
د بریتانیا کورنیو چارو وزارت په وروستیو اونیو کې تر سلو زیات بې سرپرسته ماشومان په هوټلونو کې ساتلي دي. د دغه هېواد سترې محکمې د یوه حکم له مخې دا عمل نا قانونه بللی دی. د بشري حقونو سازمانونو هم په هوټلونو کې د دوی اوږدمهاله ساتل غندلي دي.
دغو بنسټونو ویلي، تر دې وړاندې په هوټلونو کې د پناه غوښتونکو ساتل د شاوخوا دوه سوه ماشومانو د ورکېدو لامل شوي دي.
په بریتانیا کې د کنټ ښار شورا ویلي، چې د څو اونیو لپاره په هوټلونو کې د ماشومانو د ساتلو یو لامل دا دی چې دې هېواد ته له راغلو ماشومانو سره ژر بلدېدلی یا اشنا کېدلی نه شي.
دا شورا د خپل جغرافیایي موقعیت له امله، د هغو ماشومانو مسوولیت په غاړه لري چې په وړو کښتیو کې د کنټ سواحلو ته راځي.
د کنټ شورا ویلي چې هڅه کوي چې خپل قانوني مسوولیت هم د بریتانیا او هم د پناه غوښتونکو ماشومانو پر وړاندې ترسره کړي.
له دې سره، د بریتانیا سترې محکمې د کورنیو چارو وزارت او د کنټ شورا دواړه «ماشومانو ته په پاملرنه کې په پاتې راتللو» تورن کړي دي.
په ورته وخت کې د پناه غوښتونکو ماشومانو د ساتنې په اړه یوه قضیه په ستره محکمې کې روانه ده. د دې قضیې بله غونډه به د سپټمبر په ۱۵مه نېټه وشي.
محکمې په خپله تېره غونډې کې پرېکړه کړې وه، چې په هوټلونو کې د ماشومانو ساتل ناقانونه دی. محکمې تېره اونۍ دا پریکړه هم وکړه چې د کنټ ښار شورا د مهاجرو ماشومانو سره په چلند کې ناقانونه عمل کړی.

د روسیې ولسمشر ویلي، په راتلونکو دوه نیمو کلونو کې به د هغو څلورو سیمو د پراختیا لپاره شل میلیارده ډالر ولګوي چې روسیې تېر کال له خپلې خاورې سره له اوکراین یو ځای کړې. مسکو پر دې سیمو پوره کنټرول نه لري. اوکراین دا سیمي اشغال شوې ګني.
د تېر کال د سپټمبر په پای کې چې اوکراین د جګړې په اوج کې و، کریملین په یو اړخیزه توګه د اوکراین په ختیځ کې لوهانسک او دونڅک او په جنوب کې یې زاپوریژیا او خرسون د روسیې د خاورې برخه اعلان کړې.
دغه څلور سیمې په ټولپوښتنه کې، چې اوکراین او یو شمېر نورو هېوادونو وغندله، له روسیې سره یو ځای شي.
خو د مسکو له څو نږدې متحدینو پرته بل هیڅ هېواد له روسیې سره د دغو سیمو یو ځای کیدل په رسمیت نه دي پېژندلي او د اوکراین ترڅنګ د ملګرو ملتونو درې پر څلورمه برخه غړو هېوادونو د مسکو دغه اقدام غندلی دی.
په ۲۰۱۴ میلادي کال کې، د یوې ټولپوښتنې د پایلو له اعلان وروسته، مسکو کریمیا ټاپو له روسیې سره یو ځای کړ.
د ۲۰۲۲میلادي کال د فبرورۍ په ۲۴ مه، مسکو د «ځانګړو عملیاتو» په نوم پر اوکراین پراخ بریدونه پیل کړل او له دې جګړې چې نږدې دوه کاله تېریږي، د اوکراین لهختیځو او سیویلي سیمو پرته، په نورو سیمو کې د پام وړ پرمختګونه نه دي شوي.
پر دې سربیره، په تېر یوه کال کې د روسیې پوځی ځواکونو له ځینو سیمو شاتګ کړی او اوس د مشهور ښار بښموت د کنټرول لپاره جګړه روانه ده.
د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر له افغانستانه د دغه هېواد د «وژونکي» وتلو په اړه د زلمي خلیلزاد په ګډون د امریکا له نهو پخوانیو مهمو چارواکو پلټنې کوي. مایکل مکال ویلي، دغه چارواکي په دې تړاو مهم معلومات لري چې امریکایي ځواکونه څنګه او ولې له افغانستانه ووتل.
