عصمت عالم په خپله لومړۍ ټېسټ لوبه کې سلیزه ووهله او راشد خان شپږ ویکټي واخیستې

عصمت عالم لومړنی افغان لوبغاړی شو، چې په خپله لومړنۍ ټېسټ لوبه کې یې سل منډې جوړې کړي. د زېمبابوې پر وړاندې د روانې ټېسټ لوبې په څلورمه ورځ راشد خان هم شپږ ویکټې واخیستې.

عصمت عالم لومړنی افغان لوبغاړی شو، چې په خپله لومړنۍ ټېسټ لوبه کې یې سل منډې جوړې کړي. د زېمبابوې پر وړاندې د روانې ټېسټ لوبې په څلورمه ورځ راشد خان هم شپږ ویکټې واخیستې.
عصمت عالم درې ورځې وړاندې د زیمبابوې پر وړاندې د خپلو ټېسټ لوبو سفر پیل کړ.
نوموړي په خپله لومړنۍ ټېست لوبه کې د زېمبابوې پر وړاندې ۱۰۱ منډې جوړې کړې.
د روانې ټېسټ سیالۍ په دویمه پاڼۍ کې د رحمت شاه او عصمت عالم ترمنځ د منډو جوړولو ښه ملګرتیا وشوه. رحمت شاه زرمتي هم په توپ وهنه کې ۱۳۹ منډې جوړې کړې او په دې سره افغانستان سیالې لوبډلې ته د ۲۷۸ منډو هدف ورکړ.
په توپ اچونه کې راشد خان د زېمبابوې شپږ لوبغاړي وسوځول.
د افغان کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې، دا پنځم ځل دی چې راشد خان په ټېست کرېکټ لوبو کې پنځه یا له دې ډیرې ویکټې اخلي.
د افغانستان او زېمبابوې ترمنځ د روانې ټېسټ سیالۍ څلورمه ورځ نن پای ته ورسیده او د لوبې پنځمه ورځ د زېمبابوې لوبډلې په توپ وهنه پیلږي.
زېمبابوې لوبډلې د لوبې پر څلورمه ورځ ۲۰۵ منډې جوړې کړې او اته ویکټې یې له لاسه ورکړې دي.
افغان لوبډله سبا یوازې دوه نورو ویکټو ته اړتیا لري، چې دغه ټېسټ لوبه له کوربه زېمبابوې څخه وګټي.


