• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایران: له افغانستان سره صفري نقطه کې ۵۰ سلنه پانګونه مشترکه ده

۱۱ وږی ۱۴۰۲ - ۲ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۲:۴۶ GMT+۱تازه شوی: ۱۲ وږی ۱۴۰۲ - ۳ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۹:۵۶ GMT+۱

د ایران د سوېلي خراسان د ځانګړې اقتصادي سیمې د ادارې مشره وايي، د دغه هېواد او افغانستان په ګډه صفري نقطه کې ۵۰ سلنه پانګونه د دواړو ترمنځ ګډه یا مشترکه ده. د فرینا حسین زارغي په خبره، دې ځانګړې اقتصادي سیمې ته د بهرنیانو تګ هم ازاد دی.

میرمن زارعي د شنبې په ورځ- د وږي ۱۱- د سوېلي او شمالي خراسان ولایتونو له حکومتي او خصوصي ادارو مسوولانو سره په ګډه غونډه کې دا خبرې وکړې.

له بلې خوا په افغانستان د ایران تجارتي اتشه وايي، افغانستان یوازنی هېواد دی چې خپل ۹۰ سلنه وارداتي ضرورتونه له ګاونډیانو په تېره له ایران پوره کوي.

د ایران د صداو سیما د راپور له مخې، حسین روستايي دا د ایران هغو دریو ولایتونو ته د خپلو صادراتو د زیاتولو ښه چانس وباله چې له افغانستان سره پر پروله پراته دي.

حسین روستايي په امنیت، روڼتیا او د تعرفو د بیې په ثابت ساتلو کې د طالبانو هڅې ستايي.

ښاغلی روستايي وايي، افغانستان تېر لمریز کال یو میلیارد او اوه سوه میلیونه ډالر صادرات افغانستان ته درلودل او سږ کال دا صادرات دوه سلنه زیات شوي دي.

ایراني چارواکي د طالبانو له خولې وايي دغه هېواد د افغانستان وارداتو کې د ۲۷ سلنه ونډې لرلرو سره د دغه هېواد لومړنی سوداګریز شریک دی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

له کیف د واشنګټن ملاتړ ته د لاوروف کنایه؛ امریکا افغانستان کې څومره وخت کې موخو ته‌ ورسېده

۱۱ وږی ۱۴۰۲ - ۲ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۹:۳۸ GMT+۱

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وایي، هغه تصور چې امریکا په افغانستان کې د جګړې د پای لپاره درلود، د اوکراین لپاره یې هم لري. سرگي لاوروف د کنایې په بڼه وویل:«وګورئ په عراق او افغانستان کې څومره وخت ولګېد، چې خپلو موخو ته ورسیږي.»

امریکایي چارواکو تل ویلي، متحده ایالات تر هغې چې اړتیا وي په اوکراین کې به د روسیې سره په جګړه کې له کي‌یف سره مرسته کوي.

د دې تر څنګ د امریکا ولسمشر جوبایډن له کانګرسه غوښتي، چې د اوکراین د ملاتړ لپاره بودجه زیاته کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د جمعې په ورځ (د وږي لسمه) د مسکو په یوه پوهنتون کې د وینا پر مهال وویل: له اوکراینه د لویدیځو هېوادونو د ملاتړ په اړه نظرونه سره شریک شوي دي.


د برېکس د غړیو هېوادونو ( برازیل، روسیې، هند، چین او سویلي افریقا ) ناسته د سه شنبې په ورځ د زمري په یودېرشمه نېټه د سویلي افریقا په جوهانسبرگ ښار کې جوړه شوه.
سرگئي لاوروف چې په دغې ناسته کې برخه لرله وویل: «د برېکس په سرمشریزه کې له ما وپوښتل شول، ایا فکر کوې چې [امریکا] به تر کله له اوکراینه دفاع ته دوام ورکړي، چې د جګړې په ‌‌‌‌‌‌ډګر کې بریالي شي؟»


د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وایي، چې په ځواب کې یې ورته ویلي و: «نه شم کولای وړاندوینه یې وکړم؛ خو په تاریخ کې داسې بېلګې شته. تاسې وګورئ په عراق او افغانستان کې یې څومره وخت واخیست، چې خپلو موخو ته ورسیږي.»
سرګي لاوروف وایي، د برېکس غړیو هېوادونو ته یې ویلي: «فکر کوم ستاسو لپاره به سم ځواب همدا وي.»

هغه دارنګه ویلي، چې وړاندوینې ناشونې دي. د هغه په خبره، «دا د ځمکې څرخېدل نه دي، چې له نجومي قوانینو پيروي وکړي؛ بلکې دا په تاریخ کې د خلکو د رول سره تړلې ده.»

