• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان پوځ وايي، بلوچستان کې یې یو افغان جګړه کې وژلی او مړی یې طالبانو ته سپارلی

۲ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۱ جنوری ۲۰۲۵، ۱۴:۱۱ GMT+۰تازه شوی: ۲ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۱ جنوری ۲۰۲۵، ۱۵:۱۶ GMT+۰

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر وايي، په بلوچستان کې د محمد خان احمدخېل په نوم یو افغان په جګړه کې وژلی دی. دوی زیاتوي محمد خان احمدخېل د روانې جنورۍ میاشتې په ۱۱مه د بلوچستان د ژوب ولسوالۍ په سمبازه کې وژل شوی دی.

د پاکستان دولتي راډیو نن سې شنبې «د سلواغې ۲مه» د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر په حواله لیکلي محمد خان احمدخیل د حاجي قاسم دوران خان زوی دی، او د پکتیکا ولایت د وازې خوا ولسوالۍ د بلورايي کلي اوسیدونکی دی.

د پاکستان پوځ ویلي چې د نوموړي مړی پرون تز اړینو رسمي مراحلو وروسته د طالبانو د حکومت چارواکو ته وسپارل شو.

د پاکستان پوځ وايي چې دا ډول پیښې پاکستان په ترهګریزو فعالیتونو کې د افغان وګړو د ښکېلتیا شواهد دي.

وژل شوي کس ته منسوبه تذکره
100%
وژل شوي کس ته منسوبه تذکره

په خواله رسنیو کې د پاکستان د پوځ تر واک لاندې اکونټونو کې د وژل شوي افغان وکړي د تذکرې کاپي هم خپره کړې ده.

د پاکستان پوځ له طالبانو غوښتي چې خپلې ژمنې پوره کړي او د پاکستان پر وړاندې د ترهګرۍ د کړنو لپاره د ترهګرو له خوا د خپلې خاورې د کارولو مخه ونیسي.

طالبان په افغانستان کې د پاکستان ضد وسلوالو ته پنا ور کول او د دغه هېواد تاوتریخوالي کې د افغانانو د ښکېلتیا په هکله د پاکستان دا ادعاوې تل رد کړې دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر او د استخباراتو لوی رییس متحده عربي اماراتو ته لاړل

۲ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۱ جنوری ۲۰۲۵، ۱۲:۲۴ GMT+۰

د طالبانو د حکومت ویاند وايي، د دې ډلې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني او د استخباراتو لوی رییس عبدالحق وثیق متحده عربي اماراتو ته لاړل. ذبیح الله مجاهد په خپل اېکس کې زیاتوي، چې دې طالب چارواکو د کوربه هېواد له مشر محمد بن زاید ال نهیان سره ولیدل.

ښاغلی مجاهد نن په خپله اېکس پاڼه ليکلي، چې دواړو لورو پر مهمو موضوعاتو خبرې کړې دي.

مجاهد زياتوي، چې په دې ناسته کې دواړو لورو د سيمه یيز ثبات، د اقتصادي پياوړتيا او ځينو نورو موضوعاتو اړوند هم بحث کړی.

د متحده عربي اماراتو دولتي خبري اژانس (وام) هم راپور ورکړی، چې شیخ محمد بن زاید ال نهیان د سې شنبې په ورځ د ابوظبۍ په الشاطي ماڼۍ کې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سره د افغانستان د وروستیو پرمختګونو او د دوه اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا په لارو چارو خبرې وکړې.

د راپور له مخې، دواړو خواوو د افغانستان د بیارغونې او ثبات، د پرمختګ پر لارو چارو او د افغانانو د هوساینې په اړه هم بحث کړی دی.

دغه خبري اژانس لیکلي، چې حقاني د افغانستان خلکو ته د متحده عربي اماراتو د بشري مرستو ستاینه وکړه

امارات ته د متقي سفر

سراج حقاني تېر دوبی هم متحده عربي اماراتو ته تللی او د سرچینو په خبره، نوموړي په هغه سفر کې د امریکا له امنيتي چارواکو سره د امنيتي اندېښنو په اړه خبرې کړې وې.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هغه مهال ویلي و، چې نوموړي د اماراتو له چارواکو د دې ډلې د امنیتي ارګانونو لپاره په ساختماني او صحي برخه کې همکاري وغوښته.

