په غزه کې شاوخوا ۱۰ زره مړي لا هم تر خاورو لاندې پاتې دي

په غزه کې د بیړنیو حالاتو څانګه اټکل کوي چې پر غزې د اسراییل له برید وروسته تر دې مهاله دغلته شاوخوا ۱۰ زره مړي د خاورو تر ډېریو لاندې پاتې دي.

په غزه کې د بیړنیو حالاتو څانګه اټکل کوي چې پر غزې د اسراییل له برید وروسته تر دې مهاله دغلته شاوخوا ۱۰ زره مړي د خاورو تر ډېریو لاندې پاتې دي.
دغه بنسټ د پرمختللو وسایلو او ماشینونو غوښتنه کړې چې پر مټ یې تر خاورو لاندې شوي مړي پرې راوباسي.
د غزې بیړنۍ څانګې او په فلسطین کې نورو مرستندویانو هڅې پیل کړي چې په غزه کې د ویجاړو شویو کورونو او کنډوالو لاندې مړي راوباسي، چې له اوربند وروسته یې تر دې دمه ۱۵۰ مړي موندلي دي.د هغې ارزونې له مخې چې روانه میاشت د ملګرو ملتونو له خوا شوې، په غزه کې د ویجاړو شویو ودانیو خاورې خځلې له ۵۰ ملیون ټنه ډېرې دي چې د راټولو لپاره یې ۲۱ کاله وخت ته اړتیا ده او ۱.۲ میلیارډه ډالر لګښت پرې راځي.په غزه کې روغتیایي چارواکي وایي چې د غزې پر بېلابېلو سیمو کې د اسراییل له بریدونو وروسته لږ تر لږه ۴۷ زره کسان وژل شوي او ښایي زرګونه نور تر خاورو لاندې پاتې وي.د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام وایي چې په غزه کې د اوو لسیزو جګړو له امله د دغې سبمې پراختیایي چارې ټکنۍ او مټه شوې دي.د حماس او اسراییل تر منځ اوربند چې له ۱۵ میاشتینۍ جګړې وروسته د یکشنبې په ورځ ټینګ شو په کې درې اسراییلي او ۹۰ فلسطیني یرغمل شوي کسان یو بل ته وسپارل شول.


د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان د سې شنبه په ورځ وویل، چې د اسراییل او ایران ترمنځ باید د جګړو مخنیوی وشي.
نوموړي وویل، په دې باور نه لري چې د ټرمپ د حکومت اقدامات دې وکولی شي د داسې یوې جګړې ګواښ زیات کړي.
فیصل بن فرحان چې د سویس د نړۍوال اقتصادي فورم په کلنۍ ناسته کې خبرې کولې، همداراز په راتلونکو ورځو کې یې لبنان ته د خپل سفر خبر ورکړ.
دا به لبنان ته له څه باندې یوې لسیزې وروسته د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر لومړنی رسمي سفر وي.
فیصل وویل: «زه د امریکا حکومت د کومې جګړې لپاره د ګواښ عامل نه ګڼم، برعکس ډونالډ ټرمپ په ښکاره ويلي، چې د جګړو پلوی نه دی.»
د ایران او اسراییل ترمنځ د جګړو وېره تر هغه وروسته زیاته شوه، چې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په اوومه د حماس او اسراییل ترمنځ جګړې پیل شوې او تر هغه وروسته د فلسطینیانو په ملاتړ د ایران د متحدینو لکه د لبنان حزب الله او د یمن حوثیان په دې جګړو کې ښکېل شول.
اسراییل په غزه کې د حماس او په لبنان کې د حزب الله په وړاندې خونړۍ او ویجاړونکې جګړه وکړه، د دواړو ډلو پوځي جوړښت یې له منځه یووړ، په منځنۍ ختیځ کې یې د ایران نفوذ کمزوری کړ او د ایران د بل متحد بشارالاسد د حکومت په ړنګېدو کې یې مرسته وکړه.

د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر علي احمد جلالي وایي، چې طالبان له امریکا څخه د امتیاز د اخیستو په موخه له ترهګرو ډلو د وسیلې په توګه کار اخلي.
جلالي له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې ویلي، چې د واشنګټن لپاره تر ټولو مهمه مسله دا ده، چې افغانستان بیا د سپټمبر د یوولسمې د پېښې په څېر یو ګواښ ونه ګرځي.