د تېرو ژمیو برعکس، سږکال پاکستاني طالبان ژمنۍ رخصتۍ نه کوي او مخ په زیاتېدونکي ډول جګړه تودوي. دې نېشن ورځپاڼه وايي، له پښتون ژغورنې غورځنګ سره په تعامل نه کولو پاکستان یوه لویه موقع له لاسه ورکړه، خو اوس پي ټي ایم یوازې یو چوپ ناظر پاتې شوی.
پاکستانۍ ورځپاڼه نېشن په یوه تحلیل کې وايي، پاکستان په کابل کې خپل اصلي نفوذ په حقاني شبکې پورې تړلی ساتي، چې په خیبر پښتونخوا او د افغانستان ختیزو سیمو کې پراخې ریښې لري، خو له دې سره سره، په افغانستان کې د پاکستان نفوذ په تېرو کلونو کې خورا کم شوی دی.
د ورځپاڼې په باور، پاکستان د ټي ټي پي په اړه مختلف لیدلوري لري، یو وخت یې له افغان طالبانو سره د اړیکو پر بنسټ ملګرې ګڼله، خو اوس ترې د کورني ګواښ په توګه یادونه کوي، خو یوه خبره یقیني ده: « کال ۲۰۲۵ ممکن د دې دواړو خواوو ترمنځ له خونړیو او ګډوډیو ډکه جګړه وي».
ورځپاڼه وايي، کله چې پاکستان خپل نفوذ له لاسه ورکوي، هند د دې ځای نیولو هڅه کوي، « هند د افغانستان په بیلابیلو بنسټونو کې له دوه میلیارده ډالرو زیاتې پانګونې کړې دي، چې په دې کې د روغتونونو بیا رغول، د افغان ځواکونو روزنه او له ترهګرۍ ضد جګړې سره د امنیتي بنسټونو ملاتړ شامل دی».
دې نېشن وايي، نړیوال ځواکونه د هند برعکس له افغانستان سره د پاکستان په ښکیلتیا کې مداخله نه غواړي او پاکستان باید خپله ستونزه پخپله له افغانستان سره حل کړي: « ټي ټي پي د یوه پاروونکي عامل په توګه رول لوبولی او د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړیکې یې لا نورې خرابې کړې دي. د دې وضعیت پایلې جدي دي. په داسې حال کې چې هند ممکن د پاکستان سرحدونو ته د داخلېدو لپاره یو جواز وغواړي، دغه حالت پاکستان اړ کوي چې له هند سره په شمال ختیز او د افغانستان سره په شمال لویدیز سرحد کې اضافي ځواکونه ځای پر ځای کړي».
ورځپاڼه وايي، پاکستان داسې فکر کوي چې د پښتنو ځوانانو ناخوښي یوازې د پاکستان په داخل پورې محدوده ده، په داسې حال کې چې دا مساله د افغانستان پښتنو سیمو ته هم غځېدلی شي. ورځپاڼه وايي، له پښتون ژغورنې غورځنګ سره په تعامل نه کولو پاکستان یوه لویه موقع له لاسه ورکړه چې د ټي ټي پي د ارامولو لپاره منځګړي پیدا کړي، خو اوس پي ټي ایم یوازې یو چوپ ناظر پاتې شوی دی.
ورځپاڼه زیاتوي، پاکستان ته په کار ده چې له پي ټي اېم سره خبرې وکړي او هغوی ته امتیاز ورکړي، چې د ټي ټي پي د ارامولو لپاره منځګړیتوب وکړي. سربېره پر دې، پاکستان باید د کابل لپاره د خپلو بندرونو له لارې د یوې منظمې سوداګرۍ اسانتیاوې برابرې کړي، چې له افغانستان سره اړیکې نرمې او شته کړکیچ کم کړي.
د ورځپاڼې په وینا، طالبانو د پکتیکا له بریدونو وروسته ډیورنډ کرښې ته د فرضي کرښې اصطلاح کارول پیل کړي او دا ښيي چې دغه ډله ډیورنډ کرښه ردوي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم ویلي چې د دې ډلې د مشر له امر نه سرغړونه نه یوازې ناروا ده، بلکې د خدای نافرماني هم ده. هغه ټینګار کړی، چې که طالبان له دغو حکمونو سرغړونه وکړي، نو ولس به هم د دوی په نافرمانۍ کې څو ګامه نور هم لاړ شي.
د طالبانو د لوړو زده کړو وزير ندا محمد ندیم د مرغومي پر ١٥مه، د کابل د لويې جرګې په تالار کې د ديني مدرسو د فارغانو د فراغت په غونډه کې وويل، چې هر څوک بايد د دې ډلې د مشر حکم ومني.
هغه د خپلو خبرو په يوه برخه کې وويل:«هيڅوک حق نه لري چې د مسلمانانو د امير له حکم څخه سرغړونه وکړي.»
ندا محمد ندیم د دې ډلې مشر ته یو له نږدې او باوري کسانو ګڼل کیږي.
ندامحمد ندیم وویل چې د خدای او امیر د حکم په منځ کې فرق څه دی، یوازې دادی چې دا موقت دی او هغه دایمي دی.
دغه طالب چارواکي د کوم مشخص کس نوم وانخيست، خو دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې له دې وړاندې هم د طالبانو د ډلې د مشرتابه ترمنځ د اختلافاتو راپورونه ورکړل شوي وو.
نیویارک ټایمز د اکتوبر پر درېیمه په یوه مقاله کې لیکلي و، چې طالبانو هڅه کړې چې واک ته له ستنیدو راهیسې د یووالي انځور وړاندې کړي، خو په حقیقت کې د طالبانو چارواکي جدي اختلافات لري.
په مقاله کې ويل شوي چې سراج الدين حقاني د هبت الله اخوندزاده له حکمونو ناراضه دی او هغه له ځينو اروپايي او عربي هېوادونو، روسيې او چين سره ډيپلوماتيکې اړيکې لري.

د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال په کابل کې د چین له سفیر څخه غوښتنه کړي، چې د برېښنا د تولید او په عصري ماشینري د روغتونونو او روغتیايي مرکزونو د تجهیزولو په برخه کې همکاري وکړي.
د طالبانو تر واک لاندې ارګ په خپله اعلامیه کې ویلي، چې د دې ډلې د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د افغانستان لپاره د چین سفیر جاو شېنګ سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې په اړه خبرې کړې دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په یاده لیدنه کې عبدالسلام حنفي د چین له سفیر جاو شېنګ څخه د برېښنا د تولید او په عصري ماشینرۍ د روغتونونو او روغتیايي مرکزونو د تجهیز په برخه کې د همکاری غوښتنه کړې ده.
د طالبانو خبرپاڼه کې د چین د سفیر له قوله لیکل شوي، چې بیجنګ له پاکستان او ایران څخه د راستنو شویو کډوالو لپاره د کورونو جوړولو، روغتیا، په یو شمېر ولایتونو کې د سړو خونو جوړولو، سروې او د افغانستان د کانونو د اېستلو په برخه کې همکاري کوي.
د چین سفیر په ورورستي یوه کال کې افغان سوداګرو ته د ډیرو ویزو ورکول د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا بللې ده.
د طالبانو تر واک لاندې ارګ د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال عبدالسلام حنفي او د افغانستان لپاره د چین د سفیر جاو شېنګ د لیدنې په اړه انځور نه دی خپور کړی.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال له چین څخه په داسې حال کې د روغتونونو لپاره عصري وسایل غواړي، چې د دې ډلې مشر په تازه فرمان کې په طبي انسټیټیوټونو کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی.
چین له تېرو درې نیمو کلونو راهیسې له طالبانو سره په مختلفو برخو کې د همکاریو ژمنې کړې دي، خو تر اوسه ددغه هېواد کومه ستره نوې پروژه یا د مرستې کمپاین نه دی لیدل شوی.

