د ازادۍ جبهه: په بغلان ولایت کې مو شپږو طالبانو ته مرګژوبله اړولې ده

د طالبانو مخالفه ډله د ازادۍ جبهه ادعا کوي، چې د شنبې په ماښام یې د بغلان ولایت په پلخمري ښار کې د طالبانو د استخباراتو د موټرو یو کاروان په نښه کړی دی. دغه جبهه وايي، چې په یاد برید کې یې څلور طالبان وژلي.