نوموړي دغه څرګندونې تر هغه وروسته وکړې، چې ډونالډ د امریکا د نوي ولسمشر په توګه د دوشنبې په ورځ د لوړې مراسم ترسره کړل.
ټرمپ ګواښ کړی، چې افغانستان ته د مالي مرستو بهیر بندوي.
هغه همداراز ویلي، چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو پاتې شوې وسلې هم له طالبانو بېرته اخلي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د څېړنیز بنسټ د عامه اړیکو مشر صادق امیني بیا د سپړنې خپرونه کې د خبرو پرمهال وویل، د امریکا نوی ولسمشر چې د خپلو وسلو د بېرته اخیستو خبره کړې، عملي کېدل یې ناشونی دی.
د نوموړي په وینا، د امریکایانو اصلي موخه دا ده، چې خپلې وسلې په افغانستان کې له منځه یوسي.
له دې سره، د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزیر علي احمد جلالي په خپلو خبرو کې ټينګار کړی، چې امریکا افغانستان ته د بېرته ستنېدو او په دې هېواد کې د رژیم بدلېدو ته هېڅ ډول علاقه نه لري.
نوموړی زیاتوي: ((باید په تمه شو، چې د امریکا نوی حکومت د افغانستان په اړه څه ډول پالیسي غوره کوي.))
د جلالي په وینا، د افغانستان په اړه د امریکا سیاست ښایي تر راتلونکو شپږو میاشتو وخت ونیسي.
سره له دې چې ټرمپ د خپلو ټاکنیزو سیالیو پرمهال د افغانستان په اړه زیاتې خبرې نه دي کړي، خو نوموړي ته نږدې کسانو بیا په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د حضور په اړه خبرداری ورکړی.
د ټرمپ د ملي امنیت سلاکار مایک والټرز بیا د افغانستان پر استخباراتي څار ټينګار کړی او ویلي یې دي، چې «که مونږ د کندهار په شان سیمو کې د ترهګرو پروړاندې جګړه و نه کړو، دغه جګړې به د کانزاس سیټي په څېر ځایونو ته ورسېږي.»
نوموړي واشنګټن پوسټ ته ویلي: «زما هدف دا نه دی چې بیا ځلې کندهار ته ولاړ شو او وجنګېږو، بلکې نه غواړم په تمه شم چې په کانزاس سیتي ترهګریز برید وشي.»
د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر باور لري، چې القاعدې ډلې د طالبانو په ملاتړ په افغانستان کې خپلې اډې او روزنیز مرکزونه بیا فعال کړي دي.
هغه دغه راز ټینګار وکړ، چې اوسمهال له افغانستانه د امریکا د متحده ایالاتو پر وړاندې مستقیم ګواښ نه شته.
د فېبروري په ۲۹مه د دوحې په تړون کې طالبانو ژمنه کړې وه، چې له ټولو ترهګريزو ډلو په ځانګړې توګه القاعدې سره به اړیکې پرې کوي او د افغانستان خاوره به د امریکا او د دوی د متحدینو پر وړاندې د ګواښ په ځای نه بدلېږي، خو د جلالي په وینا، د دې ترڅنګ چې طالبانو په خپلو دغو ژمنو عمل و نه کړ، د افغانستان له پخواني حکومت سره یې مذاکرات هم و نه کړل او یوازې د وخت ضایع کولو سره د امریکایي ځواکونو وتلو ته په تمه شول.
جلالي په خپلو خبرو کې زیاته کړې، چې امریکا د داعش پروړاندې د مبارزې په برخه کې طالبان یو عنصر ګڼي او د دواړو لورو ترمنځ اطلاعاتي اړیکي شته، ترڅو واشنګټن د امریکا او متحدینو پروړاندې یې د ګواښونو له نه شتون څخه ډاډه شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د خپلې دندې د پیل په وینا کې د واک له لارې د نړۍوالې سولې د ټینګښت په اړه د ټرمپ د اهدافو د پرمختګ لپاره په ټینګار وویل، چې په اوکراین کې د جګړې پای ته رسول به د امریکا د ادارې رسمي پالیسي وي.
روبیو د ټرمپ د کابینې لومړنی نوماند و، چې د سې شنبې په ورځ یې لوړه وکړه.