د ښاغلي حقاني او عبدالحق وثیق تر دې سفر شاوخوا دوې اونۍ وړاندي د طالبانو د بهرنیو چارو وزير امیرخان متقي هم عربي متحده اماراتو ته سفر کړی و.

طالبانو ويلي و، چې متقي د متحده عربي اماراتو د بهرنيو چارو او اقتصاد وزيرانو ترڅنګ د يو شمېر نور چارواکو سره هم ليدلي او د سوداګرۍ پر زياتوالي يې خبرې کړې دي.

دا متحده عربي اماراتو د سراج حقاني دویم سفر دی، چې تر سره کوي يې.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د بندیانو تبادله؛ محمود شاه حبیبي خوشی نه شو

۲ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۱ جنوری ۲۰۲۵، ۱۱:۵۴ GMT+۰

په امریکا کې د طالبانو له یوه بندي سره د دوو امریکایي وګړو تر تبادلې وروسته، لا هم د افغان توکمه امریکایي تبعه محمود شاه حبیبي د برخلیک په اړه هیڅ خبر نشته. ښاغلی حبیبي په ۲۰۲۲ کال په کابل کې د القاعدې د مشر ایمن الظواهري له وژل کېدو وروسته ورک شو.

د مخکنيو راپورونو له مخې، د امریکایانو او طالبانو ترمنځ په خبرو کې متحده ایالاتو د یوه مهم طالب بندي د خوشي کولو په بدل کې د رایان کوربټ، جورج ګولزمن او محمود شاه حبیبي، د خوشې کیدو غوښتنه کړې وه، چې په ۲۰۲۲ کال کې په افغانستان کې نیول شوي وو.

په همدې حال کې د جو بایډن د ولسمشرۍ په وروستیو ورځو کې په یوه تبادله کې رایان کوربټ او جورج ګولزمن خوشي شول، خو د محمود شاه حبیبي په اړه هیڅ خبر نه و.

طالبانو مخکې ویلي و، چې هغه له دې ډلې سره نه شته

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو ای ار ایکس مخابراتي شرکت تورن کړی و چې د امریکا حکومت سره یې د ایمن الظواهري په نښه کولو کې مرسته کړې ده.

محمود شاه حبیبي د ۱۴۰۱ کال د زمري په میاشت کې د امریکایي (ای ار ايکس د خبرو اترو) شرکت د ۲۹ نورو کارمنانو سره یو ځای، د کابل په شیرپور کې د القاعدې د پخواني مشر له وژنې یوه ورځ وروسته ونیول شو.

د محمود شاه حبیبي ورور احمد حبیبي مخکې وال سټریټ ژورنال ته ویلي وو: «زما کورنۍ ډاډه ده، چې محمود ژوندی دی او د طالبانو او حقاني شبکې په ګډ توقیف کې دی. موږ ډېر شواهد لرو. که طالبان رحیم غواړي، زما د ورور خوشي کول د هغه د ترلاسه کولو لپاره غوره لار ده.»

د فدرالي څېړونو اداره وايي، دوی باور لري چې حبیبي د طالبانو د پوځي یا امنیتي ځواکونو لخوا نیول شوی و.

لاوروف وايي، امریکا په افغانستان کې د پوځي حضور په اړه فکر کوي

۲ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۱ جنوری ۲۰۲۵، ۱۰:۴۸ GMT+۰

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي، امریکا افغانستان ته د خپلو پوځي زیربناوو پر بیرته ستنولو غور کوي. هغه د دوشنبې په ورځ د روسیې د امنیت شورا په غونډه کې وویل، د جو بایډن ادارې دا پالیسي درلوده.

