• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د خواله رسنیو کارونکي: پاکستان کې پر ایکس «پخواني ټوېټر» لګیدلي بندیزونه لرې شول

۱۶ مرغومی ۱۴۰۳ - ۵ جنوری ۲۰۲۵، ۰۳:۰۸ GMT+۰

په پاکستان کې د ایکس شبکې یو شمېر کارونکي وايي، چې په دغه هېواد کې پر یادې ټولنیزې رسنۍ لګیدلي بندیزونه پای ته رسیدلي او اوس یې پرته له (وي پي این) هم کارولی شي. د پاکستان حکومت نږدې یو کال پر ایکس کارولو بندیز لګولی و.

په پاکستان کې د ایکس شبکې یو شمېر کارونکي نن یکشنبه د (مرغومي ۱۶مه) وايي، چې په دغه هېواد کې پر دغې ټولنیزې رسنۍ لګیدلي بندیزونه پای ته رسیدلي او دا مهال یې د پاکستان په بیلابیلو ایالتونو کې پرته له (وي پي این) هم کارولی شي.

د روان میلادي کال په فبرورۍ میاشت د پاکستان حکومت پر ایکس ټولنیزه شبکه بندیز ولګاوه او کارونکو یې د استعمال پر مهال د (وي پي این) ځانګړې مجازې شبکې په کارولو سره ایکس پاڼې ته لاسرسی لرل.

په ۲۰۲۳ کال کې د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر عمران خان تر نیول کیدو وروسته به د دغه ګوند پلویانو ته په رسنیو کې وخت نه ورکړل کیده چې خپل نظر څرګند کړي بیا دوی خواله رسنیو ته مخه کړه او د پاکستان پر حکومت یې نیوکې کولې چې د بیان د ازادۍ مخه یې نیولې.

د طلحه ارشد په نوم د ایکس یوکارونکي لیکلي چې « ډېره موده وروسته یې پرته له وي پي این فعالولو څخه خپله ایکس پاڼه کارولې ده».

پر ایکس د پاکستان حکومت له لوري په نااعلان شوې توګه بندیزونه لګیدلي وو او بېرته هم پرته له کومې حکومتي خبرتیا لرې کړای شوی دی. لا تر اوسه معلومه نه ده چې پر دغه ټولنیزې رسنۍ په موقتي توګه بندیزونه پای ته رسیدلي او یا هم د تل لپاره دغه به په عادي ډول فعال وي.

د ځینو پاکستانیانو ترمنځ دا نظرونه هم شته چې د ایکس شبکې مشر «ایلن ماسک» د امریکا له تازه ټاکل شوي‌ ولسمشر ډونالډ ټرامپ سره د انډیوالۍ تارونه لري او ښايي پاکستاني حکومت د هغه له ویرې هم پر دغه ټولنیزې شبکې بندیزونه لرې کړي وي.

د روان کال په سر کې پاکستان له چین نه د خواله رسنیو د سانسور لپاره په دیرش میلیارده کلدارو د «فایر وال» یا اور دیوال په نوم یو سیسټم واخیست، چې ورسره یې په ایکس (پخواني ټویټر) باندې بندیز ولګاوه، خو سملاسي په میلیونونو خلکو د وي پي اېن له لارې له اېکس څخه استفاده پیل کړه.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د بلوچستان په تربت کې د پاکستاني پوځیانو پر موټر چاودنه کې ۶۱ کسانو ته مرګژوبله اوښتې

۱۵ مرغومی ۱۴۰۳ - ۴ جنوری ۲۰۲۵، ۲۰:۵۸ GMT+۰

د بلوچستان په تربت کې د پاکستاني ځواکونو پر موټر چاودنه کې ۶۱ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. په دې چاودنه کې ۵ کسان وژل شوي او په ټولییزه توګه ۵۶ کسان ټپیان دي.

د راپورونو له مخې، په ټپيانو کې بیا د پنځو کسانو وضعیت د اندېښنې وړ بلل شوی دی.

دغه تازه معلومات پاکستاني انلاین رسنۍ خراسان ډایري پر خپل اېکس خپاره کړي دي.