د نوموړي نوماندي تېره شپه د سنا د یوې متفقې رایې له لارې تایید شوه او ټاکل شوې ده، چې د ټرمپ د کابینې د نورو نوماندانو لپاره هم په دې اونۍ کې رایه اچونه وشي.
روبیو د سنا له لوري د بهرنیو چارو د وزیر په توګه تر تاییدېدو وروسته په خپله وینا کې ټینګار وکړ، چې د جګړې د پایته رسولو لپاره مسکو او کییف باید امتیازونه ورکړي او اوکراین ممکن اړ شي، چې د تېرو لسو کلونو په اوږدو کې د روسیې له خوا نیول شوې ټولې سیمې د بېرته نیولو هدف پرېږدي.
هغه د سې شنبې په ورځ له اېن بي سي ټلویزیون سره په یوه مرکه کې وویل:«د امریکا رسمي پالیسي دا ده، چې جګړه باید پایته ورسېږي او موږ به د دې هدف د ترلاسه کولو لپاره هره ممکنه هڅه وکړو.»
د امریکا پخواني ولسمشر جو بایډن اوکراین ته په میلیونونو ډالر وسلې واستولې او ټینګار یې وکړ، چې له روسیې سره د خبرو اترو یا نه خبرو اترو پرېکړه په اوکراین پورې اړه لري.
بلخوا ټرمپ د خپل ټاکنیز کمپاین پر مهال هم ویلي وو، چې جګړه به ژر پای ته ورسوي، خو دې هدف ته رسېدل یې نه دي روښانه کړي.
روبیو وویل:«دا پېچلې ده ځکه چې هر اړخ باید یو څه قرباني کړي.»
هغه زیاته کړه:«د دې ډول شخړو د پای ته رسولو یوازینۍ لار د عامه بیانونو له لارې نه، بلکې د فعالې او متحرکې ډیپلوماسۍ له لارې ده. امریکا هیله لري چې دا ډیپلوماسي به د جګړې د پایته رسولو لپاره یو دوامداره لاره هواره کړي، چې د اوکراین او په سیمه کې زموږ د شریکانو امنیت ډاډمن کړي، خو په ورته وخت کې به وژنه، ویجاړي او انساني کړاو ودروي.»
په سپینه ماڼۍ کې د لوړې له مراسمو وروسته روبیو وویل، چې هغه به د ټرمپ بهرنۍ پالیسي د امریکا د ملي ګټو سره سم پرمخ یوسي.
هغه ټینګار وکړ، چې د ټرمپ په مشرۍ د بهرنۍ پالیسۍ یو هدف به «د سولې ترویج» وي او زیاته یې کړه:«البته، سوله د ځواک له لارې، سوله پرته له دې چې زموږ ارزښتونه پرېږدي.»

امریکا ته د افغان کډوالو د لېږد د ملاتړ یو سازمان مشر وايي، چې د کډوالو د منلو د ځنډولو په اړه د ټرمپ حکم لږ تر لږه ۲۰۰۰ مستحق افغانان په یو نامعلوم حالت کې اچولي دي.
د شان ونډایور په وینا، دا افغانان مخکې تردې د امریکا د حکومت له خوا په دې هېواد کې د بیا میشتېدو لپاره منل شوي وو.
له دې سره، د ټرمپ یوه سلاکار وویلي چې د کډوالو د منلو پروګرام تر بیا کتنې لاندې دی.
د سپینې ماڼۍ د سرحدي چارو سلاکار ټام هومن د سې شنبه په ورځ سي اېن اېن ته وویل، چې د ټرمپ ادارې د کډوالۍ پر وړاندې مبارزه به دوام ولري.
کله چې له افغانستان او نورو هېوادونو څخه د کډوالو د منلو د پروګرام د ځنډولو په اړه پوښتنه وشوه، هومن سي اېن اېن ته وویل:«د امنیتي پلټنې سره یوه لویه ستونزه شتون لری.» چې باید حل شي.
شان ونډایو د افغان سازمان څخه سي اېن اېن ته وویل، چې افغان کډوال په ناڅرګند حالت کې ژوند کوي.
دغه سازمان د کابل له سقوط وروسته جوړ شو او موخه یې امریکا ته د وړ افغانانو او د حکومت د پخوانیو همکارانو لکه د افغان وسله والو ځواکونو د پخوانیو غړو د ځای په ځای کولو کې مرسته کول دي.