د روسیې تاس خبري اژانس لیکلي، چې ښاغلي لاوروف د دوشنبې په ورځ وویل، چې متحده ایالات د دې هدف د ترلاسه کولو لپاره د افغانستان له ګاونډیانو کار اخلي.

هغه وویل چې د هغه څرګندونې د امریکا د پخواني ولسمشر جو بایډن د ادارې پالیسیو ته اشاره ده.

هغه د روسیې د امنیت شورا په غونډه کې وویل:« "موږ به هم افغانستان هېر نه کړو." امریکایان هم هڅه کوي چې تر یوې اندازې پورې خپل شتون بیا ټینګ کړي، د دې هدف لپاره له ګاونډیو هیوادونو کار اخلي.»

دوی هلته د خپلو پوځي تاسیساتو پر بیرته ستنولو فکر کوي.

جو بایډن د ۲۰۲۱ کال په لومړیو کې په افغانستان کې د امریکا د اوږدې مودې بهرنیو پوځي عملیاتو پای ته رسېدو اعلان وکړ او یوازې څو میاشتې وروسته، طالبان پرته له کوم مقاومت کابل ته ننوتل او په څو ساعتونو کې یې د ښار کنټرول ترلاسه کړ.

ځینو جمهوري غوښتونکو سیاستوالو او پخوانیو سرتیرو په بار بار پر بایډن ادارې له افغانستان د وتلو د چلند له امله نیوکه کړې ده.

ایران طالبانو ته په سويلي خراسان کې د کونسلګرۍ پرانیستلو وړانديز وکړ

۲ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۱ جنوری ۲۰۲۵، ۱۰:۴۶ GMT+۰

د ایران بهرنیو چارو وزارت د طالبانو حکومت ته وړاندیز کړی، چې له افغانستان سره پر پوله سويلي خراسان کې کونسلګري پرانیځي. ایران د هغو هېوادونو په ډله کې دی چې د طالبانو واکمنېدو سره یې دې ډلې ته په تهران کې افغان سفارت وسپاره. د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د ایران تسنیم خبري اژانس د سې شنبې به ورځ د سویلي خراسان لپاره د بهرنيو چارو وزارت د استازې افسانه ابراهيمي له قوله ويلي: «دوی چمتو دي، چې د سويلي خراسان په مرکز کې د افغانستان د کونسلګرۍ په جوړولو کې مرسته وکړي.»

هغې ويلي، چې دا وړانديز يې په رسمي ډول د طالبانو حکومت ته کړی او ایران اوس د طالبانو ځواب ته په تمه دی.

د ایران د بهرنيو چارو وزارت استازې زياته کړې، چې په بيلو لارو یې له افغانستان سره خپله دوستي ثابته کړې او له نورو هېوادونو د ژمنو د پوره کېدو ورته تمه لري.

ایراني کارپوهانو تسنيم خبري اژانس ته نظر ورکړی، چې د کونسلګرۍ شتون د دواړو هېوادونو ترمنځ په سوداګرۍ او اقتصادي برخه کې اسانتياوې رامنځ ته کوي او په ایران کې به افغان کډوال د کونسلګرۍ او حقوقي خدماتو برخمن شي.

سویلي خراسان د ایران په ختيځ کې له افغانستان سره ګډه اوږده پوله لري او په صفري نقطه کې د دواړو هېوادنو ځانګړې اقتصادي سیمه هم شته.

ایراني چارواکو تېر کال وویل، چې په دغه سیمه کې پنځوس سلنه پانګونه د دواړو هېوادونو ترمنځ ګډه یا مشترکه ده.

د کونسلګرۍ پرانیستلو غوښتنه په داسې مهال ده چې ایران وايي، د افغانستان هرات ته غځېدلې پټلۍ یې پر توکو لېږدولو سربېره اوس د سپرلۍ لېږدولو ته هم تیاره ده.

دوی تمه لري چې د راتلونکي لمریز کال تر نیمايي دا پټلۍ سپرلۍ هم ولېږدوي.