بلخ کې سرچینې: د طالبانو امربالمعروف محتسبینو ۶ تنه د موسیقۍ د غږولو او اورېدو په تور نیولي

۱۱ وږی ۱۴۰۲ - ۲ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۸:۲۹ GMT+۱

په بلخ ولایت کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریاست شپږ تنه د موسیقۍ د غږولو او اورېدو په تور نیولي دي. سرچینې وایي، چې دغه کسان د یوې ښادۍ پرمهال د موسیقۍ د اورېدو او غږولو په تور نیول شوي دي.

تر دې وړاندې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د اسلامي احکامو له مخې موسیقي منعه اعلان کړې.
تېره اونۍ هم د لغمان ولایت په اړونده یوه سیمه کې کله چې د واده د موټرو په کاروان د موسیقۍ غږولو په غبرګون طالبانو ‌‌‌‌‌‌ډزې کړې وې، له امله یو تن لاروی وژل شوی و.

څو اونۍ مخکې په بېلابېلو عملیاتو کې د طالبانو د امر بالمعروف وزارت محتسبینو د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د موسیقۍ الې سوځولې او له منځه وړې وې، چې د افغان هنرمندانو سختې نیوکې یې راپارولې وې.

100%


له دې سره تېره میاشت د کابل ځینو اوسېدونکو ادعا کړې وه، چې د دغه وزارت محتسبین په ښار کې د خلکو ګرځنده ټلیفونونه ګوري چې سندرې په کې نه وي او مېموري کارټونه یې هم اخلي.

د کابل پوهنتون تازه تصویر: طالبان د ښکلو هنرونو په پوهنځي کې خپلې جامي وچوي

۱۱ وږی ۱۴۰۲ - ۲ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۳:۳۷ GMT+۱

د هغو تازه تصویرونو له مخې چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي، طالبان د ښکلو هنرونو د پوهنځي په ودانۍ کې خپلې جامي وچوي. په کابل د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، دغې ډلې د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو په پوهنځي کې پراخه بدلونونه راوستي دي.

دغې ډلې د ښکلو هنرونو د موسیقۍ او د نقاشۍ څانګې لغوه کړې.


طالبانو همدارنګه په ښکلو هنرونو پوهنځي کې ځینې مجسمې او انتقادي اثار له منځه وړي دي.


طالب چارواکو ویلي، چې د ژوندیو موجوداتو نقاشي او د مغایره مجسمو جوړول د اسلامي احکامو خلاف دي.


د ۱۴۰۰ کال په زمري میاشت کې د دغې ډلې له بیا واکمنېدو وروسته، د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځي ډېرو استادانو هېواد پرېښی دی.

د بښنې نړیوال سازمان اندېښنو ته ځواب کې طالبان وايي امریکا هم په بالونونو افغانستان څاره

۱۰ وږی ۱۴۰۲ - ۱ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۰۰ GMT+۱

په کابل کې د طالبانو له خوا د څار کمرو د نصبولو په اړه د بښنې نړیوال سازمان د اندیښنو په ځواب کې طالبانو ویلي چې امریکا په افغانستان کې د کابل په ګډون ټولې سیمې په بالونونو سره څارلې. دې ادارې طالبان د امنیتي کمرو په لګولو سره د خلکو له شخصي حریم په سرغړونه تورن کړي دي.

د پنجشنبې په ورځ د بښنې نړوال سازمان راپور ورکړ، چې طالبانو په کابل ښار کې څه باندې ۶۲ زره امنیتي کامرو په نصبولو سره د هېواد د اوسیدونکو د څارلو او د تجسس یو بشپړ سیستم جوړ کړی دی.

خو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند په ایکس(پخواني ټویټر) کې پوښتنه کړې: کله چې امریکا او ناټو د خپلو موخو او استخباراتي معلوماتو لپاره د کابل په ګډون د افغانستان په ټولو سیمو کې د بالونونو په لګولو سره د څارنې عملیات ترسره کول، هغه وخت مو ولی د بشري حقونو او د خلکو د شخصي حریم د نه خوندیتوب غږ پورته نه کړ؟

دغه وزارت ویلي چې د نړۍ په ډېرو ښارونو او پلازمینو کې د امنیتي کمرو نصبول «یوه عادي خبره» ده او د طالبانو حکومت د «خلکو د ټولو حقونو د ساتلو» او «ټولو شرعي معیارونو» په نظر کې نیولو سره د امنیتي مسایلو په خاطر دا کمرې نصب کړې دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع زیاته کړې، چې دغه کمرې د خلکو په خوښه په ټاکلو ځایونو کې د خلکو په مرسته او مشوره نصب شوې او دغه وزارت د کمرو د نصبولو لپاره د ځاي په انتخاب کې مداخله نه ده کړې.

