• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د کورمې په بګن سیمه کې پر هغه کاروان برید شوی چې پاړه چنار ته یې اړین توکي لېږدول

۱۵ مرغومی ۱۴۰۳ - ۴ جنوری ۲۰۲۵، ۰۷:۱۱ GMT+۰

له کورمې ځايي خبریالانو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې نن سهار د کورمې په بګن سیمه کې وسله والو پر هغه کاروان برید کړی، چې پاړه چنار ته یې درمل او اړین توکي رسول. ویل کیږي په دغه برید د پولیسو ځايي مشر جاوید الله او درې امنیتي کسان ټپیان شوي.

افغانستان انټرنشنل پښتو ته له کورمې ولسوالۍ څخه ځايي خبریالانو نن شنبه د (مرغومي ۱۵مه) وویل، چې نن سهار د کورمې په بګن سیمه کې وسله والو پر هغه کاروان برید کړی، چې پاړه چنار ته یې درمل، تیل، خوراکي او اړین توکي رسول.

سرچینې وايي، له دغه کاروان سره د ځايي پولیسو مشر جاوید الله محسود هم ملتیا کوله چې په برید کې د هغه موټر په نښه شوی، هغه او درې نور امنیتي کسان په کې ټپیان شوي.

پاکستاني رسنۍ خراسان ډایري هم وايي، چې په برید کې د ځايي پولیسو مشر جاوید الله محسود ټپي شوی او ښايي په چورلکه کې د هوا له لارې پېښور ته د درملنې لپاره ولېږدول شي.

په کوهاټ کې تېره اوونۍ د امن په لويه جرګه کې د ګوندونو په استازيتوب ۴۵ کسانو د سولې په تړونلیک لاسليکونه وکړل. چې د جرګې د پرېکړې له مخې لومړی به اوربند کیږي، بیا به له دواړو لوریو وسلې راټولیږي او لومړنیو اړتیاوو پوره کولو ته به هڅه کیږي.
په تړونلیک کې ویل شوي چې که په کومه سیمه کې بیا هم کومه پېښه وشي نو د امن کمېټه به سملاسي فعاله شي. او دویم اړخ به یې په وړاندې د غچ اخیستو هڅه نه کوي.

خو تر اوربند وروسته د خوارکي او اړینو توکو پر کاروان او امنیتي کسانو برید به په سیمه کې رامنځته شوی د سولې لږ چانس به هم له منځه یوسي او یو ځل بیا به د شعیه او سني جګړې ته لمن ووهي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

•
•
•

نور کیسې

مایک جانسن د دویم ځل لپاره د متحده ایالاتو د ولسي جرګې رییس وټاکل شو

۱۴ مرغومی ۱۴۰۳ - ۳ جنوری ۲۰۲۵، ۲۳:۵۹ GMT+۰

د متحده ایالاتو د استازو مجلس په سپینه ماڼۍ کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دویمې دورې څخه مخکې د ګوند د یووالي د ازمایښت په توګه په رایو کې جمهوري غوښتونکی مایک جانسن یو ځل بیا د امریکا د ولسي جرګې د رییس په توګه وټاکه.

د امریکا ۱۱۹م کانګریس په خپله ولسي جرګه کې د ریاست لپاره د رایو په ورکولو سره پرانیستل شو.

جانسن د ۴۳۵ رایو څخه د ۲۱۸ رایو پر مټ د ریاست چوکۍ وګټله او پاتې ۲۱۵ رایې، ټولې د ډیموکراتانو، د اقلیت مشر حکیم جیفریز ته لاړې.

ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ پدې اونۍ کې د جانسن ملاتړ وکړي، نوموړي د جمهوري غوښتونکو استازو نه هم غوښتي چې د هغه ملاتړ وکړي، ترڅو ګوند وکولی شي د ټرمپ اجنډا پلي کولو لپاره ګړندی حرکت وکړي.

پولنډ د شپږو میاشتو لپاره د اروپايي اتحادیې مشري په غاړه واخیسته

۱۴ مرغومی ۱۴۰۳ - ۳ جنوری ۲۰۲۵، ۲۱:۳۵ GMT+۰

پولنډ د "امنیت، اروپا" تر شعار لاندې، د اروپایي اتحادیې د شورا مشري په غاړه واخیسته، دا د پولنډ په تاریخ کې دویم ځل دی چې د اروپایي اتحادیې مشري کوي. تر دې وړاندې هنګري د تېرو شپږو میاشتو لپاره د اروپایي اتحادیې مشري په غاړه لرله.

په دغه شپږ میاشتنۍ دوره کې د رهبرۍ هېواد دنده لري، چې د شورا د کار لارښوونه وکړي او د اروپایي اتحادیې د نورو بنسټونو سره په خبرو اترو کې د ټولو غړو هېوادونو استازیتوب وکړي. دا ځای په هرو شپږو میاشتو کې د اروپايي اتحادیې د ۲۷ غړو هېوادونو تر منځ یو ته سپارل کیږي، تر دې وړاندې هنګري د ډسمبر په میاشت کې خپله جنجالي دوره پای ته ورسوله.

په ګاونډي اوکراین کې د روانې جګړې او د پولنډ - بیلاروس په پوله تاو تریخوالی لومړي وزیر ډونالډ ټاسک د "هایبرډ جنګ" بیلګه بللې او ویلي یې دي چې د پولنډ ولسمشري به د اروپا امنیت او دفاع پیاوړي کولو لپاره پراخ لید ولري.

