ملګري ملتونه: لبنان کې د جګړې له درېدو سره لاهم په زرګونو کورنۍ له سختو ننګونو سره مخ دي

ملګري ملتونه وایي، چې په لبنان کې د جګړې له بندېدو سره لاهم په زرګونو کورنۍ له سختو ننګونو سره مخ دي. دغه سازمان پر اېکس پاڼه کاږلي، چې کورونو او زېربناوو ته د اوښتو زیانونو له امله تر ۱۶۰ زره ډېر خلک په لبنان کې بې ځایه شوي.