• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

له کیف د واشنګټن ملاتړ ته د لاوروف کنایه؛ امریکا افغانستان کې څومره وخت کې موخو ته‌ ورسېده

۱۱ وږی ۱۴۰۲ - ۲ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۹:۳۸ GMT+۱تازه شوی: ۱۲ وږی ۱۴۰۲ - ۳ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۰:۰۰ GMT+۱

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وایي، هغه تصور چې امریکا په افغانستان کې د جګړې د پای لپاره درلود، د اوکراین لپاره یې هم لري. سرگي لاوروف د کنایې په بڼه وویل:«وګورئ په عراق او افغانستان کې څومره وخت ولګېد، چې خپلو موخو ته ورسیږي.»

امریکایي چارواکو تل ویلي، متحده ایالات تر هغې چې اړتیا وي په اوکراین کې به د روسیې سره په جګړه کې له کي‌یف سره مرسته کوي.

د دې تر څنګ د امریکا ولسمشر جوبایډن له کانګرسه غوښتي، چې د اوکراین د ملاتړ لپاره بودجه زیاته کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د جمعې په ورځ (د وږي لسمه) د مسکو په یوه پوهنتون کې د وینا پر مهال وویل: له اوکراینه د لویدیځو هېوادونو د ملاتړ په اړه نظرونه سره شریک شوي دي.


د برېکس د غړیو هېوادونو ( برازیل، روسیې، هند، چین او سویلي افریقا ) ناسته د سه شنبې په ورځ د زمري په یودېرشمه نېټه د سویلي افریقا په جوهانسبرگ ښار کې جوړه شوه.
سرگئي لاوروف چې په دغې ناسته کې برخه لرله وویل: «د برېکس په سرمشریزه کې له ما وپوښتل شول، ایا فکر کوې چې [امریکا] به تر کله له اوکراینه دفاع ته دوام ورکړي، چې د جګړې په ‌‌‌‌‌‌ډګر کې بریالي شي؟»


د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وایي، چې په ځواب کې یې ورته ویلي و: «نه شم کولای وړاندوینه یې وکړم؛ خو په تاریخ کې داسې بېلګې شته. تاسې وګورئ په عراق او افغانستان کې یې څومره وخت واخیست، چې خپلو موخو ته ورسیږي.»
سرګي لاوروف وایي، د برېکس غړیو هېوادونو ته یې ویلي: «فکر کوم ستاسو لپاره به سم ځواب همدا وي.»

هغه دارنګه ویلي، چې وړاندوینې ناشونې دي. د هغه په خبره، «دا د ځمکې څرخېدل نه دي، چې له نجومي قوانینو پيروي وکړي؛ بلکې دا په تاریخ کې د خلکو د رول سره تړلې ده.»

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

بلخ کې سرچینې: د طالبانو امربالمعروف محتسبینو ۶ تنه د موسیقۍ د غږولو او اورېدو په تور نیولي

۱۱ وږی ۱۴۰۲ - ۲ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۸:۲۹ GMT+۱

په بلخ ولایت کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریاست شپږ تنه د موسیقۍ د غږولو او اورېدو په تور نیولي دي. سرچینې وایي، چې دغه کسان د یوې ښادۍ پرمهال د موسیقۍ د اورېدو او غږولو په تور نیول شوي دي.

تر دې وړاندې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د اسلامي احکامو له مخې موسیقي منعه اعلان کړې.
تېره اونۍ هم د لغمان ولایت په اړونده یوه سیمه کې کله چې د واده د موټرو په کاروان د موسیقۍ غږولو په غبرګون طالبانو ‌‌‌‌‌‌ډزې کړې وې، له امله یو تن لاروی وژل شوی و.

څو اونۍ مخکې په بېلابېلو عملیاتو کې د طالبانو د امر بالمعروف وزارت محتسبینو د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د موسیقۍ الې سوځولې او له منځه وړې وې، چې د افغان هنرمندانو سختې نیوکې یې راپارولې وې.

100%


له دې سره تېره میاشت د کابل ځینو اوسېدونکو ادعا کړې وه، چې د دغه وزارت محتسبین په ښار کې د خلکو ګرځنده ټلیفونونه ګوري چې سندرې په کې نه وي او مېموري کارټونه یې هم اخلي.

