تازه یو انځور د ایران د حکومت له خوا د نږدې سرچینو له لارې خپور شوی، چې پکې د ایران د پوځ ځانګړي ځواکونه د امریکا د M4 ټوپکونو په زیات شمېر کې کارول ښودل شوي دي. که څه هم د دې وسلو دقیقه منبع معلومه نه ده، خو د کارپوهانو په باور، د دې وسلو اصلي پلورونکي طالبان دي.
که فرض کړو چې د ښاغلي ټرمپ ټولې خبرې سمې او د امریکا د محرمو اسنادو پر بنسټ دي، ایا ممکنه ده چې دغه وسلې بېرته امریکا ته راوګرځول شي؟ لکه څنګه چې پورته یادونه وشوه، د طالبانو د واکمنۍ لاندې افغانستان د سیمهییزو او نړۍوالو ترهګریزو ډلو لپاره یو خوندي او له کنټرول څخه بهر جنت ګرځېدلی دی. ټولې دغه ډلې د خپلو اړیکو او وړتیاو له مخې دغو وسلو ته لاسرسی لري او د دې وسلو یوه مهمه برخه د طالبانو له کنټرول څخه وتلې ده.
د هغه وضعیت په نظر کې نیولو سره چې زه پرې پوهېږم، حتا که امریکا وغواړي او طالبان هم دې معاملې ته چمتو شي، د پورته یادو شویو دلایلو له امله د دغو وسلو او تجهیزاتو انتقال ممکن نه دی. په ورته وخت کې که حتا په ډېر خوشبینانه حالت کې ټول شرایط برابر شي، د دې وسلو او تجهیزاتو راټولول او انتقال وخت او بودیجې ته اړتیا لري.
زما په باور، د دې وسلو د ترلاسه کولو حل لاره یوازې یو خیال نه دی، بلکې باید د استبداد او ترهګرۍ زړه، یعنې د طالبانو رژیم په نښه شي. د یوه ځواکمن او قانوني دولت په جوړولو سره، چې د خلکو د رایو پر بنسټ او د یو مسوول او غیرمتمرکز جوړښت په لرلو سره رامنځته شي، د دې وسلو د ناوړه استفادې ټولې لارې بندې شي او دغه وسلې بیا د قانون پلي کولو او د عامه امنیت د تامین لپاره وکارول شي.
د طالبانو له خوا پر رسنیو له بندیزونو سره - سره د دې ډلې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ټینګار کړی، چې ویاندویان باید له رسنیو سره معلومات په وخت سره شریک کړي.
عباس ستانکزي زیاته کړې، چې په اوسني عصر کې رسنۍ او وياندويان د هېواد يوه مهمه اړتیا ده. نوموړي دغه څرګندونې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له خوا د وزارتونو او خپلواکو ادارو ویاندویانو ته د روزنيز سمينار په ترڅ کې کړي دي. د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس د ستانکزي له قوله لیکلي: «رسنۍ او ویاندویان د ټولنې جدي اړتیاوې دي او دا برخه باید پیاوړی وساتل شي.» ستانکزی دغه خبرې په داسې حال کې کوي، چې دغې ډلې درې ورځې وړاندې د وزارت خانو او خپلواکو ریاستونو ویاندویانو ته اطلاعاتو ته د لاس رسي په نامه څلور ورځينی روزنیز سینمار پیل کړ، خو د رسنیو کارکونکي بیا شکایت کوي، چې طالبان ورسره په وخت مالومات نه شریکوي. تر دې وړاندې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو مرستیال مهاجر فراهي ويلي دي: “مطبوعاتي برخه په نظام کې ډېره مهمه برخه ده. د نظام کاري ژمنتيا، فعاليتونه او لاسته راوړنې د ویاندویانو په واسطه تر ولسونو رسېږي او اسلامي امارت له ډېرو محدوديتونو سره سره، بيا هم په تېرو شاوخوا درېيو کلونو کې مهمې لاسته راوړنې لري، چې تر خلکو رسول يې زموږ او ستاسو ګډ مسووليت دی.” دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د خبریالانو سازمان مشر حامد عبیدي له افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خبرو کې وویل، چې طالبانو په تېرو څه باندې درېیو کلونو کې لږ تر لږه اووه ویشت محدودیتونه د رسنیو پر فعالیتونه وضع کړي دي او د بیان ازادۍ یې سخته زیانمنه کړې ده د نوموړي په وینا، د طالبانو یاد شمېر محدودیتونو د رسنیو پر فعالیتونو منفي اغېزې کړي او د دې لامل شوي چې سلګونه خبریالان وزګاره، کډوال او د لسګونه رسنیو فعالیتونه بند شي. د رسنیو ملاتړو ادارو تل پر طالبانو نیوکې کړي، چې پر وخت له رسنیو سره معلومات نه شریکوي او خبریالان اطلاعاتو لاسرسی نه شي پیدا کولی. یو شمېر رسنوال وایي، چې په افغانستان کې د تېرو درېیو کلونو په ترڅ کې په تدریج، خو په بنسټي او مدیریت شوې بڼه اطلاعاتو ته د لاسرسي حق له منځه تللی او په افغانستان کې د بیان د ازادي، اطلاعاتو ته د لاسرسي او د رسنیو د قانوني او معقولې ازادۍ ارزښتونه ټول تروړل شوي دي. یو شمېر افغان خبریالان وایي، چې د طالبانو تر څار لاندې د خپرونو او راپورونو ثبتول، د فقر او غربت په اړه د راپورونو په جوړولو بندیزونه او د ښځینه کارکوونکو د رسنیزو فعالیتونو مخنیوی هغه څه دي، چې دوی یې له پراخو ستونزو سره مخ کړي دي.