امرالله صالح: طالب استخباراتو ښځینه جاسوسانې ګومارلي او غواړي دا شمېر ډېر کړي

۲ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۱ جنوری ۲۰۲۵، ۰۳:۵۶ GMT+۰

د افغانستان د پخواني جمهوري نظام لومړي مرستیال امرالله صالح د (سلواغې په لومړۍ) نېټه ویلي چې د طالبانو د استخباراتو لوی ریاست له دې امله ښځینه جاسوسانې په دندو ګومارلي چې د نارینه وو پرتله په دغه کار کې ډېرې اغېزناکې دي.

د صالح په وینا؛ د طالبانو د استخباراتو ریاست مشرانو په خپلو کې تر یوې غونډې وروسته پرېکړه کړې چې ژر تر ژره باید د ښځینه جاسوسانو په شمېر کې زیاتوالی راشي او په دې برخه کې نوې ښځینه جاسوسانې هم پر دندو وګومارل شي.
هغه اټکل کړی چې ښايي طالبان د بې وزله ښځو له غریبۍ ګټه پورته کړي‌ او د خپلې ډلې لپاره یې د جاسوسو په توګه وکاروي.
د جمهوي نظام د دغه پخواني مرستیال په مشرۍ د زرغون بهیر له لوري د طالبانو د استخباراتو ریاست اړوند یو مکتوب هم خپور شوی چې په کې اړونده ادارو ته د نویو ښځینه جاسوسانو د موندلو او ګومارلو امر شوی دی.

100%


د طالبانو په یاد مکتوب کې د طالبانو د استخباراتو مرکزي، ولایتي او اوپراتیفي برخو ته سپارښتنه شوې چې په بېلابېلو برخو کې د ښځینه سرچینو د ګومارنې کچه لوړه کړي.
په مکتوب کې راغلي‌ چې د دوی ښځینه جاسوسانو ښه پایله ورکړې او له همدې امله باید دغه شمېر ډېر شي.
زرغون بهیر ادعا کړې چې دغه مکتوب د (مرغومې ۲۸مه) نېټه د طالبانو د استخباراتو ریاست د لوړ پوړ غړو تر یوې ګډې غونډې وروسته صادر شوی او د طالبانو ولایتي ریاستونو ته هم استول شوی دی.
د طالبانو په لیکو کې د ښځینه غړو د جذب خبره نوې نه ده بلکې له دې پخوا د نسکور شوي جمهوري نظام پر مهال هم طالبانو له ورته تکتیکونو کار اخیستی او حتی دغه ډلې ځنې ښځینه د ځانمرګو بریدګرو په توګه هم کارولي دي.
د دې تر څنګ د طالبانو تر واکمنۍ د مخه له جمهوري نظام سره د جګړو پر مهال د دغه ډلې نارینه غړو هم له یوې سیمې څخه بلې ته د تګ راتګ او تېښتو پر مهال د ښځو جامې اغوستې. د طالبانو باور دا و چې د ښځو جامو په اغوستو سره په کولتوري لحاظ دوی خوندي دي او دا یې د خپل امنیت لپاره ښه لاره ګڼله.
د راپورونو له مخې د پخواني جمهوري نظام د ملي امنیت پر پخواني رئیس اسدالله خالد هم د طالبانو د ډلې یوې ښځینه ځانمرګی برید کړی و چې په پایله کې یې هغه سخت ټپي شوی و.
د معلوماتو پر بنسټ د طالبانو له لوري ټاکل کیدونکي ښځینه جاسوسانو ته د دغه ډلې مخالف کسان په ګوته کېږ‌ي او بیا ترې د بېلابېلو لارو څخه معلومات راټولوي.
طالبان په داسې حال کې د ښځینه جاسوسانو د شمېر د ډېروالي‌ په تړاو اقدام کوي چې دغې ډلې په ټول هېواد کې د ښځو پر کار او د نجونو پر زده کړ سخت بندیزونه لګولي دي.
کارپوهان د طالبانو له لوري دغه ډول چلند دوه مخي توب بولي او له ښځینه وو څخه د استخباراتي وسیلو په توګه کار اخیستل یې غندي.