ویل کېږي چې د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی سفیر راس ویلسن، د بهرنیو چارو د وزیرد دفتر مشره سوزي جورج، د افغانستان په چارو کې د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد او یو شمېر نور کسان به احضار شي.
مکال په یوه بیانیه کې وویل: «دا نهه چارواکي له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په څرنګوالي او طالبانو ته د افغانستان د تسلیمولو په اړه خورا مهم معلومات لري».
هغه زیاته کړه، دغه احضارېدونکي چارواکي د کابل پر هوايي ډګر برید کې د ۱۳ امریکايي سرتېرو د وژل کېدو او د ۴۵ نورو د ټپي کېدو په اړه مهم معلومات لري.
ښاغلي مکال وویل، چې دا کمېټه به د امریکا د حکومت له اوسنیو او پخوانیو چارواکو سره چې د بیرته ستنیدو په پلان او تطبیق کې ښکیل دي، مرکو ته دوام ورکړي.
د جمهوريتپال ګوند دغه امریکايي چارواکی په دې باور دی چې د دې ټولو قضیو مخه نیول کېدای شوه.
مکال په وار وار د بایډن پر کړنو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې هغه افغانستان طالبانو ته تسلیم کړ.
دغه امریکايي چارواکي په وار وار د امریکا له بهرنیو چارو وزارته غوښتي چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د ایستلو په اړه د لا زیاتو څېړنو په خاطر ورته اسناد ورکړي.
د مکال د بیا بیا غوښتنې له امله څه موده وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په تړاو تر ۳۰۰ ډېر اسناد د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ته وړاندې کړل. خو مکال وايي تر هغه به خپلو څېړنو ته دوام ورکړي چې بشپړ حقیقت څرګند شي.
دا ځل هغه له ۹ امریکايي چارواکو غوښتي، چې له افغانستانه د وتلو د لاملونو په اړه د څېړنو او مرکو لپاره دې په شپږو ورځو کې د لیکنیو مرکو نېټه او وخت ترتیب کړي.
پر دې سربېره، مکال څو ورځې وړاندې د هغو ۱۳ امریکايي پوځیانو له کورنیو سره چې له کابل هوايي ډګره بهر د وتلو په وروستیو ورځو کې ووژل شول، ناسته وکړه.
مکال د سرتیرو کورنیو ته وویل: «زه یوازې یوه ژمنه کولی شم هغه دا چې له دې څیړونو به لاس په سر نه شم. تر هغه چې د دې پېښې حقیقت مې نه وي پیدا کړی، نه تسلیمیږم.»
له دې سره، د امریکا د دفاع وزارت ویاند د هغه څه په وړاندې چې مکال یې بې نظمه وتل یادوي، وویل: «په افغانستان کې د متحده ایالاتو نظامي قوماندانانو غوره پریکړې وکړې او د هغه څه پر بنسټ یې خپلې غوره نظامي مشورې وړاندې کړې چې په هغه وخت کې پیژندل شوي وو».
هغه وايي، چې د امریکا مشرانو هغه مهال د راپور شویو ګواښونو په ځواب کې مناسب اقدام وکړ.
هند په جي شل سرمشریزه کې د نړۍ د تر ټولو ځواکمنو مشرانو د امنیت لپاره نږدې یو لک دېرش زره امنیتي ځواکونه په پام کې نیولي دي. دا دوه ورځنۍ سرمشریزه د سپټمبر پر نهمه پیلېږي. د امریکا ولسمشر، د بریتانیا لومړی وزیر او د سعودي ولیعهد هم پکې ګډون کوي.
په بېجینګ او ډېلي کې سرچینو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې د چین ولسمشر شي جنپینګ ښايي دې غونډې ته لاړ نه شي.
د دې سرمشریزې نورو مهمو مېلمنو کې د جاپان، اسټرالیا، فرانسې او جرمني مشران هم دي. د روسیې د ولسمشر ویلادیمیر پوتین پر ځای د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر دې سرمشریزې ته ځي.
د ملګر ملتونو، د پیسو نړیوال صندوق، د نړۍ سوداګرۍ سازمان او د روغتیا نړیوالې ادارې مشران هم دې سرمشریزه کې ګډون کوي.
