یونس خان د افغان کرېکټ ملي لوبډلې سلاکار روزونکی وټاکل شو

د پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبډلمشر یونس خان د افغان کرېکټ ملي لوبډلې سلاکار روزونکی وټاکل شو. د افغانستان کرېکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات وايي، کرېکټ بورډ یونس خان ته د چمپینز ټرافي لپاره دغه دنده سپارلې ده.