یونېسف: تېر کال افغانستان کې ۵۰۰ ماشومانو ته د جګړې د ناچاوده توکو له امله مرګژوبله اوښتې

یونېسف راپور ورکړی، چې تېر کال په افغانستان کې تر ۵۰۰ ډېر ماشومان د ناچاودو توکو یا د جګړې د پاتې شونو چاودېدونکو توکو له امله مړه یا ټپیان شوي.