د ډېلي پولیسو ځانګړی کمېشنر ډیپانډرا پټک چې د دې سرمشریزې د امنیت یو مسوول دی، دا سرمشریزه مهمه او تاریخي پېښه بولي.
نوموړی وايي، د پولیسو او ملېشه ځواکونو په ګډون به په زرګونو امنیتي سرتېري د نظم او قانون د ساتلو لپاره ځای پر ځای شي.
په ډېلي او نږدې سیمه کې د یو موټی او ټولیزې هوايي دفاع تدابیر او د ډرون ضد سیستم هم په پام کې نیول شوی دی.
په دغه شل میلیوني ښار کې د دریو ورځو لپاره د ښوونځو، دولتي ادارو او سوداګریزو چارو د بندېدو غوښتنه هم شوې ده.
که څه هم نوی ډېلی نسبتا ارامه پلازمېنه ده، خو تېره میاشت یې په ګاونډي صنعتي ښار ګورګورام کې تاوتریخوالی و چې له امله یې اوه کسان ووژل شول.
چارواکي وايي، د سرمشریزې په اوږدو کې به د نوي ډېلي پولو کې امنیتي تدابیر لا ډېر او ښار ته تګ به لا منظم شي.
د امریکا دفاع وزیر له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو د کلیزې په مناسبت په یوه بیانیې کې ویلي، چې امریکا د افغان متحدینو ملاتړ ته په کلکه ژمنه ده. لويډ اسټین وويل؛ امريکا به د خپلو افغان همکارانو په بيا مېشتولو کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
د ۱۴۰۰ لمریز کال د وږي په نهمه له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له بشپړ وتلو او د طالبانو له خوا د کابل تر کنټرول وروسته؛ ډېرو افغانانو د دغې ډلې له وېرې هېواد پرېښود.
د امریکا حکومت لسګونه زره کسان چې د افغانستان په شل کلنه جګړه کې یې امریکایي ځواکونو او حکومت سره همکاري کړې وه امریکا ته استولي.
د امریکا د دفاع د وزیر په بیانیې کې راغلي، چې د جګړې په وروستیو ورځو کې امریکا له خپلو متحدینو او شریکانو سره په ګډه په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال تر ۱۲۴ زره ډېر ملکي وګړي له افغانستانه ویستلي دي.
دغه امریکايي چارواکي په خپلې بیانیې کې ویلي؛ ویاړي چې د طالبانو د واکمنۍ له راتګ راهیسې یې هېواد له ۱۱۵ زرو ډېرو افغانانو ته پناه ورکړې ده.
د امریکا د دفاع وزیر زیاته کړه: «موږ د خپلو هغو افغان متحدینو ملاتړ ته چې زموږ تر څنګ جنګېدلي او هغو افغانانو ته چې اوس له خپل کړکېچن هېواد بهر د نوي ژوند په جوړولو بوخت دي، ژمن یو».
د یادونې وړ ده، چې نن د امریکا ولسمشر هم په یوې بیانیې کې پر کانګرس غږ کړی، چې د افغانانو د بیا مېشتېدو طرحه دې تایید کړي.
نیویارک ټایمز راپور ورکړی، چې له افغانستان څخه د امریکا له وتلو دوه کاله وروسته د امریکا ولسمشر له طالبانو سره د تعامل مخالف دی.
نیویارک ټایمز لیکي، چې پر طالبانو د بندیزونو لرې کول او د دوی په رسمیت پېژندل د بایډن په اجنډا کې نه شته.
نیویارک ټایمز د پنجشنبې په ورځ (د وږي ۹مه) په یوه راپور کې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان وضعیت او د دې ډلې پر وړاندې د امریکا دریځ څېړلی دی.
دې ورځپاڼې له افغانستان څخه د وروستي امریکايي عسکر وتل او د ۱۴۰۰م کال د اسد په ۲۴ مه د طالبانو د واکمنۍ پیل په افغانستان کې د بشري حقونو د یوه ناورین لپاره د نړۍ چمتووالی بللی دی.
نړۍوال څارونکي وايي؛ طالبانو په خپله نوې واکمنۍ کې په انتقامي وژنو، شکنجو او تښتونو کې هم لاس درلود.
سربېره پر دې؛ نیویارک ټایمز لیکي؛ طالبانو د ښځو پر وړاندې د "د جنسیتي تبعیص افراطي پالیسي" پلي کړې او پر ښځو یې د زده کړو او کار بندیزونه لګولي دي.