پوتین: روسیه نه ماتېدونکې ده

۱۱ وږی ۱۴۰۲ - ۲ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۶:۳۳ GMT+۱

د روسیې ولسمشر د جمعې په ورځ (د زمري لسمه) د هغه هېواد یو شمېر زده‌کوونکو سره د لېدنې پر مهال وویل روسیه ماتې نه خوري. ولادیمیر پوتین ادعا وکړه، د هغه لید لوري له مخې چې د دغه هېواد خلک یې لري د روسیې ماتې ناشونې ده.

هغه وویل: «زه په دې پوهېږم چې څنګه موږ په سترې هېوادنۍ جګړې کې بریالي شو، موږ ماتې نه خورو او اوس هم په دې باور یم، چې موږ به هېڅکله هم ماتې و نه خورو.»
روسیه په دویمې نړۍوالې جګړې کې د جرمني د نازیانو پر وړاندې د پخواني شوروي اتحاد بري ته «ستره هېوادنۍ جګړه» وایي.

روسیې تر دې وړاندې ویلي و، چې له ۲۷ میلیونو زیات شوروي وګړي په دویمه نړۍواله جګړه کې وژل شوي وو.

ولادیمیر پوتین تېره ورځ په خپله وینا کې زده‌کوونکو ته چې د هېواد پالنې روحیې د پياوړتیا په موخه په ښوونځيو کې غونډې جوړې شوې وې، د خپلې نیا کیسه وکړه، چې د هغه په وینا په دویمه نړۍواله جګړه کې د نازیانو په یوې ګولۍ وژل شوې وه.

د روسیې ولسمشر د نوي ښوونیز کال د پيل په غونډه کې زده‌کونکو ته وویل: «موږ څنګه کولای شو له دغې پېښې درس وانخلو؟»
نوموړی داسې مهال دغه خبره کوي، چې د روسیې او اوکراین تر منځ لا هم جګړه روانه ده او امریکا او لویدیځ‌وال د ‌‌‌‌‌‌ډول، ‌‌‌‌‌‌ډول وسلو او مهماتو په استولو سره له کي‌یف نه ملاتړ کوي.

روسي پوځونو د ۱۴۰۰ کال د کب په پنځمه نېټه د ولادیمیر پوتین په سپارښتنه پر اوکراین پراخه برید پيل کړ.

د کابل پوهنتون تازه تصویر: طالبان د ښکلو هنرونو په پوهنځي کې خپلې جامي وچوي

۱۱ وږی ۱۴۰۲ - ۲ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۳:۳۷ GMT+۱

د هغو تازه تصویرونو له مخې چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي، طالبان د ښکلو هنرونو د پوهنځي په ودانۍ کې خپلې جامي وچوي. په کابل د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، دغې ډلې د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو په پوهنځي کې پراخه بدلونونه راوستي دي.

دغې ډلې د ښکلو هنرونو د موسیقۍ او د نقاشۍ څانګې لغوه کړې.


طالبانو همدارنګه په ښکلو هنرونو پوهنځي کې ځینې مجسمې او انتقادي اثار له منځه وړي دي.


طالب چارواکو ویلي، چې د ژوندیو موجوداتو نقاشي او د مغایره مجسمو جوړول د اسلامي احکامو خلاف دي.


د ۱۴۰۰ کال په زمري میاشت کې د دغې ډلې له بیا واکمنېدو وروسته، د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځي ډېرو استادانو هېواد پرېښی دی.

بریتانیا په هوټلونو کې ۱۰۰ بې سرپرسته پناه غوښتونکي ماشومان په 'ناقانونه توګه' ساتلي دي

۱۰ وږی ۱۴۰۲ - ۱ سپتمبر ۲۰۲۳، ۲۰:۲۰ GMT+۱

د بریتانیا کورنیو چارو وزارت په وروستیو اونیو کې تر سلو زیات بې سرپرسته ماشومان په هوټلونو کې ساتلي دي. د دغه هېواد سترې محکمې د یوه حکم له مخې دا عمل نا قانونه بللی دی. د بشري حقونو سازمانونو هم په هوټلونو کې د دوی اوږدمهاله ساتل غندلي دي.

