسعارو په پرتله ارزښت له لاسه ورکړی او د ۸۳ سلنې څخه ډېرې کمې شوي، خو ایراني تومان بیا د نړۍ بې ارزښته اسعار پېژندل شوي.

ایتوپیا، نایجیریا، ارجنټاین، برازیل، روسیه، ګانا، مکسیکو او ترکیه هم د هغو هېوادونو په لېست کې دي چې د خپلو ملي اسعارو په ارزښت کې یې د پام وړ کموالی راغلی دی.

خو پوښتنه داده چې د داسې هېواد چې واکمن حکومت یې تر اوسه نړۍ کې یوه هېواد هم په رسمیت نه پیژني، له نړۍوالو بندیزونو سره مخامخ دی، میلیاردونه ډالر شتمني یې بهر کې کنګل ده او خلک یې له لوږې او بې وزلۍ سره لاس او ګریوان دي، پیسې یې ولې با ثباته دي؟

د دغې پوښتنې په ځواب کې د اقتصادي چارو شنوونکي وایي، چې دا ثبات د داخلي تولیداتو د پروسې د ښه کېدو په پایله کې نه دی رامنځته شوی بلکې د هغو پېسو چې د ملګرو ملتونو د لوږې او د بې وزلۍ د کنټرول لپاره په ترلاسه کېدونکو مرستو [چې په ډالرو دي] او افغاني بانکونو ته راځي رامنځته شوی.

افغان فوټبال لیګ کې سرخ پوشان، جوانان پيروزي مات کړ او عینومېنې او خراسان لوبه مساوي کړه

۱۴ مرغومی ۱۴۰۳ - ۳ جنوری ۲۰۲۵، ۱۶:۲۷ GMT+۰

د افغانستان د فوټبال اتلانو لیګ څلورم پړاو سیالیو کې نن د جمعې په ورځ لومړۍ لوبه کې د هرات سرخ پوشان خوافي لوبډلې د کابل جوانان پيروزي لوبډلې ته ۵ پر يو ماتې ورکړه او کندهار عينومېنې او فاریاب خراسان لوبډلې لوبه يو پر يو مساوي کړه.

د افغانستان د فوټبال اتلانو لیګ د لسمې اونۍ د جمعې ورځې په لومړۍ سيالۍ کې د هرات سرخ پوشان خوافي لوبډلې لوبغاړي فرهاد عليزاده پنځه ګولونه وکړل او د کابل جوانان پيروزي لوبغاړي امید سروري یو ګول وکړ.

عليزاده په دې سيالۍ کې د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

د همدې ورځي په دويمه سيالۍ کې د کندهار عينومېنې او فاریاب خراسان لوبډلو ترمنځ لوبه یو پر يو مساوي پای ته ورسېده.

د فاریاب لوبډلې لپاره حمیدالله بارکزي او د کندهار عينومېنې لوبډلې لپاره بیا خلیل پادشاه ګول وکړ.

په دې سيالۍ کې خلیل پادشاه غوره لوبغاړی وټاکل شوو.

د فاریاب خراسان لوبډله د ۱۲ نمرو په لرلو سره د لوبو جدول په پنځم او د کندهار عينومېنې لوبډلې د دې سيالۍ په مساوي سره ۱۱ نمرې ترلاسه کړې.

د افغانستان د فوټبال د اتلانو لیګ په څلورم پړاو کې ۱۲ لوبډلې د اتلولۍ ګټلو لپاره یو د بل سره لوبیږي.

د افغانستان فوټبال اتلانو لیګ دغه سيالۍ د هرات په کوربتوب شروع دي.