بلېنکن: له افغانستان څخه د وتلو اسانه لار نه وه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل د بایډن د بهرني سیاست مهمه لاسته راوړنه بولي او وایي، چې واشنګټن له افغانستانه مهم درسونه ترلاسه کړل او په سوریه کې یې کار واخیست.