دا چاودنه څو ساعته مخکې د بلوچستان د تربت اړوند نیو بهمن سیمه کې د سړک په غاړه د پاکستاني ځواکونو پر یوه کاروان شوې ده.

د بلوڅو بېلتون پالې ډلې چې ځانته مجید لوا سرتېري هم وايي، د دغه برید مسوولیت منلی او وايي، چې د دوی یوه غړي ځانمرګی برید کړی دی.

د ویلو ده، چې د بلوڅو بېلتون پالې ډلې مجید لوا سرتېري په نامه د دغې وسله والې ډلې د دغه برید ویډیو هم افغانستان انټرنشنل ترلاسه کړې ده.

په دې ویډیو کې د ځانمرګي برید شېبې ښودل کېږي او شاوخوا غیر نظامي موټر هم لیدل کېږي.

له برید وروسته په نظامي موټر کې اور لګېدلی دی.

تر دې وړاندې د پاکستان جیو نیوز بیا په دغه چاودنه کې د څلورو تنو د وژل کېدو او د ۳۲ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی و.

د اوربند له خبرو پیل سره اسراییلي پوځ د غزې په تړانګه کې لسګونه کسان وژلي

۱۵ مرغومی ۱۴۰۳ - ۴ جنوری ۲۰۲۵، ۲۰:۴۰ GMT+۰

فلسطیني ډاکټران وایي، په داسې حال کې چې منځګړو هېوادونو په قطر کې د اوربند خبرې پیل کړي، د شنبې سهار وختي اسراییلي پوځ د غزې ښار پر یوه کور برید وکړ، چې پایله کې یې ۱۲ کسان ووژل شول.

د راپورونو له مخې، له یاد شمېر وژل شویو کسانو سره په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د قربانیانو شمېر ۶۲ کسانو ته ورسېد.

د سیمې اوسېدونکي او ډاکټران زیاتوي، چې لږ تر لږه ۱۴ کسان د الغوله کورنۍ په کور کې وو، کله چې برید وشو او ودانۍ یې ویجاړه کړه.

د رویټرز د راپور له مخې، د دغې پېښې په اړه اسراییلي پوځ لا څه نه دي ویلي.

اسراییلي پوځ د شنبې په ورځ په یوې بیانیه کې وویل، چې د دوی ځواکونو د دې اونۍ په پای کې د بیت حنون په ښارګوټي کې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړی، چېرې چې پوځ له درېیو میاشتو راهیسې عملیات کوي او یو پوځي کمپلکس چې د حماس وسله والو له خوا کارول کېده ویجار کړی دی.

د شنبې په ورځ ناوخته د غزې په مرکزي برخه کې د دیر البلاح په ختیځ کې د اسراییلي پوځ هوایي برید له امله په یوه موټر کې درې کسان ووژل شول.

د اسراییل په عملیاتو کې د فلسطینیانو د وژلو شمېر په داسې حال کې مخ په زیاتېدو دی، چې منځګړي په قطر کې د ۱۵ میاشتنۍ جګړې او د یرغمل شویو د خوشې کېدو لپاره بیا د اوربند خبرې پیل کړي.

اسراییلي منځګړي د قطر او مصر د منځګړیتوب په همکارۍ په دوحه کې د خبرو د بیا پیل لپاره استول شوي او د جو بایډن اداره چې په دې خبرو کې مرسته کوي، د جمعې په ورځ له حماس څخه وغوښتل، چې یوې هوکړې ته سره ورسېږي.

حماس وایي، چې هوکړې ته د رسېدو لپاره ژمن دی خو څرګنده نه ده، چې دواړه لوري څومره نږدې شوي دي.

اسراییل د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په ۷مه د حماس د برید په ځواب کې پر غزې خپل برید پیل کړ، چې د غزې روغتیایي چارواکو د معلوماتو له مخې تر دې دمه یې شاو خوا ۴۵ زره او ۷۱۷ فلسطینیان وژلي دي.

د یادولو ده، چې حماس د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په اوومه پر اسراییل برید وکړ، ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او شاوخوا ۲۵۰ نور یې یرغمل کړل.