په روانه میاشت کې ملګرو ملتونو په یوه راپور کې د طالبانو له خوا د ښځو د کار، زده کړو او بیان ازادۍ په ګډون د بشري حقونو تر پښو لاندې کول سیستماتیک او ناورین زېږوونکی عمل وباله.
یو شمېر امریکايي چارواکي هیله من وو، چې اوسني طالبان د دوو لسیزو مخکې طالبان نه دي، بلکې دوی اوس بدل شوي دي، خو د ملګرو ملتونو کارپوهانو بیا ویلي چې دغه مفکوره سمه نه وه.
د دې ورځپاڼې د راپور له مخې؛ د بایډن د حکومت چارواکو د رسميت پېژندنې، د بندیزونو د لرې کولو او د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د خوشې کېدو احتمال رد کړی دی.
په افغانستان کې موجوده بې وزلۍ ته په پام سره یو شمېر کارپوهانو او بشرپاله ډلو له جو بایډن څخه غوښتي، چې د فقر او لوږې د کمولو لپاره طالبانو ته د مستقیمو اقتصادي مرستو په ورکولو سره خپل دریځ نرم کړي.
په دغه راپور کې ویل شوي، چې طالب چارواکي د افغانستان د شتمنیو پر خلاصون ټینګار کوي او وايي، چې د امریکا د بندیزونو سیاستونه به د افغانانو کړاو لا زیات کړي.
خو لکه څنګه چې د جوبایډن لومړیتوب په افغانستان کې د امریکا لپاره د احتمالي ګواښ په توګه د ترهګرو ډلو د راتګ مخنیوی دی، نیویارک ټایمز لیکلي؛ داسې ښکاري چې طالبان به په دې مساله کې د واشنګټن رضایت ترلاسه کړي.
جو بایډن څه موده وړاندې د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل: "ما ویلي وو چې القاعده به نه وي، ما ویلي وو چې موږ به له طالبانو مرسته وغواړو."
خو نیویارک ټایمز په دې راپور کې لیکي، چې د کوکنارو د کښت مخنیوی، د کورنیو جګړو مخنیوی او د طالبانو له خوا په افغانستان کې د فساد کمول هغه اړخونه دي چې امریکايي چارواکي یې حیران کړي دي.
د بحران د ډلې شنونکی ګریم سمېټ چې په افغانستان کې د ژوند تجربه هم لري، وايي: "ډېری هغه څه چې موږ یې کول غواړو له طالبانو باید پکې همکاري وغوښتل شي."
په فارن افییرز مجله کې د یوې مقالې په خپرولو سره ښاغلي سمېټ پر لوېدیځو حکومتونو او بنسټونو غږ کړی، چې له طالبانو سره دې لا اغېزناکې اړیکې جوړې کړي.
نوموړي له طالبانو سره د برېښنا د شبکې، بانکي سیستم او د اوبو د مدیریت په برخه کې د مرستو چمتو کول د موثرو اړیکو په توګه یاد کړل.
بل خوا د بایډن حکومت له تېرو دوو کلونو راهیسې د طالبانو له استازو سره په اړیکه کې دی.
د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ څو - څو ځلې په دوحه کې له طالب چارواکو سره کتلي دي.
د یادو سفرونو په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت "په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو او زیانمنو ډلو لپاره د خرابېدو" له امله پر طالبانو نیوکه کړې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ واشنګټن د طالبانو له خوا د یو شمېر کسانو د نیول کېدو، پر رسنیو فشار او پر مذهبي دودونو د بندیزونو په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.
خو د بهرنيو چارو وزارت د کوکنارو د حاصلاتو کموالى، د اقتصادي شاخصونو کموالى او له تروريزم سره د مبارزې هڅې هيله بښونکې بولي او وايي چې د لا زياتو همکاريو امکان شته.
بایډن هم څه موده وړاندې ویلي وو، چې امریکا له افغانستان سره د بشري مرستو ستر تمویلونکی هېواد دی.
خو له دې دریځ سره په مخالفت کې د امریکا جمهوري غوښتونکي بیا له افغانستانه د امریکا د غېر مسوولانه وتلو او ناورین زېږېدو له امله په پرله پسې ډول پر بایډن او د هغه پر حکومت انتقادونه کړي دي.
منتقدین بیا وايي؛ دا ناسم تصور دی، چې طالبان به د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه وکړي او اوسنۍ سخت دریځي یې له یاده وویستل شي.