• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

داعش په بغلان کې د طالبانو د دوو ملاتړو ملایانو د مرګژوبلې مسوولیت پر غاړه واخیست

۱۸ مرغومی ۱۴۰۳ - ۷ جنوری ۲۰۲۵، ۲۳:۴۶ GMT+۰

له بغلان ولایت څخه سیمه ییزې سرچینې وایي، چې وسله والو کسانو د سې شنبه په شپه د طالبانو یو ملاتړی ملا په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې وواژه او یو بل یې ټپي کړی دی.

داعش ډلې د دغه برید مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.
سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، وژل شوی کس چې عبدالرزاق نومېده د یوه جومات ملا امام او د یوې دیني مدرسې استاد و او ټپي شوی کس چې حمدالله محمدي نومېږي د مرکزي بغلان ولسوالۍ اما جمعه وو.
د راپورونو له مخې، د ټپي شوي ملا وضعیت نازک ښودل شوی دی.
دا لومړی ځل نه دی، چې داعش ډلې د طالبانو ملاتړي ملایان په نښه کړي دي، تر دې وړاندې هم دغې ډلې په طالبانو پورې اړوند مذهبي څېرې په کابل او ولایتونو کې ترور کړي دي.
داعش په ۱۴۰۱ کال د زمري په میاشت کې هم د طالبانو یو پېژندل شوی مفتي مولوي شېخ رحیم الله حقاني په کابل کې وژلی وو.
په افغانستان کې د داعش ډلې د فعالیتونو زیاتېدو د طالبانو په ګډون د سیمې او نړۍ هېوادونه هم اندېښمن کړي دي.
د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې پخواني مشر مایکل مکال تېره ورځ خبرداری ورکړ، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې داعش بیا سر راښکاره کړی.
مکال وایي، د ټرمپ اداره چې ډېر ژر به خپل کار پیل کړي، باید د داعش خراسان مخ په زیاتېدونکی ګواښ جدي ونیسي او پر وړاندې یې اقدام وکړي.
اخوا، د نړۍوالو خپلواکو بنسټونو راپور ښيي، چې داعش په افغانستان کې د خپل نفوذ د پراخولو او په خپلو لیکو کې د خلکو جذبولو ته دوام ورکوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هم په خپل راپور کې ویلي، چې داعش ان د طالبانو په امنیتي ادارو کې هم نفوذ کړی دی.
طالب چارواکو بیا په مستقیمه توګه په ځلونو یادونه کړې، چې په افغانستان کې یې داعش ډلې ته ماته ورکړې او له دې اړخه هېڅ یوه هېواد ته ګواښ نه پېښېږي.

ډېر لیدل شوي

حزب اسلامي د افغانستان د کړکېچ د حل له نوې طرحې ملاتړ وکړ
۱

حزب اسلامي د افغانستان د کړکېچ د حل له نوې طرحې ملاتړ وکړ

۲

ملا برادر له ترکمنستان څخه د ټاپي ګازو د اوږدمهاله قرارداد غوښتنه کړې

۳

پایښت که زوال؛ ایا د طالبانو واکمني به پنځه کاله نور هم دوام وکړي؟

۴

امریکا د محمود شاه حبیبي د بېرته کور ته د ستنولو ژمنه یو ځل بیا تکرار کړې ده

۵
ځانګړی

سرچینه: د نورستان د استخباراتو د مشر ضیاالحق یاسر ساتونکو پر نجونو د جنسي تېري هڅه کړې