ټي ټي پي خپلو وسلوالو ته: د پوستو او سیمو نیولو پسې "اتڼ" مه کوئ

۱۵ مرغومی ۱۴۰۳ - ۴ جنوری ۲۰۲۵، ۱۶:۳۷ GMT+۰

تحریک طالبان پاکستان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د خپلې قومندې لاندې وسلوالو ته امر وکړ، چې د پوستو او سیمو نیولو پسې د خوشالۍ لپاره«اتڼ» ونه کړي. څو ورځې وړاندې په باجوړ کې د پوستې له نیولو وروسته د پاکستاني طالبانو د اتڼ ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې په پراخه کچه خپره شوه.

د تحریک طالبان پاکستان د جعمې په ورځ د مرغومي ۱۴مه په خبرپاڼه کې وویل چې «دښمن له بېلابېلو سیمو په تېښته دی.»

ټي ټي پي لیکلي چې په دې مناسبت ځینې وختونه د دوی د وسلوالو ویډیوګانې هم خپرېږي په دې اړه ټولو «مجاهدینو ته لارښوونه کېږي چې موږ په خوښۍ او غم دواړو کې د شریعت احکامو پابند یو.»

خبرپاڼه کې راغلي:«نو له دې امله په هر ډول خوښیو کې، په ځانګړي ډول د پوستونو او سیمو د فتحه کولو پر مهال هغه "اتڼ" چې د ځینو پښتنو په ټولنو کې د خوښۍ په وخت کې رواج لري، ځان وساتئ.»

تر دې مخکې طالبانو په افغانستان کې هم پر اتڼ او نورو ملي دودونو لکه نوروز بندیز لګولی دی.

د بلوچستان په تربت کې د پاکستاني ځواکونو پر موټر چاودنه شوې ده

۱۵ مرغومی ۱۴۰۳ - ۴ جنوری ۲۰۲۵، ۱۵:۳۷ GMT+۰

د بلوچستان د تربت اړوند نیو بهمن سیمه کې د سرک په غاړه د پاکستاني ځواکونو پر یوه کاروان چاودنه شوې ده. د بلوڅو بېلتون پالې ډلې چې ځانته مجید لوا سرتېري هم وايي، د دغه برید مسوولیت منلی او وايي د دوی غړي ځانمرګی برید کړی دی.

دې ډلې په خبرپاڼه کې ویلي، د بلوچستان د تربت وروستي برید کې یې زیات شمېر پاکستاني پوځیان وژلي دي. خو دغه ډله زیاتوي چې د برید پوره جزییات به هم ژر خپاره کړي.

د بلوڅو بېلتون پالې ډلې مجید لوا سرتیري په نامه وسلوالې ډلې ددې برید ویډیو هم اففانستان انټرنشنل ترلاسه کړې ده.

په دې ویډیو کې د ځانمرګي برید شیبې ښيي او شاوخوا غیر نظامي موټر هم لیدل کېږي.

له برید وروسته په نظامي موټر کې اور لګېدلی دی.

د پاکستان جیو نیوز بیا په دغه چاودنه کې د څلورو تنو د وژل کېدو او د ۳۲ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړ.

پاکستاني انلاین رسنۍ خراسان ډایري بیا په خپله اېکسپاڼه کې د پولیسو په حواله لیکلي چې په دغه برید کې پنځه پاکستاني نظامیان وژل شوي دی، چې د اتو تنو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ بلل شږی دی.

اسوشییتید پریس: د لاس ویګاس بریدګر په افغانستان کې جنګېدلی او له رواني ناروغۍ کړېده

۱۵ مرغومی ۱۴۰۳ - ۴ جنوری ۲۰۲۵، ۱۴:۵۲ GMT+۰

اسوشییټېډ پریس خبر ورکړی، چې د امریکا د ځانګړو ځواکونو هغه سرتیري چې د نوي کال په ورځ یې په لاس ویګاس کې د ټیسلا موټر په چاودنه کې ځان وژنه کړې وه، خپلې پخوانۍ ملګرې ته ویلي وو، چې د افغانستان د جګړې له رواني پايلو ځوریږي.