دا په دې مانا ده، چې پولنډ ولسمشري به "په ټولو اړخونو کې بهرني، داخلي، معلوماتي، اقتصادي، انرژي، خواړه او روغتیا"د اروپا امنیت پیاوړي کولو فعالیتونو ملاتړ وکړي.

د اروپايي اتحادیې د ولسمشرۍ په جریان کې، پولنډ هم په پام کې لري چې د ۳۰۰ رسمي غونډو، د اروپايي اتحادیې د وزیرانو ۲۲ غیر رسمي شوراګانو، او شاوخوا ۲۰۰ کلتوري غونډو کوربه توب وکړي.

په تونس کې د کډوالو د دوو کښتیو د ډوبیدو له امله ۲۷ کسان مړه شوي

۱۴ مرغومی ۱۴۰۳ - ۳ جنوری ۲۰۲۵، ۲۰:۵۷ GMT+۰

د افريقايي هېوادونو د كډوالو دوه بېړۍ د تونس په سیفکس ښار كې ډوبه شوې چې په نتيجه كې يې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۴کسان مړه شوي او ۸۳کسان ژغورل شوي دي.

د تونس ساحلي ساتونکو چارواکو ویلي، چې ۱۵ ټپیان د طبي مرستو لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي، په داسې حال کې چې وژل شوي او ژغورل شوي نور کسان د ساحلي ساتونکو چارواکو ته سپارل شوي دي.

چې ډېری وخت د هغو کډوالو په کښتيو کې پېښې رامنځته کېږي، چې په ناقانونه توګه اروپا ته د رسېدو هڅه کوي. تېره مياشت د تونس ساحلي ساتونکو چارواکو په دوو جلا پېښو کې د ۳۰کډوالو مړي موندلي وو.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍاو د کډوالو لپاره د نړۍوال سازمانپه وینا، د مدیترانې په دې برخه کې د کډوالو او پناه غوښتونکو د مړینې او لادرکۍ پېښې زیاتې شوې دي.

په کالیفرنیا کې د الوتکې د غورځېدو له امله ۲۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

۱۴ مرغومی ۱۴۰۳ - ۳ جنوری ۲۰۲۵، ۱۹:۳۳ GMT+۰

د متحده ایالاتو په کالیفرنیا ایالت کې یوې وړې الوتکې له یوې سوداګریزې ودانۍ سره ټکر کړی، چې له امله یې دوه کسان وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان دي. د راپورونو له مخې، پېښه د لاس انجلس په ۲۵ کیلومترۍ کې د فلرټن ښاروالۍ هوايي ډګر ته څېرمه شوې ده.

د پولیسو په وینا تر اوسه معلومه نه ده چې وژل شوي کسان په الوتکه کې موجود وو او که په هغې ودانۍ کې وو چې الوتکه پرې غورځېدلې.

د فدرالي هوايي چلند ادارې په وینا، لوېدلې الوتکه (وینز ار وي ۱۰) ماډل وه، چې څلور څوکۍ یې درلودې.

د دغې الوتکۍ د غورځېدو د لامل په اړه یې پلټنې روانې دي.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې د الوتکو د غورځېدو په شمېر کې زياتوالى راغلى او په تېرو څو ورځو کې په اذربايجان او سویلي کوريا کې د مسافر وړونکو الوتکو د غورځېدو پېښه کې تر ٢٠٠ ډېر کسان وژل شوي دي.

ملګرو ملتونو په غزه کې د ماشومانو له مړینې وروسته د سرپناه اړتیاوو په اړه خبرداری ورکړ

۱۴ مرغومی ۱۴۰۳ - ۳ جنوری ۲۰۲۵، ۱۹:۱۱ GMT+۰

د ملګرو ملتونو سازمان په غزه کې د یخنۍ له امله د ماشومانو په مړینه خواشیني ښودلې ده او ویلي یې دي، چې د اټکل له مخې اوس هم ۹۴۵ زره کسان د ژمي له سختو حالاتو څخه د سرپناه لپاره مرستې ته اړتیا لري.

د هایپوترمیا له امله د ماشومانو د مړینې په اړه، د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې وویل، چې دا د ژمي د بارانونو ویجاړونکي اغیزو او په بې ځایه شویو فلسطینیانو باندې د یخنۍ له امله ژوره اندیښمنه ده، چې په غزه کې بې ساری بشري ناورین زیاتوي.

د کډوالۍ نړۍوال سازمان (ای او ایم) وویل، سختو اورښتونو لنډ مهاله سرپنا ځایونه ویجار کړي او خلک د سختو شرایطو له امله اړ شوي چې پخوانۍ زړې خرابې شوې خیمې بیاځلي ورغووي.

د ای او ایم مشر ایمي پوپ وویل: «دلته لږترلږه اوه ماشومان د هایپوترمیا له امله مړه شوي، چې دا غمجنې مړینې د غزې خلکو ته د سرپناه او نورو مرستو بیړنۍ اړتیا په ګوته کوي.»

هایپوترمیا یو طبي اضطراري حالت دی، چې بدن تودوخه په ګواښوونکي توګه له لاسه ورکوي، او ممکن دغه حالت ددې لامل شي چې ژوند وګواښي، ددغه ناروغۍ عمده لاملونه سړه هوا او سړې اوبه په ګوته شوي.