پوتین: روسیه نه ماتېدونکې ده

د روسیې ولسمشر د جمعې په ورځ (د زمري لسمه) د هغه هېواد یو شمېر زدهکوونکو سره د لېدنې پر مهال وویل روسیه ماتې نه خوري. ولادیمیر پوتین ادعا وکړه، د هغه لید لوري له مخې چې د دغه هېواد خلک یې لري د روسیې ماتې ناشونې ده.

د روسیې ولسمشر د جمعې په ورځ (د زمري لسمه) د هغه هېواد یو شمېر زدهکوونکو سره د لېدنې پر مهال وویل روسیه ماتې نه خوري. ولادیمیر پوتین ادعا وکړه، د هغه لید لوري له مخې چې د دغه هېواد خلک یې لري د روسیې ماتې ناشونې ده.
هغه وویل: «زه په دې پوهېږم چې څنګه موږ په سترې هېوادنۍ جګړې کې بریالي شو، موږ ماتې نه خورو او اوس هم په دې باور یم، چې موږ به هېڅکله هم ماتې و نه خورو.»
روسیه په دویمې نړۍوالې جګړې کې د جرمني د نازیانو پر وړاندې د پخواني شوروي اتحاد بري ته «ستره هېوادنۍ جګړه» وایي.
روسیې تر دې وړاندې ویلي و، چې له ۲۷ میلیونو زیات شوروي وګړي په دویمه نړۍواله جګړه کې وژل شوي وو.
ولادیمیر پوتین تېره ورځ په خپله وینا کې زدهکوونکو ته چې د هېواد پالنې روحیې د پياوړتیا په موخه په ښوونځيو کې غونډې جوړې شوې وې، د خپلې نیا کیسه وکړه، چې د هغه په وینا په دویمه نړۍواله جګړه کې د نازیانو په یوې ګولۍ وژل شوې وه.
د روسیې ولسمشر د نوي ښوونیز کال د پيل په غونډه کې زدهکونکو ته وویل: «موږ څنګه کولای شو له دغې پېښې درس وانخلو؟»
نوموړی داسې مهال دغه خبره کوي، چې د روسیې او اوکراین تر منځ لا هم جګړه روانه ده او امریکا او لویدیځوال د ډول، ډول وسلو او مهماتو په استولو سره له کيیف نه ملاتړ کوي.
روسي پوځونو د ۱۴۰۰ کال د کب په پنځمه نېټه د ولادیمیر پوتین په سپارښتنه پر اوکراین پراخه برید پيل کړ.

د اوهایو پولیسو داسې انځورونه خپاره کړي، چې ښيي یو افسر پر یوې تورپوستې مېندواره مېرمنې ډزې کوي. ۲۱ کلنه تاکیا یانګ د اګست په ۲۴مه د خوراکي توکو د پلورنځي په پارکېنګ کې له هغې وروسته ووژل شوه، چې د پولیسو غوښتنه یې په پام کې نهوه نیولې.
د اوهایو پولیسو هغه انځورونه خپاره کړي، چې د امنیتي مامور په بدن کې د ځای پر ځای شوې کمرې پر مټ اخېستل شوي او ښيي، چې یو پولیس افسر پر یوې تور پوستې مېندوارې مېرمن ډزې کوي.
دغه فلم ښيي، چې مامورین هڅه کوي له دغې مېرمنې څخه له پلورنځي نه د غلا په تور پوښتنې ګروېږنې وکړي.
په هغه ویډیو کې چې د جمعې په ورځ خپره شوه، لیدل کېږي هغه مهال چې دغه مېرمن د موټر چلولو په وخت د یوه پولیس افسر پر لور روانه ده، هغه پولیس چې موټر ته مخامخ ولاړ دی، د ښځې پر لور ډزې کوي.
په دغې ویډېو کې دوه پولیس افسران ښکاري، چې له ډزو یوه دقیقه وړاندې له مېرمن یانګ څخه غوښتنه کوي چې له خپل موټره ښکته شي. مېرمن یانګ یې په ځواب کې وایي:«د څه لپاره؟» خو په ټوله کې وایي چې نه ښکته کېږي.
پولیس افسرانو ویلي هڅه یې وکړه، چې دغې مېرمنې ته روغتیایي مرسته ورسوي؛ خو و نه توانېدل چې هغه او د هغې په نس کې ماشوم وژغوري.
د پولیسو ادارې په یوې خبر پاڼه کې دغه پېښه یوه «تراژیدي» یاده کړې او ویلي یې دي، چې د مېرمن یانګ د کورنۍ دغه غم او ماتم د درک وړ دی.
د مېرمن یانګ کورنۍ هم دغه کړنه «مجرمانه عمل » بللی دی.
دمګړۍ د هغه پولیس افسر دنده چې ډزې یې کړې وې ځنډېدلې او د پولیسو ادارې د جنایي څېړنو او د اوهایو له لویې څارنوالۍ څخه غوښتي، چې د دغې پېښې په اړه دې پلټنې وکړي.

