داوړ: پاکستاني استخباراتي ادارو احوال راکړی چې افغان طالبان زما د وژلو پلان لري

د پاکستان د پارلمان پخوانی غړی او د ملي ډېموکراتیک ګوند مشر محسن داوړ وایي، چې پاکستاني امنیتي ادارو ورته خبر ورکړی چې د افغانستان طالبان یې د وژلو پلان لري.

د پاکستان د پارلمان پخوانی غړی او د ملي ډېموکراتیک ګوند مشر محسن داوړ وایي، چې پاکستاني امنیتي ادارو ورته خبر ورکړی چې د افغانستان طالبان یې د وژلو پلان لري.
نوموړي له افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خبرو کې وویل، چې باوري معلومات یې تر لاسه کړي، چې افغان طالبانو د فدایان افغانستان کنډک ته د هغه د وژلو په موخه نیم میلیونه ډالر ورکړي دي.داوړ دغه راز ادعا کوي، چې د هغه د وژلو لپاره له مخکې په پېښور کې له چاودېدونکو توکو ډک موټر هم چمتو شوی دی.د نوموړي په وینا، دغه معلومات ورسره د پاکستان امنیتي ادارو شریک کړي دي.د یادولو ده، چې یو شمېر پاکستاني رسنیو د پېښور د امنیتي ادارو په حواله راپور ورکړی، چې د داوړ ژوند له ګواښ سره مخ دی.په رسنیو کې بیا د پاکستان د مشرانو جرګې د پخواني غړي افراسیاب خټک په حواله هم لیکل شوي، چې که محسن داوړ ته زیان ورسېږي مسوولیت یې پر ریاست پورې دی.دا په داسې حال کې ده، چې محسن داوړ تر دې وړاندې د ټاکنو پرمهال هم دوه ځلې له برید سره مخ شوی و.

د تحریک انصاف ګوند د مذاکراتي کمېټې غړي عمر ایوب ویلي، چې د تحریک انصاف مذاکراتي کمېټې پرېکړه کړې، چې د مذاکراتو په څلورم پړاو کې برخه نه اخلي.
هغه د چهارشنبې په ورځ د ايډیالا زندان مخکې رسنیو ته وويل، چې د خبرو اترو د څلورم پړاو څخه مخکې د قضايي کمېسيون جوړول ضروري دي او تر هغه چې قضايي کمېسيون جوړ نه شي، دوی به د مذاکراتو په څلورم پړاو کې ګډون ونه کړي.
پاکستاني رسنۍ جیو نیوز د نوموړي له قوله راپور ورکړی، چې د تحریک انصاف د بنسټګر همدا لارښود دی، «که حکومت قضايي کمېسیون جوړ نه کړي، نو مذاکرات هېڅ معنا نه لري، نو موږ به د حکومت سره د خبرو اترو په څلورم پړاو کې ګډون ونه کړو.»
له بلې خوا، د حکومت د مذاکراتي کمېټې غړي عرفان صدیقي ویلي، چې د قضايي کمېسیون د جوړولو یا نه جوړولو په اړه لا تر اوسه پرېکړه نه ده شوې.
هغه وويل، چې د پي ټي ای د مذاکراتي ټیم سره څلورمه ګډه غونډه به د جنوري په ۲۸مه ترسره شي.
د پاکستان حکومت او پي ټي ای تر منځ درېیم پړاو مذاکراتو کې دغه ګوند غوښتنه کړې، چې د دوی د پلویانو د لاریون پرمهال د لاریونوالو پر وړاندې د زور زياتي پېښو پلټنه دې وشي.
په لیکل شویو وړاندیزونو کې راغلي، چې د مرکزي او پنجاب حکومتونو په ګډون دې د سند او بلوچستان حکومتونه باید د ټولو سياسي بنديانو د ضمانت يا سزا ځنډولو په اړه پرېکړه وکړي.

په کندهار ولایت کې د طالبانو د ولایت مقام رسنیز مرکز وایي، چې د دغه ولایت د سپين بولدک له لارې په تېرو نهو مياشتو کې د ۳۰۰ زرو څخه زيات کډوال بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
دغه دفتر پر اېکس پاڼه په دغه ولایت کې د طالبانو د کډوالو چارو د مسوولینو له خولې لیکلي، د تېرو نهو مياشتو په اوږدو کې ۵۸۶۶۳ کورنۍ چې ټولټال ۳۰۹۳۰۱ تنه کېږي د سپين بولدک له لارې خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
له پاکستانه د افغان کډوالو د ستنېدو لړۍ د تېرکال په نومبر میاشت کې پیل شوه، چې لاهم دوام لري.
تازه د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې تېره ورځ ۸۵ کډوالې کورنۍ د سپین بولدک، تورخم، اسلام کلا او ورېښمو پله له لارې هېواد ته راستنې شوې.
له بل پلوه له تېرو دوو کلونو په پاکستان کې د اسنادو د نه لرلو په تور هم وخت ناوخت افغان کډوال د پاکستاني پولیسو لهخوا نیول کېږي.
ورته مهال په کراچۍ کې د طالبانو قونسلګري بیا وایي، چې د تېرو دوو کلونو په اوږدو کې د دوی د هڅو په پایله کې د ښځو او ماشومانو په ګډون شاوخوا ۴۲۶۸ تنه افغان بندیان د سند له زندانونو خوشې شوي دي.
دغې قونسلګرۍ پر اېکس پاڼه لیکلي، چې دغه بندیان د سند صوبې له بېلابېلو زنذانونو خوشې شوي او په دولتي لګښت بېرته خپل هېواد ته ستانه کړای شوي دي.