شان ونډایور سي اېن اېن ته وویل:«دې خلکو ډېر انتظار وکړ. دوی پټ دي، په ناڅرګند حالت کې دي. ولسمشر ټرمپ چې په افغانستان کې یې د جګړې پای اعلان کړی اوس باید دا پای ته ورسوي، او دا په دې معنا ده، چې زموږ ټول شریکان یوې خوندي سیمې ته راوستل شي.»
د ټرمپ د نوي اجرایوي فرمان له مخې چې پرون لاسلیک شو، په اوسني ډول د کډوالو منل به «د امریکا ګټو ته زیان رسونکي وي.» دا پروګرام به د جنوري له ۲۷مې نیټې څخه د لږ تر لږه ۹۰ ورځو لپاره وځنډول شي.
د ټرمپ سلاکار ویلي دي، چې واشنګټن به د پروګرام د بیا کتنې له بشپړولو وروسته د کډوالو منلو د دوام په اړه پرېکړه وکړي.
په دغه فرمان کې راغلي، چې له ۹۰ ورځو وروسته به د کورني امنیت او بهرنیو چارو وزیران ټرمپ ته راپور وړاندې کړي، چې ایا د کډوالو د داخلې پروګرام "د متحده ایالاتو په ګټه دی" بیا به په هرو ۹۰ ورځو کې یو راپور وړاندې شي تر هغو چې ټرمپ پرېکړه وکړي، چې ایا دا پروګرام د متحده ایالاتو په ګټه دی او که نه.
په یاد فرمان کې راغلي:«امریکا نه شي کولی چې ډېر شمېر کډوال ومني، ځکه چې د امریکایانو ګټې باید له ګواښ سره مخ نه شي، د دوی خوندیتوب او امنیت وساتل شي او ډاډمن شي چې کډوال په سمه توګه په ټولنه کې مدغم شي.»
جمهوري غوښتونکو له افغانستان څخه د امریکا د ګډوډ وتلو او پر پخوانیو سرتېرو او هغو افغانانو د هغې اغېزې چې د امریکا د پوځ سره یې کار کاوه په کلکه نیوکه کړې ده. په دغو نیوکه کوونکو کې د ټرمپ د ملي امنیت سلاکار مایک والټز هم شامل دی، چې ویلي یې دي د بایډن ادارې "زموږ افغان متحدین پرېښي دي."
خو په کانګرس کې جمهوري غوښتونکو ویلي دي، چې د افغان کډوالو د قضیو له بشپړې امنیتي بیا کتنې پرته منل ګواښونکی دی.
د ۲۰۲۱ کال په اګست کې په افغانستان کې د امریکا د حضور له پای ته رسېدو راهیسې په دغه هېواد کې له ۱۸۰ زره څخه ډېر افغانان مېشت شوي دي.

اسراییلي پوځیانو د سې شنبه په ورځ د لویدیځې غاړي په جنین ښار بمباري کړې، چې لږ تر لږه اته تنه یې وژلي دي. د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنېاهو دا «لوی او مهم پوځي عملیات» بللې دي.
رویټرز د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، چې په غزه کې د اوربند له پیل څخه یوازې دوه ورځې وروسته دا بریدونه ترسره شوي، چې په لوېدیځه غاړه کې د لا زیات تاوتریخوالي ګواښ په ګوته کوي.
په وروستیو کلونو کې اسراییلي پوځ پر جنین ښار پراخ بریدونه ترسره کړي دي.
حماس هم پر فلسطینیانو غږ کړی، چې د اسراییل پر ضد جګړه لا پسې پراخه کړي.
پر غزې د اسراییل برید د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په ۷مه د حماس ډلې لهخوا د اسراییل پر سویلي سیمو له بریدونو وروسته پیل شو.
په دغو بریدونو کې له ۱۱۰۰ څخه زیات کسان ووژل شول او شاوخوا ۲۴۰ کسان یرغمل شول.
له هغه وروسته اسراییل هم پر غزې بریدونه پیل کړل، چې په تېرو ۱۵ میاشتو کې د غزې په شاوخوا کې ۴۷ زره فلسطینیان ووژل شول او لږ تر لږه ۱۱۰،۲۶۵ کسان ټپیان شوي دي.