د بریتانیا کورنیو چارو وزارت په وروستیو اونیو کې تر سلو زیات بې سرپرسته ماشومان په هوټلونو کې ساتلي دي. د دغه هېواد سترې محکمې د یوه حکم له مخې دا عمل نا قانونه بللی دی. د بشري حقونو سازمانونو هم په هوټلونو کې د دوی اوږدمهاله ساتل غندلي دي.
دغو بنسټونو ویلي، تر دې وړاندې په هوټلونو کې د پناه غوښتونکو ساتل د شاوخوا دوه سوه ماشومانو د ورکېدو لامل شوي دي.
په بریتانیا کې د کنټ ښار شورا ویلي، چې د څو اونیو لپاره په هوټلونو کې د ماشومانو د ساتلو یو لامل دا دی چې دې هېواد ته له راغلو ماشومانو سره ژر بلدېدلی یا اشنا کېدلی نه شي.
دا شورا د خپل جغرافیایي موقعیت له امله، د هغو ماشومانو مسوولیت په غاړه لري چې په وړو کښتیو کې د کنټ سواحلو ته راځي.
د کنټ شورا ویلي چې هڅه کوي چې خپل قانوني مسوولیت هم د بریتانیا او هم د پناه غوښتونکو ماشومانو پر وړاندې ترسره کړي.
له دې سره، د بریتانیا سترې محکمې د کورنیو چارو وزارت او د کنټ شورا دواړه «ماشومانو ته په پاملرنه کې په پاتې راتللو» تورن کړي دي.
په ورته وخت کې د پناه غوښتونکو ماشومانو د ساتنې په اړه یوه قضیه په ستره محکمې کې روانه ده. د دې قضیې بله غونډه به د سپټمبر په ۱۵مه نېټه وشي.
محکمې په خپله تېره غونډې کې پرېکړه کړې وه، چې په هوټلونو کې د ماشومانو ساتل ناقانونه دی. محکمې تېره اونۍ دا پریکړه هم وکړه چې د کنټ ښار شورا د مهاجرو ماشومانو سره په چلند کې ناقانونه عمل کړی.

د روسیې ولسمشر ویلي، په راتلونکو دوه نیمو کلونو کې به د هغو څلورو سیمو د پراختیا لپاره شل میلیارده ډالر ولګوي چې روسیې تېر کال له خپلې خاورې سره له اوکراین یو ځای کړې. مسکو پر دې سیمو پوره کنټرول نه لري. اوکراین دا سیمي اشغال شوې ګني.
د تېر کال د سپټمبر په پای کې چې اوکراین د جګړې په اوج کې و، کریملین په یو اړخیزه توګه د اوکراین په ختیځ کې لوهانسک او دونڅک او په جنوب کې یې زاپوریژیا او خرسون د روسیې د خاورې برخه اعلان کړې.
دغه څلور سیمې په ټولپوښتنه کې، چې اوکراین او یو شمېر نورو هېوادونو وغندله، له روسیې سره یو ځای شي.
خو د مسکو له څو نږدې متحدینو پرته بل هیڅ هېواد له روسیې سره د دغو سیمو یو ځای کیدل په رسمیت نه دي پېژندلي او د اوکراین ترڅنګ د ملګرو ملتونو درې پر څلورمه برخه غړو هېوادونو د مسکو دغه اقدام غندلی دی.
په ۲۰۱۴ میلادي کال کې، د یوې ټولپوښتنې د پایلو له اعلان وروسته، مسکو کریمیا ټاپو له روسیې سره یو ځای کړ.
د ۲۰۲۲میلادي کال د فبرورۍ په ۲۴ مه، مسکو د «ځانګړو عملیاتو» په نوم پر اوکراین پراخ بریدونه پیل کړل او له دې جګړې چې نږدې دوه کاله تېریږي، د اوکراین لهختیځو او سیویلي سیمو پرته، په نورو سیمو کې د پام وړ پرمختګونه نه دي شوي.
پر دې سربیره، په تېر یوه کال کې د روسیې پوځی ځواکونو له ځینو سیمو شاتګ کړی او اوس د مشهور ښار بښموت د کنټرول لپاره جګړه روانه ده.