سربیره پردې، ښاغلي قانع وویل، چې د کمرو کنټرول خونه خوندي ده او خلک ورته لاسرسی نه لري.

خو د بښنې نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې طالبان د امنیت د تامین په پلمه د دغو کمرو په نصبولو سره د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو ازادي او شخصي حریم تر پښو لاندې کوي.

د بښنې نړیوال سازمان غړي مت محمودي ویلي: "د څارنې دا سیسټم په تدریجي ډول د شخصي حریم حق او د غونډو او لاریونونو ازادي له منځه وړي. هغه ازادي چې د طالبانو له راتګ وروسته تر سختو بریدو لاندې ده».

ځايي سرچینې: طالبانو د افغانستان په ختيځ کې د تېر حکومت د کارمنانو د ثبت پروسه پیل کړې

۱۰ وږی ۱۴۰۲ - ۱ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۰۰ GMT+۱

په ننګرهار کې ځینې پخوانيو نظامیانو افغانستان انټرنشنل ته وویل، طالبانو د پخواني حکومت د کارکوونکو د ثبتولو پروسه پیل کړې ده. افغانستان انټرنشنل ته یو فورم هم رسېدلی، چې په مرکز او ولسوالیو کې طالبانو وېشلی او پکې راغلي چې د پخواني حکومت مامورین او نظامیان دې یې ډک کړي.

په دې قورم کې د طالبانو د کومې ادارې نوم نه دی لیکل شوی او یوازې پکې د پخواني حکومت له ملکي او نظامي مامورینو څخه غوښتنه شوې چې د دې فورم ډکولو سره ټول شهرت او پخوانۍ او اوسنۍ دندې ولیکي او له خپلو تذکرو او انځورونو سره یې دوی ته وسپاري.

د ننګرهار سپین غر ولسوالۍ کې د پخواني ملي اردو یو سرتیری وايي، د ولسوالۍ اسخباراتو مدیریت لخوا ټولو قومي مشرانو ته ویل شوي چې د جمهوریت مهال ټول کارکوونکي دې خپل ځانونه ثبت کړي چې بېرته پخوانیو دندو کې وګمارل شي.

هغو کسانو چې دا فورمې ډکې کړې دي د افغانستان انټرنشنل خبریال عبدالحق عمري ته وویل، دا فورمې یې له ډکولو وروسته په جلال اباد کې د طالبانو استخباراتو ریاست او په ولسوالیو کې د استخباراتو مدیریتونو ته سپارلې دي.

خو د تېر حکومت ځینې کارکوونکي اندېښمن دي او وايي نه پوهیږي طالبان له دې کاره څه هدف لري. دوی وايي له دې ویرې یې دا فورمونه نه دي ډک کړي.

100%

په دې اړه مو په ننګرهار کې د طالبانو امنیه قومندانۍ له ویاند رییس زابلي څخه وپوښتل، هغه وویل چې داسې کومه پروسه د دوی د ارګان لخوا نه ده پیل شوې او د دې فورمونو په اړه یې بې خبري وښوده.

خو په ننګرهار کې د طالبانو د ځینې غړو اډيو پیغامونه په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کیږي چې پکې یې له دغې پرېکړې سره مخالفت کړی دی. دوی دغو پیغامونو کې تاییدوي چې د پخوانیو امنیتي ځواګونو د بیا جلب جذب لپاره فورمې ویشل شوې دي.

په افغانستان کې د طالبانو بیا ځلي واک ته رسېدو سره دغې ډلې ټولبښنه اعلان کړه، خو بیا داسې مستند راپورونه نشر شول چې ښيي پخواني نظامیان او د ملي امنیت کارکوونکي د طالبانو لخوا صحرایی محکمه او وژل شوي دي.

څه موده وړاندې یوناما اعلان وکړ، چې طالبانو د پخواني جمهوري نظام له ۸۰۰ زیات کارکوونکي او امنیتي او دفاعي ځواکونه نیولي، شکنجه کړي، ورک کړي او وژلي دي.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد یاد راپور رد کړی او ویلي یې دي، چې په افغانستان کې له بل هر وخته بشري حقونه خوندي دي.

طالبان ټینګار کوي چې اوس هم د پخواني حکومت زرګونه مامورین د دوی په اداره کې خپلو دندو ته ادامه ورکوي او دوی منلي دي.