په کراچۍ کې د طالبانو قونسلګري وایي، چې د تېرو دوو کلونو په اوږدو کې د دوی د هڅو په پایله کې د ښځو او ماشومانو په ګډون شاوخوا ۴۲۶۸ تنه افغان بندیان د سند له زندانونو خوشې شوي دي.
دغې قونسلګرۍ پر اېکس پاڼه لیکلي، چې دغه بندیان د سند صوبې له بېلابېلو زنذانونو خوشې شوي او په دولتي لګښت بېرته خپل هېواد ته ستانه کړای شوي دي.
په دغې لیکنه کې دا رنګه راغلي، چې له تېرو دوو کلونو راهیسې د کراچۍ په مرکزي زندان (سېنټرال جېل) کې یوه افغان مېرمنه له خپلې یوې ماشومې سره د قانوني اسنادو د نشتوالي او د نشهیي توکو (چرسو) د انتقال په تور بندیانې دي.
د دغې قونسلګرۍ په وینا، د دغې مېرمنې خاوند بیا په یوه بل زندان کې بندي دی.
د طالبانو قونسلګري زیاتوي، چې د دغې مېرمنې او خاوند دوسیې یې په محکمو کې حل کړې دي او دوی خپل هېواد ته د ستنولو لپاره چمتو شوي دي.
دغې قونسلګرۍ دارنګه په کراچۍ کې د کورنیو چارو وزارت په پر فعالیت نیوکه کړې ده او لیکلي یې دي، د عدلي او قضایي حکم سره، سره د دغې مېرمنې او د هغې د خاوند د انتقال چاره له نن څخه سبا ته ځنډوي.
تېره ورځ هم د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی و، چې د پاکستان له زندانونو خوشې شوي ۳۸ تنه افغان بندیان (د سلواغې په لومړۍ نېټه) بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
دغه وزارت (د سلواغې په لومړۍ نېټه) ویلي و، چې په اسلام اباد کې یې د پولیسو له لوري ۸۸۲ نیول شوي هغه افغان کډوال خوشې کړي، چې د کډوالۍ کارتونه یې هم لرل.
په تېرو وروستیو کې پولیسو په اسلام اباد او راولپنډۍ کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون تر زرو ډېر افغان کډوال نیولي چې یو شمېر یې بېرته افغانستان ته لېږل شوي دي.

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر وايي، په بلوچستان کې د محمد خان احمدخېل په نوم یو افغان په جګړه کې وژلی دی. دوی زیاتوي محمد خان احمدخېل د روانې جنورۍ میاشتې په ۱۱مه د بلوچستان د ژوب ولسوالۍ په سمبازه کې وژل شوی دی.
د پاکستان دولتي راډیو نن سې شنبې «د سلواغې ۲مه» د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر په حواله لیکلي محمد خان احمدخیل د حاجي قاسم دوران خان زوی دی، او د پکتیکا ولایت د وازې خوا ولسوالۍ د بلورايي کلي اوسیدونکی دی.
د پاکستان پوځ ویلي چې د نوموړي مړی پرون تز اړینو رسمي مراحلو وروسته د طالبانو د حکومت چارواکو ته وسپارل شو.
د پاکستان پوځ وايي چې دا ډول پیښې پاکستان په ترهګریزو فعالیتونو کې د افغان وګړو د ښکېلتیا شواهد دي.

په خواله رسنیو کې د پاکستان د پوځ تر واک لاندې اکونټونو کې د وژل شوي افغان وکړي د تذکرې کاپي هم خپره کړې ده.
د پاکستان پوځ له طالبانو غوښتي چې خپلې ژمنې پوره کړي او د پاکستان پر وړاندې د ترهګرۍ د کړنو لپاره د ترهګرو له خوا د خپلې خاورې د کارولو مخه ونیسي.
طالبان په افغانستان کې د پاکستان ضد وسلوالو ته پنا ور کول او د دغه هېواد تاوتریخوالي کې د افغانانو د ښکېلتیا په هکله د پاکستان دا ادعاوې تل رد کړې دي.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې د پاکستان له زندانونو خوشې شوي ۳۸ تنه افغان بندیان (د سلواغې په لومړۍ نېټه) بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
دغه وزارت په یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې د ننګرهار ولایت د طالبانو د سرحدي امریت د مالوماتو له مخې ویلي، چې دغه کسان د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله د پاکستان له بېلابېلو سیمو نیول شوي وو.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کسان د څلورو ورځو لپاره په حاجي کمپ کې بندیان وو.
تر دې وړاندې هم طالبانو په تېره اونۍ کې له پاکستانه د ۹۶ افغان بندیانو له خوشې کېدو خبر ورکړی و.
د طالبانو د کډوالو چارو وزارت (د سلواغې په لومړۍ نېټه) ویلي، چې په اسلام اباد کې یې د پولیسو له لوري ۸۸۲ نیول شوي هغه افغان کډوال خوشې کړي، چې د کډوالۍ کارتونه یې هم لرل.
له تېرو دوو اونیو راهیسې پاکستاني پولیسو په اسلام اباد او راولپنډۍ کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون تر زرو ډېر افغان کډوال نیولي دي.
د اسلام اباد او راولپنډۍ په هره برخه کې هره ورځ افغان کډوال د پولیسو له ځورونې سره مخامخېږي.
ډېری دغه افغانان درېیمو هېوادونو ته د تګ تکل لري او د ویزو ترلاسه کولو په تمه دي.
هاخوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت بیا د لوېدیځو هېوادونو لهخوا د افغانانو د پناه غوښتنې پر پڅ بهیر نیوکه کړې ده.