دغو بنسټونو ویلي، تر دې وړاندې په هوټلونو کې د پناه غوښتونکو ساتل د شاوخوا دوه سوه ماشومانو د ورکېدو لامل شوي دي.

په بریتانیا کې د کنټ ښار شورا ویلي، چې د څو اونیو لپاره په هوټلونو کې د ماشومانو د ساتلو یو لامل دا دی چې دې هېواد ته له راغلو ماشومانو سره ژر بلدېدلی یا اشنا کېدلی نه شي.

دا شورا د خپل جغرافیایي موقعیت له امله، د هغو ماشومانو مسوولیت په غاړه لري چې په وړو کښتیو کې د کنټ سواحلو ته راځي.

د کنټ شورا ویلي چې هڅه کوي چې خپل قانوني مسوولیت هم د بریتانیا او هم د پناه غوښتونکو ماشومانو پر وړاندې ترسره کړي.

له دې سره، د بریتانیا سترې محکمې د کورنیو چارو وزارت او د کنټ شورا دواړه «ماشومانو ته په پاملرنه کې په پاتې راتللو» تورن کړي دي.

په ورته وخت کې د پناه غوښتونکو ماشومانو د ساتنې په اړه یوه قضیه په ستره محکمې کې روانه ده. د دې قضیې بله غونډه به د سپټمبر په ۱۵مه نېټه وشي.

محکمې په خپله تېره غونډې کې پرېکړه کړې وه، چې په هوټلونو کې د ماشومانو ساتل ناقانونه دی. محکمې تېره اونۍ دا پریکړه هم وکړه چې د کنټ ښار شورا د مهاجرو ماشومانو سره په چلند کې ناقانونه عمل کړی.

پوتین د اوکراین د هغو سیمو د پراختیا لپاره ۲۰ میلیارده ډالر لګوي چې له روسیې سره یوځای شوې

۱۰ وږی ۱۴۰۲ - ۱ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۱۳ GMT+۱

د روسیې ولسمشر ویلي، په راتلونکو دوه نیمو کلونو کې به د هغو څلورو سیمو د پراختیا لپاره شل میلیارده ډالر ولګوي چې روسیې تېر کال له خپلې خاورې سره له اوکراین یو ځای کړې. مسکو پر دې سیمو پوره کنټرول نه لري. اوکراین دا سیمي اشغال شوې ګني.

د تېر کال د سپټمبر په پای کې چې اوکراین د جګړې په اوج کې و، کریملین په یو اړخیزه توګه د اوکراین په ختیځ کې لوهانسک او دونڅک او په جنوب کې یې زاپوریژیا او خرسون د روسیې د خاورې برخه اعلان کړې.

دغه څلور سیمې په ټولپوښتنه کې، چې اوکراین او یو شمېر نورو هېوادونو وغندله، له روسیې سره یو ځای شي.

خو د مسکو له څو نږدې متحدینو پرته بل هیڅ هېواد له روسیې سره د دغو سیمو یو ځای کیدل په رسمیت نه دي پېژندلي او د اوکراین ترڅنګ د ملګرو ملتونو درې پر څلورمه برخه غړو هېوادونو د مسکو دغه اقدام غندلی دی.

په ۲۰۱۴ میلادي کال کې، د یوې ټولپوښتنې د پایلو له اعلان وروسته، مسکو کریمیا ټاپو له روسیې سره یو ځای کړ.

د ۲۰۲۲میلادي کال د فبرورۍ په ۲۴ مه، مسکو د «ځانګړو عملیاتو» په نوم پر اوکراین پراخ بریدونه پیل کړل او له دې جګړې چې نږدې دوه کاله تېریږي، د اوکراین لهختیځو او سیویلي سیمو پرته، په نورو سیمو کې د پام وړ پرمختګونه نه دي شوي.

پر دې سربیره، په تېر یوه کال کې د روسیې پوځی ځواکونو له ځینو سیمو شاتګ کړی او اوس د مشهور ښار بښموت د کنټرول لپاره جګړه روانه ده.