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر له افغانستانه د دغه هېواد د «وژونکي» وتلو په اړه د زلمي خلیلزاد په ګډون د امریکا له نهو پخوانیو مهمو چارواکو پلټنې کوي. مایکل مکال ویلي، دغه چارواکي په دې تړاو مهم معلومات لري چې امریکایي ځواکونه څنګه او ولې له افغانستانه ووتل.
ویل کېږي چې د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی سفیر راس ویلسن، د بهرنیو چارو د وزیرد دفتر مشره سوزي جورج، د افغانستان په چارو کې د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد او یو شمېر نور کسان به احضار شي.
مکال په یوه بیانیه کې وویل: «دا نهه چارواکي له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په څرنګوالي او طالبانو ته د افغانستان د تسلیمولو په اړه خورا مهم معلومات لري».
هغه زیاته کړه، دغه احضارېدونکي چارواکي د کابل پر هوايي ډګر برید کې د ۱۳ امریکايي سرتېرو د وژل کېدو او د ۴۵ نورو د ټپي کېدو په اړه مهم معلومات لري.
ښاغلي مکال وویل، چې دا کمېټه به د امریکا د حکومت له اوسنیو او پخوانیو چارواکو سره چې د بیرته ستنیدو په پلان او تطبیق کې ښکیل دي، مرکو ته دوام ورکړي.
د جمهوريتپال ګوند دغه امریکايي چارواکی په دې باور دی چې د دې ټولو قضیو مخه نیول کېدای شوه.
مکال په وار وار د بایډن پر کړنو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې هغه افغانستان طالبانو ته تسلیم کړ.
دغه امریکايي چارواکي په وار وار د امریکا له بهرنیو چارو وزارته غوښتي چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د ایستلو په اړه د لا زیاتو څېړنو په خاطر ورته اسناد ورکړي.
د مکال د بیا بیا غوښتنې له امله څه موده وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په تړاو تر ۳۰۰ ډېر اسناد د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ته وړاندې کړل. خو مکال وايي تر هغه به خپلو څېړنو ته دوام ورکړي چې بشپړ حقیقت څرګند شي.
دا ځل هغه له ۹ امریکايي چارواکو غوښتي، چې له افغانستانه د وتلو د لاملونو په اړه د څېړنو او مرکو لپاره دې په شپږو ورځو کې د لیکنیو مرکو نېټه او وخت ترتیب کړي.
پر دې سربېره، مکال څو ورځې وړاندې د هغو ۱۳ امریکايي پوځیانو له کورنیو سره چې له کابل هوايي ډګره بهر د وتلو په وروستیو ورځو کې ووژل شول، ناسته وکړه.
مکال د سرتیرو کورنیو ته وویل: «زه یوازې یوه ژمنه کولی شم هغه دا چې له دې څیړونو به لاس په سر نه شم. تر هغه چې د دې پېښې حقیقت مې نه وي پیدا کړی، نه تسلیمیږم.»
له دې سره، د امریکا د دفاع وزارت ویاند د هغه څه په وړاندې چې مکال یې بې نظمه وتل یادوي، وویل: «په افغانستان کې د متحده ایالاتو نظامي قوماندانانو غوره پریکړې وکړې او د هغه څه پر بنسټ یې خپلې غوره نظامي مشورې وړاندې کړې چې په هغه وخت کې پیژندل شوي وو».
هغه وايي، چې د امریکا مشرانو هغه مهال د راپور شویو ګواښونو په ځواب کې مناسب اقدام وکړ.

هند په جي شل سرمشریزه کې د نړۍ د تر ټولو ځواکمنو مشرانو د امنیت لپاره نږدې یو لک دېرش زره امنیتي ځواکونه په پام کې نیولي دي. دا دوه ورځنۍ سرمشریزه د سپټمبر پر نهمه پیلېږي. د امریکا ولسمشر، د بریتانیا لومړی وزیر او د سعودي ولیعهد هم پکې ګډون کوي.
په بېجینګ او ډېلي کې سرچینو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې د چین ولسمشر شي جنپینګ ښايي دې غونډې ته لاړ نه شي.
د دې سرمشریزې نورو مهمو مېلمنو کې د جاپان، اسټرالیا، فرانسې او جرمني مشران هم دي. د روسیې د ولسمشر ویلادیمیر پوتین پر ځای د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر دې سرمشریزې ته ځي.
د ملګر ملتونو، د پیسو نړیوال صندوق، د نړۍ سوداګرۍ سازمان او د روغتیا نړیوالې ادارې مشران هم دې سرمشریزه کې ګډون کوي.
د ډېلي پولیسو ځانګړی کمېشنر ډیپانډرا پټک چې د دې سرمشریزې د امنیت یو مسوول دی، دا سرمشریزه مهمه او تاریخي پېښه بولي.
نوموړی وايي، د پولیسو او ملېشه ځواکونو په ګډون به په زرګونو امنیتي سرتېري د نظم او قانون د ساتلو لپاره ځای پر ځای شي.
په ډېلي او نږدې سیمه کې د یو موټی او ټولیزې هوايي دفاع تدابیر او د ډرون ضد سیستم هم په پام کې نیول شوی دی.
په دغه شل میلیوني ښار کې د دریو ورځو لپاره د ښوونځو، دولتي ادارو او سوداګریزو چارو د بندېدو غوښتنه هم شوې ده.
که څه هم نوی ډېلی نسبتا ارامه پلازمېنه ده، خو تېره میاشت یې په ګاونډي صنعتي ښار ګورګورام کې تاوتریخوالی و چې له امله یې اوه کسان ووژل شول.
چارواکي وايي، د سرمشریزې په اوږدو کې به د نوي ډېلي پولو کې امنیتي تدابیر لا ډېر او ښار ته تګ به لا منظم شي.