متیو لیولسبزګر په افغانستان کې په څو عملیاتو کې حضور درلود.

د اسوشییتید پریس د خبر له مخې، د ځانګړو ځواکونو سرتېری ۳۷ کلن متیو ليولسبرګر، چې د نوي کال په ورځ د ټیسلا سایبر ټرک په چاودنه کې ځان وژنه کړې وه د دماغي زخم تروماتیک (ټي بي ای) نښانې درلودې.

دا ډول زيان د سر د شديدې ضربې له امله رامنځ ته کيږی او د اوږدې مودې دماغي ګډوډۍ لامل کيدلی شي.

لیولسبرګر، چې د خپل خدمت په جریان کې پنځه ځله د زړورتیا د برونزو ستوری ترلاسه کړ.

هغه د خپل عالي پوځي دندې سره سره په افغانستان کې د خپلو ماموریتونو له امله د روانی او فزيکي ټپونو سره مبارزه کړې وه.

یوه امریکایي چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط اسوشییتید پریس ته وویل، چې لیولسبرګر خپل ډېر وخت په یوازیتوب کې تېر کړی او په دې وروستیو کې یې د خپګان د درملنې لپاره پوځ ته مراجعه کړې وه.

د لیولسبرګر پخوانۍ ملګرې الیشیا اریټ، چې په اروپا کې د امریکا په یو لوی نظامي طبي مرکز کې دنده ترسره کړې وویل، چې هغې له ۲۰۱۸ راهیسې په لیولسبرګر کې د رواني ناروغۍ نښې لیدلې.

د اریټ په وینا لیولسبرګر په پیغامونو او عکسونو کې، چې له دې سره یې شریک کړي و، په افغانستان کې د رواني فشار، ستړیا، درد، بې خوبۍ او رواني اغیزو په اړه خبرې کولې.

هغه هلمند ولایت ته د خپل ماموریت په اړه په یوه پیغام کې لیکلي و: «ما څو مغزي ضربې وخوړې.»

لیولسبزګر په یوه لومړني پيغام کې اريټ ته ويلي و: «زما ژوند په تېر يوه کال کې د دوزخ په څېر و، مګر ستاسو په څېر د یو چا پېژندل زما د راحت لامل دي.»

د جمعې په ورځ ، د لاس ویګاس چارواکو د لیولسبرګر د پاتې پیغامونو ځني برخې خپرې کړې

د هغه ځان وژنه قصدي وه او هدف يې د «يوه خبرداري» ليږل او د جنګ له تجربو رامنځ ته شويو «شیطانانو پاکول» دي.

د ټرمپ نړيوال هوټل مخې ته د ایلان ماسک د شرکت د محصول ټيسلا سایبر ټرک کې د لیولسبرګر ځانوژنه د سیاسي تاوتريخوالي احتمالي اټکلونه راپورته کړي.

په ورته وخت کې چارواکو تایید کړه، چې هغه له ډونالډ ټرمپ سره کومه ځانګړې دښمني نه درلوده.

اریټ دا هم وویل، چې هغه او لیولسبرګر د ټیسلا مینه وال وو.

په ۲۰۲۱ کې د دوی له جلا کیدو وروسته، دواړو ډیر تماسونه نه درلودل.

مګر لیولسبرګر له پیښې څو ورځې دمخه هغې ته پیغامونه ليږلي وو.

اريټ په وروستيو کې وویل: «زه نه پوهیږم چې هغه څه شي دې ته اړ کړ، مګر زه فکر کوم کله چې هغه مرستې ته اړتیا لرله، پوځ د هغه په ​​ملاتړ کې پاتې راغی.»

د پنټاګون ویاند د جمعې په ورځ وویل، چې د لیولسبرګر ټول طبي اسناد ځایی چارواکو ته سپارل شوي او له نظامي ځواکونو یې وغوښتل چې د رواني روغتیا ننګونو په صورت کې له ملاتړو خدمتونو کار واخلي.