د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وايي چې د دغه ولایت له یوه خصوصي ژوبڼ څخه یې د "لاوبیرډ" نسل ۶۰۰ طوطيان کویټ ته صادر کړي دي. د طالبانو سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې دغه طوطیان له ۱۵ ورځو قرنطین وروسته کویټ ته لېږدول شوي دي.
د طالبانو د کندهار د کرنې ریاست د مرغومي پر ١٦مه نېټه خبر ورکړ چې په سلګونو طوطیان د نړيوالو روغتيايي سندونو د ترلاسه کولو په مقصد له ازموينو وروسته کويټ ته لېږدول شوي دي.
باختر اژانس کویت ته د دغو مرغانو د صادرولو د عاید په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.
د معلوماتو له مخې، له دې وړاندې هم د کندهار له یوه خصوصي ژوبڼ څخه قطر ته ۳۰۰ طوطیان صادر شوي دي.
په راپور کې ویل شوي، چې "لاوبیرډ" طوطیان د ښکلا او بېلو ځانګړتیاوو له امله په نړیوالو بازارونو کې ډېر ارزښت لري.
دا راپور په داسې حال کې خپرېږي، چې په افغانستان کې د نادرو مرغانو او ژویو د ښکار په اړه اندېښنې شته.
که څه هم د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده په یوه ځانګړي فرمان کې د نایابه مرغانو پر ښکار بندیز لګولی، خو لا هم د دغو مرغانو د ښکار او قاچاق راپورونه خپرېږي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلېنسکي وویل چې هغه به بیا خپل متحدین وهڅوي چې دا اونۍ د جرمني په رامسټاین غونډه کې د وکیېف د دفاعي ملاتړ په برخه کې همکاري وکړي. اوکراین غواړي د ټرمپ له واکمنېدو وړاندې له خپلو متحدانو د مرستو ژمنې ترلاسه کړي.
د متحده ایالاتو نوی ټاکل شوی ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د دې میاشتې په پای کې واک واخلي. نوموړي د اوکراین د درې کلنې جګړې د ژر پای ته رسولو ژمنه کړې ده.
زیلېنسکي وویل چې د بېلابېلو شریکو هیوادونو استازي به د پنجشنبې په ورځ په جرمني کې د رامسټاین هوایي اډې غونډه کې ګډون وکړي. هغه وویل، « په دې کې هغه هیوادونه هم شامل دي چې کولی شي زموږ وړتیاوې نه یوازې د توغندیو پر وړاندې، بلکې د لارښودو بمونو او روسي هوايي ځواک پر وړاندې هم پیاوړې کړي».
هغه زیاته کړه، « موږ به دا موضوع ورسره وڅیړو او هڅه به وکړو چې هغوی قانع کړو».
د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لوید جي اسټین به په دې غونډه کې ګډون وکړي.
د بایډن ادارې په خپله وروستۍ موده کې هڅه کوله چې د ټرمپ له ټاکل کیدو مخکې اوکراین ته تر ټولو زیاتې پوځی مرستې ورکړي.
ټرمپ د خپل انتخاباتي کمپاین په ترڅ کې ادعا کړې وه چې هغه کولای شي جګړه په یوه ورځ کې پای ته ورسوي.
د هغه څرګندونې دې پوښتنې ته لار هواروي چې ایا واشنګټن به د اوکراین ستر او تر ټولو مهم پوځی ملاتړی پاتې شي که نه؟
زیلېنسکي تېره اونۍ وویل چې ټرمپ «قوي او نااټکلېدونکی» دی او دا ځانګړې کولای شي پر اوکراین د روسیې د برید پر وړاندې د هغه په سیاست کې ټاکونکې وي.
روسیه د اوکراین پر پنځمې برخې کنټرول لري او تېر کال یې ددغه هېواد په ختیز کې ورو ورو پرمختګ وکړ، سره له دې چې ګڼ مالي او ځاني زیانونه یې وګالل. د اې پي د رپوټ له مخې، د جګړې پر لور تمایل د اوکراین په ګټه نه دی، ځکه دغه هیواد د لومړۍ کرښې په ډګر کې کمزوری دی او د خپلو لویدیزو شریکانو دوامدار ملاتړ ته اړتیا لري.
پوځي شنونکي وايي چې اوکراین شاوخوا ۴۰٪ ځمکه له لاسه ورکړې ده.